بونډیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بونډیزم یهودي سیکولار سوسیالیستي خوځښت و چې سازماني مانفیست (غوښتنه - اعلامیه) یې په لیتوانیا، پولنډ او روسیه کې د کارګري یهودانو عمومي ډله رامنځته کول و، چې په ۱۸۹۷ زکال کې یې په روسیه کې د هغو بنسټ کېښود.

دغه کارګر یهودي ګوند د روسیې د ۱۹۱۷ زکال تر انقلاب پورې د روسیې په سترواکۍ کې د سوسیال دیموکرات خوځښت تر ټولو مهمه برخه جوړوله، بونډیستانو په پیل کې د اکتوبر له انقلاب سره مخالفت وکړ، خو د روسیې په کورنۍ جګړه کې د کمونیستانو ضد سپین خوځښت داوطلبه ځواکونه له خوا د پراخو عام وژنو د ترسره کولو له امله یې له هغو ملاتړ وکړ. د کورنۍ جګړې پر مهال یې کمونیستي او سوسیال دیموکرات لیدلورو ته منشعب شو، یوې برخې یې له بلشویکانو ملاتړ وکړ او بالاخره په کمونیست ګوند کې منحل شو.

په خپلواک پولنډ کې کمونیزم ضد سوسیالیست بونډیست خوځښت د د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ مهال کې د پولنډ د کارګرانو د عمومي ګوند په توګه دوام وموند او آن د پولنډي یهودانو په پیاوړي سیاسي ځواک واوښت. بونډیستان د نازیانو پر ضد مبارزاتو کې فعال و او ګڼ شمېر غړي یې د هولوکاسټ پر مهال ووژل شول.

له جګړې وروسته، د کارګري یهوادنو نړیوالې ډلې په ارجنټاین، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، اسرائیل، مکسیکو، بریتانیا او متحده ایالاتو کې د ورته اړوندو ډلو سره په ګډه په نیویارک ښار کې «د یهودي کارګرانو د ډلو د نړیوالې همغږۍ شورا» رامنځته کړه.

آیډیالوژي[سمول]

مارکسیزم[سمول]

په داسې حال کې چې یهودي کارګر بانډ یوه کارګري اتحادیه او همدارنګه یو سیاسي ګوند و، لومړۍ موخه یې په روسیې، پولنډ او لیتوانیا کې د یهودي پرولتاریا مدیریت کول و.

سیکولریزم[سمول]

په بشپړه توګه سیکولار کارګر یهودي ګوند د پولنډ په کیهیلوټ (معاصرو سیکولار) ټاکنو کې ونډه واخیسته.

ییدیشیزم[سمول]

په داسې حال کې چې یهودي کارګر بانډ په ختیځه اروپا کې له ییدیش سره د کارګرانو د ټولګو د تشویق د وسیلې پرته نوره لیوالتیا نه لرله خو ډېر ژر یې ییدیش ژبه او د هغو ستر کلتور ته د یو ارزښت په سترګه وکتل او د یهودانو د ملي ژبې په توګه یې د ییدیش ژبه ترویج کړه. تر یوه بریده د ییدیش ترویج له صهیونیستي خوځښت سره د مخالفت برخه او د عبري د بیاځلي ژوندي کولو پروژه وه. [۱][۲]

دویکیت[سمول]

د دویکیت مفهوم د بونډېسټ ایډیالوژي په مرکزیت کې ځای درلود چې په هر هېواد کې د هستوګنو یهودي وګړو پر وړاندې د ګواښونو په له منځه وړو د تمرکز څرګندويي یې کوله، دغه مفهوم د صهیونیستانو د « thereness» مفهوم پر خلاف و چې د خپلو اجدادو په سیمو کې یې د مستقلو یهودي سیاستونو لکه د اسرائیلو په سیمه کې د یهودانو د ژوند خوندیتوب په موخه د هغو د رامنځته کولو اړتیا څرګندوله.

کلتوري – ملي خپلواکي[سمول]

کارګر یهودي ګوند له قومي یا مذهبي جلاتوب څخه ملاتړ نه کاوه او د دولت یا محدودې سیمې پر ځای یې د څو کلتوري او څو قومیتي نړۍ په اډانه کې د یهودي عنوان په توګه په یوه بشپړ کلتور تمرکز درلود. په دغه برخه کې بونډیستانو په پراخه کچه د اطریشي – مارکسیزم د ملي شخصي خپلواکۍ له مفهوم څخه کار اخیستی و. دغې چارې لینین چې په بونډیزم باندې به یې ملنډې وهلې او بلشویکان له بونډیزم څخه په بشپړ ډول پردي کړل.[۳][۴][۵]

د صهیونیزم پر وړاندې اپوزیسیون[سمول]

د اسرائیلو د دولت له رامنځته کېدو وړاندې[سمول]

د یوه سازمان په توګه د یهودي کارګرانو ډله د صهیونیزم د نړیوال بنسټ له رامنځته کېدو سره هم مهاله رامنځته شو. په پایله کې دغه ډله د صهیونیزم له پیاوړو مخالفینو څخه شوه او استدلال یې وکړ چې فلسطین ته کډوالي د تېښتې یو ډول دی. په ۱۹۳۶ زکال کې د وراسا کیهیلا له ټاکنو وروسته هنریک ارلیش صهیونیستي رهبران هر یو اسحاق ګرونبام او زئیو ژابوتینسکي تورن کړل چې د یهودانو کډوالۍ ته د کمپاین له امله په پولنډ کې د یهودانو پر ضد د وروستیو اقداماتو مسئول دوي دي. [۶][۷]

له ۱۹۴۷ ز کال وروسته[سمول]

دغه ګوند د فلسطین د تجزیې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د رایې ورکولو مخالف و او د ملګرو ملتونو او پیاوړو هېوادونو تر کنټرول لاندې هېواد څخه یې ملاتړ کاوه. په ۱۹۴۸ زکال کې د نړیوال کارګري بانډ په دویم کنفرانس کې چې په نیویارک کې جوړ شوی و دغه ډلې د صهیونیستي دولت اعلامیه وغندله. دغه کنفرانس د هغه دوه ملتي هېواد په ګټه و چې د ملي برابري او دیموکراتیک فدارلیزم پر بنسټ رامنځته شوی و.

په ۱۹۵۱ زکال کې په اسرائیلو کې د کارګر یهودي ګوند څانګه Arbeter-ring in Yisroel – Brith Haavoda پرانستل شوه، چې ان د ۱۹۵۹ زکال په کنیست ټاکنو کې یې برخه واخیسته خو ډېرې لږ رایې یې لرلې. د هغوی نشریه Lebns Fregyn لا تر اوسه (۲۰۱۴ زکال) چاپېږي. دا یو له ډېرو لږو یو څه  کیڼ اړخو خپرونو څخه ده چې په ییدش ژبه خپرېږي.

د مونترال دریم نړیوال کنفرانس په ۱۹۵۵ زکال کې پرېکړه وکړه چې د یهودي دولت رامنځته کېدل په یهودي تاریخ کې تر ټولو مهمه پېښه کېدلای شي او کېدای شي د یهودیانو په ژوند کې مثبته ونډه ولري، خو احساس یې وکړ چې یو شمېر ضروري بدلونونه لازم دي. په دغه کنفرانس کې برخه اخیستونکو ددې غوښتنه وکړه چې:

  • الف) اسرائیلي چارواکي باید له دغه دولت سره د نړۍ د یهودانو د شتمنۍ په توګه چلن وکړي.
  • ب) دا په دې معنا چې په اسرائیلو کې د یهودي ټولنې چارې باید په نړۍ کې د یهودیانو د چارو تابع وي.
  • ج) د اسرائیلي دولت سیاست باید د دغه هېواد د ټولو اوسېدونکو پر وړاندې د هغوی ملت ته له پام پرته یو ډول وي.
  • د) اسرائیل باید له عربو سره خپله سوله لا پیاوړې کړي. دغه چاره د اسرائیلو د ځمکنۍ پراختیا د درولو او د فلسطیني کډوالو د ستونزو حل کولو ته اړتیا لري.
  • ه ) ییدیش باید په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې تدریس شي او په عامه ژوند کې هم ترویج شي.[۸]

د کارګري یهودانو د ډلو د همغږۍ نړیواله شورا د یو شمېر بونډیستانو او د کارګرانو د حلقې او یهودي کلتور د کانګرس په ګډون د اړوندو سازمانونو له خوا په ۲۰۰۰ مه ز لسیزه کې په خاموشانه ډول منحل شوه.

په لندن کې مېشته سوسیالیستي ډله چې یهودي سوسیالیستي مجله خپروي، ځان د کارګري یهودانو د تاریخي ډلې وارثه بولي. له دې سربېره یوویشتمه پېړۍ د یو شمېر نورو بانډي نظریاتو (چې ځینې مهال ورته «نیو بانډیزم» هم ویل کېږي) د رامنځته کېدو شاهده ده. [۹]

په پارلمان او دولتونو کې بونډېست غړي[سمول]

  • موشه (میخایل) ګوتمن، په ۱۹۱۷ زکال کې د اوکراین د مرکزي شورا غړی، وروسته د بلاروس په لنډ مهاله خپلواکه ملی شورا (۱۹۱۷-۱۹۱۸ زکال) کې سیار وزیر او بیاځلي د بلاروس د خلکو د جمهوریت سیار وزیر (۱۹۱۸-۱۹۱۹ زکال).
  • نوح مایزل (۱۸۹۱ – ۱۹۵۶ زکال)، د ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۳۱ زکال پورې (دوه ځلې وټاکل شو) د سایما غړی او د داوګاوپیلز ښار د ښاري شورا غړی.
  • موسی رافس (۱۸۸۳- ۱۹۴۲ زکال)، په ۱۹۱۷ زکال کې د روسیې د بنسټ اېښودونکې شورا او همدارنګه د اوکراین د مرکزي شورا غړی، د عمومي کنټرول کوونکي په توګه د اوکراین د عمومي سکرتریت (د ۱۹۱۷ زکال د جون له ۲۸ مې څخه د ۱۹۱۸ زکال د جنوري تر ۲۲ مې د اوکراین د خلکو د جمهوریت اجرایه قوه یې جوړوله) غړی.[۱۰][۱۱]
  • الکساندر زولوتارف، د موسی رافس ځای ناستی.
  • Szmul Zygielbojm (۱۸۹۵- ۱۹۴۳ زکال)، په جلا وطنۍ کې د پولنډ د دولت د ملي شورا غړۍ (د ۱۹۴۲ زکال له مارچ میاشتې څخه د ۱۹۴۳ په مۍ میاشت کې د هغه د ځان وژنې تر مهاله).
  • امانوئل شرر، د Szmul Zygielbojm له ځان وژنې وروسته په جلا وطنۍ کې د پولنډ د دولت د ملي شورا غړی او د د یهودانو د کارګري بانډ عمومي منشي (له ۱۹۱۶۱- ۱۹۷۷ زکال پورې).
  • میکال شولدنفری، له ۱۹۴۷- ۱۹۴۸ زکال پورې د پولنډ د ولسي جرګې (Sejm) غړی.

سرچينې[سمول]

  1. Fishman, David (2005). The Rise of Modern Yiddish Culture. University of Pittsburgh Press. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8229-4272-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Schiff, Alvin I.; Klenicki, Leon (2003). The Shengold Jewish Encyclopedia. Schreiber Publishing. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-887563-77-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Medem, V. (1943). "Di sotsial-demokratie un di natsionale frage". Vladimir Medem: Tsum tsvantsikstn yortsayt. New York: Der Amerikaner Reprezentants fun Algemeynem Yidishn Arbeter-Bund (‘Bund’) in Poyln. د کتاب پاڼي 173–219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gechtman, Roni (December 2008). "National-Cultural Autonomy and 'Neutralism': Vladimir Medem's Marxist Analysis of the National Question, 1903-1920". Socialist Studies. III (1). ISSN 1918-2821. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Plassereaud, Yves (May 2000). "Choose Your Own Nationality or The Forgotten History of Cultural Autonomy". Le Monde diplomatique (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Laqueur, Walter (2003). A History of Zionism. Tauris Parke Paperbacks. د کتاب پاڼې 273. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bacon, Gershon C. (1996). The politics of tradition. Agudat Yisrael in Poland 1916-1939. Jerusalem: Magnes Press, Hebrew University. د کتاب پاڼي 200, 220–222, 331. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-965-223-962-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Grabsky, August (10 August 2005). "The Anti-Zionism of the Bund (1947-1972)". Workers' Liberty. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. n/a, n/a. "Bundism's Influence Today". YIVO Institute for Jewish Research. New York City. Today we are witnessing a revival of the ideas of the Jewish Labor Bund, an organization which had been a powerful force in Russian and Polish Jewish communities during the first half of the 20th century. The Bund focused on doikayt (“hereness”), libertarian socialism, and support for secular Jewish culture and the Yiddish language. The activity of those with this new interest, sometimes called "neo-Bundism," alongside those with unbroken links to prewar Bundists, has led to a new visibility of interest in Bundist ideas in both political and cultural circles. And because Bundism offers an alternate historical vision of Jewish identity to Zionism, this development is sometimes a controversial one. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bunyan, James; Fisher, Harold Henry (1934). The Bolshevik revolution, 1917-1918: documents and materials. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 735. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-0344-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "General Secretariat of the Central Rada". Encyclopedia of Ukraine.