بیولوجیکي پلټنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


بیولوجیکي پلټنه (په انګلیسي: Bioprospecting)، چې د بیولوجیکي تنوع پلټنې په توګه هم پېژندل کېږي، د هغو کوچنیو مالیکولونو، لویو مالیکولونو او بیوکېمیاوي او جنتیکي معلوماتو په هکله د طبیعي سرچینو پلټنه او راسپړنه ده، چې کېدای شي په کرنه، د اوبو ژویو په روزنه، بیولوجیکي درملنې (د چاپېریال پاکَول)، سینګاري توکو، نانوټکنالوجي، یا د درمل‌جوړونې په صنایعو کې ارزښتمنو سوداګریزو محصولاتو په توګه پراختیا ورکړل شي. د بېلګې په توګه: د درمل‌جوړونې په صنعت کې، د ۱۹۸۱ او ۲۰۱۴ز کلونو په ترڅ کې د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې (FDA) له‌خوا د تایید شویو کوچنیو مالیکولي درملو یو پر درېیمه برخه، یا طبیعي محصولات او یا هم له طبیعي محصولاتو څخه ترلاسه شوي مرکبات وو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د بیولوجیکي پلټنې ډېرشمېر تېرو پروګرامونو په خاوره کې راشنه کېدونکي نباتات، فنجي او اکتینوباکتریا باندې تمرکز درلود، خو لږ راسپړل شویو اېکوسیسټمونو (لکه: سیندونه او سمندرونه) او اورګانیزمونو ته (لکه: مېکسوباکتریا او آرکیا) لېوالتیا ورځ په ورځ زیاتېږي ترڅو له دغه اېکوسیسټمونو او ژوندیو موجوداتو څخه د نویو بیولوجیکي فعالیتونو په لړ کې د لا نویو ترکیباتو په پېژندنه کې د یوې ګټورې وسیلې په توګه کار واخېستل شي. کېدای شي نوعې د بیولوجیکي فعالیت له‌پلوه په تصادفي ډول غوره شي یا هم لومړی په منطقي ډول وټاکل شي او وروسته بیا د اېکولوجیکي، اېتنوبیولوجیکي، اېتنوطبي، تاریخي او یا جېنومي معلوماتو پر بنسټ غوره شي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

کله چې د یوې سیمې د بیولوجیکي سرچینو یا بومي پوهې اختیار په غیراخلاقي توګه نیول کېږي او یا له هغو څخه، له مناسب بدل ورکولو پرته، په سوداګریزو موخو کې ګټه پورته شي، دغه کړنه د «بیولوجیکي غلا/درغلۍ» په توګه پېژندل کېږي. ډېریو نړیوالو تړونونو کې دغه موضوع تر بحث او مذاکرې لاندې نیولې ده چې د بیولوجیکي غلا په صورت کې، هېوادونو ته یوه حقوقي او قانوني مرجع رامنځ‌ته او د سوداګریزو فعالانو ته د پانګونې لپاره حقوقي ډاډ ورکړل شي. له‌دې جملې څخه کولای شو د بیولوجیکي تنوع په تړاو د ملګرو ملتونو کنوانسیون او د ناګویا پروتوکول ته اشاره وکړو.[۱۶]

له یوې نوعې څخه له حده زیاته ګټه اخېستنه او چاپېریال ته زیان‌اړونه، د بیولوجیکي پلټنې اړوند نور خطرونه دي، خو له دغو خطرونو سره د مبارزې په موخه قوانین هم رامنځ‌ته شوي دي؛ لکه: «د اوبو تي‌لرونکو خوندي ساتنې لپاره د متحده ایالاتو قانون» او «د انقراض له خطر سره مخ نوعو په هکله د متحده ایالاتو قانون» په څېر ملي قوانین او «د بیولوجیکي تنوع په تړاو د ملګرو ملتونو کنوانسیون»، «د سیندونو حقوقي مسایلو په تړاو د ملګرو ملتونو کنوانسیون» او «د ملګرو ملتونو د انترکتیکا تړون» په څېر نړېوالې معاهدې.[۱۷]

له بیولوجیکي پلټنې څخه مشتق شوې سرچینې او محصولات[سمول]

په کرنه کې[سمول]

له بیولوجیکي پلټنې څخه مشتق شوې سرچینې او محصولاتو له جملې څخه په کرنه کې له بیولوجیکي سِرې، بیولوجیکي پرازیت وژونکو او د وترنري له انتي‌بیوتیک څخه ګټه اخېستل کېږي. ریزوبیم د خاورې باکتریا یو جنس دی چې د بیولوجیکي سرې په توګه کارول کېږي؛ د بیولوجیکي پرازیت وژونکو له ډلې څخه کولای شو له باسیلوس تورنجینسیس (Bt) او انونین څخه، چې د Annona Squamosa بوټي له تُخم څخه ترلاسه کېږي، یادَونه وکړو؛ د وترنري انتي‌بیوتیکونو بېلګې بیا والنیمولین او تیامولین دي، چې له Omphalina Mutila بازیدیومیسېت فنجي او Clitopilus Passeckerianus څخه کشف او رامنځ‌ته شوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په بیولوجیکي درملنه کې[سمول]

د بیولوجیکي پلټنې محصولاتو له جملې څخه په بیولوجیکي درملنه کې، له Coriolopsis Gallica او Phanerochaete Chrysosporium څخه د لکېز مشتق شوي انزایمونه، د بیر جوړونې فابریکو فاضلابو د تصفیې او د کاغذ تولیدي شرکتونو د خیرنو اوبو په دي‌کلورین کولو او رنګ وړلو کې کارول کېږي.[۲۵]

سینګاري توکي او شخصي پاملرنه[سمول]

له بیولوجیکي پلټنې څخه د سینګاري توکو او شخصي پاملرنې مشتق شويو محصولاتو له جملې څخه کېدای شي لاندې توکو ته اشاره وکړو:

  • له پورفيريديم كرونتوم څخه مشتق شوی اولیګوسکراید او او د اولیګوعنصر ترکیبات، چې د پوستکي التهاب یا Erythema (روزاسیا، د جلد سره کېدل او د سترګو پر چاپېره تورې حلقې) لپاره کارول کېږي.
  • له Xanthobacter Autotrophicus څخه مشتق شوی زي‌اگزانتین، چې پوستکي ته د اوبو رسونې (د پوستکي هایدرېشن) او له ماورای بنفش وړانګې څخه د ساتنې په موخه کارول کېږي.
  • له کلوستریدیم هیستولیتیکوم څخه مشتق شوي کولاجېنازونه چې د پوستکي بېاجوړونې لپاره کارول کېږي.
  • له میکروسپوروم څخه مشتق شوي کراتینازونه چې د وېښتانو لېرې کولو لپاره کارول کېږي.[۲۶]

په نانوټکنالوجي او بیولوجیکي سنسورونو کې[سمول]

څرنګه چې د میکروبي لکېزونو بنسټ خورا پراخ دی، له هغو څخه کېدای شي د بیولوجیکي سنسورونو په ټکنالوجي کې د ګڼ‌شمېر عضوي مرکباتو د پېژندنې په موخه کار واخېستل شي. د بېلګې په توګه: لکېز لرونکي الکترودونه په شرابو کې د پولي‌فېنولي مرکباتو، او په فاضلابو کې د لیګنینونو او فېنولونو د موندنې لپاره کارول کېږي.[۲۷]

په درمل‌جوړونه کې[سمول]

اوس‌مهال په کلینیکي شرایطو کې ډېري کارېدونکي ضد باکتریایي درمل د بیولوجیکي پلټنې له‌لارې کشف شوي دي؛ له هغې ډلې څخه کېدای شي لاندې درملو ته اشاره وکړو: امینوګليکوزید، تتراسکلین، امفنیکول، پولي‌میکسین، سفالوسپورین او نور بېتا لکتام انتي‌بیوتیکونه، ماکرولید، پلوروموتیلین، ګلیکوپپتید، ریفامایسین، لینکوسامید، سترپتوګرامین، او د فاسفونیک اسید انتي‌بیوتیکونه. د بېلګې په توګه: د امینوګلیکوزید سترپتومایسین انتي‌بیوتیک د خاورې له باکتریایي Streptomyces Griseus څخه، د فوزیدان فوزیدیک اسید انتي‌بیوتیک د خاورې له فنجي‌ډوله Acremonium Fusidioides او د پلوروموتیلین انتي‌بیوتیکونه (لکه: لفامولین) له بازیدیومیسېت فنجي اومفالینا موتیلا او Clitopilus Passeckerianus څخه کشف او رامنځ‌ته شوي دي.[۲۸][۲۹]

حقوقي او سیاسي اړخونه[سمول]

د نوښت حق[سمول]

له معمولو مغالطو څخه یوه دا ده چې د درمل‌جوړونې کمپنۍ، خپل راغونډ شوي بوټي د فکري مالکیت او نوښت په توګه ثبتوي. په داسې حال کې چې د پخوا پېژندل شوي یا کارول شوي یوه طبیعي موجود په تړاو د نوښت حق ترلاسه کول امکان نه‌لري، کېدای شي د هغو کېمیاوي ځانګړو او جلا شویو موادو د نوښت حق وغوښتل شي چې له بوټو څخه اخېستل شوي او په بېلابېلو بڼو پراختیا ورکړل شوې ده. د نوښت دغه حقونه تر ډېره د نوموړو کېمیاوي موادو له ځانګړې او څېړل شوې کارونې څخه ترلاسه کېږي. په ټولیز ډول، د نوموړو مرکباتو شتون، جوړښت او سنتیز د دودیزې طبي پوهې هغه برخه نه‌ده چې په لومړۍ هڅه کې یې څېړونکي د بوټي شننې او څېړنې ته وهڅول. په پایله کې، ان که چېرې دودیزه طبي پوهه د مخکېني هنر په توګه په پام کې ونیول شي، دغه پوهه په یوازې ځان، فعال کېمیاوي مرکب «نه‌څرګندوي»، چې د نوښت حق په قوانینو کې د یوه معیار په توګه په پام کې نیول کېږي.

په متحده ایالاتو کې، د نوښت حق قانون د «جلا شویو او تصفیه شویو» مرکباتو د حقونو خوندي کولو لپاره هم پلي کېدلای شي – ان که چېرې د تصفیې یا جلا کولو عملیه په یوې نمونې او یوه نوي کېمیاوي عنصر کې ترسره شوې وي. په ۱۸۷۳ز کې، لویي پاستور د یوې «خمیرمایې» د نوښت حق په خپل نوم ثبت کړ، چې «له ناروغیو څخه تشه» وه (141072 شمېر نوښت). د نوښت هغه حقونه چې بیولوجیکي اختراعات په‌کې شاملېږي، ورته کړنلاره لري. د «Diamond v. Chakrabarty» د ۱۹۸۰ز کال په قضیه کې، د متحده ایالاتو سترې محکمې د یوې داسې باکتریا د نوښت حق تایید کړ چې په جنتیکي توګه د پټرولیم د لګښت لپاره اصلاح شوې وه او استدلال یې دا ؤ چې، «د لمر تر وړانګو لاندې د انسان په واسطه هر جوړ شوي څیز» د نوښت حق په تړاو د متحده ایالاتو قوانین صدق کوي. د متحده ایالاتو د نوښت حق او سوداګریزو نښو ادارې (USPTO) د ارزونو له‌مخې، «د یوه جېن د نوښت حق هغه مهال د ثبت وړ دی چې نوموړی جېن جلا کړل شوی او تصفیه شوی وي، خو د هغو جېنونو په هکله چې په طبیعت کې د موندلو وړ دي، څوک د نوښت حق ادعا نه‌شي کولای».[۳۰]

همدا راز، د متحده ایالاتو د قوانینو له‌مخې، د یوه رقم (د شته اورګانیزم یوه نوې بڼه) د نوښت حق ثبتولو امکان شتون لري. د انولا لوبیا د نوښت حق ثبتېدل (چې اوس فسخ شوی دی) د دغه نوښت حق یوه بېلګه وه. د متحده ایالاتو د فکري ملکیت په قوانینو کې هم، د بوټو د تنوع ساتنې قانون له‌مخې، د بوټو پالونکو حقونه په رسمیت پېژني، 7 U.S.C. §§ 2321-2582.[۳۱][۳۲]

د بیولوجیکي تنوع په تړاو کنوانسیون[سمول]

د بیولوجیکي تنوع په تړاو کنوانسیون (CBD) په ۱۹۹۳ز کال کې لازم‌الاجرا وګرځېده. دغه کنوانسیون د هغو هېوادونو لپاره چې جنتیکي زېرمې او سرچینې په کې واقع شوې دي، د لاسرسي موندلو د کنټرول کولو په موخه حقونه خوندي کړل. د CBD یوه موخه دا ده چې په ټیټه کچه پراختیایي هېوادونه پیاوړي کړي ترڅو له خپلو سرچینو او دودیزې پوهې څخه په لا غوره توګه ګټه پورته کړي. د CBD د قوانینو له‌مخې، بیولوجیکي پلټونکي اړ دي ترڅو دغو سرچینو ته د لاسرسي موندلو په موخه «باخبره رضایت» ترلاسه کړي او همد راز له هغه هېواد څخه چې د بیولوجیکي تنوع له‌پلوه بډای دی، باید هر ډول ترلاسه کېدونکې ګټې شریکې کړي. سره له‌دې، ځیني انتقادي څېرې پر دې باور دي چې CBD د بیولوجیکي غلا د مخنیوي په موخه، د مناسبو مقرراتو په رامنځ‌ته کولو کې پاتې راغلی دی. ځیني نور بیا ادعا کوي چې، د CBD د مقرراتو د پلي کولو په موخه د مناسبو قوانینو په تصویبولو کې د ملي دولتونو ناکامي تر ټولو لویه ستونزه ده. CBD ته د ناګویا په اضافه شوي پروتوکول کې، چې په ۲۰۱۴ز کال کې لازم‌الاجرا وګرځېده، لا زیات قواعد او مقررات په پام کې ونیول شول. له مقدس مقام (Holy See) او متحده ایالاتو پرته، CBD د نړۍ ۱۹۶ هېوادونو له‌خوا تصویب یا منل شوی او یا هم ورسره موافقت څرګند شوی دی.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Mobilizing funding for biodiversity conservation: a user-friendly training guide" (PDF). United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioprospecting cold-adapted plant growth promoting microorganisms from mountain environments"]. Applied Microbiology and Biotechnology 103 (2): 643–657. January 2019. doi:10.1007/s00253-018-9515-2. PMID 30465306. 
  3. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ecology and bioprospecting"]. Austral Ecology 36 (3): 341–356. May 2011. doi:10.1111/j.1442-9993.2010.02170.x. PMID 22737038. 
  4. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Global unbalance in seaweed production, research effort and biotechnology markets"]. Biotechnology Advances 32 (5): 1028–36. October 2014. doi:10.1016/j.biotechadv.2014.05.002. PMID 24858315. 
  5. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The link between the ecology of the prokaryotic rare biosphere and its biotechnological potential"]. Frontiers in Microbiology 11: Article 231. February 2020. doi:10.3389/fmicb.2020.00231. PMID 32140148. 
  6. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioprospecting marine plankton"]. Marine Drugs 11 (11): 4594–4611. November 2013. doi:10.3390/md11114594. PMID 24240981. 
  7. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Eminence of microbial products in cosmetic industry"]. Natural Products and Bioprospecting 9 (4): 267–278. August 2019. doi:10.1007/s13659-019-0215-0. PMID 31214881. 
  8. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioprospecting and biotechnological applications of fungal laccase"]. 3 Biotech 6 (1): Article 15. June 2016. doi:10.1007/s13205-015-0316-3. PMID 28330085. 
  9. "Bioprospecting for antibacterial drugs: a multidisciplinary perspective on natural product source material, bioassay selection and avoidable pitfalls". Pharmaceutical Research 37 (7): Article 125. June 2020. doi:10.1007/s11095-020-02849-1. PMID 32529587. https://zenodo.org/record/3909383. 
  10. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Natural products as sources of new drugs from 1981 to 2014"]. Journal of Natural Products 79 (3): 629–661. March 2016. doi:10.1021/acs.jnatprod.5b01055. PMID 26852623. 
  11. . Bioprospecting: a new western blockbuster, after the gold rush, the gene rush. The Science Creative Quarterly (University of British Columbia)
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "MabCent: Arctic marine bioprospecting in Norway"]. Phytochemistry Reviews 12 (3): 567–578. May 2012. doi:10.1007/s11101-012-9239-3. PMID 24078803. 
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioprospecting of novel extremozymes from prokaryotes—the advent of culture-independent methods"]. Frontiers in Microbiology 12: Article 630013. February 2021. doi:10.3389/fmicb.2021.630013. PMID 33643258. 
  14. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Phylogenies reveal predictive power of traditional medicine in bioprospecting"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 109 (39): 15835–40. September 2012. doi:10.1073/pnas.1202242109. PMID 22984175. Bibcode2012PNAS..10915835S. 
  15. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ethnobotanical survey of plants used as repellents against housefly, Musca domestica L. (Diptera: Muscidae) in Budondo Subcounty, Jinja District, Uganda"]. Journal of Ethnobiology and Ethnomedicine 14 (1): Article 35. May 2018. doi:10.1186/s13002-018-0235-6. PMID 29747673. 
  16. "Biopiracy". www.merriam-webster.com. Merriam-Webster. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Endangered science: the regulation of research by the U.S. Marine Mammal Protection and Endangered Species Acts"]. Historical Studies in the Natural Sciences 42 (1): 30–61. February 2012. doi:10.1525/hsns.2012.42.1.30. PMID 27652415. 
  18. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bacillus thuringiensis crystal proteins that target nematodes"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 100 (5): 2760–5. 2003. doi:10.1073/pnas.0538072100. PMID 12598644. Bibcode2003PNAS..100.2760W. 
  19. Gard IE, Gonzalez JM, et al. (September 1992). "Strains of Bacillus thuringiensis insecticidal compositions containing the same US5147640A". د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bio-pesticides: Application and possible mechanism of action"]. Bioremediation and Biotechnology (Cham) 2: 97–119. 2020. doi:10.1007/978-3-030-40333-1_6. ISBN 978-3-030-40332-4. 
  21. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Antibiotic substances from basidiomycetes: VIII. Pleurotus multilus (Fr.) Sacc. and Pleurotus passeckerianus Pilat."]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 37 (9): 570–574. September 1951. doi:10.1073/pnas.37.9.570. PMID 16589015. Bibcode1951PNAS...37..570K. 
  22. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Insights into the classical genetics of Clitopilus passeckerianus – the pleuromutilin producing mushroom"]. Frontiers in Microbiology 8: Article 1056. June 2017. doi:10.3389/fmicb.2017.01056. PMID 28649239. 
  23. Moeschler HF, Pfluger W, Wendisch D (August 1987). "Pure annonin and a process for the preparation thereof US 4689232 A". د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bio-encapsulation of microbial cells for targeted agricultural delivery"]. Critical Reviews in Biotechnology 31 (3): 211–226. September 2011. doi:10.3109/07388551.2010.513327. PMID 20879835. 
  25. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioprospecting and biotechnological applications of fungal laccase"]. 3 Biotech 6 (1): Article 15. June 2016. doi:10.1007/s13205-015-0316-3. PMID 28330085. 
  26. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Eminence of microbial products in cosmetic industry"]. Natural Products and Bioprospecting 9 (4): 267–278. August 2019. doi:10.1007/s13659-019-0215-0. PMID 31214881. 
  27. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bioprospecting and biotechnological applications of fungal laccase"]. 3 Biotech 6 (1): Article 15. June 2016. doi:10.1007/s13205-015-0316-3. PMID 28330085. 
  28. "Bioprospecting for antibacterial drugs: a multidisciplinary perspective on natural product source material, bioassay selection and avoidable pitfalls". Pharmaceutical Research 37 (7): Article 125. June 2020. doi:10.1007/s11095-020-02849-1. PMID 32529587. https://zenodo.org/record/3909383. 
  29. کينډۍ:Cite Q
  30. "Department of Commerce: United States Patent and Trademark Office [Docket No. 991027289-0263-02] RIN" (PDF), Federal Register: Notices, Office of the Federal Register of the National Archives and Records Administration, 66 (4), د کتاب پاڼي 1092–1099, 2001-01-05, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۱۳, د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Chen, James Ming (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Parable of the Seeds: Interpreting the Plant Variety Protection Act in Furtherance of Innovation Policy"]. Notre Dame Law Review 81 (4): 105–166. 
  32. Crouch D (July 2009). "Mexican yellow bean patent finally cooked". PatentlyO. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Notman N (August 2012). "Cracking down on wildlife trafficking". Image. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. CBD stating that the benefits arising from the use of genetic resources should be shared in a fair and equitable way (Rau, 2010) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Secretariat of the Convention on Biological Diversity (April 2011). "Convention on Biological Diversity: List of parties". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  35. Secretariat of the Convention on Biological Diversity (July 2020). "The Nagoya Protocol on Access and Benefit-sharing". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  36. "Policy Commissions". International Chamber of Commerce: About ICC. International Chamber of Commerce. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Finegold DL, Bensimon CM, Daar AS, Eaton ML, Godard B, Knoppers BM, Mackie J, Singer PA (July 2005). "Chapter 15: Conclusion: Lessons for Companies and Future Issues". BioIndustry ethics. Elsevier. د کتاب پاڼي 331–354. doi:10.1016/b978-012369370-9/50036-7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-369370-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)