بنجامین فوندان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنجامین فوندان (فرانسوي تلفظ یې: ​[bɛ̃ʒamɛ̃ fɔ̃dan]) یا بنجامین فندانیو (رومانیايي تلفظ یې: [benʒaˈmin fundoˈjanu]؛ د بنجامین وشلر، وکسلر یا وکسلرپه نوم زېږېدلی چې لومړی نوم یې هم بنیامین یا باربو و چې معمولاً په اختصاري ډول بي. لیکل کېږي؛ د ۱۸۹۸ کال د نوامبر په ۱۴مه زېږېدلی او د ۱۹۴۴ کال د اکتوبر په دوییمه مړ شوی) یو رومانیايي او فرانسوي شاعر، کره‌کتونکی او د هستي پالنې/اګزیستانسیالیزم فلیسوف و چې د خپلو کارونو له امله په تیاتر او فلمونو کې هم پېژندل شوی و. هغه په رومانیا کې له خپلې ځوانۍ څخه د یو نمادګر شاعراو ستون‌لیکونکي په توګه پېژندل کېده، هغه نیورومانتیک‌پالنې او اکسپرسیونیزم موضوعات د تودور ارګري له انګازو سره بدل کړل او څو شعري دورې یې په خپل ټاټوبي مولداوي کې خپل کلیوال ژوند ته ځانګړې کړې. فوندان د رومانیايي یهودیانو له ډلې او د یهودي روښانفکرانو الیاس او موسی شوارتزفلد وراره و، چې هم یې د سیکولار یهودي لږکیو او هم يې د رومانیايي فرهنګ په اصلي جریان کې ګډون درلود. هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې او تر هغې وروسته یو فرهنګي کره‌کتونکي، د[1]اوانګارد ترویجوونکی او د خپل اوښي (د مېرمنې ورور) ارماند پاسکال سره د اینسولا د تیاتر ډلې فعال و.

فوندان په ۱۹۲۳ کال کې کله چې پاریس ته کډه شو، دویمه دنده یې پیل کړه. هغه سورریالیزم (فرا واقعیت‌پالنې) سره تړاو درلود، خو په شدید ډول له کمونیستي تمایلاتو سره مخالف و، هغه د یو یهودي اګزیستانسیالیزمي شخصیت د جوړیدو لپاره حرکت وکړ او د لو شستوف له مخکښو زده‌کوونکو څخه و. پر سیاسي مذهبي عقیدو نیوکه، د عقل‌پالنې ردول، د تاریخي ناورین تمه او د سوتریولوژیکي ادبیاتو پر ځواک باور د چارلز بودلر او ارتور رمبو په اړه د هغه په پېژندل شویو مقالاتو او همدارنګه د هغه په وروستیو شعري اثارو کې تشرېح شوي. د هغه ادبي او فلسفي فعالیتونو له هغه سره مرسته وکړه چې له نورو روښانفکرانو لکه: شستوف، امیل سیوران، دیوید ګاسکوین، ژاک ماریتن، ویکتوریا اوکامپو، ایلاري ورونکا او نورو سره نږدې اړیکې جوړې کړي. فوندن له دې سره موازي د سینما په برخه کې هم دنده لرله چې د پارامونت پیکجرز فلم کره‌کتونکی او سکرین‌لیکونکی و، وروسته یې له دیمتری کرسانوف سره د راپت پر فلم کار وکړ او په ارجنتاین کې یې د تاراریرا ادبي چارې پر مخ یوړې.

د فرانسې د سقوط پر مهال د جګړې یو اسیر فوندن خوشي شو او د اشغال کلونه یې په پټه کې تېر کړل. په پای کې هغه ونیول شو او د نازي المان چارواکو ته وسپارل شو او هغوی نوموړی اشویتس-بیرکناو ته تبعید کړ. هغه د هلوکاست (د یهودو ټولوژنه) په وروستۍ څپه کې د ګاز خونې ته ولېږل شو. د هغه اثار تر ډېره وروسته په شلمه پېړۍ کې هغه مهال بیا کشف شول چې په فرانسه او رومانیا دواړو کې د علمي څېړنو او عامه تجسس موضوع شوه. په وروستي یاد شوي هېواد کې د مینې دغې احیا د کاپي‌رایت/ حقونو پر سر لانجه راپورته کړه.

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

فوندن د مولداوي په فرهنګي پلازمېنه لاسي کې د ۱۸۹۸ کال د نوامبر په ۱۴مه زېږېدلی، خو د هغه د ۱۶کلنۍ په ورځنیو یادښتونو کې د هغه د زوکړې رسمي ورځ د نوامبر ۱۵مه ثبت شوې.  فوندن د ایساک وشلر او د هغه د مېرمنې ادلا (چې کورنی نوم یې شوارتز فلد) یوازینی زوی و، هغو د لینا (زوکړه ۱۸۹۲) او رودیکا (زوکړه ۱۹۰۵) په نوم دوه لوڼې هم لرلې چې دواړه اداکارانې وې. وکسلر د هرتسا سیمې اوسېدونکی یهودي سړی و چې نیکونه یې د فوندوایا ملکیت (چې وروسته شاعر د خپل لاسلیک د اساس په توګه کارولی) کې زېږېدلي وو. ادلا له یوې روڼ‌اندې کورنۍ څخه وه چې په ښاري يهودي ټولنه کې يې د پام‌وړ نفوذ درلود: د هغې پلار شاعر بي.شوارتزفلډ د کتابونو د یوې ټولګې خاوند و، حال دا چې د هغه ترونو الیاس او موسی دواړو د انساني علومو په برخه کې فعالیت کاوه. ادلا په‌خپله د ایاسي د یهودي مخکښو روښانفکرانو او د قومي رومنیایانو سره ښه بلده وه او د جونیمیه ټولنې اړوند لیکوالانو سره یې د خپلو مخامختیاوو یادونه کړه. فوندن د موسی شوارتزفلد له طریقه د یو ادبي سړي سوسیالیست خبریال اورام ستورمن- رودیون سره اړیکه لرله چې له ادبیاتو سره یې د هلک مینه پیدا کړه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ځوان بنیامین یو لېوال لوستونکی و چې په لومړۍ درجه کې یې د رومانیايي ادبیاتو د کلاسیکو لیکوالانو (یون نکولس، میرون کوستین، دوسفتي، یون کرانګجا) دودپالو رومانیایانو (واسیل الکساندري، یون لوکا کاراګیاله، جورج کازبوک، میهای امینسکوی) او فرانسوي سمبولیستانو له اثارو سره مینه وه. په ۱۹۰۹ کال د لومړۍ درجې ښوونځي (چې د تری ایراري صومعې یوه ضمیمه وه) څخه فارغ شو، هغه د الکساندر بن په ثانوي ښوونځي کې شامل شو، چېرته چې هغه یو غوره زده‌کوونکی نه و.فوندن په ځوانۍ کې نارامه و (هغه داسې یادونه کوي چې خپله لومړنۍ د مینې اړیکه یې په ۱۲ کلنۍ کې له داسې نجلۍ سره تجربه کړه چې ۶ کاله تر هغه مشره وه)، فونډن تر ۱۴ کلنۍ مخکې دوه ځله د هغې په هېرولو کې پاتې راغی. [۸][۹][۱۰]

بنیامین خپل وخت د ښار او خپلې پلرنۍ سیمې ترمنځ ووېشه. وروستیو کلیوالو منظرو پر هغه ډېره اغېزه وکړه، چې د څو شعرونو له لارې یې د هغه په یاد کې د تل‌پاتې کېدو لار هواره کړه. ځوان فوندان د ټول مالداوي په شمال کې پراخ سفرونه وکړل او د بېلابېلو رومانیايي مېشتو سیمو د ساده نثري او شعري دودنو له لیکلو سره یې په فولکلورتیک کې خپل لومړی کار ترسره کړ. د هغه د ماشومتوب له ملګرو څخه بي. لوسېف و، له چاسره چې هغه د پادل ویچي په ګاونډیتوب کې خپل وخت تېر کړ او په راتلونکې کې د ییدیشي ژبې لیکوال شو. فوندن  په دې ترڅ کې له ییدیشي شاعر ایاکوب اشل ګروپر سره هم لیدنه وکړه – هغه مخامختیا چې د یهودیت او یهودي تاریخ په اړه یې د فوندن فکري لیدلوری جوړ کړ. فوندن هغه مهال خپلې کورنۍ او ملګرو د میلوسون (چې له میلون څخه د رومنیايي وري په معنا اخیستل شوی او ښايي د هغه ګڼو وېښتو ته په اشاره دا نوم ورکړل شوی) په نوم پېژانده. هغه دا نوم وروسته د غیر رسمي مستعار نوم په توګه وکاروه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

که څه هم فوندان وروسته ادعا وکړه چې د شعر لیکل یې په ۸ کلنۍ کې پیل کړي، د هغه لومړنۍ پېژندل شوی ګډون ۱۹۱۲ کال ته ورګرځي، چې د هغه خپل اثار او د اندره شنیر، ژوزف فریهر فون ایکندروف، هاینریش هاینه او هانري دو رګنیه په څېر لیکوالانو د اثارو ترجمې په‌کې شاملې وې. ځینې یې په هم‌هغه کال کې د ای.جي.اوفیر له مستعار نوم سره د فلورې البسترا په سیمه‌ییزه بیاکتنه کې خپرې شوې چې د اې.اېل.زیسو له‌خوا اداره کېده، نوموړی وروسته یو مخکښ ناول لیکونکی او صهیونیست سیاسي شخصیت شو. وروستیو څېړنو دا روښانه کړه چې د ۱۹۱۰ لسیزې ځینې نورې هڅې د فوندان او ګروپر تر منځ همکارۍ  ډله‌ییز شعر نمونې وې (داسې چې لومړني یاد شوي کس د دویم د شعر اغراض رومانیايي ته ژباړلي) فوندن همدارنګه په ۱۹۱۳ کال کې د زده‌کوونکو د یوې مجلې په سمونه کې د خپل لاس اېډت/سمول وازمویل، هغه خپله سرلیکنه په قلمي توګه د وان دویان له مستعار نوم سره لاسلیک کړه، خو یواځې د یوې په لاس لیکل شوې موضوع څو نسخې يې تولید کړې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Daniel, p. 595
  2. Daniel, pp. 596–597, 641, 643
  3. Daniel, p. 596
  4. کينډۍ:In lang Z. Ornea, "Iudaismul în eseistica lui Fundoianu" Archived 2016-04-03 at the Wayback Machine., in România Literară, Nr. 48/1999
  5. Daniel, p. 597
  6. Daniel, p. 597; Sandqvist, p. 355
  7. Daniel, pp. 596–597, 602
  8. کينډۍ:In lang Roxana Sorescu, "B. Fundoianu – anii de ucenicie" (II), in Observator Cultural, Nr. 501, November 2009
  9. Daniel, pp. 599, 602–603
  10. Daniel, pp. 598, 601. See also Tomescu (2006), p. 122
  11. Daniel, pp. 599–601
  12. Daniel, pp. 598–599
  13. Daniel, pp. 600–601
  14. کينډۍ:In lang Z. Ornea, "Iudaismul în eseistica lui Fundoianu" Archived 2016-04-03 at the Wayback Machine., in România Literară, Nr. 48/1999
  15. کينډۍ:In lang Roxana Sorescu, "B. Fundoianu – anii de ucenicie" (I), in Observator Cultural, Nr. 500, November 2009
  16. Daniel, p. 599
  17. Daniel, pp. 599, 601–602; Martin, p. VI
  18. کينډۍ:In lang Roxana Sorescu, "B. Fundoianu – anii de ucenicie" (II), in Observator Cultural, Nr. 501, November 2009
  19. کينډۍ:In lang Roxana Sorescu, "B. Fundoianu – anii de ucenicie" (I), in Observator Cultural, Nr. 500, November 2009
  20. Daniel, p. 603
  21. Daniel, pp. 602–603