بي لينه برېښنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
WiTricity
بنسټګرMarin Soljačić
ځایWatertown، USA
کليدي خلکAlex Gruzen, CEO
وېب پاڼهwww.witricity.com

بي لينه برېښنا یا وای ټریسیټي انګلیسي: WiTricity د انگیزې ورکولو یوه سرچینه جوړوي، یعني یو گرد کلچه شکله برېښنايي لېنونه چي د برېښنا سره وصل سي، نو یوه مقناطسي ساحه جوړوي. که یوه بله د برېښنايي لیکو کلچه نېژدي ورته راوړل سي، نو بیله کوم لینه بریښنا منځ ته راځي، دغه مقناطسې ساحې ته نږدې برقي اله برېښنا اخلي او همدارنگه گروپ برېښنا ترلاسه کوي او روښانه کيږي.

ځانگړتیا يې څه ده؟[سمول]

د وای ټریسیټي (WiTricity) مشره ماموره ډاکټر هال وايي موږ غواړو چي برېښنا بې لینه نقل کړو: موږ برېښنايي انرژي په فضا نه گډوو، بلکي په فضا کي یو مقناطسي ساحه منځ ته راوړو.

هغه کورونه چي د برېښنا لېنونه به نه لري[سمول]

هغه کورونه چي د مقناطسي ساحې له لاري انرژي انتقالوي د هغوي په اړه د تشویش وړ هیڅ خبره نسته، ځکه دا برېښنايي انرژي د واي فاي روټر په څېر ده. واي فاي سیسټم چي په موبایل او نورو تخنیکي وسایلو کي ترې گټه اخیستل کیږي چاته يې د هوايي څپو ضرر نه رسیږي، نه يې احساسوي. د راتلونکي عصر په کورونو کي به دا بې لېنه برېښنايي انرژي دومره په ساده بڼه وي لکه بې لېنه (وایرلیس) انټرنیټ. د وایټریسیټي د پلان پر اساس به موبایلونه د کالو په جیب کي بیله کومي بلي وسیلي چارجېږي، تلویزېون به بیله کوم لېنه لگيږي، برقي موټر به د سړک د غاړي په یوه مقناطسي ساحه کي چارجېږي. وایټریسیټي اوس دا توانايي لري چي لیپ ټاپ، موبایل او ټلویزېون ته بېله کوم لېنه برق ورکړي. اوس مهال د برېښنايي موټرو د بي لېنه چارجولو کارونه پیل سوي او تر یوې نتيجې رسېدلي دي. اغلي هال وايي چي د بي لېنه برېښنايي کورونو راتلونکې په زړه پوري ده، نوموړې يې حالت بیانوي چي که بیا کورته په موټر کي ځو، نو د دې ضرورت به نه وي چي د تیلو پمپ ته ودریږو یا دي د موټر لېن د چارج لپاره په برق کي ورکړو.

په نوره نړۍ کي[سمول]

د لومړي ځل لپاره چي مېرمن هال د بي لېنه گروپ لگیدل ولیدل، نو دستي يې د طبي ټکنالوژي په اړه فکر وکړ او هغه وسایلو ته يې پام واوښت چي د پوست لاندي د جراحي یا پیوند په حالت کي بېله ستونزي چارجېدلائ سي. وایټریسیټي د یوې طبي کمپنۍ سره پر دې کار کوي چي څنگه د زړه د کيڼ جوف د کومک اله چارج کړي. د دغه اختراع په وسیله کولائ سو د موبایل چارج دایمي کړو، ځکه دا اله به هر ځای وي او د موبایل د چارج د کمښت احساس به څوک نه کوي، بریښنايي وسایل به په نوي ډول جوړ سي چي د چارج د لین لپاره به هیڅ سیسټم و نه لري، دغه ډول انرژي به ډیره ارزانه تمامه سي، ځکه د وسایلو په فرزو کي به کمي راسي.

راتلونکې[سمول]

مشکل دا دئ چي دغه ډول برېښنايي انرژي ډیري لیري فاصلې ته د نقل لپاره لویو فلزي ټوټو ته ضرورت لري، خو موږ اوس په دي اخته یو چي دغه اندازه ټوټې د ننني ورځي د تخنیک د کوچني وسایلو په ډول سي، نو د همدې لپاره دغه ټیم خپل نوي تولید ته خوشبینه دئ چي دغه مشکل به له منځه وړي. هغه داسي چي دغه بې لېنه برېښنا تولیدونکې اله به د قلم په اندازه بیا چارجیدونکي بیتري ولري. میرمن هال وايي، هغه کوچنیان چي په راتلونکو څو کلونو کي لویيږي، دوي به هیڅ کله دا ضرورت و نه لري چي یوه برېښنايي اله په برق کي ورکړي او یایي هم له برېښنايي انرژي څخه ایسته کړي.[۱]

باندنۍ تړني[سمول]

. Eric Giler demos wireless electricity. TED

. Marin Soljačić (researcher team leader) home page on MIT.

  • Jonathan Fildes

(په 2007-06-07 باندې). Wireless energy promise powers up. BBC News

  • JR Minkel

(په 2007-06-07 باندې). Wireless Energy Lights Bulb from Seven Feet Away. Scientific American

(په 2007-06-07 باندې). Breakthrough to a wireless (electricity) future (WiTricity). The Press Association

  • Katherine Noyes

(په 2007-06-08 باندې). MIT Wizards Zap Electricity Through the Air. TechNewsWorld

  • Chris Peredun, Kristopher Kubichi

(په 2007-06-11 باندې). MIT Engineers Unveil Wireless Power System. DailyTech

. Supporting Online Material for Wireless Power Transfer via Strongly Coupled Magnetic Resonances. Science Magazine

  • Gary Peterson

(په 2008-08-06 باندې). Anticipating Witricity. 21st Century Books

(په 2008-11-14 باندې). Intel’s Wireless Power Technology Demonstrated. The Future of Things e-magazine

(په 2009-12-03 باندې). WiTricity To Be Used In First Wirelessly Powered Devices by Next Christmas. The green optimistic

. A very interesting video of the application of Witricity in the Haier HDTV. [۱]. Gadgetology

سرچینې[سمول]

  • انکریزی ویکی
  1. سرچینه: CNN