بودي دارما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بودي دارما یو نیمه افسانوي بودایي راهب و چې له میلاد څخه وروسته پنځمه یا شپږمه پېړۍ کې یې ژوند کړی. نوموړی په سنتي بڼه چین ته د چان بودېزم لېږدونکی او همدارنګه په چین کې د بودېزم لومړنی پلار یا بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي. ۱۷مې پېړۍ ته د اړوندې یوې اپاکرفا کیسې (هغه اثر چې لیکوال او ریښه یې ناڅرګنده وي) پر بنسټ چې د یجین جینګ په لارښود کتاب کې موندل شوې، هغه د شائولین صومعې د راهبانو بدني روزنه پیل کړه او له امله یې شائولین کونګ فو رامنځته شوې. نوموړی په چین کې د دامو او په جاپان کې د داروما په نومونو پېژندل کېږي. په سانسکرېت کې د هغه نوم «دارما د (بودي) بیدارۍ یا ژوندي کېدو په معنی دی».[۱]

د بودي دارما د موجودیت اړوند ډېر لږ معاصر اطلاعات شتون لري او ورته اړوند وروسته یاد شوي موارد د نه باور کېدونو افسانو او جزیاتو پر مټ طبقه بندي شوي. [۲]

د اصلي چینايي منابعو پر بنسټ بودي دارما د چین له لویدیځو سیمو څخه راغلی چې په معمول ډول مرکزي آسیا ته اشاره لري، خو د هند نیمه لویه وچه هم په کې شاملېږي او له مخې یې د «فارسي مرکزي اسیا» یا «سویلي هند د وګړي په توګه توصیف کېږي [...] همدارنګه د لوی هندي پاچا دریم زوی په کې بلل شوی». په ټولو بودايي هنرونو کې بودي دارما د یو بدخویه کس په توګه انځور شوی چې لویه پوزه، اوږده ږیره او له چینایانو څخه توپیر لرونکې غټې راوتلې سترګې لري. په چان متونو کې هغه د آبي سترګو لرونکي بربر (په چینايي: 碧眼胡؛ په پین یین: Bìyǎnhú) په توګه توصیف شوی.[۳][۴][۵]

له دې څخه هاخوا د بودي دارما د پردۍ (غیرچینايي) ریښي اړوند یو شمېر پېژندل شوي نور کلتوري موارد شتون لري.

همدارنګه چین ته د هغه د تلو د نېټې اړوند څرګندونې له یو بل توپیر لري؛ په داسې توګه چې یو له لومړنیو روایاتو څخه ادعا کوي چې هغه د لیوسونګ لړۍ د واکمنۍ پر مهال (له میلاد وروسته ۴۲۰- ۴۷۹ زکال) چین ته تللی خو وروستني نور راپورونه بیا څرګندوي چې هغه د لیانګ لړۍ د واکمنۍ پر مهال (۵۰۲- ۵۷۷ کال) پر مهال دلته راغلی و. بودي دارما تر ډېره پورې د شمالي وي (له میلاد وروسته ۳۸۶- ۵۳۴ کال) په قلمرو کې فعال و. معاصرې څېړنې بیا دغه نېټه له میلاد څخه وروسته پنځمې پېړۍ ته اړونده بولي. [۶]

د بودي دارما لارښوونو او کړنلارو په مراقبې او د لانکاوترا سوترا په بودايي منبع (متن) تمرکز درلود. د ذن آئین ته اړوند ادبي منتخبات (Anthology of the Patriarchal Hall؛ ۹۵۲ زکال) بودي دارما د بودېزم ۲۸م پلار بولي چې په بې وقفې بڼه یې ریښه ګوتاما بودا ته رسېږي. [۷]

بیوګرافي[سمول]

اصلي منابع[سمول]

دوه پېژندل شوي روایات شتون لري چې د بودي دارما د معاصرینو له خوا لیکل شوي. د دغو منابعو پر بنسټ بودي دارما له لویدیځو برخو څخه راغلی چې «د مرکزي اسیا د فارسي وګړي» یا هم «سویلي هندي په توګه [...] چې د لوی هندي پاچا دریم زوی دی» توصیف شوی. وروستي منابع له دغو دوه منابعو ګټنه کوي او اضافي جزیات په کې زیاتوي چې د یو برهمن پاچا د نسب بدلون په کې شامل کوي چې د پالاوانو د سلطنت سره مطابقت لري، هغه چې «ادعا کړې د برهمن نسب ته اړوند دی». [۴][۵][۸][۹][۱۰][۱۱]

لویدیځې سیمې هغه تاریخي نوم و چې له دریمې میلادي پېړۍ څخه تر اتمې میلادي پېړۍ پورې په چینايي تاریخي لیکنو کې ترې ګټنه کېدله او د یومن لارې لویدیځ سیمو ته ویل کېدل او ډېر مهال یې مرکزي آسیا او ځینې مهالونه یې هم په ځانګړې توګه د هغو ختیځو برخو (د بېلګې په توګه آلتي شهر او د سین کیانګ سویل ته تاریم حوضې) ته اشاره لرله. له دې سره په خوا کې په ټولیزه بڼه د چین په لویدیځ کې نور برخو لکه د هند نیمه لویې وچې ته کارول کېده (له څرنګه چې لویدیځ ته د سفر تر عنوان لاندې ناول کې کارول شوې). [۱۲]

د لویانګ بودايي صومعو په[سمول]

د لویانګ بودايي صومعو په سوابقو کې هغه لومړنی متن چې د بودي دارما نوم یې کارولی د The Record of the Buddhist Monasteries of Luoyang په نامه دی (چینايي: 洛陽伽藍記 یا Luòyáng Qiélánjì) چې په ۵۴۷ زکال کې چینايي ژبې ته د مهایانا سوتراس د ژباړن او د هغو د ژباړې د لیکوال یانګ ژوانژي (Yang Xuanzh) له خوا ترتیب شوی. یانګ په داسې توګه د هغه اړوند څرګندونه کړې:[۱۳]

هغه مهال دلته لویدیځې سیمې ته اړوند د بودي دارما په نوم یو راهب و چې د منځنۍ آسیا له فارسي وګړو څخه و. هغه له وحشي سرحدي سیمو څخه چین ته سفر وکړ. هغه د یونګینګ په ستوپا باندې طلایي کړۍ ولیدلې چې له لمر سره یې انعکاس کاوه، د نور وړانګو یې د ورېځو سطحه روښانه کوله، په ستوپا باندې د جواهراتو د هغو زنګونو غږ یې واورېد چې د باد په لګېدو باندې یې غږ کاوه او انګازې یې تر آسمانانونو رسېدلې او د دې ستاینه یې وکړه. غږ یې وکړ چې: «په رښتیا سره دا د ارواه ګانو کار دی». هغه وویل: «زه ۱۵۰ کلن یم او له ګڼ شمېر هېوادونو څخه تېر شوی یم. هېڅ داسې هېواد شتون نه لري چې ما دې نه وي لیدلی. خو آن د بودا لرې پروت قلمرو هم داسې جوړښت نه لري». هغه درناوی وکړ او د څو پرله پسې ورځو لپاره یې دواړه لاسونه د درناوي په موخه هغو ته غونډ ونیول.[۱۳]

د لویان په شواهدو کې د بودا دارما توضیح هغه په ځانګړې بڼه مراقبې ته اړوند نه بولي، خو د دې پر ځای هغه تاماتوراژ (جادوګر) بولي چې د جاوديي شاهکارانو وړتیا یې لرله. دغه چاره کېدای شي له رزمي هنرو او باطني پوهې سره د هغه د وروسته بیان شوي ارتباط په برخه کې ونډه ولري. [۱۴]

د بودا دارما اړوند افسانې[سمول]

د بودا دارما اړوند څو کیسې په ډېرو محبوبو افسانو اوښتې دي چې تر اوسه پورې په چان، سئون او ذن کلتور کې ترې ګټنه کېږي. [۱۵]

د دیوال ۹ کلنه لیدنه[سمول]

ویل کېږي چې بودا دارما د چین په سویل کې چندان مطلوب اغېز نه درلود همدا و چې شائولین صومعې ته یې سفر وکړ. وروسته له هغه چې دغې صومعې ته له ننوتو منع شو یا هم له لنډ مهال وروسته ترې وویستل شو هغه یادې صومعې ته نږدې په یوه غار کې ژوند پیل کړ، چېرې چې «نوموړي نهه کاله له دیوال سره مخ و او په دغه موده کې یې هېڅ خبرې وه نه کړې». [۱۶]

د هغه د ژوندانه اړوند بیوګرافیکي کلتوري موارد د هغه د ژوندانه د وروستیو کیسو او شرایطو څخه ډک دي. د دغې کیسې په یوه نسخه کې ویل کېږي چې هغه د دیوال د ۹ کلنې لیدنې پر مهال اووه کاله وروسته ویده شوی. په ځان باندې یې د غصې له امله د خپلو سترګو ځېږمې پرې کړې څو له تکرار څخه یې مخه ونیول شي. د دغې افسانې له مخې هغه مهال چې ځیږمې یې په ځمکه ولګېدلې د چایو بوټی را شین شو چې له دغه مهال وروسته د ذاذن بودایي مراقبې پر مهال د چان د زده کوونکو د بیداره ساتلو په موخه د محرک په توګه ترې ګټنه کېږي. [۱۷][۱۸]

د دغې قیصې اړوند مشهور روایت دا دی چې بودا دارما په غار کې د نهو کلونو له تېرولو وروسته په شائولین معبد کې ومنل شو او د یوې مودې لپاره یې هلته درس وکړ. ورته مهال نورې نسخې یې څرګندوي چې «هغه مهال چې ومړ، سم ناست و»؛ یا ورک شو او یجین جینګ لارښود اثر یې له ځانه پرېښود؛ یا هم د ۹ کلنو ناستې وروسته یې پښې له منځه ولاړې، له همدې امله د دارما لانځکه پښې نه لري. [۱۶][۱۹][۲۰]

هوایکه خپل لاس پرې کړ[سمول]

په یوه بله افسانه کې راغلي چې بودي دارما له تدریس څخه ډډه وکړه تر هغه چې د هغه راتلونکي زده کوونکي دازو هوایکه چې د اونیو لپاره له صومعې بهر په ژورو واورو کې بیداره ناست و، خپل کیڼ لاس یې هغه ته د خپلې رښتینولۍ ښوولو په موخه پرې کړ. [۱۸]

په سویل ختیځه آسیا کې یې سفرونه[سمول]

د سویل ختیځې آسیا د فولکلور پر بنسټ بودي دارما له جامبودپا څخه د سمندر له لارې د اندونیزیا پالم بانګ ته سفر وکړ. هغه له سوماترا، جاوه، بالي او مالیزیا څخه په تېرېدو بلاخره د نانیاو له لارې چین ته ننوت. ویل کېږي چې بودا دارما په سیمه کې د خپلو دغو سفرونو پر مهال د ماهیانا دوکتورینو او رزمي هنرونو په برخه کې خپله پوهه خلکو ته انتقال کړې ده. مالایي افسانې څرګندویي کوي چې هغه د کاتا حرکات په سیلات رزمي هنرونو کې شامل کړل. [۲۱]

د وجره یانه کلتور (تانتري بودېزم) بودي دارما د یوولسمې پېړۍ له هندي راهب ډامپا سانګیه سره اړوند بولي چې چین او تبت ته یې سفر کړی او تانتریک لارښوونو ته یې پراختیا ورکړې. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Goodman او Davidson 1992، ص. 65.
  2. McRae 2003، ص. 26-27.
  3. Soothill او Hodous 1995.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Broughton 1999، ص. 8.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Broughton 1999، ص. 54–55.
  6. Encyclopedia of Buddhism. 1. MacMillan. 2003. د کتاب پاڼي 57, 130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Philippe Cornu, Dictionnaire enclyclopédique du Bouddhisme
  8. Francis, Emmanuel (2011). "The Genealogy of the Pallavas: From Brahmins to Kings". Religions of South Asia. 5 (1/5.2). doi:10.1558/rosa.v5i1/2.339. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  9. Jorgensen 2000، ص. 159.
  10. Dumoulin، Heisig او Knitter 2005، ص. 87.
  11. Dumoulin، Heisig او Knitter 2005، ص. 89.
  12. Tikhvinskiĭ او Perelomov 1981، ص. 124.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Powell, William (2004). "Martial Arts". MacMillan Encyclopedia of Buddhism 1. New York: MacMillan Reference USA. 214–18. ISBN 0-02-865719-5. 
  14. Powell, William (2004). "Martial Arts". MacMillan Encyclopedia of Buddhism 1. New York: MacMillan Reference USA. 214–18. ISBN 0-02-865719-5. 
  15. Broughton 1999، صص. 2–3.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Lin 1996، ص. 182.
  17. Watts 1962، ص. 106.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Maguire 2001، ص. 58.
  19. Lin 1996، ص. 183.
  20. Dumoulin، Heisig او Knitter 2005، ص. 86.
  21. Shaikh Awab او Sutton 2006.
  22. Edou 1996، ص. 32, p. 181 n. 20.