بیروکراسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بروکراسي کلمه له دوه برخو جوړه شوې برو چې د کارکونکو د دفتر یا هم د دولتي ادارو او ځینې وخت د تحریر پر میز هم اطلاقیږي او کراسي بیا یوناني کلمه ده چې معنا یې حکومت او اداره کول دي. بروکراسي (Bureaucracy) انگلیسي کلمه ده چې له (bureau) او (cracy) څخه جوړې شوې ده او له فرانسوي کلمې (bureaucratie) څخه اخیستل شوې او معنی یې ( کارکونکي، عاملین او یا هم په ټولیز ډول یو بروکرات دولت) دی. د بروکراسۍ له کلمې څخه درې ډوله اخیستون شته دی لومړی یې په سیاسي علومو کې دی چې د اداري وگړو په وسیله د حکومت معنی ورکوي او دوهمه معنی یې د ماکس ویر له تعریف څخه اخیستل شوې چې په هغې کې د ټولیز فعالیت د عقلايي کیدو په معنی راغلې او دریم یې عامیانه برداشت دی چې خلک یې وچ قوانین بولي او فکر کوي چې دا سیستم هسې زیاتي تشریفات او کاغذ بازي ده. بروکراسي هغې ادارې ته هم وايي چې په یوه ارگان کې د قوانینو او قواعدو د پلي کولو لپاره له ناټاکل شوو چارواکو څخه جوړه شوې وي. بروکراسي کلمه لومړی ځل په اتلسمه پیړۍ کې د ونست دوگورني په نامه د یوه فرانسوي اقتصادپوه لخوا مطرح شوه، خو په ۱۹۱۰ کال کې جرمني ټولنپیژاند ماکس وبر د بروکراسۍ بحث تشریح کړ. بروکراسي د اداري او خدماتي موسسو د اداره کولو لپاره د یوه فوق العاده نظام په توگه ارایه شوی. وبر په شلمه پیړۍ کې سیاسي او اقتصادي شرایطو او اداري بې نظمیو او دغه راز لومړۍ نړیوالې جگړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) ته په پام سره په اروپا کې دولتي ادارې مطالعه کړې او د سازمانونو د سمې ادارې او اغیزمنتیا لارې چارې یې وجاجولې او د داسې ادارو په جوړولو یې فکر وکړ چې د ټاکل شوو ځانگړنو له مخې په ټولنو کې مثبت او رغند رول ولري. بروکراسي د مدیریت د اکاډمیکو محافلو جنجالي او ننگونکی مفهوم دی او که څه هم له اصطلاحي نظره د دفترونو او قوانینو له لارې ادارې کولو ته وايي خو په عمومي افکارو کې یې منفي مفهوم درلودی او د کاغذبازۍ، د اداري کارونو د سستوالي او یو ډول نه کنټرولیدونکي ځواک په توگه مطرح شو. بروکراسي د مدیریت داسې ډول دی چې پکې د قوانینو او مقرراتو رعایت، د ټولو مکتوبونو او د چارو د جریان ثبت، د مراتبو د سلسې رعایت، تخصص او رسمي جوړښت ته ډیر پام کیږي خو بروکراسي په نورو مفهومونو هم کارول کیږي، لکه د معقولې ادارې په معنا، د ناکارندې ادارې په معنا، اداري مامورینو په لاس کې د حکومت په معنا، د عمومي ادارې په معنا، د یوې ادارې په معنا، نوې ټولنې په معنا، د زیاتو تشریفاتو او کاغذبازۍ په معنا او یا هم د مقرراتو او سلسله مراتبو د نظام په معنا. ماکس وبر د ټولنیزو علومو مشهور پوه د شلمې پیړۍ په لومړیو کې هڅه کوله چې وپوهیږي چې د ادارو کاروکونکي ولې د مافوق پیروي وکړي او خپلې نتیجه گیرۍ یې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۷ کې له جرمني ژبې وژباړل شوې او خپرې شوې چې پدې لیکنو کې چې د ټولنیز او اقتصادي سازمان تیوري په نامه وې بروکراسي کلمه پکې د یو ډول سازمان د دودولو لپاره کارول شوې وه. وبر له تجزیې او تحلیل وروسته درې ډوله مشروع واگې پیژندلی یو یې دودیز بل یې کاریزمټیک او درییم یې عقلي قا قانوني دی. لومړی خو دا چې واگې او واک توپیر لري ځکه چې په واک کې موضوع یو طرفه ده یعنې د واک لرونکی د زور یا پاداش له لارې بل څوک هڅوي چې د هغه له غوښتنو سره سم عمل وکړي خو واگې تر حاکمیت لاندې وگړو ته د منلو موضوع هم په ځان کې نغاړي چې وبر هم د همدغه ډول لپاره درې ډولونه وړاندې کوي. فردي واگې یا هم کریزماتیک واگې چې پکې د یوه مشر په شخصي صفاتو او ځانگړي ځواک تکیه لري، دوهم یې دودیزې واگې دي، چې د دود یا هم مذهب له مخې نقلیږي چې پدې کې هم موروثي سیستم او یوډالي سیستم مطرح دي. درییم یې هم قانوني واگې یا عقلي حکومت دی چې پکې مذهب، اصالت، عقل او منطق د واگو بنسټ جوړوي. ماکس وبر د نني بروکراتیک ایډیال جوړښت په اړه ډیر تفصیل ورکړی چې د هغه لخوا مطرح شوي اصول دادي: د روښانه مقرراتو او قواعدو په چوکاټ کې ادارې د رسمي او دوامدارو دندو تنظیم. د فني او تخصصي زده کړو د سیستم ټینگیدل. د ادارو لپاره د چارواکو او پوستونو لپاره د مراتبو د سلسلې ایجاد. د مدیریت او مالکیت تفکیک. سازماني آزادي. په اداره کې د دوسیو او مدارکو د ثبت او ساتلو د منظم سیستمم رامنځه کول. د معاشاتو او امتیازاتو د منطقي سیستم رامنځته کیدل. د بروکراسۍ سترې ځانگړنې: د کار ویش د منل شوو اداري مراتبو د سلسلې شتون د چارو په اجرا کې غیر شخصي گټې د وړتیا له مخې گمارل د بروکراسۍ د مثبتو اړخونو ځواک د قوانینو رامنځته کول د دندو شرح د بروکراسۍ ځانگړنې: ماکس وبر لیکي چې نوي سازمانونه د شپږگونو مشخصاتو له مخې دندې پر مخ وړي: اول: ثابت اصول او قانوني محدوده چې نظام یې پر بنسټ په اداري مقرراتو او قوانینو کې رامنځته کیږي چې په دریو برخو کې د مطالعې وړ دي؛ لومړی هغه مشخص کارونه چې د یوې ادارې د موخو د تحقق لپاره کیږي او د اداري دندو په توگه کسانو تر منځ ویشل کیږي، دوهم دا چې قدرت هم د هغو سلسله مراتبو او قوانینو تابع دی چې د مسولو کسانو لخوا اجرا کیږي او دریم یې هم له لازمو لارو چارو څخه استفاده ده چې د تل لپاره د چارو د پر مخ بیولو لپاره د صلاحیت لرونکو کسانو په وسیله وکارول شي. دوهم: د قدرت د اعمال او د اداري سلسله مراتبو اصول دي چې د قوماندې د یوه منسجم سیستم په مفهوم دي چې پکې د یوې ادارې ټیټې برخې د لوړو برخو لخوا هدایت او رهبري کیږي. درېیم: د مدرنو ادارو مدیریت د هغو لیکل شوو اسنادو له مخې پر مخ ځي چې اصلي نسخه یې ساتل کیږي. څلورم: د ادارو مدیران په تیره بیا د تخصصي ادارو مدیران په نوو ادارو کې د کار لپاره روزل کیږي. پنځم: کله چې اداره خپل وروستي بشپړاوي ته رسیږي د وخت له محدودیت پرته د ادارې ټولو کاري وړتیاوو ته د استفادې اړتیا پیدا کیږي. شپږم: د ادارې مدیریت ټول هغه عمومي قوانین چې تر یوې کچې جامع او پایداره او زده کیدای شي رعایت کوي. هغه کسان چې بروکراسي یې د ټولن پيژندنې له مخې څیړلې د اداري جوړښت له مختلفو ډولونو یو ډول یې بللی او باوري دي چې هر ډول چې ټولنیز او سیاسي اهمیت لري خو ماکس وبر بروکراسي یواځې یوه اداري دستگاه نه بولي بلکه هغه د اداري جوړښت تر ټولو منطقي فورم گڼي.