تانبه:درملګري/نوميالی درملګر/۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تیموتی فرانسېس لیری (زوکړه: د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۹۶ زکال د مۍ ۳۱ مه) امریکایي ارواه پوه او لیکوال و چې د اروايي بدلون کوونکو درملو څخه د کلک ملاتړ له امله شهرت لري. د لیري چارې د ګستاخانه وړاندوینو او منفورو تبلیغاتو په توګه په دوه ګوني ډول ارزول کېږي. الن ګینزبرګ نوموړی «د امریکایانو د آګهۍ اتل» او ټام رابینز بیا «شجاع ارواه پوه» بللی. لیری د هاروارډ پوهنتون د درملګر ارواه پوه په توګه په مکسیکو کې په جادویي مرخېړیو باندې له څرګندې ازموینې وروسته په هاروارډ کې د سیلو سایبین پروژې بنسټ کېښود. نوموړي له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې د دغې پروژې مشري وکړه؛ هغه د لایزرژیک اسید دی اتیل امید (ال اس ډي) او سیلوسایبین اغېز چې په متحده ایالاتو کې قانوني و د کانکورډ بندخونې په ازمویښتي پروژه او د مارش چپل په ازمویښتي پروژه کې وڅېړه. د هاروارډ د علمي پلاوي ډېری غړو د هغه د څېړنو علمي او اخلاقي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست ځکه هغه اروایي تغیر راوړونکي درمل د خپلو موضوعاتو د موندنې په موخه کارول او همدارنګه یې په زده کړیالانو باندې فشار راوړ څو له هغو کار واخلي. د رابرټ تورمن په نامه د هغه یو زده کوونکی دا ردوي چې لیری دې زده کوونکي په زور اړ کړي وي له دغو درملو ګټه واخلي. هاروارډ د ۱۹۶۳ زکال په مۍ میاشت کې لیري او د هغه همکار ریچارډ الفرت (چې وروسته د رام داس په نوم پېژندل کېده) له خپلو دندو ګوښه کړل. ډېری خلک په هاروارډ کې د رواني حالت ګرځونکو درملو د کارونې په رسوایۍ وروسته خبر شول.نور