بوديجه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بودیجه

بوديجه انګلیسي: Budget له يو مالي حساب له صورت نه عبارت ده چي د راتلونکي لپاره پلان جوړوي. د پروژوي بودٻجې يا طرحه شوې بودٻجي د جوړولو لپاره يو کسب يا تجارت سره مرسته کوي ترڅو خپلې واقعي کړني له خپل د زړه له کړنو سره پرتله کړي. دري نوعه بوديجي شتون لري چي په لاندې توگه دي.

  1. عملياتی بوديجه
  2. نقدي او په دوران کي بوديجه
  3. د پانگې د مصرفونو بوديجه

عملياتی بوديجه[سمول]

له هغه بوديجي نه عبارت ده چي تخميني فروشات او مصارفات د راتلونکي کال اوهمدارنگه په تقريبي ثابت او متغيرقٻمت باندې شامله ده. دا يو مثبت حالت دى چي په درست پلان باندٻد گټي د زياتيدو برابرشامل دى

نقدي او دوران کي بوديجه[سمول]

دهغې لنډيز دى چي څۀ وخت او څۀ اندازه عايد په تجارت کي په راتلونکى کال کي به په دوران کي شي. او همدارنگه ددي ښودونکى ده چي څه وخت نقدي پيسي په تجارت کي واچول شي. او څه وخت د پرداخت په وخت کي تاديه کيږي. نقدي دوران شامل دى په فروشاتو استهلاک او په غير له نقدي مصارفاتونه نه کيږي.

داخراجاتو نقدي بوديجه[سمول]

د سرمايوي او اخراجاتو له لست نه عبارت ده چي اداره غواړي هغه د خپل خوښي د قيمت له مخې واخلي. دا معلومات له تجارت سره مرسته کوي چي يوه اندازه پيسي دداسي پيرودلو لپاره ځانگړي کړي.

څپړنه[سمول]

د بودیجې کلمه (د زوړ فرانسوی bougette, څخه اخیستل سوی دی) یو مالي پلان او د ټولو لگښتونو او عوايدو پلان شوي لړ ته وايي.[۱]

سرچینې[سمول]

  1. Sullivan, Arthur; Steven M. Sheffrin (2003). Economics: Principles in action. Upper Saddle River, New Jersey 07458: Prentice Hall. د کتاب پاڼې 502. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-063085-3. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)