بیوسمیوټیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیوسمیوټيک (د یوناني βίος  BIOS د "ژوند" په معنا او σημειωτικός sēmeiōtikos ، "د نښانو رعایت کوونکي" په معني) د نښې پېژندې او بیولوژي یوه رشته ده چې په بیولوژیکي ساحه کې له ژبپوهنې وړاندې په معني جوړولو یا د نښو او کوډونو تولید او تفسیر او د دوی ترمنځ اړیکه  تر بحث لاندې نیسي.   [۱]

بیوسمیوټيک د بیولوژی او نښو پېزندنې موندنې سره مدغم او د ژوند په ساینسي لید کې د پاراډیمیک (نمونه یی) بدلون وړاندیز کوي، چې نښې جوړونه (د نښې بهیر، د معني او تفسیر په ګډون) په کې د هغې له اصلي او ذاتي ځانګړتیاوو څخه ده. د بیوسمیوټيک اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۶۲ز کال کې د فیدریک اس. راوتسچایلډ له خوا وکارول شوه، خو توماس سبوک او توري ون اوکسکول دا اصطلاح او ساحه پلې کړه. دا ساحه چې د بیولوژي قاعده وي نظرونه ننګوي، عموماً د نظري او تطبیقي بیوسمیوټيک ترمنځ وېشل کېږي.  [۲][۳]

د بیوسمیوټيک نظریات هم د انساني - حیواني زده کړو او د انساني - نباتي زده کړو په ګډون په انساني علومو او ټولنیزو علومو کې منل شوي دي.   [۴][۵]

تعریف  [سمول]

بیوسمیوټيک هغه بیولوژي ده چې د نښو د سیستمونو د زده کړې په توګه تعبیر کېږي، یا په تفصیلي ډول د لاندې مواردو مطالعه ده.  

  • د ژوند د پروسو معني، ارتباط او د عادت شکل  
  • د ژوند په طبیعت کې د نښې جوړونه (د نښو اړیکې رامنځته کول او بدلول)
  • د ټولو نښو او د نښو د تفسیر بیولوژیکي بنسټ  

اصلي څانګې  [سمول]

تر مطالعې لاندې د نښې جوړونې د اساسي ډولونو د بنسټ پر اساس، بیوسمیوټيک په لاندې ډول وېشل کېدای شي 

  • د بوټو نښه پېژندنه ( چې داخلي نښه پېژندنه یا نباتي نښه پېژندنه هم ورته وايي)، (په جینوم پورې اړوند د ژباړې پروسو او د عضوي بڼې یا د ظاهري خواصو په ګډون) په حجروي او مالیکولي کچه د نښې جوړونې مطالعه؛ د بوټو نښه جوړونه په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د دوی په حجروي او نسجي کچه پېښېږي؛ د بوټو په نښه پېژندنه کې د پروکاریوت نښه پېژندنه، د باکتریا په ټولنو کې د نښې له لارې تعاملات لکه د نصاب (حد اکثر) موندل او د نصاب شنډول ګډون لري.   [۶][۷]
  • زوسمیوټيک یا حیواني نښه پېژندنه، یا د حیوان پېژندو د بڼو مطالعه؛ حیواني نښه جوړونه په هغو ژوندیو موجوداتو کې پېښېږي چې عصبي-عضلاتي سیستم لري، همدارنګه انساني نښه پېژندنه، چې په انسانانو کې نښې پېژندنه د چلند مطالعه هم په کې شامله ده.  [۸][۹]

ترد مطالعې لاندې د نښې جوړونې برلاسي اړخ ته په پام سره، لاندې نومونه کارول شوي دي: بیوپراګماتیک، بیوسیمانتیک او بیوسینټاکټیک.  

تاریخچه [سمول]

د چارلز سنډرز پیرس (۱۸۳۹-۱۹۱۴ز کال) او چارلز ډبلیو. مورېس (۱۹۰۳-۱۹۷۹ز کال) سربېره، د بیوسمیوټیک لومړني مخکښ کسان جاکوب وون یوکسکول (۱۸۶۴-۱۹۴۴ ز کال)، هیني هیډیګر (۱۹۰۸-۱۹۹۲ز کال)، جیورجیو پروډي (۱۹۲۸-۱۹۸۷ ز کال)، مارسیل فلورکین (۱۹۰۰-۱۹۴۴ ز کال) او فردریش اس. روتچیلډ (۱۸۹۹-۱۹۹۵ ز کال) وو؛ د معاصر کثیر الرشتوي بنسټ اېښودونکي توماس سبوک (۱۹۲۰-۲۰۰۱ ز کال) او توري وون اوکسکول وو.   [۱۰]

په ۱۹۸۰ ز کال کلونوکې په نظري بیولوژي کې د ریاضي پوهانو یوې فعالې حلقې، رینه تام (د پرمختللو ساینسي څېړنو انسټیټیوټ)، یانیک کرګوسین (دالهاوزي پوهنتون او د پرمختللو ساینسي څېړنو انسټیټیوټ) او رابرټ روزن (دالهاوزي پوهنتون، همدارنګه د هوارډ اچ. پټي سره د بفلو ډلې پخوانی غړی)، د "طبیعت نښې پېژندنې"، "سیمیو فزیک"، یا "اټکل شوي سیستمونه" د سرلیکونو په کارولو او د موډلینګ تګلارې  په غوره کولو سره یې د نښې پېژندنې او بیولوژي ترمنځ اړیکې وڅېړلې.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په معاصره دوره کې (لکه څنګه چې د کوپنهاګن - تارتو مکتب له خوا پیل شوه) بیولوژي پوهان جیسپر هوفمایر، کالیوي کول، کلاوس ایمیچ، ټرینس ډیکن، نښه پوهان مارتین کریمپین، پاول کوبلي، فیلسوفان ډونالډ فاواریو، جان ډیلي، جان کولیر او د پېچلو سیستمونو ساینس پوهان هاوارډ اچ. پټي، مایکل کانراډ، لوئس ام. روچا، کلف جوسلین او لیون کرویزات شامل وو.  [۱۵]

د بیوسیموټیک څېړنې لپاره کلنۍ نړیوال کنفرانس چې د بایوسیموټیک کې د غونډو یا Gatherings in Biosemiotics په نوم ؤ، په ۲۰۰۱ ز کال کې پرانیستل شو او له هغه وخت راهیسې هر کال ترسره کېږي.  [۱۶]

د بیوسیموټیک پوهانو یوې ډلې - مارسیلو باربیري، کلاوس ایمیچ، جیسپر هوفمایر، کالیوي کول او انتون مارکوس - په ۲۰۰۴ ز کال کې پرېکړه وکړه چې د بیوسیموټیک نړیوال ژورنال جوړ کړي. د بیوسیموټیک ژورنال چې دوی يې د خپرونو د مدیریت مشري په غاړه لرله، د نووا ساینسي خپرندویې له خوا په ۲۰۰۵ کال کې په لاره واچول شو (دوې ګڼې خپرې شوې) او د همدغو پنځو اېډېټرانو په موجودیت کې بیوسیموټیک په ۲۰۰۸ ز کال کې د سپرنجر خپرندویې له خوا په لاره واچول شو. د بیوسیموټیک کتابونو لړۍ (سپرنجر) چې د کلاوس ایمیچ، ډونالډ فاواریو، کالیوي کول او الکسي شاروف له لوري اېډېټ کېدل، په ۲۰۰۷ ز کال کې پیل شوه او له هغه وخت راهیسې یې ۲۳ ټوکونه خپاره کړي. 

د بیوسیموټیک څېړنو نړیواله ټولنه په ۲۰۰۵ ز کال کې د ډونالډ فاواریو او د پورته یاد شوو پنځو اېډېټرانو له لوري جوړه شوه. په ۲۰۰۹ کال کې د بیوسیموټیک د بنسټیزو تېزسونو په اړه یوه ډله ییزه پروګرامي مقاله خپره شوه، او په بیوسیموټیک کې اړینې لوستلنې یا Essential Readings in Biosemiotics په نوم یو ۸۰۰ مخه درسي کتاب او ټولګه چې د کتابتو فهرست او تبصرې په کې وې، د ډونلډ فاواریو له خوا په ۲۰۱۰ ز کال کې خپور شو.  [۱۷][۱۸]

په انساني علوم کې[سمول]

د جاکوب وون یوکسکول او مارتین هیډیګر له کار راهیسې، د انساني علومو ګن شمېر پوهان په خپلو پروژو کې د بیوسیموټیک نظریاتو سره بوخت شول یا یې تخصیص کړل؛ برعکس، نښه پوهانو د بیوسیموټیک او پېچلتیا د تیوري د نظرونو په کارولو سره د انساني نظریو سره په انتقادي توګه بوخت شوي یا یې له سر نه بیان کړې دي. د بېلګې په توګه، اندریاس ویبر د هانس جوناس ځینې نظرونه د بیوسیموټیک مفاهیمو په کارولو سره بېرته بیان کړي، او بیوسیموټیک د جان برنزاید د شعر تفسیر لپاره کارول شوی دی.   [۱۹][۲۰]

په ۲۰۲۱ ز کال کې، امریکایي فیلسوف جیسن جوزفسن سټورم د حیواني اړیکو په اړه  بیوسیموټیک او تجربوي څېړنه وکاروله ترڅو د هایلوسمیوټیک وړاندیز وکړي، هایلوسمیوټیک د موجوداتو د علم یا اونټولوژي او ارتباط یوه تیوري ده چې سټورم په دې باور دی چې انساني علومو ته لاره هواروي ترڅو د ژبپوهنې له بدلون څخه هاخوا لاړ شي.  [۲۱]

د جان ډیلي کار هم د انساني او بیوسیموټیک کړنلارو ترمنځ ښکیلتیا ښيي. ډیلي یو تاریخ پوه روزل شوی ؤ نه بیولوژي پوه، خو د نښه پېژندنې په اړه په خپلو لومړنیو کارونو کې یې په بیوسیموټیک او زوسیموټیک باندې په پراخه توګه بحث وکړ او هغه اصلطلاحات یې روښانه کړل چې د بیوسیموټیک پورې یې تړاو درلود. که څه هم د فزیوسمیوټيک په اړه یې په مفکوره باندې د متخصص بیوسیموټیک پوهانو له لوري نیوکه وشوه، پاول کوبلي، ډونالډ فاواریو، او کلیوي کول لیکلي چې "د ډیلي او د بیوسیموټیک ټولنې ترمنځ د دې مفکورې په اړه مناظرې تل مدني وې او د بل طرف د مرستې لپاره د متقابلې ستاینې سره مشخصې کېدې ترڅو د نښو د اړیکو په اړه زموږ په پوهه کې پرمختګ وشي. [۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Favareau, Donald (ed.) 2010. Essential Readings in Biosemiotics: Anthology and Commentary. (Biosemiotics 3.) Berlin: Springer.
  2. Kull, Kalevi 1999. Biosemiotics in the twentieth century: A view from biology. Semiotica 127(1/4): 385–414.
  3. Alexandrov, Vladimir E. (2000). "Biology, Semiosis, and Cultural Difference in Lotman's Semiosphere". Comparative Literature. 52 (4): 339–362. doi:10.2307/1771352. JSTOR 1771352. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۱. 'Biosemiotics.' This discipline focuses on the manifold possible connections between biology and semiotics, such as studying biological processes from a semiotic perspective and communication from a biological perspective, or searching for a way to theorize biological phenomena (Laubichler 'Introduction'). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Brentari, Carlo (2018-12-01). "From the Hiatus Model to the Diffuse Discontinuities: A Turning Point in Human-Animal Studies". Biosemiotics. 11 (3): 331–345. doi:10.1007/s12304-018-9329-8. ISSN 1875-1350. S2CID 49478848. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ryan, John Charles (2012). "Passive Flora? Reconsidering Nature's Agency through Human-Plant Studies (HPS)". Societies. 2 (3): 101–121. doi:10.3390/soc2030101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Witzany, G. 2006. Plant Communication from Biosemiotic Perspective. Plant Signaling & Behavior 1(4): 169-178.
  7. Kull, Kalevi 2000. An introduction to phytosemiotics: Semiotic botany and vegetative sign systems. Sign Systems Studies 28: 326–350.
  8. Maran, Timo; Martinelli, Dario; Turovski, Aleksei (eds.), 2011. Readings in Zoosemiotics. (Semiotics, Communication and Cognition 8.). Berlin: De Gruyter Mouton.
  9. Kull, Kalevi 2014. Zoosemiotics is the study of animal forms of knowing. Semiotica 198: 47–60.
  10. Favareau, D. (ed.) (2010). Essential Readings in Biosemiotics: Anthology and Commentary. Berlin: Springer.
  11. Rosen, R. (1985) Anticipatory systems, Pergamon Press
  12. Kergosien, Y. (1985) Sémiotique de la Nature, IVe séminaire de l'Ecole d'automne de Biologie Théorique (Solignac, juin 1984), G. BENCHETRIT éd., C.N.R.S.
  13. Kergosien, Y. (1992) Nature Semiotics : The Icons of Nature. Biosemiotics : The Semiotic Web 1991, T. Sebeok et J. Umiker -Sebeok (eds), Berlin : Mouton de Gruyter, pp. 145-170
  14. Thom, R., (1989) Semio physics: a sketch. Redwood City, Calif. : Addison-Wesley Pub. Co.
  15. See an account of recent history in: Petrilli, Susan (2011). Expression and Interpretation in Language. Transaction Publishers, pp. 85–92.
  16. Rattasepp, Silver; Bennett, Tyler (eds.) 2012. Gatherings in Biosemiotics. (Tartu Semiotics Library 11.) Tartu: University of Tartu Press.
  17. Favareau, Donald 2005. Founding a world biosemiotics institution: The International Society for Biosemiotic Studies. Sign Systems Studies 33(2): 481–485.
  18. Kull, Kalevi; Deacon, Terrence; Emmeche, Claus; Hoffmeyer, Jesper; Stjernfelt, Frederik 2009. Theses on biosemiotics: Prolegomena to a theoretical biology. Biological Theory 4(2): 167–173,
  19. Bristow, Tom (2010). "Phenomenology, History, Biosemiosis: Heideggerian and Batesonian Poetics in John Burnside's Post-Romantic Process Ecology". Green Letters. 13 (1): 74–94. doi:10.1080/14688417.2010.10589071. ISSN 1468-8417. S2CID 171037754. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Tønnessen, Morten; Maran, Timo; Sharov, Alexei (2018-12-01). "Phenomenology and Biosemiotics". Biosemiotics. 11 (3): 324. doi:10.1007/s12304-018-9345-8. ISSN 1875-1350. S2CID 54020391. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Storm, Jason Ananda Josephson (2021). Metamodernism: The Future of Theory. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-78665-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cobley, Paul; Favareau, Donald; Kull, Kalevi (2017). "John Deely, from the point of view of Biosemiotics". Biosemiotics. 10: 3. doi:10.1007/s12304-017-9291-x. S2CID 41549373. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cobley, Paul; Favareau, Donald; Kull, Kalevi (2017). "John Deely, from the point of view of Biosemiotics". Biosemiotics. 10: 2–3. doi:10.1007/s12304-017-9291-x. S2CID 41549373. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)