بنو قریظه (قبیله)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنو قريظه ( په عربی (عربي: بنو قريظة) ) یوه یهودي قبیله وه چې په شمالي عربستان کې د یثرب په نخلستان سیمه کې اوسېدل (یاده سیمه اوس د مدینې منورې اړوند ده) دوی دحضرت محمدﷺ په زمانه او د اسلام په اوایلو کي د بنو قینقاع او بنو نضیر سره یوځای د ښار له دریو لویو یهودي قبیلو څخه ګڼل کېده. [۱] د راپورونو له مخې دغه یهودي قبیلې د یهودي – رومي جګړو په پایله کې حجاز ته کډوالي سوي دي او هلته یې کرهڼه دود کړې ده چي له همدې امله یې دوی له کلتوري ، اقتصادي او سیاسي پلوه په مناسب موقعیت کي ځای پر ځای کړي دي. [۲] [۳] خو په پنځمه پېړۍ کې د بنو اوس او بنو خزرج دوې عربي قبیلې چې له یمن څخه راغلي وې په مدینه کي یې واکمني ترلاسه کړه. [۴] کله چې دا دوه (اوس او خزرج) قبیلې له یو بل سره په شخړو کي ښکیلې سوې یهودي قبیلو چې اوس د عربانو ګاونډیان وه [۳] [۵] [۴] د بېلابیلو اړخونو سره اتحاد کاوه او بنوقریظه د اوس قبیلې په څنګ کي ولاړه وه. [۶]

په 622 کي حضرت محمدﷺ د خزرج سره په بریالیتوب تر خبرو اترو وروسته مدینې ته هجرت وکړ [۷] او هلته یې ددوی ترمنځ داسلامي قوانیو پربنسټ سوله راوستل. [۸] له هجرت وروسته حضرت محمدﷺ چي د مکې له قریشو سره په جګړه کي ښکیل سو پایله یې د مسلمانانو او مشرکانو ترمنځ په دښمنۍ واوښتل. [۹] [۱۰] حضرت محمدﷺ هڅه وکړه چې د مدینې یهودي قبیلو ته قناعت ورکړي چې نوموړی د ټولي نړۍ لپاره پیغمبر دی، مګر یهوادنو قناعت نه کاوه او د دښمنی لاره یې خپله کړه. [۱۱] [۱۲] [۱۳] د یهوادنو له لوري تازه راغلو مسلمانانو ته بدبیني ددې لامل سوه چي څه موده وروسته د بنو قینقا او بنونضیر یهودي قبیلې له مدینې څخه وشړل سوې. [۱۴] [۱۵] [۶]

د خندق له جګړې وروسته کله چي بنوقریظه هم د نورو یهوادنو په څېر دمسلمانانو سره کړی تړون مات کړ او دښمني یې پیل کړه محمدﷺ ته د جبرائیل امین (ملایکي) له لوري د اللهﷻ پیغام ورسېد چي پر بنوقریظه هم برید وکړي او دترسره سوي شوم عمل سزا ورکړي. [۱۶] حضرت محمدﷺ ددوی کلاوي محاصره کړې او بنوقریظه مجبوره سول چي ځانونه تسلیم کړي. څرنګه چي دوی د مسلمانانو سره ستر خیانت کړی وو او د مشرکو عربانو په مرسته یې غوښتل چي ټول اصحاب اوخپله محمدﷺ په یوځل تباه کړي حضرت محمدﷺ دخپلو اصحابو سره مشوره وکړه چي باید څه ورسره وسي؟

د بنو اوس قبیلې مسلمانانو په دې ترڅ کي له حضرت محمد (ص) څخه د نرمۍ غوښتنه وکړه او هغه ته يې وړانديز وکړ چې د دوی له ډلې څخه يو څوک د قاضي په توګه دنده ترسره کړي او حکم دي دهغه دامر مطابق ترسره سي. حضرت محمدﷺ ددوی خبره ومنل او سعدبن معاذؓ ته یې دنده وسپارل چي د بنوقریظه په اړه پریکړه وکړي. د سعد بن معاذ په هکله فکر کېدی چي هغه به د یهودو په ترسره سوي غدر باندي سترګي پټي کړي خو هغه اعلان وکړ چې د بنوقریظه ټول نارینه باید ووژل سي او مالونه دي یې پر مسلمانانو وویشل سي، همدارنګه ښځي او ماشومان دي یې مسلمانانو ته د غلامانو په توګه وسپارل سي. په دې توګه د بنوقریظه شتون له عربستان څخه د تل لپاره ختم او پای ته ورسېدی.

  1. Rodgers 2012، ص. 54.
  2. Watt, W. Montgomery, "Kurayza, Banu", Encyclopaedia of Islam (1986), Vol. 5 p. 436 .
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Peters, Muhammad and the Origins of Islam, p. 192f.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Watt, Encyclopaedia of Islam, "Al-Madina".
  5. Encyclopedia Judaica, "Qurayza".
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Watt, "Muhammad", In: The Cambridge History of Islam, Vol. 1A, pp. 39-49
  7. Gibb 1960، ص. 80.
  8. Buhl او Welch 1993، ص. 364-369.
  9. . 1994-01-01. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  10. Buhl او Welch 1993، ص. 369.
  11. Buhl او Welch 1993، ص. 367–8, 374.
  12. Lindemann او Levy 2010، ص. 212–3.
  13. Hodgson 2009، ص. 177.
  14. Buhl او Welch 1993، صص. 368–370.
  15. Rodgers 2012، ص. 69.
  16. Spellberg 1994، ص. 45.