بشپړه ځلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا هغې شمېرې ته ویل کېږي چې د یوه هسکني توکي د ځلا سمه او رښتیانۍ درجه را ښيي. په دې کې د واټن یا لیرې‌والي له کبله د رڼا تتېدل نه راځي. د یوه ستوري بشپړه ځلا دې ته وايي چې که هماغه ستوری لس پارسکه (parsecs) لیرې وي نو څومره ځلا به ولري. د یوې سیارې، سیاره‌وزمې (asteroid) او لکیورې (comet) بشپړه ځلا بیا دې ته وايي چې که په دې کې هر توکی له لمر او ځمکې دواړو څخه یو ستورپوهنیز یوون (یانې ۱۴۹،۶ ملیون کیلومټره) واټن ولري او ټیکلي (discs) یې هم په بشپړډول روښانه وي، نو څومره څرګنده ځلا (apparent magnitude) به ولري.