بې دولته ملتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په نړۍ کې اتیا بېلابېل قومي هویتونه دي چې د بې دولته (stateless) ملتونو په ډله کې راځي. تاملیان (۷۸ میلیونه)، سندیان (۴۰ میلیونه) یوروبایان (۳۵ میلیونه)، کردان (۳۲ میلیونه) اېګبو (۳۰ میلیونه) او همداسې په ترتیب نور. دوی ټول، څه د اروپايي کلونالیزم، څه د دویمې نړیوالې جګړې او څه د سړې جګړې پرمهال له خپلو طبیعي جغرافیو څخه بېل کړل شول، له همدې امله په دې سیمو کې تلپاتې تشنج، تاوتریخوالي او په وروستیو کې افراطیت وده وکړه. د ملګرو ملتونو د منشور د لومړۍ مادې د ۲ یمې فقرې، د سیاسي او مدني حقونو او د اقتصادي- ټولنیزو او فرهنګي حقونو د کنوانسیونونو د لومړیو مادو، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۵ مې مادې، مستعمرو شویو هېوادونو او ملتونو ته د خپلواکۍ د ورکړې په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۱۵۱۴ نمبر پرېکړه لیک، د دولتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو اړوند د نړیوالو حقوقو د اصولو په تړاو د عمومي اسامبلې د ۲۶۲۵ نمبر پرېکړه لیک او ګڼو نورو نړیوالو اسنادو پر اساس د ملتونو د خود ارادیت حق (Right to self determination) د الزامي قاعدې (Jus cogens) په توګه د نړیوالو حقوقو منل شوی اصل دی چې هېڅ دولت ترې انکار او سرغړونه نه شي کولای. له دې اصله سرغړونه نړیوال مسوولیت لري چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې د اجرا ضمانت کوي.

تړلې لیکنې[سمول]

کردېستان بلوچېستان پښتونستان سېند