بولندوی
ښکارېدونکې بڼه
بولندوی چې په پاړسي ژبه کې يې قوماندان بولي، هغه رسمي سرکاري وگړي ته ویل کېږي چې په پوځ کې د کوم پوځي ټولگي د مشر په توگه گومارل شوی وي. بولندوی کېدای شي د کوم کوشني پوځي ټولگي پازوالي (مسووليت) پر غاړه ولري، يا هم د کوم لوی پوځي ټولگي بولندوی وي. لکه د ډلگي بولندوی، د بلوک بولندوی، د ټولي بولندوی، د کنډک بولندوی، د غونډ بولندوی، د لېوا بولندوی، د فرقې بولندوی او داسې نور.