بې غاښو نهنګان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


بې غاښو نهنګان چې د بالین نهنګانو په نوم هم یادېږي د غوښه خوړونکو سمندري تي لرونکو نهنګانو (نهنګانو، ډولفینانو او خوګي کبانو) له ډلې دي چې په خوله کې د بالین کراتیني پلېټونو (یا د نهنګي هډوکو) څخه په ګټنې د اوبو پلانکتونیک موجودات ټوټه کوي. اوس مهال د بې غاښو نهنګانو ۱۶ ډوله شتون لري. په داسې حال کې چې له تاریخي پلوه یې سیتاسونو له مزونیکیدونو څخه سرچینه اخیستې، خو تکاملي مالیکولي شواهد یې هغه د جفتو سوم لرونکو حیواناتو (Artiodactyla) په ډله کې راولي. بالین نهنګان له غاښ لرونکو نهنګانو (Odontoceti) څخه شاوخوا ۳۴ میلیونه کاله وړاندې جلا شوي دي.

د بې غاښو نهنګانو اندازه د پیګمي رایټ نهنګ (یا کوتوله یوزنهنګ) له ۶ متره (۲۰ فوټه) اوږدوالي او ۳۰۰۰ کیلو (۶۶۰۰ پونډه) وزن څخه رانیولې د نیلي نهنګانو د ۳۱ متره (۱۰۲ فوټه) اوږدوالي او ۱۹۰ ټنه (۲۱۰ کوچني ټنه) وزن ترمنځ متغیره ده؛ نیلي نهنګ تر اوسه پورې تر ټولو لوی پیژندل شوی حیوان دی. بالین نهنګان له جنسي پلوه دوه شکله دي. دغه نهنګان د هغو د غذايي رژیم پر بنسټ کېدلای شي ډیره لویه تنه ولري، دوه لاسه یا دوه پښې ولري چې شاپرونه یې جوړوي. تیزه خوله لرونکي نهنګان (fin whale) د بې غاښو نهنګانو تر ټولو چټک نهنګان دي چې په یوه ثانیه کې ۱۰ کیلومتره (په ساعت کې ۳۶ کیلومتره؛ یا ۲۲ مایله) لامبو کوي. بالین نهنګان له خپلو بالین پلېټونو څخه په ګټنې خواړه له اوبو جلا کوي او دغه چاره د لانګ تغذیې (lunge-feeding) یا هم سکیم تغذیې (skim-feeding) پر مټ ترسره کوي. د دغو نهنګانو یو شمېر ډولونه یې د اوبو په تل کې له لامبو سره جوړ دي. دوی د خپل پوستکي لاندي د غوړو یا بلابر وازګې د یوې لایې په لرلو سره ځان په یخو اوبو کې ګرم ساتي. [۱][۲]

په داسې حال کې چې بالین نهنګان د سمندر په ټولو برخو کې شتون لري، خو ډیری ډولونه یې د شمالي او سویلي قطبونو یخې اوبې غوره بولي. خاورین رنګ لرونکي دغه نهنګان د هغو سخت پوست لرونکو حیواناتو څخه په تغذیې کې تخصص لري چې د اوبو په تل کې ژوند کوي. روکورال ډول یې د لانګ تغذیې په برخه کې تخصص لري او ساده وجود لري څو د چټکتیا پر مهال یې کشش را کم شي. ښي اړخي نهنګان یې بیا سکیمي تغذیه لري، په دې معنی چې له خپلې لویې خولې څخه په ګټنې په زیاته کچه اوبه خولې ته دننه کوي او بیا په کرار کرار له هغو څخه د خپلو خوراکي توکو په خوړلو کې ګټنه کوي. نارینه نهنګان په معمول ډول له یوې ښځینه څخه له زیاتو سره جوړه کېږي، په داسې حال کې چې له څو ښځینه و سره یې د یوځای کېدو درجه د هغو د ډول له مخې توپیر مومي. د نسلي بریا لپاره یې د نارینه و ستراتیژي د ائیني نمایش د اجرا (د نهنګ آواز ویستل) یا د جوړې موندلو د نمایش له مخې توپیر لري. د دوی بچیان په معمول ډول د ژمي او پسرلي په میاشتو کې زیږي چې ښځینه نهنګان یې د پالنې مسئولیت پر غاړه لري. ښځینه نهنګان د یو ځای څخه بل ځای ته په کډه کولو کې نسبتا د اوږدې مودې لپاره څه نه خوري، چې دغه موده د هغو ډولونو ته په پام توپیر لري.

د نهنګ غوښه، وازګه، هډوکي او غوړي په سنتي ډول د شمالي قطب د بومي وګړو له خوا کارول کېدل. د بالین نهنګانو په څېر په سمندر کې موجود یو شمېر ژوندي موجودات چې یو مهال د سوداګریزو موخو لپاره ښکار کېدل اوس مهال یې د نړیوالو قوانینو پر مټ ساتنه کېږي. دغه چاره لامل ګرځېدلې چې د هغو شمېر بېرته زیات شي. ورته مهال د شمالي اطلس سمندر حقیقي نهنګ له طبیعت څخه د ساتنې د نړیوالې اتحادیې له خوا له انقراض سره په جدي بڼه مخ ګڼل شوی. له ښکار سربېره بالین نهنګان د سمندري ککړتیا او همدارنګه د سمندرونو د اسیدي کېدو له ګواښ سره مخ دي. اټکل شوی چې د انسانانو له خوا جوړ شوي سونارونه (د اوبتلونو د موندلو وسیلې چې غږیز امواج مومي) د دغو نهنګانو د منقرض کېدو لامل ګرځيدلي. دغه ډول نهنګان په ډیره لږ کچه په اسارت کې ساتل کېږي او یوازې دغه چاره د هغو د نویو ځوانو او یا هم کوچنیو ډولونو سره ترسره کېدای شي.  

چلن[سمول]

کډوالي[سمول]

د بالین نهنګانو ډیری ډولونه د پسرلي او اوړي په میاشتو کې د لوړ جغرافیايي عرض لرونکو اوبو څخه د ژمي په میاشتو کې د ګرمو اوبو سیمو ته کډه کوي. د کډوالۍ دغه څرخ هر کال تکرار کېږي. خاورین رنګ لرونکي نهنګان د تي لرونکو حیواناتو ترمنځ د تر ټولو لرې کډوالۍ ریکارډ لري، د بېلګې په توګه دغه ډول یو نهنګ د اخوتسک له سیند څخه باجا جزیرې ته د ۲۳۰۰۰ کیلومترو (۱۴۰۰۰ مایله) په اوږدوالي سفر کړی. [۳][۴]

داسې اټکل کېږي چې پلانکتون غوټۍ دا ټاکي څو نهنګان کوم ځای ته کډه وکړي. ډیری بالین نهنګان له لویو پلانکټون غوټیو تغذیه کوي چې د پسرلي او اوړي په لمرینو میاشتو کې د قطبي برخو په سړو او له غذايي موادو څخه په ډکو اوبو کې را غوړیږي. بالین نهنګان د ژمي پر مهال په معمول ډول هغو ځایونو ته کډه کوي چې پلانکتون غوټۍ په کې کمې وي او د هغوی د ماشومانو د زیږون لپاره مناسبې ګرمې اوبه ولري. ګمان کېږي چې دغه کډوالي د بېلابېلو لاملونو له امله نوو زیږېدلو نهنګانو ته ګټه لري. که چېری داسې وه نه شي نوي زیږدلي نهنګان د کافي وازګې نه لرلو له امله په ډیر احتمال په قطبي سړو اوبو کې مړه کیږي. ورته مهال ګرمو اوبو ته د هغوی کډوالي د وژونکو نهنګانو له خوا د نویو زیږیدلو نهنګانو د مړینې کچه را کموي.[۵][۶]

همدارنګه د دوی مهاجرتي خوځښتونه کېدای شي د هغوی د فصلي نسلي تولید د تغیر منعکس کوونکي وي. فرض دا دی چې د کالیفورنیا نیلي نهنګان د زیاتو غذايي موادو لرونکو سیمو ترمنځ کډه کوي؛ دغه نهنګان په اوړي او مني کې د کالیفورینا له مرکز څخه په ژمي کې د کالیفورنیا خلیج ته درومي او بیا په پسرلي کې ارام سمندر ته اړوند د کالیفورنیا باجا مرکزي سواحلو ته حرکت کوي.[۷]

له انسانانو سره اړیکه[سمول]

د نهنګانو د ښکار تاریخچه[سمول]

د انسانانو له خوا د نهنګانو د ښکار چاره د ډبرو له عصر راهیسې شتون لري. لرغونو ښکاریانو له اوږدو نیزو څخه ګټنه کوله څو لوی حیوانات له خپلو بېړیو څخه لرې کړي. نارویژي وګړو شاوخوا ۴۰۰۰ کاله وړاندې د نهنګانو ښکار ته مخه کړه او دجاپان وګړو له دې هم وړاندې په ارام سمندر کې د نهنګانو په نیولو پیل کړی و. نهنګان په معمول ډول د غوښې او وازګی د ترلاسه کولو په موخه د بومي وګړو له خوا ښکار کېدل. هغوی به یې له شاپرونو څخه د چتونو د پوښلو یا سبد جوړولو په موخه ګټنه کوله او همدارنګه یې له هډوکو بېلابېل وسایل او ماسکونه جوړول. باسک وګړو د یوولسمې پېړۍ له لومړیو څخه د نهنګانو ښکار ته مخه کړه او تر شپاړلسمې پېړۍ پورې یې تر نیوفاونډلنډ پورې د مناسبو نهنګانو لټون کاوه. د ۱۸ او ۱۹مې پېړۍ ښکاریانو بیا تر ډېره نهنګان د هغو د غوړو په موخه ښکار کول چې د څراغونو د سون توکو او د شیانو د غوړولو په موخه یې ترې ګټنه کوله ورته مهال یې د هغو له شاپرونو (یا هم هډوکو) څخه د کرېسټ جامو او د لمن دارو جامو د قالب په موخه ګټنه کوله. دغه مهال د نهنګانو په ښکار کې تر ټولو مخکښ هېوادونه؛ هالنډ، جاپان او متحده ایالات وو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سوداګرۍ په موخه د نهنګانو ښکار د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ پر مهال ځانګړی اهمیت وموند. دغه مهال د نهنګانو ښکار یو پام وړ اروپايي صنعت بلل کېده چې د بریتانوي، فرانسوي، هسپانوي، ډنمارکي، هالنډي او جرمني بېړیو پر مټ ترسره کېده او په شمالي قطب کې به یې ځینې مهالونه له یو بل سره مرسته هم کوله. د ۱۷۹۰مې سلیزې په نیمايي کې د نهنګانو ښکارچیانو په ځانګړې توګه بریتانوي (اسټرالیايي) او امریکايي ښکاریانو په سویلي آرام سمندر کې د نهنګانو په ښکار تمرکز وکړ. د ۱۹۰۰مې لسیزې په نیمايي کې له ۵۰۰۰۰ څخه زیات نهنګان له دغه ځایه ونیول شول. د ۱۸۸۰مې لسیزې پر مهال چې د نهنګانو د ښکار کولو د اوج لسیزه وه متحده ایالاتو له دغې لارې ۱۰ میلیونه ډالر ګټه وکړه چې د نن ورځې له ۲۲۵ میلیونو ډالرو سره برابریږي. د نهنګانو په هغه ډولونو کې چې ډېر ښکار کېدل؛ خاورین نهنګان، ښي اړخي نهنګان او کماني نهنګان شامل و، ځکه چې هغوی د نیوبېډفورډ بندر په څېر د نهنګانو د ښکار اصلي بندرونو ته نږدې و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Paul, Gregory S. (25 October 2016). [[[:کينډۍ:Google books]] The Princeton Field Guide to Dinosaurs] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (الطبعة Second). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-8314-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bortolotti, Dan (14 October 2008). [[[:کينډۍ:Google books]] Wild Blue: A Natural History of the World's Largest Animal] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). St. Martin's Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4299-8777-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . A Gray Whale Breaks The Record For Longest Mammal Migration. National Geographic
  4. Lockyer, C. J. H.; Brown, S. G. (1981). [[[:کينډۍ:Google books]] "The Migration of Whales"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). In Aidley, D. (المحرر). Animal Migration. CUP Archive. د کتاب پاڼې 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-23274-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Open access
  5. Kellogg, Remington C.; Whitmore, Jr., Frank (1957). [[[:کينډۍ:Google books]] "Marine Mammals"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Geological Society of America Memoirs. 1 (67): 1223–1224. doi:10.1130/MEM67V1-p1223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Open access
  6. Bannister 2008، صص. 357–361.
  7. Croll, Donald A.; Marinovic, Baldo; Benson, Scott; Chavez, Francisco P.; Black, Nancy; Ternullo, Richard; Tershy, Bernie R. (2005). "From wind to whales:: trophic links in a coastal upwelling system". Marine Ecology Progress Series. 289: 117–130. Bibcode:2005MEPS..289..117C. doi:10.3354/meps289117. JSTOR 24867995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite newsgroup
  9. Marrero, Meghan E.; Thornton, Stuart (2011). "Big Fish: A Brief History of Whaling". National Geographic. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . A Savage History: Whaling in the South Pacific and Southern Oceans.
  11. Proulx, J.P. (1993). Basque whaling in Labrador in the 16th century. National Historic Sites, Parks Service, Environment Canada. د کتاب پاڼي 260–286. ISSN 0821-1027. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-660-14819-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Whale products". New Bedford Whaling Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Stonehouse, Bernard (2007). "British Arctic whaling: an overview". University of Hull. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tonnessen, J. N.; Johnsen, A.O (1982). [[[:کينډۍ:Google books]] The History of Modern Whaling] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). The University of California Press. د کتاب پاڼي 220, 549. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-03973-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Open access
  15. McNeill, J. R. (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] "Whaling and Fishing"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). Something New Under the Sun: An Environmental History of the 20th Century. W. W. Norton and Company, Inc. د کتاب پاڼي 128–130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-04917-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Open access
  16. Beckman, Daniel (2013). [[[:کينډۍ:Google books]] "Conservation of Cetaceans"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). Marine Environmental Biology and Conservation. Jones and Bartlett Learning. د کتاب پاڼې 328. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7637-7350-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Open access
  17. International Whaling Commission Schedule, paragraph 10(e). International Whaling Commission. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)