بنوآ منډلبراټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


بنوآ بي. منډلبراټ (زوکړه: د ۱۹۲۴ زکال د نومبر ۲۰مه – مړینه: د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر ۱۴مه) پولنډي الاصله فرانسوي او امریکایي ریاضي پوه او نابغه و چې له عملي ساینسي موضوعاتو په ځانګړې توګه له هغو موضوعاتو سره یې لیوالتیا لرله چې په فیزیکي ښکارندو کې د «سازښت د هنر» او همدارنګه «د ژوندانه د نه کنټرول کېدونکي عنصر» په توګه پېژندل کېږي. هغه خپله ځان «فرکټالېسټ» باله او د فرکټال هندسې په برخه کې یې د خپلې ونډې له امله شهرت درلود؛ نوموړي د «فرکټال» کلمه ابداع او همدارنګه یې په طبیعت کې د «سازښت او ځان ورته والي» تیوري ته پراختیا ورکړه. [۱][۲][۳][۴]

منډلبراټ د ۱۱ کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره یوځای د پولنډ له وارسا څخه فرانسې ته کډه وکړه. د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته نوموړي د ریاضیاتو په برخه کې د پاریس او متحده ایالاتو په پوهنتونونو کې زده کړې وکړې؛ ده د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه د هوانوردۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. هغه د خپل کاري ژوند ډیری برخه په فرانسه او متحده ایالاتو کې تېره کړه ځکه چې د دواړو هېوادونو تابعیت یې درلود. نوموړي په ۱۹۵۸ زکال کې د کار او کسب د دستګاوو له نړیوال شرکت (IBM) سره کار ته مخه کړه او ۳۵ کاله یې دلته کار وکړ؛ هغه د همدغه شرکت غړیتوب ترلاسه کړ او په دوره یي توګه به یې په هاروارډ پوهنتون کې د تدریس په موخه له هغو رخصت اخیست. په هاروارډ کې یې په متحده ایالاتو کې د پنبې څخه د جوړېدونکو توکو د بازار اړوند د خپلې څېړنې له خپرولو وروسته د اقتصاد او تطبیقي علومو تدریس ته مخه کړه.

منډلبراټ د آی بي ام شرکت کمپیوټرونو ته د لاسرسي له امله یو له لومړنیو کسانو څخه و چې د فرکټال هندسې د رامنځته کولو او د هغو د انځورونو د ښوولو په موخه یې له کمپیوټري ګرافیک څخه ګټنه وکړه چې له امله یې په ۱۹۸۰ زکال کې د منډلبراټ ټولګه کشف شوه. هغه وښووله چې څه ډول کېدای شي د ساده قوانینو پر مټ بصري پیچلتیا رامنځته شي. هغه څرګنده کړه چې د ورېځو یا سواحلي کرښو په څېر یو شمېر شیان چې په معمول ډول «سازښت نه لرونکي»، «ګډوډ» او یا هم «جنجالي» ګڼل کېږي په واقعیت کې د «نظم درجه» لري. د ریاضي او هندسې په برخو کې د هغه څېړنو د ستاتیکي فیزیک، هوا پوهنې، هایډرولوژي، جیومورفولوژي، اناتومي، ټکسانومي، عصب پوهنې، ژب پوهنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، کمپیوټري ګرافیک، اقتصاد، ځمک پوهنې، طبابت، فیزیکي کائنات پوهنې، انجینرۍ، د کړکېچ د نظریې، اکونوفیزیک، متالورژي او ټولنیزو علومو په برخو کې مرستې کړې دي. [۵][۶]

نوموړی د خپل مسلکي ژوند په وروستیو کې په ییل پوهنتون کې د ریاضي د څانګې سټرلېنګ ښوونکی و؛ چېرې چې نوموړی تر ټولو ډیر عمر لرونکی، خو نوی ښوونکی و. منډلبراټ همدارنګه په پاسیفیک نارت وېسټ ملي لابراتوار، د فرانسې په لیل نورد پوهنتون، د پرمختللو مطالعاتو په انستیتیوت او د علمي څېړنو په ملي مرکز کې فعالیت درلود. نوموړي د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې ۱۵ افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې، په ګڼ شمېر علمي مجلو کې یې مقالې خپرې شوې او همدارنګه یې ګڼ شمېر جوایز ترلاسه کړي. د هغه ژوند لیک د نوموړي له مړینې وروسته په ۲۰۱۲ زکال کې د «The Fractalist: Memoir of a Scientific Maverick» تر عنوان لاندې خپور شو. [۷]

لومړني کلونه[سمول]

بنډیکت منډلبراټ د پولنډ د دویم جمهوریت پر مهال د وارسا په یوه لیتوانیايي یهودي کورنۍ کې وزیږېد. پلار یې د جامو سوداګري کوله او مور یې د غاښونو ډاکټره وه. ده د خپل ښوونځي په لومړنیو دوو کلونو کې د خپل تره سره زده کړې وکړې چې په میخانیکي ډول یې له زده کړو څخه کرکه لرله: «زما ټول ژوند د شطرنج لوبې په کولو، د نقشې په مطالعه او همدارنګه د دې په زده کړې تېر شو چې څه ډول زه د خپل چاپېر توکو ته وګورم». په ۱۹۳۶ زکال کې هغه مهال چې منډلبراټ ۱۱ کلن و، کورنۍ یې له پولنډ څخه فرانسې ته کډه شوه. دغه کډوالي، نړیواله دویمه جګړه او د هغه ریاضي پوه تره سزولیم منډلبراټ (چې د ۱۹۲۰ زکال په شاوخوا کې پاریس ته کډه شوی و) په ګډه سره د هغه د معیاري زده کړو پر وړاندې خنډ وګرځېدل. هغه لیکلي: «دغه واقعیت چې پلار او مور مې د سیاسي او اقتصادي پناه غوښتونکو په توګه په فرانسه کې له سزولیم سره یوځای شول، زموږ ژوند یې وژغوره». [۸][۹][۱۰][۱۱]

منډلبراټ د دویمې نړیوالې جګړې تر پیله په پاریس کې د رولین لیسې (اوس مهال د ژاک – ډکور کالج یا لېسه) ته تر هغه مهاله ولاړ چې کورنۍ یې د فرانسې تیول سیمې ته کډه وکړه. له هغه سره د بریو-لا- ګیارد ښار خاخام ډیوېډ فویرورکر مرسته وکړه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دغه مهال د فرانسې ډېری برخې د نازیانو له خوا نیول شوې او خپله منډلبراټ هم دغه دوره داسې یاده کړې:[۱۲]

زموږ همېشنۍ وېره له دې څخه وه چې کېدای شي زموږ په کافي کچه هوډمن دښمن موږ داسې یوې ادارې ته معرفي کړي چې بیا مو هغوی د مرګ لوري ته ولېږي. همدغه ډول چاره په پاریس کې د زینا مورهنګ په نامه زموږ له یوې نږدې ملګرې ډاکټرې سره وشوه چې موږ ته په نږدې سیمه کې یې دنده لرله. یو بل ډاکټر هم په ډېرې سادګۍ سره د سیالۍ د له منځه وړو په موخه هغه وغندله ... موږ له دغه ډول برخلیک څخه وتښتېدو. څوک په دې پوهېږي چې ولې؟[۱۳]:49

منډلبراټ په ۱۹۴۴ زکال کې بېرته پاریس ته راوګرځېد او د لیون ښار په دوپارک لیسه کې یې زده کړې وکړې؛ دلته له زده کړو څخه وروسته له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې پلتخنیک پوهنتون ته ولاړ او هلته یې بیا د ګاسټون جولیا او پل لېوي تر نظر لاندې زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړي له ۱۹۴۷ زکال څخه تر ۱۹۴۹ زکال پورې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې زده کړې وکړې او له دغه ځایه یې د هوانوردۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. فرانسې ته له بېرته ستنېدو وروسته نوموړي په ۱۹۵۲ زکال کې د پاریس له پوهنتون څخه د ریاضیکي علومو افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه. [۱۴]

څېړنیز ژوند[سمول]

له ۱۹۴۹ زکال څخه تر ۱۹۵۸ زکال پورې منډلبراټ د فرانسې د علومو د څېړنیز ملي مرکز د کارکوونکي په توګه کار وکړ. په دغه موده کې نوموړي یوکال په نیوجرسي کې د پرینسټون د پرمختللو علمي څېړنو په ملي مرکز کې تېر کړ، چېرې چې جان فون نویمان له هغه مالي ملاتړ کاوه. په ۱۹۵۵ زکال کې نوموړي له الیټ کاګان سره واده وکړ او د سویس جینوا ته ولاړ (څو د ژنټیکي معرفت پوهنې په نړیوال مرکز کې له ژان پیاژه سره همکاري وکړي)؛ وروسته بیا د فرانسې لیل نورد پوهنتون ته ولاړ. په ۱۹۵۸ زکال کې دغې جوړې متحده ایالاتو ته کډه وکړه او د نیویارک په یورک ټاون هایټس کې د توماس جې واټسون په آی بي ام څېړنیز مرکز کې له څېړنیز پلاوي سره مل شو. نوموړي ۳۵ کاله په آی بي ام کې تېر کړل، د آی بي ام غړی شو او له تقاعد وروسته د هغو افتخاري غړی پاتې شو. [۱۵][۱۶]

له ۱۹۵۱ زکال وروسته منډلبراټ نورو مسایلو ته هم مخه کړه او نه یوازې دا چې د ریاضیاتو بلکې د اطلاعاتو د نظریې، اقتصاد او مایعاتو د ډینامیک په څېر یې د نورو ډیرو تطبیقي برخو اړوند علمي مقالې خپرې کړې.

مړینه او میراث[سمول]

منډلبراټ د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر په ۱۴مه د ۸۵ کلنو په عمر د پانقراس د سرطان له امله د ماسچوستس، کمبرېج په یوه پالنځای کې ومړ. ریاضي پوه هاینز اتو پیټګن د هغه د مړینې د خبر اړوند په غبرګون کې وویل: «که چېرې په ریاضیاتو او همدارنګه د نورو علومو په برخه کې د هغه د اغېز اړوند خبرې وکړو، نوموړی په وروستیو ۵۰ کلونو کې یو له مهمو څېرو څخه و». [۱۷]

د ټېډ کانفرانس متصدي کریس انډرسون، منډلبراټ د هغه کس په توګه توصیف کړی چې په خبره یې د «نړۍ اړوند زموږ لیدلوری بدل کړ». د منډلبراټ د مړینې پر مهال د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي وویل چې منډلبراټ «پیاوړی او اصیل فکر درلود او هېڅکله یې د نوښتونو د ترسره کولو او همدارنګه د پخوا څخه ټاکل شوو عقایدو د له منځه وړو څخه لاس نه اخیست... د هغه چارو په بشپړ ډول له موجودو څېړنیزو جریانونو بهر وده لرله چې له امله یې د اطلاعاتو معاصره تیوري رامنځته شوه». ایکانومېسټ ورځپاڼې د منډلبراټ د مړینې اړوند د خپلې خواخوږۍ په پیغام کې هغه «د پوهانو ترمنځ د مخکښ» په توګه توصیف کړ او هغه یې د «فرکټال هندسې پلار» وباله. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Remembering the Father of Fractals". 22 October 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mandelbrot, Benoit (February 2010), "Fractals and the art of roughness", TED.com, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۶ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hudson & Mandelbrot, Prelude, page xviii
  4. Gomory, R. (2010). "Benoît Mandelbrot (1924–2010)". Nature. 468 (7322): 378. Bibcode:2010Natur.468..378G. doi:10.1038/468378a. PMID 21085164. S2CID 4393964. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 22 November 2012 باندې). The Father of Fractals. The Wall Street Journal.
  6. list includes specific sciences mentioned in Hudson & Mandelbrot, the Prelude, p. xvi, and p. 26
  7. Olson, Steve (November–December 2004). "The Genius of the Unpredictable". Yale Alumni Magazine. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gołąb-Meyer, Zofia (Spring 2011). "Benoit Mandelbrot (1924–2010) – ojciec geometrii fraktalnej". Foton. Instytut Fizyki Uniwersytetu Jagiellońskiego. 112: 50. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2010-10-16 باندې). Benoît Mandelbrot, Novel Mathematician, Dies at 85 (Published 2010). The New York Times.
  10. Mandelbrot, Benoît (2002). "The Wolf Prizes for Physics, A Maverick's Apprenticeship" (PDF). Imperial College Press. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 17 October 2010 باندې). 'Fractal' mathematician Benoît Mandelbrot dies aged 85. BBC Online.
  12. Hemenway, P. (2005). Divine proportion: Phi in art, nature and science. Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-34495-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mandelbrot, Benoît (2002). "The Wolf Prizes for Physics, A Maverick's Apprenticeship" (PDF). Imperial College Press. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mandelbrot, Benoît (2002). "The Wolf Prizes for Physics, A Maverick's Apprenticeship" (PDF). Imperial College Press. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mandelbrot, B. B. (1984). "Mathematical People, Interview of B. B. Mandelbrot" (PDF). مقابلة مع Anthony Barcellos. Anthony Barcellos. Birkhaüser. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 16 October 2010 باندې). Benoît Mandelbrot, fractals pioneer, dies.
  17. Benoît Mandelbrot's obituary Archived 24 October 2010 at the Wayback Machine.. The Economist (21 October 2010)
  18. . Sarkozy rend hommage à Mandelbrot. Le Figaro.
  19. . Mandelbrot, father of fractal geometry, dies. The Gazette.