بیت المال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیت المال یا اسلامي خزانه د نبي علیه السلام په پېر کې د سوبو (فتوحاتو) لړۍ پیل شوه، نو د ځمکو مالیه، غنیمت مال کې پینځمه برخه (خُمس)، زکات، عشر، جزیه او داسې نورو ترلاسه کول پیل شول. ددې لاسته راوړنو لمن ورځ تر ورځې پراخېدله، تردې چې د دویم خلیفه په پېر کې هغه وانگېرله چې ددې مالونو د سمبالښت لپاره باید یوه اداره جوړه کړای شي، نو د بیت المال په نامه یې یوه اداره جوړه کړه. له دې ادارې څخه به ټولو مسلمانانو ته تنخوا او مالي مرستې ورکول کېدی. له ټولو مخکې د نبي علیه السلام د سپېڅلو بیبیانو او اهل بیت برخه وه چې له ۱۵ او ۱۰ زرو درهمو ترمنځ کالنۍ اټکل شوی و. بیا د اهل بدر او د هغو د اولادې حق و. له هغېط وروسته د عامو مسلمانو مهاجرینو او انصارو برخه.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]