بودېزم په افغانستان کې
د بودېزم هندي ائین چې د ګوتاما بودا له خوا یې بنسټ کېښودل شو د لومړي ځل لپاره یې د موریا د سترواکۍ د دریم ستروک آشوکا د فتوحاتو (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۶۸- ۲۳۲ کال) پر مهال افغانستان ته پراختیا ومونده. په دغه هېواد کې د بودېزم د اغېز تر ټولو لومړنی پام وړ ځای د کندهار ولایت په غرونو کې د چهل زینې ډبرینه غونډۍ وه چې په دغه ځای کې په ډبره باندې په یوناني او ارامي ژبو باندې لیکل شوی متن شتون لري او لرغونتیا یې له میلاد وړاندې ۲۶۰ کال ته رسېږي. [۱]
په دغه دوره کې د بودېزم مخکښ راهبان په افغانستان کې استوګن و: یوناني باختري پاچا لومړی مناندر (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۶۵- ۱۳۰ کال) د بودېزم له مخکښو ملاتړو څخه و چې د میلیندا پناها (یا د میلیندا د پوښتنې) په نامه په پالي ژبه باندې لیکل شوې کتیبه کې یې یادونه شوې؛ ماهاداراکسیتا، له میلاد وړاندې دویمه پېړۍ کې هندو- یوناني راهب و چې ویل کېږي د «یونا د الکسندریې ښار» (د لوی اسکندر مستعمره وه او د معاصر کابل ښار شمال ته په ۱۵۰ کیلومترۍ یا ۹۳ مایلي فاصله کې موقعیت لري چې د بګرام او کاپیسا برخې په کې شاملېږي) څخه رانیولې تر سریلانکا پورې یې د ۳۰۰۰۰ بودايي راهبانو مشري پر غاړه لرله او د ماهاوامسا تاریخي رسالې د ۲۹م فصل پر بنسټ دا ټول په انورادهاپورا کې د ماهاتوپا د سټوپې فدایان ګڼل کېدل؛ لوکاک شیما په دویمه پېړۍ کې کوشاني راهب و چې له دغې سیمې څخه د هان لړۍ د واکمنۍ پر مهال د چین مرکزي ښار لویویانګ ته ولاړ او د لومړي ځل لپاره یې د مهایانا بودایي متون چینایي ژبې ته وژباړل. [۲][۳]
همدارنګه د افغانستان په شمالي لرغوني بلخ ښار کې د ناواویهارا (نوبهار) صومعو شتون درلود او په دې سره دغه ښار د پېړیو لپاره په مرکزي آسیا کې د بودېزم د مرکز په توګه فعالیت وکړ.
دغه آئین د اوومې میلادي پېړۍ پر مهال په افغانستان کې د عرب مسلمانانو له فتوحاتو وروسته له زوال سره مخ شو؛ چې بیا له ۱۰مې پېړۍ څخه تر ۱۲مې پېړۍ پورې د غزنويانو د مسلمانې سترواکۍ پر مهال یې اغېز په ټوله سیمه کې راکم شو. د ۱۳مې پېړۍ پر مهال د مغولي فتوحاتو له امله په دغه هېواد کې بودېزم په بشپړه توګه له منځه ولاړ او له ۱۴مې پېړۍ را وروسته په دغه سیمه کې د بودايي آئین د شتون اړوند د هېڅ ډول مواردو یادونه نه ده شوې.[۴][۵][۶]
تاریخچه
[سمول]د افغانستان د پولو دننه قلمرو د پېړیو په اوږدو کې د بېلابېلو کلتوري او مذهبي بدلونونو شاهد پاتې شوی. د منځني ختیځ، سویلي آسیا او مرکزي اسیا د کلتورونو ترمنځ او همدارنګه د ورېښمو د مشهورې لارې (ختیځ آسیایي تمدنونه یې له مدیترانه یي تمدنونو او د لارې په اوږدو کې له نورو کلتورونو سره نښلول) په مسیر کې د دغه هېواد جغرافیايي موقعیت د سیمه ییزو تاریخي او کلتوري پرمختګونو اصلي محرک و. په دغو باندې له مهمو اغېزو څخه یو هم د لوی سکندر له خوا د دغې سیمې نیول و چې له امله یې د یوې مودې لپاره دغه سیمه په هلنېستي نړۍ کې شامله شوه او د سیمې په بودايي مذهبي هنر باندې یې پیاوړی هلنېستي اغېز رامنځته کړ. له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال کې سلوکي سترواکۍ له هندي موریا سترواکۍ سره ائتلاف وکړ. موریانو له هند څخه دغې سیمې ته بودېزم راووړ چې له میلاد وړاندې نږدې ۱۸۵ کال پورې یې د هندوکش د سویل ټوله برخه تر کنټرول لاندې لرله، تر هغه چې له دغې سیمې وشړل شول.
له دغو بدلونونو وروسته ډیری دغه سیمه د باختر او سغد واکمنیو ته اړونده شوه چې له دغو څخه سکایانو سیمې ته د اسلام تر را رسېدو پورې له بودېزم پیروي کوله. [۷]
د موریانو له سترواکۍ وروسته، بودېزم د کوشانیانو په سترواکۍ کې وغوړېد، هغه مهال چې د یوئه چي په نامه قبیلې باختر ونیو او د معاصر افغانستان سیمې ته ننوتل. په معاصر افغانستان کې ډېری تاریخي ودانۍ، مقبرې او مجسمې د بودایي کلتور څرګندويي کوي. په دې اړوند نور تاریخي جزیات په افغانستان کې له اسلام وړاندې د هندي او بودايي میراثونو او همدارنګه په افغانستان کې د هندوئېزم په نامه بحثونو کې وړاندې شوې دي.
د مسلمانانو له خوا په ۶۵۱ زکال کې د ساساني سترواکۍ د له منځه وړو لږ وروسته په بلخ کې د نوا ویهارا (نوبهار) صومعه د مسلمانانو لاس ته ولوېده (۶۶۳ زکال)، خو دغې صومعې له دې سره هم تر یوې راتلونکې پېړۍ پورې خپل کار ته دوام ورکړ. په ۱۷۱۵ زکال کې وروسته له هغه چې د بلخ پاڅون د عباسي خلافت له خوا وځپل شو، ډیری فارسي بودايي راهبان چې په اړوندې ختیځې فارسي ژبې یې خبرې کولې لومړی د ختیځ لور او بیا له هغه ځایه چین ته وتښتېدل. د نوا ویهارا صومعې میراثي مخته وړونکي چې فارسي برمکیان و د صومعې له نیول کېدو وروسته یې اسلام ومانه او د بغداد د عباسي خلافت پیاوړي وزیران شول. د دغې لړۍ وروستی وزیر جعفر بن یحیی و چې د عربو په شپنیو مېلو کې یې پام وړ رول درلود. جعفر په افسانو او عامه کلتور کې د هغه ملنګ په توګه یاد شوی چې د اسلام له قلمرو څخه بهر د نورو قلمرونو په جادویي چارو او دودونو پوهېده.
بودايي آئین د امویانو او د عباسیانو د خلافت پر مهال په افغانستان کې له اسلامي فتوحاتو جوړ راووت. خو د دیارلسمې پېړۍ پر مهال د مغولي ځواکونو د فتوحاتو پر مهال په بشپړه توګه له منځه ولاړ. [۸][۹]
د لرغون پوهانو موندنې
[سمول]د بامیانو د صومعې کتابتون
[سمول]د بودایانو له لومړنیو تبلیغي مرکزونو څخه یو هم په بامیانو کې د مها سنګهکا – لوکوترودا صومعه وه. چینايي بودايي راهب، شوان زانګ له میلاد وروسته اوومه پېړۍ کې د افغانستان بامیانو ته سفر وکړ او د لوکوترودا له صومعې یې لیدنه وکړه؛ دغه صومعه بیا ډېر وروسته د لرغون پوهانو له خوا بېرته کشف شوه. په دغه ځای کې د ونو په پوستکو او د خرما د ونې په پاڼو باندې لیکل شوي متنونه وموندل شول چې د ماهیاناسوترا متنونه په کې شامل دي او اوس مهال په شویان ټولګه کې ساتل کېږي. یو شمېر له دغو متنونو څخه په ګندهاري ژبه او خروشتي خط لیکل شوي په داسې حال کې چې نور یې په سانسکریت ژبه دي او په ګوپتا خط لیکل شوي دي. [۱۰]
بودايي آثار
[سمول]د ۲۰۱۰ زکال په اګست میاشت کې راپور ورکړل شو چې شاوخوا ۴۲ بودايي عتیقه آثار د کابل سوېل ته د لوګر ولایت د مس عینک په سیمه کې موندل شوي دي. د لرغون پوهانو په خبره یو شمېر له دغو اثارو څخه دویمې پېړۍ ته اړوند دي. ورته مهال یو شمېر بودايي مرکزونه په غزني کې هم موندل شوي. په لوګر کې د موندل شوو بودایي آثارو په ډله کې دوه بودايي معبدونه (سټوپې)، د بودا مجسمې، نقاشۍ، د نقرې او سرو زرو سکې او همدارنګه قیمتي مهرې شاملېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
بودايي سایټونه
[سمول]- نارنج تپه
- بامیان
- هډه
- سردار تپه
- شتر تپه
- د رستم تخت
- مس عینک
- د چاخیلو غونډۍ سومعه
- تپه کافریات
په افغانستان کې د بودېزم تاریخي شخصیتونه
[سمول]- پراجنا، ۹مې پېړۍ ته اړوند بودايي راهب و چې د معاصر کابل په سیمه کې اوسېد.
- برمکي کورنۍ، اسلام ته له اوښتو وړاندې په بلخ کې د ناوا ویهارا (نوبهار) صومعې میراثي راهبان و.
سرچينې
[سمول]- ↑ Runion, Meredith L. (2007). The history of Afghanistan. Westport: Greenwood Press. ISBN 978-0-313-33798-7.
- ↑ Foltz, Religions of the Silk Road, p. 46
- ↑ Full text of the Mahavamsa Click chapter XXIX Archived 5 September 2006 at the Wayback Machine.
- ↑ Berzin, Alexander (December 2006). "History of Buddhism in Afghanistan". خوندي شوی له اصلي څخه په 1 November 2016. بياځلي په June 5, 2016.
- ↑ Steven Otfinoski (2004). Afghanistan (illustrated ed.). Infobase Publishing. p. 6. ISBN 0-8160-5056-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 January 2023. بياځلي په 18 September 2011.
- ↑ Amy Romano (2003). A Historical Atlas of Afghanistan (illustrated ed.). The Rosen Publishing Group. p. 25. ISBN 0-8239-3863-8. بياځلي په 18 September 2011.
- ↑ Runion, Meredith L. (2007). The history of Afghanistan. Westport: Greenwood Press. p. 46. ISBN 978-0-313-33798-7.
The Yuezhi people conquered Bactria in the second century BCE. and divided the country into five chiefdoms, one of which would become the Kushan Empire. Recognizing the importance of unification, these five tribes combined under the one dominate Kushan tribe, and the primary rulers descended from the Yuezhi.
- ↑ Amy Romano (2003). A Historical Atlas of Afghanistan (illustrated ed.). The Rosen Publishing Group. p. 25. ISBN 0-8239-3863-8. بياځلي په 18 September 2011.
- ↑ Steven Otfinoski (2004). Afghanistan (illustrated ed.). Infobase Publishing. p. 6. ISBN 0-8160-5056-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 January 2023. بياځلي په 18 September 2011.
- ↑ "Schøyen Collection: Buddhism". خوندي شوی له the original on 10 June 2012. بياځلي په 23 June 2012.
- ↑ Embassy of the United States, Kabul. Mes Aynak 10.29.2011 Archived 16 November 2015 at the Wayback Machine.
- ↑ "42 Buddhist relics discovered in Logar". Maqsood Azizi. Pajhwok Afghan News. Aug 18, 2010. خوندي شوی له the original on 2010-03-17. بياځلي په 2010-08-23.
- ↑ "Afghan archaeologists find Buddhist site as war rages". Sayed Salahuddin. News Daily. Aug 17, 2010. خوندي شوی له the original on 2010-08-18. بياځلي په 2010-08-16.
- ↑ Embassy of the United States, Kabul. Ghazni 10.26.2011 Archived 25 June 2016 at the Wayback Machine.