بیولا ریام الین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیولا ریام الین (زوکړه: د ۱۸۹۷ زکال د جنوري ۲۶ مه – مړینه: د ۱۹۸۹ زکال د مارچ ۱۷ مه) امریکايي نرسه، ډاکټره او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ملکي ډاکټره وه. په ۱۹۲۲ زکال کې د نرسنګ د سند له ترلاسه کولو وروسته هغې د نرسانو د سوپروایزرې او په سالټ لېک ښار کې د LDS روغتون د روزنیز ډیپارټمنټ د مشرې په توګه کار وکړ. نوموړې همدارنګه تر ۱۹۲۸ زکال پورې، هغه مهال چې د سانفرانسیسکو په طبي کالج کې د زده کړو په موخه ولاړه؛ د یوتا ایالت د ادارې لپاره یې د روغتونونو د مفتشې په توګه کار وکړ. هغه مهال چې د سانفرانسیسکو په کالیفورنیا پوهنتون کې یې زده کړې کولې؛ د سانفرانسیسکو د خلیج په سیمه کې یې د نرسې په توګه کار کاوه. په ۱۹۳۲ زکال کې له فراغت وروسته فیلیپین ته ولاړه او هلته یې یو روغتون پرانیست.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغې په رضاکاره توګه د متحده ایالاتو پوځ ته د غیرنظامي جراحې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په باګیو سیمه کې د نږدې ۳۰ سرتېرو څخه د پالنې مسئولیت پر غاړه درلود، په داسې حال کې چې باقي ټول پوځ باتاآن ټاپووزمې ته پر شاتګ کړی و. نوموړې په ۱۹۴۱ زکال کې اسیره شوه او له آزادۍ وړاندې یې په دریو بندخونو کې وخت تېر کړ. متحده ایالاتو ته په بېرته راګرځېدو سره یې د خلیج په سیمه کې خپلو چارو ته مخه کړه او په ۱۹۴۶ زکال کې یې د آزادۍ مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۶۰ زکال کې هغه خپل فعالیتونه د یوتا، پروو ته ولېږدول، چېرې چې یې تر ۱۹۶۴ زکال پورې د بریګام د ځوانانو د پوهنتون د نرسنګ د کالج د مشرې په توګه خدمت وکړ. الین په ۱۹۷۹ زکال کې تقاعد وکړ او همدغه کال یې واده وکړ؛ له دغه ځایه یې د اریزونا مسا ته کډه وکړه او هلته په ۱۹۸۹ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله پاتې شوه.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

بیولا اسټیلي ریام د ۱۸۹۷ زکال د جنوري په ۲۶ مه د ایداهو په دینګل سیمه کې د نورا الین (کورنی نوم یې کروکېټ) او ویلیام ډیوین ریام په کورنۍ کې وزېږېده. هغه د خپل پلار په کرونده کې په خپله لویه کورنۍ او له خپلو خویندو او وروڼو سره را لویه شوه. د هغې وروڼه او خویندې ویلیام ویسلي (۱۸۸۶ زکال)، میچل الین (۱۸۸۸ زکال)، لی امرسون (۱۸۹۰ زکال)، فابیان دواین (۱۸۹۱ زکال)، ایدا نورا (۱۸۹۳ زکال)، جورج داګلاس (۱۸۹۵ زکال) جان رادنی (۱۹۰۰ زکال)، میلټون پارک (۱۹۰۱ زکال) او کنټ ډوروارډ (۱۹۰۳ زکال) و. هغه دولتي ښوونځي ته ولاړه او په ۱۹۱۶ زکال کې له ایداهو اکاډمۍ څخه د تدریس د شرایطو په لرلو فارغه شوه. هغې په ۱۹۱۷ زکال کې په تدریس پیل وکړ، خو په ۱۹۱۸ زکال کې د انفلونزا د وبا له امله اړ شوه څو د ایلینوی د نرسنګ زده کړو په کالج کې نوم ثبت کړي (دغه روزنیز کالج په ۱۹۲۶ زکال کې د شیکاګو پوهنتون د نرسنګ په پوهنځۍ کې ادغام شو او په ۱۹۲۹ زکال کې یې نور شتون نه درلود). هغې په ۱۹۲۲ زکال کې د نرسې په توګه د کار کولو شرایط پوره کړل. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

چارې[سمول]

نرسنګ او لوړې زده کړې (۱۹۲۲-۱۹۳۲ زکال)[سمول]

په ۱۹۲۲ زکال کې له فراغت وروسته ریام د یوتا، سالټ لیک ښار ته کډه شوه، چېرې چې یې تر ۱۹۲۳ زکال پورې په LDS روغتون کې د نرسنګ د څانګې د سوپروایزرې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې وړاندې له دې چې له ۱۹۲۷ زکال څخه تر ۱۹۲۸ زکال پورې د یوتا د ایالتي ادارې له خوا د روغتونونو د برخې مفتشه شي د نرسنګ د روزنیزې څانګې د مشرې او نرسې په توګه یې کار وکړ. ریام چې لیوالتیا یې لرله له ناروغانو څخه د پالنې په برخه کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي، پرېکړه یې وکړه څو بیا زده کړو ته مخه کړي او ډاکټره شي همدا و چې په ۱۹۲۸ زکال کې یې د یوتا له پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. وروسته له هغې د سانفرانسیسکو د کالیفورنیا پوهنتون ته ولاړه او هلته یې د زده کړو پر مهال د خلیج په سیمه کې د نرسې په توګه تر هغه مهاله کار وکړ کله یې په ۱۹۳۲ زکال کې د میډیکل دوکتورا سند ترلاسه کړ. هغې د کار عملي دوره د سانفرانسیسکو د مېرمنو او ماشومانو په روغتون کې بشپړه کړه. [۷][۸]

په فلیپین کې ډاکټره[سمول]

له فراغت وروسته ریام فلیپین ته سفر وکړ څو له خپل ورور فابیان او خپلې کورنۍ سره وګوري. هغې په مانیلا کې د یوه خصوصي روغتون د جوړولو سربېره یې له ۱۹۳۴ زکال وروسته د مری جانسټون روغتون د سرطبیبې په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۳۷ زکال کې یې له کنټاکي ایالت څخه د متحده ایالاتو په پوځ کې له جګړن هنډرسون ویلکاکس «سام» الین سره واده وکړ. په ۱۹۴۰ زکال کې د هغوی زوی لی وزېږېد. په داسې حال کې چې امکان یې درلود په فلیپین باندې د جاپان د احتمالي برید له امله له فیلپین وویستل شي خو الین غوره وګڼله له خپل مېړه سره پاتې شي. په داسې حال کې چې هغې ته د ۱۹۴۱ زکال په ډسمبر میاشت کې له دندې ترخیص ورکړل شو، خو وړاندې له دې چې کورنۍ یې له دې ځایه ووځي په پرل هاربر برید وشو او سام بېرته فعالې دندې ته وغوښتل شو. [۴][۷][۵][۷]

د ۱۹۴۱ زکال د ډسمبر په اتمه جاپاني بم غورځونکو الوتکو د فیلپین په باګویو سیمه برید وکړ چېرې چې د الین کورنۍ اوسېده. الین په جګړه کې د ټپیانو څخه د پالنې په موخه د یو موقت روغتون په جوړولو سره پوځ ته د یوې غیرنظامي ډاکټرې او جراحې په توګه خدمت وکړ. هغه مهال چې پاتې ټول پوځ د باتاآن ټاپو ته پر شا تګ وکړ، هغې د ۳۰ ټپي سرتېرو پالنه کوله. له باتاآن جګړې وروسته یې مېړه ونیول شو او اړ شو څو د باتاآن د مړینې مارش ترسره کړي. هغه پرته له دې چې بیا خپله کورنۍ وویني د کاباناتوان په بند کې ومړ. الین هم د ۱۹۴۱ زکال په وروستیو کې ونیول شوه او په پیل کې له خپل زوی سره په جان هی بند کې بندي شوه. هغې د یوې ډاکټرې په توګه د دغه بند په روغتون کې کار کاوه. د ۱۹۴۲ زکال د اپرېل په ۲۰ مه هغوی د یوه بس په واسطه له نورو لویدیځ والو سره د هولمز بند ته انتقال شول، چېرې چې یې دویم زوی هندرسون د د ۱۹۴۲ زکال د جولای په ۴ مه وزېږېد. هغه مهال چې په بند کې وه الین اړ وه څو د وربشو د یو پونډ اوړو لپاره ۷۵ ډالر، د یو پونډ بورې لپاره ۳۰۰ ډالر او د یوې هګۍ لپاره ۲۵ ډالر ورکړي.  [۵][۸][۴][۹][۴][۱۰][۱۱][۱۲][۹][۱۳][۱۴][۱۵]

الین د تېر په څېر د دغه بند په روغتون کې کار کاوه خو د روغتون له مشر ډاکټر ډانا نانس سره یې ترینګلې اړیکې لرلې. الین په بند کې د حفظ الصحې په موخه او همدارنګه د خوني اسهال او همدارنګه د بند په چرګو کې د ناروغیو د کمښت په موخه فشار راوړ او وړاندیز یې وکړ چې ټول فاضله توکي باید خښ کړای شي. هغې همدارنګه ټینګار درلود چې نوي بندیان باید تر هغه مهاله چې مالومېږي کومه ساري ناروغي لري او که نه له نورو بندیانو جلا وساتل شي. نانس د هغې وړاندیزونه رد کړل او همدارنګه یې اجازه ورنکړه د روغتون کاروکونکي له روغتون بهر و اوسي او یا هم ناروغان په خیمو کې وساتل شي. په بند کې شرایط ناسم و او د کافي خوړو نشتون تر ډېره د خوارځواکۍ لامل ګرځېد. الین ناروغانو ته د هغوی د روغتیايي حالت د ښه کېدو په موخه تخمیر کېدوني توکي ورکول. [۵][۱۶][۱۴][۱۴][۱۶][۱۷][۱۶]

الین له دې څخه چې ښځو د بند په اداره کوونکې عمومي کمېټه کې د رایو ورکولو حق نه درلود ناهیلې شوه، همدا وه چې د ښځو کمېټه یې جوړه کړه او له عمومي کمېتې یې وغوښتل څو هم نارینه او هم ښځینه د دغه بند په اداره کې وګماري. عمومي کمیټې د بندیانو ترمنځ نظر پوښتنه ترسره کړه، په داسې حال کې چې د الین نظر اکثریت ملاتړ خپل کړ خو عمومي کمیټې یې پایلې په پام کې وه نه نیولې او یوازې د نارینه و د رایو ورکولو سیاست یې وساته. په پایله کې د بند اړوند د الین ټول نظریات ومنل شول خو نوره هغه هلته نه وه څو پایلې یې وویني. په دغه بند کې هغې له ۱۸ میاشتې بندیتوب وروسته د انتقال غوښتنه وکړه او د ۱۹۴۳ زکال په لومړیو کې له خپلو ماشومانو سره د سانتو توماس بند ته یووړل شوه، چېرې چې هلته هم د ډاکټرانو کمښت شتون درلود. [۱۰][۱۸][۱۹][۲۰]

مړینه[سمول]

الین د ۱۹۸۹ زکال د مارچ په اولسمه د اریزونا په مسا کې مړه شوه. او وړاندې له دې چې د کالیفورنیا د سان برونو په ګولډن ګېټ ملي هدیره کې خاورو ته وسپارل شي د جنازې مراسم یې د مارچ په ۲۰ مه د اووک هیلز د پروو سیمې د څلورم وارډ په کوچنۍ کلیسا کې ترسره شول. [۴][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. U.S. Census 1900، ص. 14B.
  2. U.S. Census 1920، ص. 15A.
  3. Schryver 1930، ص. 163.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ The Daily Herald 1989، ص. 6.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Pardoe 1961، ص. 6.
  6. Academy of Idaho 1919، ص. 128.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Miles 1987، ص. 97.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ The Daily Herald 1961، ص. 8A.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Martz 1945، ص. 9.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Pardoe 1961، ص. 7.
  11. Miles 1987، صص. 53–54.
  12. Miles 1987، ص. 63.
  13. The Oakland Tribune 1946، ص. 10.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ The Deseret News & Telegram 1963، ص. 24B.
  15. Bagamaspad، Hamada-Pawid او Balangoy 1985، صص. 291–292.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Miles 1987، ص. 96.
  17. Pardoe 1961، صص. 6–7.
  18. Miles 1987، ص. 99.
  19. Miles 1987، ص. 100.
  20. The Oakland Tribune 1945، ص. 5.
  21. Bateman او Bateman 2001.