بيولوژيکي ترهګري (د بيولوژيکي موادو په خوشې کولو سره ترهګري)
بيالوژيکي ترهګري (بايوتروریزم) هغه ترهګري ده، چې په قصدي ډول د بيالوژيکي عواملو خوشې کول يا خپرول پکې شاملیږي. دا عوامل (مواد يا استازي) باکترياوې، وايرسونه، خزنده ګان، فونګي او/يا زهر دي او شونې ده چې په طبيعي ډول منځ ته راشي يا د انسان له خوا جوړه شوې بڼه کې وي، کټ مټ داسې لکه په بيالوژيکي جګړه کې. سربېره پر دې، نوې کرنيزه سوداګري د ترهګرو د کرنې مخالف بريدونو ښکار ګرځېدلې او دا ډول بريدونه کولای شي اقتصاد او تر څنګ يې د مصرف کوونکو باور ته سخت زيان ورسوي. دې وروستي ويجاړونکي فعالیت ته کرنيزه بيالوژيکي ترهګري ويل کېږي او د کرنيزې ترهګرۍ يوه فرعي څانګه ده.[۱][۲][۳]
تعريف
[سمول]بيالوژيکي ترهګري په قصدي ډول د وايرسونو، باکترياوو، زهرجنو موادو يا نورو زيان رسونکو عواملو خوشې کول دي، تر څو په انسانانو، ژويو يا بوټو کې د ناروغۍ يا مړينې لامل وګرځي. عموماً دا عوامل په طبيعي ډول موندل کېږي، خو شونې ده چې اصلاح يا بدل کړای شي، څو د ناروغيو د لامل ګرځېدو لپاره د دوی وړتيا زياته شي، د شته درملو په وړاندې مقاوم وګرځول شي، يا يې په چاپېريال کې د خپرېدو وړتيا زياته کړای شي. بيالوژيکي عوامل د هوا، اوبو يا خوراک له لارې خپرېدای شي. بيالوژيکي عوامل د تروريستانو د پام وړ توکي دي، ځکه د دوی کشف کول (له خپرېدو وروسته موندل) ډېر سخت دي او له څو ساعتونو څخه نيولې بيا تر څو ورځو پورې د ناروغۍ لامل نه ګرځي. د کوچنيو ننکيو د وايرس په څېر د بيالوژيکي ترهګري ځينې عوامل له يو تن څخه بل ته هم خپرېدای شي او د انتراکس په څېر نور يې بیا داسې نه دي. شونې ده چې بيالوژيکي ترهګري د خوښې وړ وي، ځکه چې بيالوژيکي عوامل په پرتليز ډول په اسانۍ سره او ارزانه د تر لاسه کېدو وړ دي، په اسانۍ سره خپرېدای شي او له حقيقي فزيکي زيان څخه ورهاخوا د پراخه وېرې او وارخطايئ لامل ګرځېدای شي. خو پوځي مشران په دې پوه شوي چې د پوځي شتمنۍ په توګه، بيالوژيکي ترهګري ځينې محدوديتونه هم لري؛ ستونزمنه ده چې بيالوژيکي وسلې په داسې طريقه وکارول شي چې يواځې پر دوښمن اغېزه وکړي، نه په ملګرو ځواکونو. بيالوژيکي وسلې په اصل کې د ترهګرو لپاره د ډله ييزې وارخطايۍ او د يو دولت يا هېواد لپاره د ماتې د طريقې په توګه ګټورې دي. په هر حال، د «بيل جوای» په څېر ټيکنالوژي پوهانو د دې خبرداری ورکړی چې داسې بالقوه ځواک شته چې شونې ده جينيټيکي انجنيري د راتلونکو بيالوژيکي تروريستانو لاسونو ته ورسوي.[۴][۵][۶][۷][۸]
د هغو عواملو د کارولو په اړه هم بحثونه شوي چې انسانانو ته زيان نه رسوي، بلکې په اقتصاد کې ګډوډي منځ ته راوړي. دا ډول يو «پيتوجين» (ناروغي پيدا کوونکی) د پښې او خولې نارغۍ (FMD) وايريس دی، کوم چې د پراخه اقتصادي زيان د لامل او عامې اندېښنې د ګرځېدو وړتيا لري (لکه چې په انګلستان کې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ کلونو د FMD د خپرېدو پر مهال همداسې وليدل شول)، په داسې حال کې چې د انسانانو د اغېزمن کولو هېڅ وړتيا يې نه درلوده.[۹]
تاريخ
[سمول]تر هغه وخته چې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوې وه، د انتراکس د کارولو هڅې ژويو ته متوجې وې. عموماً دا بې اغېزې ثابتې شوې.
د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل ډېر ژر وروسته، المان په متحده ايالاتو، روسيې، رومانيې او فرانسه کې د بيالوژيکي ويجاړۍ لپاره هلې ځلې پيل کړې. دا مهال «انټون دلګر» په المان کې ژوند کاوه، خو په ۱۹۱۵ز کال کې هغه متحده ايالاتو ته واستول شو چې له ځانه سره يې د «ګلانډرز» (غدود) ناروغي ولېږدوله، دا د اسونو او قچرو يوه مرګونې ناروغي وه. «ډيلګر» د «ميري لينډ» په «چيوي چاس» کې په خپل کور کې يو لابراتوار جوړ کړ. هغه په «بالتيمور» کې په بندرګاه ګانو کې د هغو کار کوونکو څخه کار واخيست چې مالونه باروي (جواليان)، تر څو په دې «ګلانډرز» هغه اسونه اخته کړي، کومو چې برتانيې ته د لېږدېدو په موخه په کښتيو کې د باريدو لپاره انتظار ويست. «دلګر» تر شک لاندې و چې د المان جاسوس به وي، خو هېڅکله هم ونه نيول شو. دلګر په پايله کې د اسپانيې مادريد ښار ته وتښتېد، چېرته چې نوموړی د ۱۹۱۸ز کال د انفلوينزا وبا له امله مړ شو. په ۱۹۱۶ز کال کې، روسانو يو المانی جاسوس ونيو چې همدا نيت يې درلود. المان او متحدينو يې په ختيځ محاذ کې د فرانسې د سپاره پوځ اسونه او د روسيې ډېرې قچرې او اسونه په ناروغۍ ککړ کړل. دې کارونو د توپخانې او پوځيانو خوځښت، تر څنګ يې د کاروانونو تجهيزول له ځنډ سره مخ کړل.[۱۰][۱۱]
په ۱۹۷۲ز کال کې، په «شيکاګو» کې پوليسو د کالج دوه محصلين هر يو «ايلن شوانډر» او «سټيفن پيرا» ونيول، چا چې ښار ته د اوبو برابرولو سرچينه په ټايفايډ (محرقه تبه/لويه تبه) او نورو باکترياوو د زهرجنو کولو نقشه جوړه کړې وه. شوانډر د «R.I.S.E» په نوم يوه تروريستي ډله جوړه کړې وه، په داسې حال کې چې «پيرا» له هغه روغتون څخه د ناروغۍ د ودې ورکولو توکي (په بيالوژي کې د culture ټکي معنا د کوچنيو ژونديو موجوداتو، د نسجونو د حجرو، يا نورو ژونديو مادو ودې ته ويل کېږي، په ځانګړي ډول هغه چې د غذايي موادو په منځ کې جوړ شوي وي) تر لاسه کړي او وده يې ورکړې وه، چېرته چې هغه کار کاوه. کله چې دا دواړه په ضمانت خوشې شول، دوی کيوبا ته وتښتېدل. «شوانډر» په ۱۹۷۴ز کال کې په طبيعي مرګ مړ شو، په داسې حال کې چې پيرا په ۱۹۷۵ز کال کې بېرته متحده ايالاتو ته ستون او تر څارنې لاندې ونیول شو.[۱۲]
په ۱۹۸۰ز کال کې، د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ننکيو (چيچک) د ختمېدو اعلان وکړ، کومه ناروغي چې په لوړه کچه خپرېدونکې او ناعلاجه ناروغي ده. سره له دې چې دا ناروغي په طبيعي چاپېريال کې له منځه وړل شوې ده، خو د ننکيو د وايرس کنګل شوې زېرمې اوس هم د امريکا او روسيې د حکومتونو سره شته. که چېرې درغلګر (سرکښو) سياستوال يا تروريستان د ننکیو اصل تر لاسه کړي، نو د ناورين زېږونکو پايلو وېره شته. له دې امله چې اوسمهال د واکسينو پروګرام پای ته رسېدلی، ځکه د نړۍ نفوس له پخوا څخه اوس زيات د ننکيو ښکار ګرځېدلی دی.
په ۱۹۸۴ز کال کې په «اوريګون» کې، د «بګوان شيري راجنيش» پلويانو هڅه وکړه چې د سيمه ييزو خلکو په غېر فعالولو سره سيمه ييزې ټاکنې په خپل واک کې واخلي. دوی د «ډالاس» په اوريګون ښار کې په يوولسو رستورانتونو کې د سلات وړاندې کولو برخې، د سټورونو د هټيو محصولات، د دروازو دستګيرونه (لاستي) او نور عام ځايونه په «سالمونيلا ټايفيموريم» باکتریا ولړل. د دې بريد په پايله کې ۷۵۱ تنه په سخت غذايي مسموميت اخته شول. هېڅوک مړه نه شول. دا په شلمه پېړۍ کې په متحده ايالاتو کې لومړی بيالوژيکي تروريستي برید و. دا همدا راز د متحده ايالاتو په ځمکه يواځينی ستر بيالوژيکي بريد هم و.[۱۳][۱۴]
د ۱۹۹۳ز کال د جون په مياشت کې، د «اوم شنريکيو» په نوم يوې مذهبي ډلې په ټوکيو کې انتراکس خوشې کړ. عیني شاهدانو د بد بوی خبر ورکړ. دا برید ناکام شو، ځکه پر يو تن يې هم اغېز ونه کړ. لامل يې دا و چې دې ډلې د باکتريا واکسین اصل کارولی و: هغو هګيو (بيضو) چې د بريد له ځايه تر لاسه شوې وې وښودله چې د انتراکس واکسين له اصل سره ورته والی لري، کوم واکسین چې هغه مهال ژويو ته ورکول کېدل. د دې واکسينو په اصل کې هغه جينونه نه شته، کوم چې د علامتي غبرګون لامل ګرځي.[۱۵]
د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې، په متحده ايالاتو کې د انتراکس ګڼې پېښې راڅرګندې شوې چې په ظاهره داسې ښکارېده په قصدي ډول منځ ته راوړل شوي دي. په ساري انتراکس لړلي ليکونه په يو وخت کې د خبري رسنيو دفترونو او د متحده ايالاتو کانګريس ته استول شوي وو، تر څنګ يې همداسې يو مبهمه پېښه په چيلي کې منځ ته راغلې وه. دې ليکونو پنخه تنه ووژل.[۱۶]
سناريوګانې (صحنې)
[سمول]په دې اړوند چې ترهګر څه ډول بيالوژيکي عوامل کارولای شي، بېلا بېلې سناريوګانې شته. په ۲۰۰۰ز کال کې، د متحده ايالاتو د ګڼو ادارو له خوا تر سره شويو ازموينو وښوده چې په ګڼ مېشته سيمو کې داخلي بريدونه د بهرنيو بريدونو په پرتله ډېرې جدي وي. داسې بندې سيمې سترې ودانۍ، اورګاډي، داخلي ميدانونه (سرپټي ميدانونه)، تياتر (د ډرامې صحنې)، ستر پلورنځايونه، تونلونه او داسې نور دي. د داسې سناريوګانو لپاره متقابل اقدامات د ودانيو معماري او د هوا د بدلون سيستم انجنيري ده (د هوا بدلون/تصفيه يا د تړبوخي لرې کول). په ۱۹۹۳ز کال کې، په «ميلواکي، وسکونسن» (د متحده ايالاتو يو ايالت او ښار دی) کې فاضلابو یو سیند ته لاره پیدا کړه، له همدې لارې د پاکو اوبو نظام ته ورسېدې او په ۴۰۰۰۰۰ تنو يې اغېز وکړ. هغه موجود چې دا ناروغۍ يې پيدا کړه « cryptosporidium parvum» و. شونې ده چې د انسان له خوا جوړ شوی دا ناورین د تروريستي سناريو لپاره يوه بېلګه وبلل شي.[۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Hummel, Stephen; Burpo, F. John; Hershfield, Jeremy; Kick, Andrew; O'Donovan, Kevin J.; Barnhill, Jason (27 April 2022). Cruickshank, Paul; Hummel, Kristina (eds.). "A New Age of Bioterror: Anticipating Exploitation of Tunable Viral Agents" (PDF). CTC Sentinel. West Point, New York: Combating Terrorism Center. 15 (4, Special Issue: The Biological Threat – Part One): 1–6. Archived (PDF) from the original on 12 May 2022. نه اخيستل شوی 12 May 2022.
- ↑ Roberge, Lawrence F. (2019). "Agrobioterrorism". Defense Against Biological Attacks. pp. 359–383. doi:10.1007/978-3-030-03071-1_16. ISBN 978-3-030-03070-4. S2CID 239249186.
- ↑ Croddy, Eric; Perez-Armendariz, Clarissa; Hart, John (2002). Chemical and biological warfare : a comprehensive survey for the concerned citizen. Copernicus Books. pp. 78-84. ISBN 0387950761.
- ↑ "Bioterrorism | Anthrax | CDC". www.cdc.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 25 October 2017.
- ↑ "Bioterrorism Overview". Centers for Disease Control and Prevention. 2008-02-12. Archived from the original on 2016-03-03. نه اخيستل شوی 2009-05-22.
- ↑ Preston, Richard (2002). The Demon in the Freezer, Ballantine Books, New York. ISBN 9780345466631.
- ↑ Advantages of Biologics as Weapons Bioterrorism: A Threat to National Security or Public Health Defining Issue? MM&I 554 University of Wisconsin–Madison and Wisconsin State Laboratory of Hygiene, September 30, 2008.
- ↑ Joy, Bill (2007-03-31), Why the Future Doesn't Need Us: How 21st Century Technologies Threaten to Make Humans an Endangered Species, Random House, ISBN 978-0-553-52835-0
- ↑ "Bioterrorism - the high economic costs of an attack" (PDF). October 2002.
- ↑ Gregory, B; Waag, D. (1997), Military Medicine: Medical aspects of biological warfare (PDF), Office of the Surgeon General, Department of the Army, Library of Congress 97-22242, archived from the original (PDF) on 2009-06-12, نه اخيستل شوی 2009-05-22
- ↑ Experts Q & A, Public Broadcasting Service, 2006-12-15, archived from the original on 2009-05-20, نه اخيستل شوی 2009-05-22
- ↑ W. Seth Carus, "R.I.S.E.", in Toxic Terror: Assessing Terrorist Use of Chemical and Biological Weapons (MIT Press, 2000), p.55, p.69
- ↑ Past U.S. Incidents of Food Bioterrorism. In Bioterrorism: A Threat to National Security or Public Health Defining Issue, University of Wisconsin–Madison and the Wisconsin State Laboratory of Hygiene, MM&I 554, September 30, 2008[مړه لينکونه]
- ↑ Novak, Matt (2016-11-03). "The Largest Bioterrorism Attack In US History Was An Attempt To Swing An Election". Gizmodo. نه اخيستل شوی 2016-12-02.
- ↑ "CDC-Bacillus anthracis Incident, Kameido, Tokyo, 1993". Archived from the original on 2020-02-02. نه اخيستل شوی 2016-10-06.
- ↑ CNN
- ↑ Petersen, Carolyn (May 1995). "Cryptosporidium and the food supply". The Lancet. 345 (8958): 1128–1129. doi:10.1016/s0140-6736(95)90972-9. PMID 7723540. S2CID 26919903.
- ↑ Lathrop, Peggy; Mann, Linda M. (2001). "Preparing for bioterrorism". Proceedings (Baylor University. Medical Center). 14 (3): 219–223. doi:10.1080/08998280.2001.11927766. PMC 1305820. PMID 16369620.
- ↑ Croddy, Eric; Perez-Armendariz, Clarissa; Hart, John (2002). Chemical and biological warfare : a comprehensive survey for the concerned citizen. Copernicus Books. pp. 78-84. ISBN 0387950761.