بي-٥٢ سټراټوفورټرېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بوئينگ سټراټوفورټرس بي-٥٢

بوئينگ سټراټوفورټرس بي-٥٢ (انگریزي: B-52 Stratofortress) بم غورځونکې الوتکې دي چې د دروند وزنه الوتکو په ډله کې راځي.کولاى شي بېلابېل هوايي ماموريتونه سرته ورسوي، دا الوتکې خورا ډېرې چټکې دي (البته دصوت له سرعت څخه نه دي چتکې) چې کولاى شي د ٥٠٠٠٠ فټه په لوړوالي الوتنه وکړي، او همدارنگه په دوديزو اوعصري بمونوسربېره د اتومي بمونو د وړلو اوغورځولو توان هم لري.

بي ٥٢ ډوله الوتکې تر ٣٥ کالونو پورې د امريکا دعمله لرونکې دروند وزنې بم غورځونکې الوتکو په لړ کې ريکارډ ټينگ کړى و. دا بم غورځونکې الوتکې د دې ځواک لري چې اوسنۍ هر ډول وسلې لکه توغندي، راکټې او نورې بېلابېلې وسلې وتوغوي او وغورځوي. که چېرې د دې الوتکو بڼې لږ هم پرمختللې شي تر ٢٠٤٥ زېږدي کال پورې به د امريکا په اردو کې د تاريخ تېرې او پخواني ماډل الوتکې په توگه راڅرگندې نه شي.

دې ستراتيژيکې بم غورځونکې الوتکې په هغه وخت کې ١٤١٦٠ کيلومتره واټن په يوه ساه طى کاوۀ نو ځکه د لويو وچو ترمنځ الوتکه يا کانټيننټل بلل کېده، خو لکه څنگه چې په هغه وخت کې په هوا کې سون توکي رسونکې الوتکې نه وې؛ نو اوس کولاى شي چې خورا ډېره اوږده الوتنه وکړي.

مخینه

دا الوتکه د (BUFF) په نامۀ چې د (Big Ugly fat fellow) پټ لوزى (مخفف) دى هم يادېږي چې مانا يې ( بدرنگه غټ چاغ انډيوال ) دى. دې الوتکې خپله لومړنى الوتنه د ١٩٥٢ زېږدي کال د اپرېل په پنځلسمه نېټه تر سره کړه، A ماډل الوتکې يې د ١٩٥٤ زېږدي کال د اگست په پنځمه لومړنى پرواز وکړ، B ماډل الوتکه يې د ١٩٥٥ زېږدي کال د جنوري په پنځه ويشتمه په لومړي ځل والوتله، C ماډل الوتکې يې د ١٩٥٦ زېږدي کال د مارچ په نهمه پرواز وکړ، تر دم گړۍ ٧٤٤ دانې B52 الوتکې جوړې شوې دي. په دې الوتکه کې پر نورو شيانو سربېره ډېر په زړه پورې خبره داده چې د سون توکو ټانکۍ يې په وزرونو کې دي کله چې دا ټانکۍ خالي وي، نو هغه د چا خبره د ډېر لوړ سړي لاس هم نه ورسېږي خو کله چې تشې وي نو بيا يې چې د وزرونو لاندې تېرېږې بايد د سر سره پام وکړې چې د تېلو د ټانکۍ سره ونه لگېږي.

تر اوسه پورې په ټوليز ډول ٧٤٤ بې ٥٢ ډوله الوتکې جوړې شوې دي، چې وروستى ماډل يې H ماډل نومېږي چې په ١٩٦٤ کې يې خپله الوتنه وکړه.

ځانگړنې

بوئينگ سټراټوفورټرس بي-٥٢

بي ٥٢ ډوله الوتکې د بوئينگ شرکت جوړې کړې دي ، اته دانې (TF-33) ماشينونه پکې کارېدلي دي،چټکتيا يې په ساعت کې٩٣٠کيلومتره ده ، پنځه نفره عمله لري ، د خطر په وخت کې پراشوټي سيستم هم لري، ټوټل بيه يې ٥٣،٤ ميليون ډالره ده.

  • د کارولو ډول: درنده بم غورځونکې الوتکه
  • د الوتکې د عملې شمېره: پنځه کسان (١ قوماندان، پيلوټ، د رادار افسر ، خنثى کوونکى، د الکټرونيک جنگ افسر )
  • جوړونکى شرکت: د بوئينگ شرکت نظامي څانگه
  • وروستۍ بيه: ۵۳.۴ ميليون امريکايي ډالره
  • محرکه ځواک: اته دانې پراټ اينډ ويټني ماډل TF33-P-3/103 ماشينونه
  • اوږدوالى: ۴۸.۵ متره
  • سور: ۶۵.۴ متره
  • جگوالى: ۱۲.۵ متره
  • خالص وزن: ۸۳۲۵۰ كيلو گرامه
  • له بارسره اخري وزن: ۲۱۹۶۰۰ كيلو گرامه
  • د چټکتيا اخري حد: ۹۳۰ كيلو متره په ساعت کې
  • له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: ۵۰۰۰۰ فټه
  • په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له کوم سون توکواخيستلو): ۸۸۰۰ ميله يا ۱۴۱۶۰ كيلومتره
  • وړونکې وسلې: ۳۱۷۱۰ كيلو گرامه بېلابېل بمونه،ماينونه او توغندي

سرچينې