بنګال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنګال په سویلي اسیا کې په تېره بیا د هند د نیمه وچې په ختیځه برخه کې او بنګال خلیج په سر کې هغه جیوپولیټیکي، کلتوري او تاریخي سیمه ده چې په کې اوسنۍ بنګلادېش او د هند د لویدیځ بنګال ایالت پکې شاملیږي. له جغرافیايي اړخه دا د ګنګ-براهماپوترا د دلتا کوم چې په نړۍ کې د سیندونو تر ټولو ستره دلتا ده پیلیږي او تر هیمالیا او نیپال او بوتان پورې سیمه رانغاړي. ګڼ ځنګلونه، له هغې ډلې په غونډیو کې باراني ځنګلونه، د بنګال شمالي او ختیځې برخې تر پوښښ لاندې لري، په داسې حال کې چې یوه لوړه ارتفاع لرونکې ځنګليي سیمه بیا د هغه په مرکز کې هم شته. د دې سیمې تر ټولو لوړه سیمه چې ۳۶۳۶ متره لوړوالی لري په سانداکفو کې ده. په سویل ختیځه برخه کې یې سوندرابانس موقعیت لري، چې د نړۍ یو له تر ټولو ستر د اوبو ځنګل دی. د دغې سیمې د هوا حالات موسمي دي او بنګالي کالیزه کې په شپږو موسمونو باندې وېشل شوي دي.[۱][۲]

بنګال چې د ګنګاریډای په نوم هم مشهور، په لرغونې سویلي اسیا کې مخکښ ځواک و، چې د سوداګرۍ پراخې شبکې یې تر رومي مصر پورې غځیدلې وي. د بنګال د پالا سترواکۍ په دې نیمه وچه کې هغه وروستی ستر بودايي ځواک و، چې بنسټ یې په ۷۵۰  ز کال کې اېښودل شوی و او په ۹مه پېړۍ کې د هند د نیمه وچې په شمال کې حاکم ځواک پاتې شوی و. دا ځواک بیا د هندو سینا سلسلې له خوا په ۱۲مه پېړۍ کې وپرځول شو. دغې سیمې ته اسلام د پالا سترواکۍ په مهال کله چې یې له عباسي خلفاوو سره سوداګریزې اړیکې درلودي، راغی، چې په ټول بنګال کې خپور شو او بیا وروسته د ډیلي سلطنت په واک کې راغی. دغه سیمه د بنګال سلطنت په مهال د سوکالۍ لوړې درجې ته ورسېده، چې په ۱۳۵۲ ز کال کې یې بنسټ کېښودل شو او د نړۍ د سوداګریزو هېوادونو په لړ کې یو له تر ټولو بډایه هېوادونو څخه و.[۳][۴][۵][۶][۷]

کله چې دا سیمه په ۱۵۷۶ ز کال کې د مغل له سترواکۍ سره یو ځای شوه، نو د دې سترواکۍ یو له تر ټولو بډایه ولایتونو څخه ګڼل کېده او یو ستر نړیوال صادرونکی ولایت او د کتان د تکو، وریښمو او کښتۍ جوړولو د صنایعو مرکز و. د دې ولایت د اقتصاد ارزښت د نړۍ د GDP نږدې ۱۲ سلنه جوړوله، چې د لویدیځې اروپا تر اقتصاد ډېر ستر و او د اوسېدونکو د ژوند معیارونه یې په نړۍ کې تر ټولو لوړ و. د بنګال اقتصاد په دغه دوره کې د صنعتي کېدو تر دورې لاندې راغی. دا سیمه په ۱۷۵۷ ز کال کې د پلاسي جګړې نه وروسته د بریتانوي ختیځې هندۍ کمپنۍ له خوا ونیول شوه او په دې سره د بریتانوي هند بنګال د ریاست یوه برخه شوه. بنګال د نړۍ د لومړني صنعتي انقلاب په برخه کې د پام وړ مرسته وکړه، خو وروسته یې له خپلې غیرصنعتي کېدو نه سخت زیان ولید. د ختیځ هند کمپنۍ تګلارې لکه د کرهڼیزو مالیاتو د کچې زیاتوالی له ۱۰ سلنې څخه تر ۵۰ سلنې پورې او ور سره وچکالۍ او اوبا ناروغۍ د ستر بنګال د ۱۷۷۰ کال له قطحۍ سره ډېره مرسته وکړه، چې له امله یې له ۱ میلیون نه تر ۱۰ میلیونه پورې خلک پکې مړه شول. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Bengal". The Chambers Dictionary (الطبعة 9th). Chambers. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-550-10105-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Oxford Dictionaries". مؤرشف من الأصل في ۲۹ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sailendra Nath Sen (1999). Ancient Indian History and Civilization. New Age International. د کتاب پاڼي 277–287. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-224-1198-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. R. C. Majumdar (1977). Ancient India. Motilal Banarsidass. د کتاب پاڼي 268–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-0436-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sailendra Nath Sen (1999). Ancient Indian History and Civilization. New Age International. د کتاب پاڼي 280–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-224-1198-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Raj Kumar (2003). Essays on Ancient India. Discovery Publishing House. د کتاب پاڼې 199. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7141-682-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Nanda, J.N. (2005). Bengal: The Unique State. Concept Publishing Company. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8069-149-2. Bengal [...] was rich in the production and export of grain, salt, fruit, liquors and wines, precious metals and ornaments besides the output of its handlooms in silk and cotton. Europe referred to Bengal as the richest country to trade with. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Om Prakash, "Empire, Mughal", History of World Trade Since 1450, edited by John J. McCusker, vol. 1, Macmillan Reference USA, 2006, pp. 237–240, World History in Context. Retrieved 3 August 2017
  9. John F. Richards (1995), The Mughal Empire, page 202, Cambridge University Press
  10. Giorgio Riello, Tirthankar Roy (2009). How India Clothed the World: The World of South Asian Textiles, 1500–1850. Brill Publishers. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789047429975. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Richard Maxwell Eaton (1996), The Rise of Islam and the Bengal Frontier, 1204–1760, page 202, University of California Press
  12. Ray, Indrajit (2011). Bengal Industries and the British Industrial Revolution (1757–1857). Routledge. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-82552-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. M. Shahid Alam (2016). Poverty From The Wealth of Nations: Integration and Polarization in the Global Economy since 1760. Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-98564-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 31 July 2015 باندې). Which India is claiming to have been colonised?.
  15. Maddison, Angus (2003): Development Centre Studies The World Economy Historical Statistics: Historical Statistics, OECD Publishing, کينډۍ:ISBN, pages 259–261
  16. Harrison, Lawrence E.; Berger, Peter L. (2006). Developing cultures: case studies. Routledge. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415952798. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lex Heerma van Voss; Els Hiemstra-Kuperus; Elise van Nederveen Meerkerk (2010). "The Long Globalization and Textile Producers in India". The Ashgate Companion to the History of Textile Workers, 1650–2000. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼې 255. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780754664284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ray, Indrajit (2011). Bengal Industries and the British Industrial Revolution (1757–1857). Routledge. د کتاب پاڼي 7–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-82552-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Roy, Tirthankar (2019), How British Rule Changed India's Economy: The Paradox of the Raj, Springer, د کتاب پاڼي 117–, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-17708-9, The 1769-1770 famine in Bengal followed two years of erratic rainfall worsened by a smallpox epidemic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Datta, Rajat (2000). Society, economy, and the market : commercialization in rural Bengal, c. 1760-1800. New Delhi: Manohar Publishers & Distributors. د کتاب پاڼي 262, 266. OCLC 44927255. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-7304-341-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)