بیولوجي او جنسي لېوالتیا
د بیولوجي او جنسي لېوالتیا ترمنځ اړیکې په هکله ډېرې څېړنې ترسره شوې دي. په داسې حال کې چې ساینسپوهانو ته لا تراوسه د جنسي لېوالتیا دقیق لامل ناڅرګنده دی، خو د ځینو تیوريګانو لهمخې وایي چې، جنسي تمایل د جنتیکي، هورموني او چاپېریالي اغېزښندنو د یوه پېچلي تعامل لهامله رامنځته کېږي. پر جنسي لېوالتیا باندې، وروسته له زېږېدلو څخه، د ټولنیز چاپېریال اغېزښندنو په هکله فرضیې، په تېره بیا نارینهوو لپاره، ضعیفې دي.[۱][۲][۳][۴]
ساینسپوهان د جنسي تمایل د لاملونو بیانولو ته اړوند بیولوجیکي تیوريګانو ته ډېر لېواله دي. په دغو لاملونو کې، چې کېدای شي د جنسي لېوالتیا له زیاتېدو سره اړوند وي، جېنونه، د رحم لومړنی محیط (لکه: د امېدوارۍ د حالت هورمونونه) او د ماغزو جوړښتونه شامل دي.[۱]
علمي څېړنې او مطالعات[سمول]
د جنین وده او هورمونونه[سمول]
د جنین پر وده باندې د هورمونونو اغېز، د جنسي لېوالتیا په زیاتېدو کې تر ټولو اغېزمن علتي فرضیه ده. په ساده بیان، د جنین د ماغزو وده د «مونث» په معمولي حالت کې پیلېږي. په نارینهوو کې د y-کروموزوم شتون د خصیو د ودې لامل ګرځي، چې تستسترون او د لومړني اندروجن د اخېستونکي فعالوونکی هورمون ازادوي ترڅو جنین او د جنین ماغزو ته د نارینهوو بڼه ورکړي. د نارینهتوب دغه اغېزه، نارینه د مذکر جنس معمولي ماغزو جوړښتونو ته رسوي او ډېري وخت، ښځینهوو ته لېوالتیا پیدا کوي. فرض پر دې دی چې د همجنسپاله نارینهوو د ماغزو په مهمو برخو کې د تستسترون کچه لږ ده یا د نارینهتوب اغېزو د اخېستلو د وړتیا بېلابېلې کچې لري او یا په حساسو وختونو کې له ځینو بېثباتیو سره مخ شوي وي. په ښځینهوو کې بیا فرضیه داسې ده چې په مهمو برخو کې د زیات تستسترون افرازېدل، ورته جنس ته د لېوالتیا د احتمال کچه لوړه کړي. دغې سکالو ته د سمې بڼې وربخښونکي مطالعات د ښي لاس دوهیمې او څلورمې ګوتې ترمنځ نسبت دی، چې مخکې تر زېږېدلو څخه د تستسترون د افرازاتو ښودونکی دی. د همجنسپاله ښځو د دوهیمې او څلورمې ګوتې ترمنځ نسبت، په منځنۍ توګه، نارینهوو ته نږدې دی او دا هغه موندنه ده چې په هڅوبي مطالعاتو کې په وار، وار سره څرګنده شوې ده. په داسې حال کې چې، د اخلاقي اړخونو لهامله، د مستقیمو اغېزو سنجول ستونزمن برېښي، حیواني ازمایښتونه، چې ساینسپوهان په هغو کې د حمل دورې په اوږدو کې د جنسي هورمونونو د افرازاتو کچه په لاسي ډول تنظیم کړي، کولای شي د مذکر جنس عمري چلندونه او ځانګړتیاوې مونث جنس ته او د مونث جنس چلندونه مذکر جنس ته القا کړي.[۵][۶][۷][۸]
د جنین د ودې پر مهال د میندو معافیتي غبرګونونه، په کلکه توګه، د نارینهوو د همجنسپالنې او دوهجنسپالنې لاملونو په توګه ښودل شوي دي. له ۱۹۹۰ز لسیزې راهیسې ترسره شویو څېړنو ښودلې ده چې هرڅومره د یوې ښځې د زامنو شمېر زیات وي، په ډېر احتمال سره راتلونکي زامن یې همجنسپاله دي. د حمل په اوږدو کې، نارینه حجرې د مور د وینې بهیر ته ننوځي چې د هغې د معافیتي سیسټم لپاره پردۍ دي. دې ته په غبرګون کې، مور داسې انتيباډي تولیدوي چې هغه خنثی کړي. وروسته بیا دغه انټيبادي د راتلونکي زوی پر جنین باندې اغېزه کوي او کېدای شي Y-اړوند انتيجنونه، چې د ماغزو په نارینه کېدلو کې ونډه لري، خنثی کړي او د ماغزو هغه برخه په خپل حال پرېږدي چې ښځو ته د جنسي لېوالتیا د رامنځته کولو دنده لري. هرڅومره چې د یوې مور د زامنو شمېر زیات شي، د دغه انټيبادي کچه لوړېږي او په پایله کې د ورورۍ مشاهده شوي زېږون د ترتیب اغېزه رامنځته کوي. د دغې اغېزې تاییدوونکي بیوکېمیاوي شواهد، په ۲۰۱۷ز کال کې د یوې لابراتواري مطالعې په ترڅ کې تصدیق شول او وښودل شوه چې د همجنسپالو زامنو د میندو د انټيبادیو کچه د NLGN4Y Y-پروټین په نسبت، د هغو میندو په پرتله کچه ده چې بلجنسپاله زامن لري. جان مایکل بېلي د میندو معافیتي غبرګونونه د زامنو د همجنسپالنې «علتي» لاملونو په توګه پېژني. د اټکل لهمخې، دغه اغېزه په ۱۵ تر ۲۹ سلنه همجنسپالو نارینهوو کې شتون لري، په داسې حال کې چې د پاتو همجنسپالو او دوهجنسپالو نارینهوو جنسي لېوالتیا د جنتیکي او هورموني تعاملونو لهامله انګېرل کېږي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
په همجنسپالو نارینهوو او ښځو کې بیولوجیکي توپیرونه[سمول]
ځینو مطالعاتو د وګړو او د هغو جنسي لېوالتیاوو د فزیولوجي ترمنځ ځیني پیوستونونه موندلي دي؛ دغه مطالعات ځیني شواهد وړاندې کوي چې د هغو لهمخې:
- همجنسپال نارینه او نورمالې ښځې (هغه ښځې چې یوازې نارینه ته تمایل لري)، په منځنۍ توګه، د ماغزو ورته نیمکرو لرونکي دي. د همجنسپالې ښځې او نورمال نارینه د ماغزو ښي نیمکرې، په منځنۍ توګه، لږ څه لویې دي.[۱۳]
- سواب او هوپفمن وموندله چې د هایپوتلاموس پورتنۍ چلیپایي هسته د ناهمجنسپالو نارینهوو په پرتله په همجنسپالو نارینهوو کې لا لویه ده؛ همدا راز، ویل کېږي چې پورتنۍ چلیپایي هسته د ښځینهوو په پرتله په نارینهوو کې لا غټه ده. [۱۴][۱۵][۱۶]
- ویل کېږي چې، په منځنۍ توګه، د همجنسپالو نارینهوو تناسلي آلې د ناهمجنسپالو نارینهوو په پرتله لږ څه اوږدې او پنډې دي.[۱۷]
- د همجنسپالو نارینهوو په ماغزو کې د INAH 3 منځنۍ اندازه د ښځینهوو د INAH 3 له اندازې سره کابو یوشان ده، چې خورا کوچنۍ ده او په هغو کې د حجرو تراکم د بلجنسپالو نارینهوو د ماغزو په پرتله لا زیات دی.[۱۸]
- د موندنو لهمخې، مخکېنی تړښتي بافت په همجنسپالو نارینهوو کې د ښځو او بلجنسپالو نارینهوو په پرتله لوی دی، خو وروستیو مطالعاتو دغه توپیر موندلی نهدی.[۱۹][۲۰]
- د دنني غوږ او د اورېدلو مرکزي حس کارکړنه په همجنسپالو او دوهجنسپالو ښځو کې د ناهمجنسپالو ښځو په پرتله د هغو کارکړنو له ځانګړتیاوو سره زیات ورتهوالی لري چې په نارینهوو کې موندل کېږي (څېړونکو استدلال وکړ چې چې دغه موندنه د جنسي لېوالتیا زېږېدنې څخه دمخه هورموني تیوري سره په مطابقت کې ده).[۲۱]
- هېښناکه غبرګون (له لوړ غږ اېستلو وروسته د سترګو رپېدا) په همجنسپالو او دوهجنسپالو ښځو کې نارینهوو ته ورتهوالی موندلی دی.[۲۲]
- د همجنسپالو او ناهمجنسپالو کسانو ماغزه دوو فرضي جنسي فېرمونونو ته جلا غبرګون ښیي (AND د نارینهوو د تخرګونو په ترشحاتو کې او EST د ښځینهوو په ادرارو کې موندل شوی دی).[۲۳][۲۴][۲۵]
- امیګدالا، چې د ماغزو یوه برخه ده، له جنسي هڅوونکو موادو سره د مخامخ کېدو په صورت کې، د ناهمجنسپالو نارینهوو په پرتله په همجنسپالو نارینهوو کې لا زیات فعال دی. [۲۶]
- د موندنو لهمخې، د ګوتو د اوږدوالي نسبت د شهادت (دوهیمې) او د کنځې (څلورمې) ګوتې ترمنځ، په منځنۍ توګه، په ناهمجنسپالو او همجنسپالو ښځو کې سره توپیر لري. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
- ډېري همجنسپاله نارینه او ښځینه د ناهمجنسپالو نارینه او ښځینهوو په پرتله کیڼلاسي یا دوهلاسي دي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
- د یوې مطالعې لهمخې، چې له پنځوسو زیاتو همجنسپالو نارینهوو باندې ترسره شوې ده، د ۲۳ سلنې کسانو د وېښتانو ګونځې د ساعت د عقربې پرخلاف وده کړې ده، په داسې حال کې چې په ټولو وګړو کې، کابو ۸ سلنه کسان ګونځې وېښتان لري.[۴۲]
- په همجنسپالو نارینهوو کې د کیڼ لاس د غټې او خیچې ګوتې د ګوتو د نښانونو کرښو تراکم زیات دی.[۴۲]
- د همجنسپالو نارینهوو د اندامونو او لاسونو اوږدوالی د هغوی د ونې په نسبت د عادي کسانو په پرتله لږ دی، خو یوازې په سپین توکمه نارینهوو کې.[۴۲]
جان مایکل بېلي ادعا وکړه چې د ماشومتوب په لومړیو کې د همجنسپالو جنسیتي ناموافقه چلند، د بیولوجیکي ښودونکو پرخلاف، د فطري صفت په توګه د همجنسپالنې لا ښه شواهد ګڼل کېږي. هغه زیاتوي چې همجنسپاله نارینه، د ماشومتوب د ناموافقو جنسیتي چلندونه لهامله «د مکافاتو په پرتله زیات مجازات کېږي» او دغه چلند «پرته له هڅونې او له مخالفت سره، سره رامنځته کېږي» او هغه ته «د فطري اړین شرط» بڼه ورکوي.[۴۳]
سرچينې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation and adolescents"]. Pediatrics 113 (6): 1827–32. June 2004. doi:10.1542/peds.113.6.1827. PMID 15173519.
- ↑ Lamanna MA, Riedmann A, Stewart SD (2014). Marriages, Families, and Relationships: Making Choices in a Diverse Society. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1305176898. د لاسرسينېټه February 11, 2016.
The reason some individuals develop a gay sexual identity has not been definitively established – nor do we yet understand the development of heterosexuality. The American Psychological Association (APA) takes the position that a variety of factors impact a person's sexuality. The most recent literature from the APA says that sexual orientation is not a choice that can be changed at will, and that sexual orientation is most likely the result of a complex interaction of environmental, cognitive and biological factors...is shaped at an early age...[and evidence suggests] biological, including genetic or inborn hormonal factors, play a significant role in a person's sexuality (American Psychological Association 2010).
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Stuart GW (2014). Principles and Practice of Psychiatric Nursing. Elsevier Health Sciences. د کتاب پاڼې 502. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0323294126. د لاسرسينېټه February 11, 2016.
No conclusive evidence supports any one specific cause of homosexuality; however, most researchers agree that biological and social factors influence the development of sexual orientation.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual Orientation, Controversy, and Science"]. Psychological Science in the Public Interest 17 (2): 45–101. September 2016. doi:10.1177/1529100616637616. PMID 27113562.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual Orientation, Controversy, and Science"]. Psychological Science in the Public Interest 17 (2): 45–101. September 2016. doi:10.1177/1529100616637616. PMID 27113562.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Minireview: Hormones and human sexual orientation"]. Endocrinology 152 (8): 2937–47. August 2011. doi:10.1210/en.2011-0277. PMID 21693676.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prenatal Influences on Human Sexual Orientation: Expectations versus Data"]. Archives of Sexual Behavior 46 (6): 1583–1592. August 2017. doi:10.1007/s10508-016-0904-2. PMID 28176027.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neurobiology of gender identity and sexual orientation"]. Journal of Neuroendocrinology 30 (7): e12562. July 2018. doi:10.1111/jne.12562. PMID 29211317.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fraternal birth order effect on sexual orientation explained"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 115 (2): 234–236. January 2018. doi:10.1073/pnas.1719534115. PMID 29259109.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Male homosexuality and maternal immune responsivity to the Y-linked protein NLGN4Y"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 115 (2): 302–306. January 2018. doi:10.1073/pnas.1705895114. PMID 29229842.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Fraternal Birth Order Effect Is Robust and Important"]. Archives of Sexual Behavior 47 (1): 17–19. January 2018. doi:10.1007/s10508-017-1115-1. PMID 29159754.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fraternal Birth Order, Family Size, and Male Homosexuality: Meta-Analysis of Studies Spanning 25 Years"]. Archives of Sexual Behavior 47 (1): 1–15. January 2018. doi:10.1007/s10508-017-1007-4. PMID 28608293.
- ↑ (په 2008-06-16 باندې). Scans see 'gay brain differences'. BBC NEWS - Health.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Development of vasoactive intestinal polypeptide neurons in the human suprachiasmatic nucleus in relation to birth and sex"]. Brain Research. Developmental Brain Research 79 (2): 249–59. June 1994. doi:10.1016/0165-3806(94)90129-5. PMID 7955323.
- ↑ Roughgarden, Joan (2004). Evolution's Rainbow: Diversity, Gender, and Sexuality in Nature and People. Berkeley, CA: University of California Press. د کتاب پاڼې 245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520240735. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Structural sex differences in the brain: influence of gonadal steroids and behavioral correlates"]. Journal of Endocrinological Investigation 18 (3): 232–52. March 1995. doi:10.1007/BF03347808. PMID 7615911.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The relation between sexual orientation and penile size"]. Archives of Sexual Behavior 28 (3): 213–21. June 1999. doi:10.1023/A:1018780108597. PMID 10410197.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A difference in hypothalamic structure between heterosexual and homosexual men"]. Science 253 (5023): 1034–7. August 1991. doi:10.1126/science.1887219. PMID 1887219. Bibcode: 1991Sci...253.1034L.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A lack of dimorphism of sex or sexual orientation in the human anterior commissure"]. Brain Research 936 (1–2): 95–8. May 2002. doi:10.1016/S0006-8993(02)02590-8. PMID 11988236.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation and the size of the anterior commissure in the human brain"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 89 (15): 7199–202. August 1992. doi:10.1073/pnas.89.15.7199. PMID 1496013. Bibcode: 1992PNAS...89.7199A.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Masculinization effects in the auditory system"]. Archives of Sexual Behavior 31 (1): 99–111. February 2002. doi:10.1023/A:1014087319682. PMID 11910797.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation-related differences in prepulse inhibition of the human startle response"]. Behavioral Neuroscience 117 (5): 1096–102. October 2003. doi:10.1037/0735-7044.117.5.1096. PMID 14570558.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Brain response to putative pheromones in homosexual men"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 102 (20): 7356–61. May 2005. doi:10.1073/pnas.0407998102. PMID 15883379. Bibcode: 2005PNAS..102.7356S.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Smelling of odorous sex hormone-like compounds causes sex-differentiated hypothalamic activations in humans"]. Neuron 31 (4): 661–8. August 2001. doi:10.1016/S0896-6273(01)00390-7. PMID 11545724.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Brain response to putative pheromones in lesbian women"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 103 (21): 8269–74. May 2006. doi:10.1073/pnas.0600331103. PMID 16705035. Bibcode: 2006PNAS..103.8269B.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neural correlates of sexual arousal in homosexual and heterosexual men"]. Behavioral Neuroscience 121 (2): 237–48. April 2007. doi:10.1037/0735-7044.121.2.237. PMID 17469913.. The authors of the study caution that any interpretation of this finding must take into account that the group difference in brain activation between heterosexual men and homosexual men in the amygdala region is not large and that the most robust finding is that both heterosexual and homosexual men used the same areas when they reacted to sexually preferred stimuli. "For the most part, homosexual and heterosexual men showed very similar patterns of activation (albeit to different erotic stimuli). One possible exception was the amygdala, in which homosexual men showed greater activational differences between preferred and nonpreferred erotic stimuli compared with heterosexual men. However, this difference was not hypothesized a priori, was not large, and was the only group difference found out of many tested. Thus, this finding needs replication."(Debra A. Hope (editor), What is Sexual Orientation and Do Women Have One? (presentation by J.M. Bailey), Nebraska Symposium on Motivation, Volume 54 p. 47, Springer Science, 2009.)
- ↑ "Finger-length ratios and sexual orientation". Nature 404 (6777): 455–6. March 2000. doi:10.1038/35006555. PMID 10761903. Bibcode: 2000Natur.404..455W. http://msu.edu/~breedsm/pdf/breedlove2000.pdf.
- ↑ Tortorice JL (2002), Written on the body: butch vs. femme lesbian gender identity and biological correlates of low digit ratio, Rutgers University, OCLC 80234273 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Finger-length ratios in female monozygotic twins discordant for sexual orientation"]. Archives of Sexual Behavior 32 (1): 23–8. February 2003. doi:10.1023/A:1021837211630. PMID 12597269.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation and the 2nd to 4th finger length ratio: evidence for organising effects of sex hormones or developmental instability?"]. Psychoneuroendocrinology 28 (3): 288–303. April 2003. doi:10.1016/S0306-4530(02)00022-7. PMID 12573297.
- ↑ "Sex hormones and finger length: What does 2D:4D indicate?". Evolution and Human Behavior 25 (3): 182–99. May 2004. doi:10.1016/j.evolhumbehav.2004.03.005. http://www.anth.ucsb.edu/faculty/gaulin/page1/Puts_et_al_2004.pdf.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fluctuating asymmetry, second to fourth finger length ratios and human sexual orientation"]. Psychoneuroendocrinology 30 (4): 382–91. May 2005. doi:10.1016/j.psyneuen.2004.10.006. PMID 15694118.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Finger length ratio (2D:4D) and dimensions of sexual orientation"]. Neuropsychobiology 53 (4): 210–4. 2006. doi:10.1159/000094730. PMID 16874008.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "2D:4D finger-length ratios in children and adults with gender identity disorder"]. Hormones and Behavior 54 (3): 450–4. August 2008. doi:10.1016/j.yhbeh.2008.05.002. PMID 18585715.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation and the second to fourth finger length ratio: a meta-analysis in men and women"]. Behavioral Neuroscience 124 (2): 278–87. April 2010. doi:10.1037/a0018764. PMID 20364887.[مړه لينکونه]
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The second to fourth digit ratio (2D:4D) in a Japanese twin sample: heritability, prenatal hormone transfer, and association with sexual orientation"]. Archives of Sexual Behavior 41 (3): 711–24. June 2012. doi:10.1007/s10508-011-9889-z. PMID 22270254.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual orientation and handedness in men and women: a meta-analysis"]. Psychological Bulletin 126 (4): 575–92. July 2000. doi:10.1037/0033-2909.126.4.575. PMID 10900997.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dermatoglyphics, handedness, sex, and sexual orientation"]. Archives of Sexual Behavior 31 (1): 113–22. February 2002. doi:10.1023/A:1014039403752. PMID 11910784.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Handedness, sexual orientation, and gender-related personality traits in men and women"]. Archives of Sexual Behavior 32 (2): 103–14. April 2003. doi:10.1023/A:1022444223812. PMID 12710825.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Handedness in the human fetus"]. Neuropsychologia 29 (11): 1107–11. 1991. doi:10.1016/0028-3932(91)90080-R. PMID 1775228.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A difference in hypothalamic structure between heterosexual and homosexual men"]. Science 253 (5023): 1034–7. August 1991. doi:10.1126/science.1887219. PMID 1887219. Bibcode: 1991Sci...253.1034L.
- ↑ ۴۲٫۰ ۴۲٫۱ ۴۲٫۲ France D (18 June 2007). "The Science of Gaydar". New York Magazine. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bailey J (2003-03-10). The Man Who Would Be Queen. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-08418-5. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)