بنجامين فرانکلين
بنجامين فرانکلين (۱۷۰۶ ز د جنورۍ ۱۷ – ۱۷۹۰ ز د اپريل ۱۷) يو امریکايي علامه و چا چې د لیکونکي، ساينسپوه، مخترع، سياست پوه، ديپلومات، چاپوونکي، خپروونکي او سياسي فيلسوف په توګه کار کړی دی. د هغه مهال د مخکښو روښانفکرانو په منځ کې فرانکلين د متحده ايالاتو يو له بنسټ اېښودونکو څخه و. هغه د متحده ايالاتو د خپلواکۍ اعلاميې لیکونکی او لاسليک کوونکی و او د متحده ايالاتو د ډاکخانې لومړی عمومي مشر و. د ساينس پوه په توګه، د برېښنا د کشف او په دې اړوند د اندونو له امله، هغه د امريکايي روښنايي او فزيک د تاريخ يوه مرکزي څېره وه. د کشاف (لوڅاو) په توګه، د نورو اختراعاتو تر څنګ هغه د تندر د ميل، غبرګ لیداو فرانکلين نغري د جوړولو له امله شهرت موندلی. هغه ډېرې مدني ادارې جوړې کړې، چې په هغې کې د کتابتون شرکت، د فيلاډيلفيا د اور لومړۍ اداره او د پنسيلوانيا پوهنتون شامل دي. دا چې فرانکلين تر ټولو دمخه د مستعمرو د اتحاد په اړه د لومړيو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له امله د «لومړی امريکايي» لقب ګټلی و، نوموړي دا هلې ځلې په لندن کې هغه مهال پيل کړې وې چې، هلته يې د لیکوال او د ګڼو مستعمرو لپاره د وياند په توګه دنده پر مخ وړله. فرانسې ته د متحده ايالاتو د لومړي سفير په توګه، نوموړی د نوي راڅرګندېدونکي امريکايي ملت بېلګه وړاندې کړه. فرانکلين د امريکايي اخلاقو په تعريف کې بنسټيزه ونډه درلوده، په دې ډول چې هغه يې د اقتصاد، سخت کار، علم، ټولنې د روح، په خپله د ادارې بنسټونو، د سياسي او ديني زورواکۍ سره مخالفت، د علمي او روښانتيا په موخه د زغم د ارزښتونو يوه ګډوله بلله. د تاريخ پوه «هينري سټيل کاميجر»په وينا: «په فرانکلين کې له زيانونو پرته د مسيحيانو سپېڅلی مذهب او له تودوخې پرته د روښانتيا رڼا يوځای شوي وو».د «والتر ايزکسن» په وينا: همدې چارې فرانکلين «د خپل وخت تر ټولو بشپړ امريکايي او د هغه ډول ټولنې په رامنځ ته کولو کې تر ټولو زيات اغېزناک شخص ګرځولی و، له کومې ټولنې به چې امريکا جوړېده».[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
فرانکلين په فلاديلفيا کې د ورځپاڼې تر ټولو بريالی مشر او چاپوونکی شو، فلاديلفيا چې هغه مهال په مستعمرو کې مخکښ ښار و، فرانکلين هلته د پنسلوانيا مجله په دروېشت کلنۍ کې چاپوله. هغه د دې ورځپاڼې او «پور ريچارډ» په نوم د کلنۍ په چاپولو سره شتمن شو، کوم چې هغه د «ريچارډ ساونډرز» په مستعار نوم ليکلی و. له ۱۷۶۷ز کال وروسته، له پنسلوانيا کرونيکل سره يو ځای شو، هغه ورځپاڼه چې د انقلابي احساساتو لرلو، د بریتانيې پر پارلمان او واکمن تاج او تخت پر سياستونو د نیوکو له کبله مشهوره وه. [۸][۹][۱۰]
هغه د فلاډيلفيا د اکاډمۍ او پوهنځي لومړی رئيس او بنسټ اېښودونکی و، کوم چې په ۱۷۵۱ز کال کې جوړه شوې او وروسته د پنسلوانيا په پوهنتون بدله شوه. هغه امريکايی فلسفي ټولنه جوړه او لومړی منشي يې شو او په ۱۷۶۹ز کال کې يې د رئيس په توګه وټاکل شو. فرانکلين د څو مستعمرو د استازي په توګه په لندن کې د هغو هڅو د مشرۍ پر مهال په امريکا کې د ملي اتل په توګه وپېژندل شو، په کومو کې چې کوښښ کېده، د لويې بریتانيې پارلمان اړ کړي، څو نا منلی د سټمپ قانون لغوه کړي (هغه قانون چې بریتانيې د امريکايي مستعمرو څخه زيات ماليات راټولول). فرانکلين چې يو پوه او بشپړ ديپلومات و، د پاريس لپاره د يوه امريکايي وزير په توګه د فرانسويانو په منځ کې په پراخه کچه ستايل کېده او د فرانسې او امريکا د مثبتو اړيکو په پراختيا کې يو مهم شخص و. د امريکا انقلاب لپاره له فرانسې څخه د مهمو تجهيزاتو د انتقال په خونديتابه کې د هغه هڅې ډېرې مهمې وې.
هغه ته د ۱۷۵۳ز کال د اګست مياشتې په لسمه نېټه د برتانيې د مستعمرو د ډاکخانو د مشر مرستيال په توګه ترفيع ورکړل شوه، په داسې حال کې چې د کلونو لپاره يې د فلاډيلفيا د پوسته خانې/ډاکخانې د مشر په توګه دنده تر سره کړې وه، دې چارې هغه سره مرسته وکړه چې د اړيکو لومړۍ شبکه جوړه کړي. هغه په ټولنيزو چارو او د مستعمرو او ايالتي سياستونو تر څنګ په ملي او نړيوالو چارو کې فعال و. له ۱۷۸۵ څخه تر ۱۷۸۸ز کال پورې هغه د پنسلوانيا د والي په توګه کار وکړ. نوموړي په لومړي سر کې مريان درلودل او د مريانو کاروبار يې کاوه، خو د ۱۷۵۰ز مو کلونو په وروستيو کې يې د مرئيتوب پر ضد بحثونه پيل کړل او د مريئتوب لغوه کوونکی شو او په امريکايي ټولنه کې يې د افريقايي-امريکايانو د ادغام او د هغوی زده کړې ته کار وکړ. [۱۱]
د ساينسي او سياسي لاسته راوړنو په برخه کې د هغه ژوند او ميراث او د امريکا د جوړونکو کسانو له ډلې د يوه اغېزناک امريکايي په توګه د هغه حيثيت ته په کتنې سره د پنځوسو سنټو په ټوټه، په سل ډالري پاڼه، جنګي بېړيو او د ډېرو ښارګوټو، ولسواليو، تحصیلي ادارو او شرکتونو، همدا راز په ډېرو کلتوري مراجعو کې او په بيضوي شکل دفتر کې د هغه په يو انځور سره د فرانکلين له مرګ دوه پېړۍ وروسته هم د هغه درناوی کېږي.
اصل او نسب
[سمول]د بنجامين فرانکلين پلار جوزا فرانکلين وازده پلورونکی، صابون پلرونکی او شمع جوړونکی و. جوزا فرانکلين د ۱۶۵۷ز کال د ديسمبر په دروېشمته نېټه د انګلستان د «نارت همپتونشاير» په «اکتون» کې زېږېدلی و، د پښ او کروندګر توماس فرانکلين او جين وايټ زوی و. د بينجامين پلار او د هغه څلور واړه نيکونه په انګلستان کې زېږېدلی و. [۱۲]
جوزا فرانکلين له دوو مېرمنو څخه ټول ولس بچيان درلودل. هغه په شا او خوا ۱۶۷۷ز کال کې له «ان چايلډ» سره په اکتون کې واده وکړ او په ۱۶۸۳ز کال کې له هماغې سره بوسټن ته کډوال شو؛ له کډوالۍ مخکې دوی درې بچيان درلودل، له کډوالۍ وورسته يې څلور نور بچيان وزېږېدل. د هغې له مرګ وروسته، جوزا د ۱۶۸۹ز کال د جولای په نهمه نېټه له «ابيا فولګر» سره واده وکړ، دا واده په «اولډ ساوته ميټينګ هاوس» کې د مذهبي ملا «سمويل ويلارد» په واسطه تر سره شو او له دې مېرمنې يې لس بچيان درلودل. بنجامين د دوی اتم بچی و، د جوزا فرانکلين پنځلسم اولاد او په زامنو کې يې لسم او تر ټولو کشر و.
د بنجامين فرانکلين مور«ابيا» د ۱۶۶۷ز کال د اګست په پنځلسمه نېټه د «ماساچوسټ بي» مستعمرې په «نانتاکت» کې زېږېدلې وه، د هغې پلار پيټر فولګر يو ژرندګړی او د ښوونځي ښوونکی و، مور يې «ماري مورل فولګر» يوه قراردادي خدمه وه. ماري فولګر د «پورټين» له کورنۍ سره اړيکې درلودې، دا کورنۍ له لومړيو هغو سیلانیانو څخه وه، کوم چې د مذهبي ازادۍ په موخه ماساچوسټ ته وتښتېدل او له هغه وروسته چې د انګلستان پاچا لومړي چارلز د پوريټانو ځورول پيل کړل دا کورنۍ په ۱۶۳۵ز کال کې بوسټن ته روانې شوې. د هغې پلار «پيټر» يو ډول باغي و چې د مستعمرې امریکا بدلون يې په نظر کې نيولی و. کله چې د محکمې مامور و، هغه مهال په زندان کې واچول شو، کله يې چې د ځمکو د شتمنو څښتنانو سره په لانجه کې د منځنۍ طبقې دوکاندارانو او صنعتکارانو په دفاع کې د سيمه یيز قاضي څخه سرغړونه وکړه. [۱۳]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]بوسټن
[سمول]فرانکلين د ماساچوسټ د «بوسټن» په «ملک سټريت» کې د ۱۷۰۶ز کال د جنورۍ په اولسمه نېټه زېږېدلی و او مذهبي غسل په «اولډ ساوت ميټينګ هاوس» کې ورکړل شوی و. د چارليس سمندر په څنډه سترېدونکي ماشوم فرانکلين يادونه کوي چې «هغه به زیاتره د هلکانو په منځ کې مشر و». [۱۴]
د فرانکلين پلار غوښتل چې هغه په مذهبي ښوونځي کې زده کړې وکړي، خو يوازې دومره پيسې يې درلودې چې هغه د دوه کلونو لپاره ښوونځي ته واستوي. هغه د بوسټن لاتين ښوونځي کې زده کړې وکړې، خو له دې ښوونځي فارغ نه شو؛ هغه خپلو زده کړو ته په لېوالتيا سره د لوستلو له لارې دوام ورکړ. سره له دې چې د هغه مور او پلار به کليسا د يوې دندې په توګه يادوله، په لس کلنۍ کې د فرانکلين لپاره د هغه زده کړې پای ته ورسېدې. يوه موده يې د خپل پلار لپاره کار وکړ او په دولس کلنۍ کې د خپل ورور جيمز شاګرد شو، ورور يې په چاپ ځای کې کار کاوه او بينجامين ته يې د چاپ سوداګري ورزده کړه. د بنجامين په پنځلس کلنۍ کې د هغه ورور جيمز د نيو انګلينډ کورانټ په نوم ورځپاڼه جوړه کړه، کومه چې لومړۍ امريکايي ورځپاڼه وه. [۱۵]
کله چې بنجامين ورځپاڼې ته د خپرېدو لپاره د يو ليک د لیکلو پر مهال رد شو، فرانکلين د «سايلينټ ډاګوډ» مستعار نوم د ځان لپاره غوره کړ، دا د منځني عمر لرونکې يوې کونډې نوم و. د اغلې ډاګوډ ليکونه خپاره شول او په ښار کې د بحث موضوع وګرځېده. نه جيمز او نه د کورانت لوستونکي له دې درغلۍ څخه خبر وو او جيمز هغه مهال له خپل ورور نه خپه و، کله چې روښانه شوه چې د هغه مشهور همکار د هغه کوچنی ورور دی. فرانکلين د عمر له لومړيو کلونو څخه د بيان د ازادۍ پلوی و. کله چې د هغه ورور په ۱۷۲۲ز کال کې د داسې توکو د خپرولو له امله، درې اونۍ بندي شو ،چې د والي خوښ نه و، ځوان فرانکلين د ورځپاڼې واک په لاس کې واخيست او (د کاتو د لیکنو په رانقلولو سره) اغلې ډاګوډ اعلان وکړ: «د اند «فکر» له آزادۍ پرته د هوښيارۍ په نوم کوم شی نه شته او د بيان له آزادۍ پرته د عامه خپلواکۍ په نوم کوم شی نه شته». فرانکلين د خپل ورور له اجازې پرته دا شاګردي پرېښوده او په دې کار سره فراري شو.[۱۶][۱۷]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Encyclopædia Britannica, Wood, 2021
- ↑ "Inventor". The Franklin Institute. خوندي شوی له the original on March 5, 2007. بياځلي په April 25, 2012.
- ↑ Burt, Nathaniel (1999). The Perennial Philadelphians: The Anatomy of an American Aristocracy. University of Pennsylvania Press. p. 142. ISBN 978-0-8122-1693-6.
- ↑ Isaacson, 2004, p. کينډۍ:Page number
- ↑ H.W. Brands, The First American: The Life and Times of Benjamin Franklin (2000)
- ↑ Isaacson, 2004, p.491
- ↑ Isaacson, 2004, pp.491–492
- ↑ Brands, H.W. (2010). The First American: The Life and Times of Benjamin Franklin. p. 390. ISBN 9780307754943.
- ↑ Charles A. Goodrich (1829). Lives of the Signers to the Declaration of Independence. W. Reed & Company. p. 267. بياځلي په June 7, 2013.
- ↑ "William Goddard and the Constitutional Post". Smithsonian National Postal Museum. بياځلي په October 19, 2010.
- ↑ "Benjamin Franklin, Postmaster General" (PDF). United States Postal Service. بياځلي په May 29, 2021.
- ↑ Huang, Nian-Sheng (2000). "Franklin's Father Josiah: Life of a Colonial Boston Tallow Chandler, 1657–1745". Transactions of the American Philosophical Society. 90 (3): i–155. doi:10.2307/1586007. JSTOR 1586007.
- ↑ Isaacson, 2004, p.14
- ↑ Isaacson, 2004, p. 16
- ↑ —— (1901) [1771]. "Introduction". Autobiography of Benjamin Franklin. Macmillan's pocket English and American classics. New York: Macmillan. p. vi. ISBN 9780758302939. بياځلي په February 1, 2011.
- ↑ Isaacson, 2004, p. 32
- ↑ Carl Van Doren, Benjamin Franklin. (1938).