بنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنګ (Cannabis) د ګل لرونکو بوټو څخه د شاهدانې کورنۍ ته اړوند بوټی دی. د بنګو د بوټي د نوعو شمېر تر بحث لاندې دی چې په کې درې ډوله نوعې پېژندل شوې: ساتیوا بنګ، ایندیکا بنګ او رودرالیس بنګ. په رودالیس بنګو کې کېدای شي ساتیوا هم شامل شي؛ دغه درې کېدای شي د ساتیوا بنګو د واحدې نوعې د فرعي نوعو په توګه په پام کې ونیول شي او یا هم ساتیوا د یوې منفردې نه ویشل شوې نوعې په توګه ومنل شي. دغه بوټی په پراخه کچه د آسیا بومي بوټو ته اړوند بلل کېږي چې منشا یې هم له همدغه ځایه ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

بوټي ته یې په معمول ډول د بنګو بوټی ویل کېږي، په داسې حال کې چې دغه اصطلاح تر ډېره پورې هغه ډول بنګو ته کارول کېږي چې د نشه یي موخو لپاره نه کارول کېږي. له ډېر مهال راهیسې له بنګو څخه د بنګو د فیبر، د بنګو د تخم او د هغو د غوړیو د تولید په برخه کې کار اخیستل کېږي، د دغه بوټي له پاڼو څخه د سبزیجاتو او جوس په توګه، د طبي موخو او همدارنګه تفریحي نشه یي توکو په توګه کار اخیستل کېږي. د بنګو صنعتي تولیدات د بنګو له بوټو څخه چې په پریمانه کچه د فیبر د تولید لپاره انتخاب شوي، جوړېږي. د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو د کنوانسیون له خوا د ټاکل شوې کچې نشه یي توکو د پوره کولو په موخه د بنګو یو شمېر ډولونه د تېترا هیدو کانابینول (THC) یا فکر بدلونکې اصلي مادې د حد اقل سطحې د تولید په موخه کرل کېږي. د هغو یو شمېر ډولونه په انتخابي توګه کرل کېږي څو حد اکثر THC (کانابینوئید) تولید شي چې د انرژۍ کچه یې د هغو د مېوې په پوخوالي زیاتېږي. د بنګو د بوټي څخه رامنځته کېدوني ترکیبات له دې ډلې چرس او د چرسو غوړ د همدغه بوټي څخه ترلاسه کېږي. [۹]

په متحده ایالاتو کې «صنعتي بنګ» د فدرال دولت له خوا د چرسو په ډله کې طبقه بندي کېږي چې د هغو د وچ ډول د وزن څخه یوازې ۰.۳ سلنه زیات THC نه لري. دغه طبقه بندي د کروندو اړوندې د ۲۰۱۸ زکال د لایحې له مخې رامنځته شوه چې د بنګو په تعریف کې له هغو  څخه د ترلاسه کېدونو عصارو، کانابینوئیدونو او نورو مشتقاتو د ځای پر ځای کولو په موخه په کې اصلاح راوړل شوه. [۱۰]

په نړیواله کچه په ۲۰۱۳ زکال کې ۶۰۴۰۰ کیلوګرامه چرس په قانوني توګه تولید شوي. په ۲۰۱۴ زکال کې د اټکل شمېر له مخې ۱۸۲.۵ میلیونه د چرسو کاروونکو شتون درلود (۳.۸٪ یې له ۱۵ څخه تر ۶۴ کلونو عمر دي). په دغې فیصدي کې له ۱۹۹۸ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې کوم پام وړ بدلون نه دی راغلی. [۱۱][۱۲]

ګټنې[سمول]

طبي ګټنه[سمول]

طبي بنګ (یا طبي ماریجوانا) د بنګو او د هغو له جوړونکو کانابینوئیدنونو څخه ګټنې ته اشاره لري چې د یو شمېر ناروغیو یا د هغو د علایمو د له منځه وړو د هڅو پر مهال کارول کېږي. له بنګو څخه د کیمیاوي درمنلې پر مهال د زړه بدوالي او استفراق د کمښت، په اېډز ناروغۍ باندې د اخته کسانو د اشتها د زیاتوالي، د مزمن درد او عضلاني انقباض یا سپاسم د درملنې په موخه ګټنه کېږي. کانابینوئیدونه په مغزي سکته باندې د بالقوه اغېز لرلو له امله د لومړنیو څېړنو په حالت کې دي. د افسردګۍ، اضطراب، په بې پامۍ کې د اختلال، له حده زیات فعالتوب، تورت سنډروم، له حادثې وروسته په استرس کې د اختلال او چرت خرابولو اړوند هېڅ شواهد یې شتون نه لري. د بنګو دوه عصارې – ډرونابینول او نابلیون – د FDA له خوا د کیموتراپي او ایډز د ناوړه اغېزو د درملنې لپاره د ګولیو په بڼه کې تائید شوې دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لنډ مهالې ګټنه یې ډېرې لږ جانبي او مضرې اغېزې لري. په څرګندو جانبي عوارضو کې یې ګنګسوالی، د خستګۍ احساس، استفراق او ویره شاملېږي. د چرسو اوږد مهاله اغېزې ناڅرګندې دي. د هغو په اړوند اندېښنو کې په حافظه کې اختلال او د پېژندنې ستونزې، د اعتیاد ګواښ، په ځوانانو کې شیزوپیرنی او په تصادفي ډول د ماشومانو له خوا د هغو د کارونې ګواښ شاملېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]

لرغونې او مذهبي ګټنې[سمول]

د بنګو یا چرسو له بوټي څخه د درملیزې ګټنې مخینه په ډېری کلتورونو کې زرګونه کلونه مخینه لري. د یانګهای لرغونې پراخه مقبره (۵۴۰۰۰ متر مربع مساحت لري) چې د چین په شمال لویدیځ کې د سین کیانګ اویغور د خودمختاره سیمې په تورفان کلي کې موقعیت لري داسې انګېرل کېږي چې یو شمن ته اړوند ۲۷۰۰ کلونه مخینه لرونکې مقبره ده. داسې انګېرل کېږي چی هغه جوشي کلتور ته اړوند و او پېړۍ وروسته د هان کتاب په ۹۶ب څپرکي کې ثبت شوی. د شمن سر او پښو ته یوه لویه چرمي کڅوړه او یوه لرګینه کاسه چې ۷۸۹ ګرامه چرسو په کې شتون درلود اېښول شوي و چې د اقلیمي او همدارنګه د هغه د دفن شرایطو ته په پام په سمه توګه ساتل شوي و. دا بیا وروسته یوې نړیوالې څېړنیزې ډلې څرګنده کړه چې دغه موادو تتراهیدرو کانابینول لرل او فکر اړونکې ماده یا چرس دي. په ډیر احتمال سره بنګ د دغه کلتور له خوا د یو درملیز، روان بدلونکي او یا هم د وړاندوینو سره د کمکي عامل په توګه کارول کېدل. دا د یوه فعاله درملیز عامل په توګه د بنګو اړوند تر ټولو پخواني مستندات دي. د چرسو د څکولو اړوند لومړني شواهد د چین لویدیځ لوري ته په پامیر غرونو کې د جیرزانکال هدیرې په ۲۵۰۰ کلونو پخوانیو مقبرو کې موندل شوي، چېرې چې د چرسو ایرې د زغالو له میده میده ټوټو سره چې په ډېر احتمال به د جنازې په مراسمو ترې ګټنه کېده موندل شوې دي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په باختر او مارګینا کې هغه استوګنځایونه چې لرغونتیا یې له میلاد څخه وړاندې د ۲۲۰۰ کال څخه تر ۱۷۰۰ کال پورې رسېږي داسې تشریفاتي جوړښت یې درلود چې په کوټو کې یې د اپیومو د عصارو جوړولو، چرسو او افدرا (چې افدرین لري) د څکولو په موخه هر ډول اړتیا ویل توکي لرل. له دې سره داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې افدرا دې د سټپي قبایلو له خوا کارول شوي وي او هغوی یوازې په مذهبي بڼه له چرسو ګټنه کوله. د پازیریک کلتور اړوند نښې نښانې ښيي چې له رومانیا څخه تر ینیسي سیند پورې سیمو کې له میلاد څخه وړاندې دریمې زریزې پر مهال له چرسو څخه مذهبي ګټنې شتون درلود. [۲۶]

له میلاد څخه وړاندې ۲۰۰۰ کال څخه تر ۱۴۰۰ کال پورې د بنګو یادونه د آتارواودا په هندي ودايي مذهبي لیکنه کې شوې ده. له لسمې میلادي پېړۍ راوروسته په هند کې یو شمېر کسانو هغه د «خدایانو خواړه» بلل. له بنګو څخه ګټنه بالاخره د هندوانو د هولي مراسمو برخه وګرځېده. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په بودېزم کې بنګ په بشپړه توګه د یو تسکین کوونکي په توګه بلل کېږي چې کېدای شي د مراقبې د پراختیا او څرګندې اګاهۍ پر وړاندې خنډ وګرځي. په جرمني کلتور کې بنګ د مینې نورسي الهې، فریا ته اړوند بلل شوي. صوفیانو له دیارلسمې میلادي پېړۍ وروسته له بنګو څخه په معنوي برخه کې ګټنه کړې ده. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په معاصر مهال کې راستافاري خوځښت بنګ د یو مقدس آئین په توګه مني. په ۱۹۷۵ زکال کې په متحده ایالاتو کې د تاسیس شوې د ایتوپیا د قبطي صهیوني کلیسا په نامه مذهبي خوځښت مشران چې له ایتوپیا او یا هم قبطي کلیسا سره هېڅ اړیکه نه لري؛ بنګ د رباني عشا د مراسمو برخه بولي او ادعا کوي چې دا په ایتوپیا کې یو شفاهي دود دی او لرغونتیا یې هم د عیسی وخت ته رسېږي. د راستافاري خوځښت په څېر معاصر ګنوسي عیسویت ته اړوندې برخې ادعا کوي چې بنګ د ژوند ونه/بوټی ده. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

له بنګو یا چرسو څخه تر ډېره د صوفیانو له خوا ګټنه کېدله – له اسلام څخه عرفاني تفسیر په بنګلادېش، هند، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان کې د سیمه ئیزو مسلمانانو په چارو پام وړ اغېز لري؛ په دغو هېوادونو کې په ډېری صوفیانه مراسمو کې د بنګو تیارول دود دي. د پاکستان په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر زیارت په خپلو یو لړ مراسمو په ځانګړې توګه د عرس په کلني فیستوال او د پنجشنبې د ماښام په دامال مراسمو کې له بنګو څخه د پریمانه ګټنې له امله شهرت لري. [۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. Dictionary of Medical Terms. Bloomsbury Publishing. 2010. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4081-3635-5. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Classification Report". United States Department of Agriculture. مؤرشف من الأصل في ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Indica, Sativa, Ruderalis – Did We Get It All Wrong?". The Leaf Online. 26 January 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۴ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Species of Cannabis". GRIN Taxonomy. مؤرشف من الأصل في ۱۳ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Cannabis sativa L." Plants of the World Online. Royal Botanic Gardens, Kew. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ElSohly MA (2007). Marijuana and the Cannabinoids. Humana Press. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58829-456-2. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lambert DM (2009). Cannabinoids in Nature and Medicine. Wiley-VCH. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-906390-56-7. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Large-scale whole-genome resequencing unravels the domestication history of Cannabis sativa"]. Science Advances 7 (29): eabg2286. July 2021. doi:10.1126/sciadv.abg2286. PMID 34272249. Bibcode2021SciA....7.2286R. 
  9. Erowid. 2006. Cannabis Basics Archived 23 April 2007 at the Wayback Machine.. Retrieved on 25 February 2007
  10. "7 U.S. Code § 5940 – Legitimacy of industrial hemp research". LII / Legal Information Institute. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Narcotic Drugs 2014 (PDF). International Narcotics Control Board. 2015. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789210481571. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. United Nations Office on Drugs and Crime (May 2016). "Statistical tables" (PDF). World Drug Report 2016. Vienna, Austria. د کتاب پاڼې xiv, 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-057862-2. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The pharmacologic and clinical effects of medical cannabis"]. Pharmacotherapy 33 (2): 195–209. February 2013. doi:10.1002/phar.1187. PMID 23386598. 
  14. "Cannabinoids for Medical Use: A Systematic Review and Meta-analysis". JAMA 313 (24): 2456–2473. 23 June 2015. doi:10.1001/jama.2015.6358. PMID 26103030. http://jama.jamanetwork.com/data/journals/jama/934167/joi150059.pdf. Retrieved 20 April 2018. 
  15. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cannabinoids in experimental stroke: a systematic review and meta-analysis"]. Journal of Cerebral Blood Flow and Metabolism 35 (3): 348–358. March 2015. doi:10.1038/jcbfm.2014.218. PMID 25492113. 
  16. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cannabinoids for the treatment of mental disorders and symptoms of mental disorders: a systematic review and meta-analysis"]. The Lancet. Psychiatry 6 (12): 995–1010. December 2019. doi:10.1016/S2215-0366(19)30401-8. PMID 31672337. 
  17. "Is marijuana safe and effective as medicine?". US National Institute on Drug Abuse. 1 July 2020. مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Cannabinoids for Medical Use: A Systematic Review and Meta-analysis". JAMA 313 (24): 2456–2473. 23 June 2015. doi:10.1001/jama.2015.6358. PMID 26103030. http://jama.jamanetwork.com/data/journals/jama/934167/joi150059.pdf. Retrieved 20 April 2018. 
  19. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The pharmacologic and clinical effects of medical cannabis"]. Pharmacotherapy 33 (2): 195–209. February 2013. doi:10.1002/phar.1187. PMID 23386598. 
  20. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Adverse effects of medical cannabinoids: a systematic review"]. CMAJ 178 (13): 1669–78. June 2008. doi:10.1503/cmaj.071178. PMID 18559804. 
  21. "Cannabinoids in medicine: A review of their therapeutic potential". Journal of Ethnopharmacology 105 (1–2): 1–25. April 2006. doi:10.1016/j.jep.2006.02.001. PMID 16540272. Archived from the original on 24 May 2010. https://web.archive.org/web/20100524141419/http://www.doctordeluca.com/Library/WOD/WPS3-MedMj/CannabinoidsMedMetaAnalysis06.pdf. Retrieved 3 November 2022. 
  22. * Hulsewé AF (1979). China in Central Asia: The Early Stage 125 BC – AD 23: an annotated translation of chapters 61 and 96 of the History of the Former Han Dynasty. Leiden: E. J. Brill. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-05884-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The origins of cannabis smoking: Chemical residue evidence from the first millennium BCE in the Pamirs"]. Science Advances 5 (6): eaaw1391. June 2019. doi:10.1126/sciadv.aaw1391. PMID 31206023. Bibcode2019SciA....5.1391R. 
  24. Donahue MZ (14 June 2019). "Earliest evidence for cannabis smoking discovered in ancient tombs". National Geographic. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Phytochemical and genetic analyses of ancient cannabis from Central Asia"]. Journal of Experimental Botany 59 (15): 4171–82. 2008. doi:10.1093/jxb/ern260. PMID 19036842. 
  26. Mallory JP, Mair VH (2000). The Tarim Mummies: Ancient China and the Mystery of the Earliest Peoples from the West. London: Thames & Hudson. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-500-05101-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Abel EL (1980). "Marijuana – The First Twelve Thousand Years". مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Chapter 1: Cannabis in the Ancient World. India: The First Marijuana-Oriented Culture.
  28. Murdoch J (1 January 1865). Classified Catalogue of Tamil Printed Books: With Introductory Notices (په انګلیسي ژبه کي). Christian vernacular education society. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Jayaprasad V. Parkinson's Disease Dravidian Cure Chintarmony System (په انګلیسي ژبه کي). Lulu.com. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-105-91788-2. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Self-published source
  30. Karthigayan P (1 August 2016). History of Medical and Spiritual Sciences of Siddhas of Tamil Nadu (په انګلیسي ژبه کي). Notion Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789352065523. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Pillai MS (1 January 1904). A Primer of Tamil Literature (په انګلیسي ژبه کي). Ananda Press. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Ernest A (1979). A Comprehensive Guide to Cannabis Literature. Greenwood Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-20721-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Kaplan A (1981). The Living Torah. New York. د کتاب پاڼې 442. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-940118-35-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Pilcher T (2005). Spliffs 3: The Last Word in Cannabis Culture?. Collins & Brown Publishers. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84340-310-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Vindheim JB. "The History of Hemp in Norway". The Journal of Industrial Hemp. International Hemp Association. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مارچ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Owens J (1982). Dread, The Rastafarians of Jamaica. London: Heinemann. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-435-98650-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. The Ethiopian Zion Coptic Church. "Marijuana and the Bible". Schaffer Library of Drug Policy. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Zion Light Ministry". مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Bennett LC, Osburn JO (1938). Green Gold: the Tree of LifeMarijuana in Magic & Religion. Access Unlimited. د کتاب پاڼې 418. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9629872-2-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "The Hawai'i Cannabis Ministry". مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Cantheism". مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Cannabis Assembly". مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Ferrara MS (20 Oct 2016). Sacred Bliss: A Spiritual History of Cannabis. Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-7192-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 17 February 2017 باندې). Music, Dancing, And Tolerance -- Pakistan's Embattled Sufi Minority.
  45. Osella F, Osella C (2013). Islamic Reform in South Asia. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 65, 509. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-03175-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)