بشري حقوق په ترکیه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۸۲ کال د اساسي قانون د ۹۰ مادې پر بنسټ، په ترکیه کې بشري حقونه د نړیوالو قوانینو د بېلابېلو تړونونو پر مټ خوندي دي، چې د کورنیو قوانینو په پرتله لومړیتوب لري. ترکیې تر ۲۰۰۰ کال پورې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون (ICCPR) د لاسلک نکړ. خو اوس مهال، ترکیه د ملګرو ملتونو د ۱۸ نړیوالو بشري حقونو د تړونونو له ډلې د ۱۶ غړیتوب لري. له اروپايي ټولنې سره د خبرو اترو لپاره د بشري حقونو موضوع خورا ارزښتناکه ګڼل کېږي. د بشري حقونو په سختو ستونزو کې په ځانګړې توګه په ترکیه کې د کردانو وضعیت تر بحث لاندې دی. د کرد-ترکیې شخړې په تېرو کلونو کې د پراخو بشري حقونو د سرغړونو لامل شوې دي. په دې هېواد کې د ژوند، شکنجې، د بیان د ازادۍ او همدارنګه د مذهب، غونډو او ټولنو پر ازادۍ بحثونه روان دي. [۱][۲]

د ترکیې د بشري حقونو بنسټ په ۲۰۰۹ کال کې، دوه راپورونه خپاره کړل چې د بشري حقونو د سرغړونو په ګډون د شکنجې، ناوړه چلند او په زندان کې د کوچنیو ډلو د جلا کولو په اړه معلومات وړاندې کوي. د ۱۵ کلنې پوځي واکمنۍ په موده کې راپورونو په توقیف کې د ۴۱۹ تنو وژل مستند کړي او یوازې په ۲۰۰۸ کال کې په زندان کې د ۳۹ تنو وژنه ثبت شوې ده. د رسنیو د آزادۍ په وړاندې د بېړني واک په حالت کې کړکېچ زیات شوی چې زیاتره خبریالان نیول شوي او په زندانونو کې ساتل شوي، رسنۍ د تروریزم، "دولت ضد کړنو" او "ترکیې ته د سپکاوي" یا اسلام ته "سپکاوي" په تورونو د دولت لخوا تړل شوي یا یې کنټرول اخستل شوی دی.  [۳][۴][۵]

ترکیه لا هم هغه قوانین ساتي چې غیر ډیموکراټیک یا استبدادي ګڼل کېږي، لکه په مورنۍ ژبه د لږکیو لومړنۍ زده کړې مخنیوی. که څه هم ترکیې ICCPR لاسلیک کړی دی، کردان چې د هېواد ترټولو لوی لږکي دي او د نفوس یې ۱۵٪ سلنه دی، د خپل برخلیک په اړه د پرېکړې حق نلري. د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې، ملګرو ملتونو د ترکیې حکومت د کردانو د توکمیز اقلیت په وړاندې "په پراخه له منځه وړنه، وژنو او یو شمېر نورو سختو بشري سرغړونو" تورن کړ. [۶]

د بشري حقونو نړوال قانون ته ژمنتیا [سمول]

د بشري حقونو په د ترکیې جمهوریت اړه بېلابېلې ژمنې کړې دي، چې ځینې یې د ۱۹۸۲ کال د ترکیې په اساسي قانون کې وړاندې شوې دي، چې په دوهمه برخه کې یې د "بنسټیزو حقونو او آزادیو" لکه د ژوند حق، د شخصي خوندیتوب او د ملکیت حق تضمین شوی دی. د دې تر څنګ ترکیې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي چې په لاندې جدول کې ښودل شوي دي:[۷]


د بشري حقونو نړیوال قانون


د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال تړون  


د ۲۰۰۰ کال د اګست ۱۵ (لاسلیک شو)


د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون  


د ۲۰۰۰ کال د اګست ۱۵ (لاسلیک)، د ۲۰۰۳ کال د سپټمبر ۲۳ (تصویب)


د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون په اړه اختیاري پروتوکول


د ۲۰۰۴ کال د فبروري ۳

Key: s for signature; r for ratification; a for accession


د ښځو بشري حقوق


د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون


د ۱۹۸۵ کال د ډسمبر ۲۰ (الحاق)


د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون ته اختیاري پروتوکول


د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر ۸ (لاسلیک)،

د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په ۲۹ (تصویب)


د نړیوالو سازمان شوو جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون


د ۲۰۰۰ کال د ډسمبر ۱۳ (لاسلیک)،

د ۲۰۰۳ کال د مارچ ۲۵ (تصویب

Key: s for signature; r for ratification; a for accession


د شکنجې، بد چلند او ورکېدو پر وړاندې خوندیتوب  


د شکنجې او غیر انساني یا سپک چلند یا مجازاتو د مخنیوي په اړه د اروپا کنوانسیون


د ۱۹۸۸ ز کال د جنوري ۱۱ (لاسلیک)،

د ۱۹۸۸ ز کال د فبروري په ۲۶ (تصویب)


د شکنجې او غیر انساني یا سپک چلند یا مجازاتو د مخنیوي په اړه د اروپا کنوانسیون ته لومړۍ ګڼه پروتوکو


دوهم نوملړ = د ۱۹۹۵ کال د مې ۱۰ (لاسلیک)، د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر ۱۷ (تصویب)


د شکنجې او غیر انساني یا سپک چلند یا مجازاتو د مخنیوي په اړه د اروپا کنوانسیون ته دوهمه ګڼه پروتوکو


د ۱۹۹۵ کال د مې ۱۰ (لاسلیک)، د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر ۱۷ (تصویب)


د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر انساني یا سپک چلند یا مجازاتو پروړاندې کنوانسیون


د ۱۹۸۸ کال د جنوري ۲۵ (لاسلیک)، د ۱۹۸۸ کال د اګست ۲ (تصویب)

Key: s for signature; r for ratification; a for accession


ترهګري او بشري حقوق


د یرغمل نیولو په وړاندې نړیوال کنوانسیون


د ۱۹۸۹ کال د اګست ۱۵ (الحاق)


د د ترهګریزو چاودنو د ځپلو په اړه نړیوال کنوانسیون


د ۱۹۹۹ کال د مې ۲۰ (لاسلیک)، د ۲۰۰۲ کال د مې ۳۰ (تصویب


د ترهګرۍ د تمویل د ځپلو نړیوال کنوانسیون


د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۲۷ (لاسلیک)، د ۲۰۰۲ کال د جون ۲۸ (تصویب)


د الوتکو د غیرقانوني برمته کولو په اړه نړیوال کنوانسیون


د ۱۹۷۰ کال د ډسمبر ۱۶ (لاسلیک)، د ۹۱۷۳ کال د اپرېل ۱۷ (تصویب)


د نړیوالو خوندي اشخاصو په وړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو نړیوال کنوانسیون


د ۱۹۸۸ کال د مارچ ۶ (تصویب)

Key: s for signature; r for ratification; a for accession


سیمه ییز کنوانسیونونه


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې کنوانسیون (اروپایي)


د ۱۹۵۰ کال د نومبر ۴ (لاسلیک)،

د ۱۹۵۴ کال د مې ۱۸ (تصویب


د بشری حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې د کنوانسیون په اړه پروتوکول


د ۱۹۵۲ کال د مارچ ۲۰ (لاسلیک)، د ۱۹۵۳ کال د جون ۲۲ (تصویب)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته دوهمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۶۳ کال د مې ۶ (لاسلیک)، د ۱۹۶۸ کال د مارچ ۲۵ (تصویب)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته دریمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۶۳ کال د مې ۶ (لاسلیک)، د ۱۹۶۸ کال د مارچ ۲۵ (تصویب)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته څلورمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۶۲ کال د اکتوبر ۱۹

Key: s for signature; r for ratification; a for accession


د بشري حقونو په اړه د اروپایي کنوانسیون له ۵ تر ۸ پروتوکولونه


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته پنځمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۷۱ کال د مې ۱۴ (لاسلیک)، د ۱۹۷۱ کال د ډسمبر ۲۰ (تصویب)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته شپږمه ګڼه پروتوکول


د ۲۰۰۳ کال د جنوري ۱۵ (لاسلیک)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته اومه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۸۵ کال د مارچ ۱۴


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته اتمه ګڼه پروتوکول


د ۱۸۸۶ کال د فبروري ۴ (لاسلیک)، د ۱۹۸۹ کال

Key: s for signature; r for ratification; a for accession


د بشري حقونو په اړه د اروپایي کنوانسیون له ۹ تر ۱۲ پروتوکولونه


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته نهمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۹۰ کال د نومبر ۶ (لاسلیک)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته لسمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۹۶ کال د جنوري ۲۸ (لاسلیک)، د ۱۹۹۸ کال د مې ۵ (تصویب)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته یولسمه ګڼه پروتوکول


د ۱۹۹۶ کال د جنوري ۲۸ (لاسلیک)، د ۱۹۹۸ کال د مې ۵ (تصویب)


د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۰ کال اروپا کنوانسیون ته دولسمه ګڼه پروتوکول


د ۲۰۰۰ کال د نومبر ۴ (لاسلیک)

Key: s for signature; r for ratification; a for accession
  • د بشري حقونو نړواله اعلامیه په ۱۹۴۹ کال کې لاسلیک شوه [۸]
  • د • د بشري حقونو د اروپا کنوانسیون (1954) ترکیه د اروپا د بشري حقونو محکمې (ECtHR) تر واک لاندې راولي. په 1987 کې، ترکیې د ECtHR (د بشري حقونو په اړه د اروپا کنوانسیون 25 ماده = ECHR) ته په انفرادي ډول د پلي کولو حق ومنلو او په 1990 کې د ECHR د 46 مادې له مخې د بشري حقونو د اروپا محکمې اجباري واک په رسمیت وپیژنده.[۹]

د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په میاشت کې د اروپایی ټولنې د پراختیا کمیسیون د ترکیې په اړه داسې وویل:  

د بشری حقونو د نړیوال قانون د رعایت په برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی. خو د بشري حقونو په اړه د اروپا محکمې د ځینو پرېکړو پلي کول چې تقنیني تعدیلاتو ته اړتیا لري د څو کلونو په اوږدو کې ځوړندې پاتې دي. د بشری حقونو د اداري چوکاټ د پیاوړتیا لپاره لا زیاتو هڅو ته، په ځانګړې توګه د بشری حقونو د خپلواکې ادارې او د دولت پروړاندې د شکایتونو د څېړنې د رامنځته کولو لپاره، اړتیا لیدل کېږي. [۱۰]

د اروپا د شورا عمومي منشي توربجورن جګلنډ، د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په ۱۸ نېټه د ترکیې د عدلیې له وزیر عبدالحمید ګل سره په ټیلیفوني اړیکه کې په ترکیه کې د نیول شویو بشري حقونو د فعالانو د خلاصون غوښتنه وکړه. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Arat, Zehra F. Kabasakal (1 January 2011). Human Rights in Turkey. University of Pennsylvania Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0812201147 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The info was achieved through [۱]; accessed on 11 January 2022
  3. The report of Amnesty International on Prosecution of Religious Activists was published in November 1987
  4. "Russia, China and Turkey top yearly list of music freedom violations". freemuse.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Turkey". freedomhouse.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Section, United Nations News Service (10 March 2017). "Turkey: UN report details allegations of serious rights violations in country's southeast". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The information was taken from a page of the University of Minnesota; accessed on 10 September 2009
  8. Report of State Party – Turkey by the Office of the United Nations High Commissioner of Human Rights, 2001 – See section 84
  9. "Mentioned in Resolution 985 (1992) reproduced as a word-file on insanhaklarimerkezi.bilgi.edu.tr, accessed September 10, 2009". د اصلي آرشيف څخه پر August 18, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 2, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Council of Europe head calls on Turkey's minister for release of human rights activists - World News". Hürriyet Daily News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)