بیوټکنالوژي
بیوټکنالوژي د بیولوژۍ یوه پراخه برخه ده چې د محصولاتو د پراختیا یا تولید لپاره د ژوندیو سیستمونو او ژوندیو موجوداتو استفاده په کې شاملېږي. د توکو او استفادې له مخې تر ډېره له اړوندو علمي څانګو سره غاړه غړۍ ده. بیوټکنالوژي د شملې پېړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې پراخه شوه او د جینومیک، د نوي جوړښت لرونکي جین د تخنیکونو، عملي ایمونولوژۍ او تشخیصي ازمېښتونو په څېر نوي او بېلابېل علوم په کې شامل شول. د بیوټکنالوژۍ اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۱۹ کال کې «کارل ارکي» د موجوداتو په مرسته له خامو توکو څخه د محصولاتو د تولید په معنا وکاروله.
تاریخچه[سمول]
کرنه د نویو ډبرو تر انقلاب را وروسته د خوړو د تولید لپاره پر غالبه طریقه بدله شوې ده. لومړنیو کروندګرو د لومړنۍ بیوټکنالوژۍ له لارې هغه محصولات انتخاب کړل چې تر ټولو ډېر محصول یې درلود تر څو د مخ پر ودې نفوس لپاره کافي خواړه تولید کړي. دا چې کروندې او محصولات ورځ په ورځ لویېدل او ساتنه یې سختېده، کروندګرو ومونده چې ځینې ځانګړي ارګانېزمونه او د هغوی جانبي محصولات کولای شي په ډېر ښه ډول القاح شي، نایټروجن بیامومي او افتونه کنټرول کړي. د کرنې په تاریخي بهیر کې کروندګرو نویو چاپېریالونو ته د خپلو محصولاتو په ور وړلو او د نورو نباتاتو تر څنګ د روزنې له لارې په لاشعوري ډول د خپلو محصولاتو جنیټیک بدل کړی چې دا د بیوټکنالوژۍ یو لومړنی ډول و.
دغه پروسس د بیر په لومړني تخمیر کې هم شامل و. دا پروسس په لرغوني بینالنهرین، مصر، چین او هند کې دود شوی او لا هم د هماغې لومړنۍ بیوټکنالوژۍ په ډول کارېږي. د بیر په تولید کې انزایم لرونکې وچې غلې دانې نشایسته له دانو څخه پر بوره بدلوي او بیا د بیر د تولید لپاره ځانګړي مخمرونه ور زیاتوي. په دې پروسه کې په دانو کې موجود کاربوهایدرېتونه په الکولو لکه اتانول تجزیه کېږي. وروسته نورو فرهنګونو د لاکټیک اسید د تخمیر پروسه رامنځته کړه چې په پایله کې یې د سوجي د ساس په څېر نور خوراکي توکي تولید شول. په دې دوره کې له تخمیر څخه د ډوډۍ د خمیر مایې د تولید لپاره هم کار اخیستل کېده. که څه هم د تخمیر پروسه په ۱۸۵۷ کال کې د لویس پاسټور د څېړنو تر وخته پوره څرګنده نه وه، خو لا هم د بیوټکنالوژۍ لومړنۍ استفاده وه چې یوه غذايي سرچینه یې پر بله بڼه اړوله. [۱]
د چارلېز داروین د څېړنو او ژوند تر وخت وړاندې د حیواناتو او نباتاتو پوهانو له انتخابي پیوند څخه کار اخیست. داروین د نوعو یا موجوداتو په بدلون کې د علم د وړتیا په اړه په خپلو علمي پلټنو سره دغه کار پراخ کړ. دغو موندنو د دارین د طبیعي انتخاب له تیورۍ سره مرسته وکړه.[۲]
انسانانو زرګونه کاله د خوراکي استفادې په موخه د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ د تولید ښه کولو لپاره له انتخابي پیوند څخه کار اخیست. په انتخابي پیوند کې هغه ارګانېزمونه سره یوځای کېږي چې مطلوبې ځانګړنې لري تر څو د ورته ځانګړنو لرونکي بچیان وزیږوي. د بېلګې په توګه دا تخنیک له جوارو سره وکارول شو تر څو ډېر او خواږه محصولات تولید کړي.[۳]
د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د مایکروبیولوژۍ په اړه د پوهانو پوهه ډېره شوه او د ځانګړو محصولاتو د تولید لارې چارې یې وموندې. په ۱۹۱۷ کال کې «کاییم وایزمن» د لومړي ځل لپاره په یوه صنعتي پروسه کې له یوه خالص مایکروبیولوژيکي کښت – یعنې د کلسټریډیوم اسټوبوټیلیکوم (Clostridium acetobutylicum) په مرسته د جوارو د نشایستې له تولید څخه – د اسېټون (acetone) د تولید لپاره کار واخیست چې انګلستان د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کلکه اړتیا ورته لرله.[۴]
بیوټکنالوژي د انټي بیوټیکونو د جوړېدو لامل هم شوې ده. په ۱۹۲۸ کال کې الکساندر فلېمېنګ پنسلین کشف کړل. دغه کار د انټي بیوټيکي ترکیب د خالصېدو لامل شو چې د هاوارډ فلوري، ارنسټ بوریس چاین او نورمن هیټلي لهخوا قالب شوی و تر څو هغه څه جوړ کړي چې موږ یې دا مهال د پنسلین په نامه پېژنو. په ۱۹۴۰ کال کې پنسلین په انسان کې د باکټریايي عفونتونو د درملنې لپاره د لاسرسي وړ شول. [۳]
په ټولیز ډول داسې انګېرل کېږي چې اوسنۍ بیوټکنالوژي په ۱۹۷۱ کال کې منځته راغله او دا هغه مهال و چې د جین د پیوند لپاره د پل برګ (سټنفورډ) ازمېښتونه په لومړني ډول بریالي شول. هربرټ بویر (په سانفرانسېسکو کې د کلفورنیا پوهنتون) او سټنلي کوهن (سټنفورډ) په ۱۹۷۲ کال کې یوې باکټریا ته د جنیټیکي توکو په لېږدولو سره یوه د پام وړ نوې ټکنالوژي پر مخ کړه، په دې کې وارداتي توکي بیاځلي تولیدېدل. کله چې د ۱۹۸۰ کال د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه د متحدو ایالتونو سترې محکمې «ډایمنډ وي چاکرابارټي» ته د پیوند شوي جنیټيکي مایکرو ارګانېزم د اختراع د ثبت حکم ورکړ، د بیوټکنالوژۍ د یوه صنعت سوداګریزه وړتیا په پام وړ ډول پراخه شوه. هنديالاصله «انانډا چاکرابارټي» چې په جنرل الکټریک کمپنۍ کې یې کار کاوه، یوه باکټریا (چې د سوډموناس له جنسه وه) بدله کړه چې د خامو تېلو د تجزیه کولو وړتیا یې لرله او وړاندیز یې وکړ چې د تېلو د ککړتیا په لرې کولو کې وکارول شي. د چاکرابارټي دغه کار په جین کې لاسوهنه ونهکړه، بلکې د سوډوموناس باکټریا د ټولو ارثي صفتونو تر منځ د ارګانیلونو انتقال پکې شامل و.[۵][۶]
بېلګې[سمول]
بیوټکنالوژي په څلورو لویو صنعتي برخو کې کارېږي؛ په دې ډله کې روغتیا پالنه (طب)، د محصولاتو تولید او کرنه، د محصولاتو غیر غذايي (صنعتي) استفاده او نور تولیدات (لکه پهخپله خرابېدونکي پلاستیکونه او نباتي غوړي) او چاپېریالي استفاده شاملېږي.
د بېلګې په توګه د بیوټکنالوژۍ د استفادې یو ځای د ارګانیک محصولاتو د تولید لپاره له مایکرو ارګانېزمونو څخه مستقیم کار اخیستل دي (مثلاً بیر او د شیدو محصولات). بله بېلګه یې په بیولیچېنګ (bioleaching) کې د کانونو په صنعت کې د موجودو باکټریاوو کارول دي. بیوټکنالوژي د ضایعاتو د تصفیې، د صنعتي فعالیتونو له امله د ککړو شویو ځایونو د پاکولو او د بیولوژيکي وسلو د تولید لپاره هم کارول کېږي.[۷][۸][۹][۱۰]
طب[سمول]
اوسنۍ بیوټکنالوژي د طب په ګڼو برخو کې کارول کېږي؛ په دغو برخو کې د درملو اکتشاف او تولید، فارمکوجینومیک او جنیټيکي ازمېښت شاملېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
زدهکړه[سمول]
په ۱۹۸۸ کال کې د متحدو ایالتونو د کنګرې په غوښتنه د عمومي طبي علومو ملي مؤسسې (NIGMS) د بیوټکنالوژۍ په برخه کې د روزنې لپاره د بودیجې یو میکانېزم جوړ کړ. د هېواد ټول پوهنتونونه د بیوټکنالوژۍ د روزنیزو پروګرامونو (BTP) د جوړولو لپاره د دغې بودیجې د ترلاسه کولو په موخه په رقابت کې شول. هره بریالۍ غوښتنه معمولاً پنځه کاله تضمینوي او بیا په رقابتي ډول تمدیدېږي. له زدهکړو فارغ زدهکوونکي په (BTP) کې د منل کېدو لپاره رقابت کوي. که ومنل شي نو د دوو یا درېیو کلونو لپاره د دوکتورا د دورې په لړ کې د تحصیل، اوسېدو او روغتیایي بیمې د لګښتونو مرسته ورسره کېږي. ۱۹ داسې مؤسسې شته چې د (NIGMS) په ملاتړ د بیوټکنالوژۍ روزنیزو پروګرامونه وړاندې کوي. د بیوټکنالوژۍ زدهکړې د لېسانس او کالجونو په کچه کې موجودې دي.[۱۶]
سرچینې[سمول]
- ↑ See Arnold, John P. (2005). Origin and History of Beer and Brewing: From Prehistoric Times to the Beginning of Brewing Science and Technology. Cleveland, Ohio: BeerBooks. د کتاب پاڼې 34. OCLC 71834130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9662084-1-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة). - ↑ Cole-Turner, Ronald (2003). "Biotechnology". Encyclopedia of Science and Religion. http://www.encyclopedia.com/doc/1G2-3404200058.html. Retrieved December 7, 2014.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Thieman WJ, Palladino MA (2008). Introduction to Biotechnology. Pearson/Benjamin Cummings. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-321-49145-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Springham D, Springham G, Moses V, Cape RE (1999). Biotechnology: The Science and the Business. CRC Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5702-407-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Diamond v. Chakrabarty, 447 U.S. 303 (1980). No. 79-139." United States Supreme Court. June 16, 1980. Retrieved on May 4, 2007.
- ↑ "1960: Metal Oxide Semiconductor (MOS) Transistor Demonstrated". The Silicon Engine: A Timeline of Semiconductors in Computers (Computer History Museum). https://www.computerhistory.org/siliconengine/metal-oxide-semiconductor-mos-transistor-demonstrated/. Retrieved August 31, 2019.
- ↑ Gerstein, M. "Bioinformatics Introduction Archived 2007-06-16 at the Wayback Machine.." Yale University. Retrieved on May 8, 2007.
- ↑ Siam, R. (2009). Biotechnology Research and Development in Academia: providing the foundation for Egypt's Biotechnology spectrum of colors. Sixteenth Annual American University in Cairo Research Conference, American University in Cairo, Cairo, Egypt. BMC Proceedings, 31–35.
- ↑ Kafarski, P. (2012). Rainbow Code of Biotechnology Archived February 14, 2019, at the Wayback Machine.. CHEMIK. Wroclaw University
- ↑ Biotech: true colours. (2009). TCE: The Chemical Engineer, (816), 26–31.
- ↑ Ermak G. (2013) Modern Science & Future Medicine (second edition)
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pharmacogenomics: a systems approach"]. Wiley Interdisciplinary Reviews: Systems Biology and Medicine 2 (1): 3–22. 2010. doi:10.1002/wsbm.42. PMID 20836007.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pharmacogenomics of adverse drug reactions: practical applications and perspectives"]. Pharmacogenomics 10 (6): 961–9. June 2009. doi:10.2217/pgs.09.37. PMID 19530963.
- ↑ "Guidance for Industry Pharmacogenomic Data Submissions" (PDF). U.S. Food and Drug Administration. March 2005. د لاسرسينېټه August 27, 2008. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Realities and expectations of pharmacogenomics and personalized medicine: impact of translating genetic knowledge into clinical practice"]. Pharmacogenomics 11 (8): 1149–67. August 2010. doi:10.2217/pgs.10.97. PMID 20712531.
- ↑ "Biotechnology Predoctoral Training Program". National Institute of General Medical Sciences. December 18, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر October 28, 2014 باندې. د لاسرسينېټه October 28, 2014. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)