بهرنی تشیال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بهرنى تشيال، چې تشيال (space) هم بلل كېږي، هغه تشې سيمې ته ويل كېږي چې د ځمكې په گډون د هسكني توكو (celestial bodies) لكه ستورو، سپوږميو، سيارو، او سياره وزمو (asteroids) تر مېنځ شتون لري. تشيال په بشپړ ډول تش هم نه دى بلكې له كلكې تشې (hard vacuum) رغېدلى چې د ذرو ټيټ كثافت لري او تر څنگ يې د هايډروجن او هيليم پلازما (plasma)، برېښناطيسي وړانگې (electromagnetic radiations)، مقناطيسي ډگر (magnetic field)، نوټرينو (neutrino)، تشيالي دوړه (cosmic dust)، او تشيالي وړانگې (cosmic rays) لري. بنسټيزه تودوښه يې ۲.۷ كالوينه ده چې له لوى درز (Big Bang) څخه د ځمكنۍ وړانگې (background radiation) له مخې ټاكل شوې ده. پلازما، چې د هايډروجن اټوم يې په هر مكعب ميټر كې تر يوه لږ دى او په تشيال كې د اسمانلارو تر مېنځ په مليونونو كالوينه تودوښه لري، په بهرني تشيال كې د باريوني توكو (baryonic matter) زياته برخه جوړوي چې له ځايي غونډونو يې ستوري او ستورټليځونه رامېنځته شوي دي. كتنو دا جوته كړې چې د زياتو ستورټلیځونو ۹۰% كتله ناڅرگنده بڼه لري چې تور توكى (dark matter) بلل كېږي او له نورو توكو سره د برېښناطيسي نه بلكې راكښنيز ځواك (gravitational force) له لارې تعامل كوي. څېړنې دا ښيي چې په ليدوړه پينۍ (observable universe) كې د توكيزې انرژۍ (mass-energy) زياته برخه د تشيال تشه انرژي (vacuum energy) گڼل كېږي چې ستورپوهانو د تورې انرژۍ (dark energy) نوم پر ايښى دى. د پينۍ زيات ځاى د ستورټليځونو دننه تشيالونو نيولى دى، آن دا چې درست ستورټلیځونه (کهکشانونه) او ستور غونډالونه (star systems) له سوچه تشياله رغېدلي دي. دا چې تشيال چيرې پيليږي كوم ټاكلى وېش نه لري. خو بيا هم د كارمان كرښه (Kármán line) چې د سمندر له مخ څخه ۱۰۰ كيلو ميټره (۶۲ ميله) لوړوالى لري په ټوليز ډول په تشيالني تړونونو (space treaties) او د هوا تشيالني (aerospace) خوندېينو (record keeping) لپاره د بهرني تشيال د پيل په توگه كارول كېږي. د نړيوال تشيالدوى (space law) اډانه (طرح) د بهرني تشيال تړون (Outer Space Treaty) له خوا رامېنځته شوه چې د ملگرو ملتونو له خوا په ۱۹۶۷ كال كې تصويب شوه.

تړلې لیکنې[سمول]

تشیال مصنوعي سپوږمکۍ یوري گاگارین عبدالاحد مومند