بوهره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بوهره د اسماعیلي فرقی مستعلیه طیبیه ته ویل کېږي. د مستعلیه دا ډله په یمنو هند، افریقا، الجزایر او پاکستان کې غیر اغاخاني اسماعیلي په نامه پېژندل کېږي. دا هغه اسماعیلیان دي چې له هندوییزم څخه اسماعیلي شوي دي، بوهره د گجراتۍ ژبې لفظ ووهره چې د هندوانو یو توکم و، اوښتې حالت دی چې معنی یې سوداگر ده. په لویدځ هند کې هندو بوهره هم شته ورسره سني بوهره هم. په ټوله کې دا ډله سوداگري کوي چې په افریقا، او الجزایر کې هم سوداگري پر مخ وړي او په عربو مسقط کې هم خپاره شوي دي. احمد، عبدالله او داسې نور د دوي نامتو مشران (داعي مطلق) گڼل کېږي چې د دوي مقبرې د هند په کهنبات کې دي. د بوهره ډلې لباس یوه سپینه پگړۍ او سپینه اوږږده جامه ده چې تر پښو پورې رسي.

سرچینې[سمول]