بي بي فاطمة زهرا
د کتاب ځانګړنې:
د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)
لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
وېبپاڼه:www.andyal.com
بي بي فاطمة زهرا
[سمول]حضرت علي کرم الله وجهه داسې ځانګړنې لري، چې بل یو څوک یې هم نه لري؛ لکه: د فاطمه الزهرا په څېر کورودانې لري، چې د فاطمه الزهرا مقام ته یوه ښځه هم نه ور رسي؛ نو مناسبه به وي، چې د حضرت فاطمه د مقام په باب یو څه ووايو:
کومه ناوې په خپله ورا کې د خپل واده جامې بېوزلې ته ورډالۍ کوي او وايي : ((لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ [1]= له سره به د نېكۍ (حقيقت) ته و نه رسئ؛ چې درته ګران څيزونه مو (د خداى په لار كې) لګولي نه وي )).
حضرت فاطمې داسې د خپل پلار پالنه کوله، ته وا مور یې ده، نه لور یې. کفارو به یې چې د پلار سپکاوی وکړ او خپه به یې کړ؛ نو د یوې مهربانې مور په څېر به یې خپل پلار دلاسه کاوه، چې رسول الله(ص) به ورته ویل ((فداها ابوها[2])) یعنې ((پلار دې له دې اولاده ځار شي.))
حضرت فاطمه دومره زړه سواندې وه، چې زوی یې امام حسن وايي: مور به مې ټوله شپه نورو ته دعاوې کولې. ورته مې وویل: مورې! ولې ځان ته دعا نه کوې؟ و یې ویل: (( الجار ثم لدار[3])) لومړی ګاونډی بیا د کور خلک؛ یعنې لومړی نور او بیا ځان.[4]
حضرت فاطمه هغه څوک ده، چې زوی یې امام حسین په کربلا کې وویل : زه زور ته غاړه نه ږدم؛ ځکه د فاطمه الزهرا زوی یم.
داسې لور یې روزلې وه، چې په ویناوو یې د امویانو د پاچاهۍ سټې یې ولړزولې.
حضرت فاطمه مېرمنو ته د زده کړې ځانګړی ټولګی درلود. له خپلې چوپړیالې ((فضه)) سره به یې په ګډه کارونه کول. له مېړه یې هېڅکله بې ځایه غوښتنه و نه کړه. د اسلام لپاره مدینې ته مهاجره شوه. په خندق او احد غزاګانو کې د مسلمانانو او خپل پلار ملاتړې وه. د خپل روژه ماتي خواړه یې ((پلارمړي))، ((مسکین)) او ((بندیوان)) ته ورکړل. په نبوي جومات کې په وینا یې له خپل امام نه دفاع وکړه.
نه د فاطمې له علي پرته بل څوک مېړه کېدای شو او نه علي ته له فاطمې پرته بل څوک کورودانېدای شوه. که حضرت مریم د یوه عیسی مور وه؛ خو حضرت فاطمه د ۱۱ عیسی وو مور وه. حضرت فاطمه حجاب ته خورا ارزښت ورکاوه.
[1] . آل عمران/ ۹۲ آیت.
[2] . بحارالانوار، ۴۳ ټوک، ۸۶ مخ.
[3] .وسایل/ اووم ټوک، ۱۱۲ مخ.
[4] . ژباړن: دا خبره زموږ د خلکو د هغه ناسمې خبرې اپوټه ده، چې وايي: (( اول ځان دې بیا جهان دی)).