تانبه:تېکنالوژي/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تېکنالوژي «د صنعت علم» د یوناني کلیمې تکني (τέχνη, techne) څخه اخیستل شوی چې د هنر، مهارت، د لاس چل او لوګیا/لوژيا/ -λογία, -logia (په پخوانیو لیکنو او عصري علومو کې د الهي اصل په توګه کارېده/ د فرهنګونو په مانا هم راغلې) چې د هر ډول تخنیکونو، مهارتونو، مېتودونو او پروسو ټولګه ده اخیستل شوې، د توکو او خدماتو د تولید یا د موخو د سرته رسولو/اکمال لکه د علمي څېړنو په برخه کې کارول کېږي. تېکنالوژي کولی شي تخنیکونه، پروسې او ورته مسایل وي، یا کولی شي په ماشین کې ځای پر ځای شي ترڅو له کره پوهې پرته د دوی د کار پيل ته اجازه ورکړي. سیستم لکه ماشینونه د یو اېنپوټ/ننوتي له اخیستلو سره تېکنالوژي تطبیقوي د سیستم له کارونې سره سم بدلون ورکوي او ورسته محصول / اوټ‌کم د تېکنالوژۍ د سیستم یا تېکنالوژيکي سیستم په توګه رامنځته کوي.
نور...