بوهومېل هرابال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بوهومېل هرابال

بوهومېل هرابال (په چېکي: Bohumil Hrabal) په پراگ کې د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شو، خو ټول عمر يې په بل ډگر کې کار وکړ: د رېلگاډو د پټلۍ د کارکوونکي، د رېلگاډو د اسانتيا برابروونکي، او دېته ورته کارونو کې مصروف شو. تر ١٩٦٣م کاله پورې مسلکي ليکوال نه و. د ده زيات کارونه په پراخه پيمانه د خپل ژوند ليک ليکل وو. د دۀ په ژوندوني د نوموړي زيات کتابونه د فلم په توگه راووتل، يو ليکل شوي فلم چې يې د رېلگاډو د دقيقې څارنې په اړه و، د اوسکار جايزه هم واخيسته. (Closely Observed Trains) د هغه له مهمو اثارو څخه يو هم Larks on a String(١٩٥٩)، (ما د انگلنډ د پاچا په توگه خدمت وکړ ١٩٧١ چې په ١٩٨٠م کال چاپ شو) دغه راز (ډېر شور او تنهايي ١٩٨٠).