برېښنایي مرمري سکيټ کب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
برېښنایي مرمري سکيټ کب
Torpedo marmorata
Torpedo marmorata2.jpg
Torpedo marmorata rangemap.png
مملکه ژوی
عمومي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
ځانتياوي بڼې غضروفي کبونه
ډله سکيټ کبان

برېښنایي مرمري سکيټ کب (په لاتين: Torpedo marmorata) د غضروفي کبانو څخه یو سکيټ کب دي چی په اروپايي سمندرونو کی ژوند او ښکاري کوي. نوموړي کب برېښنایی انرجي جوړوي چی د ښکارولو لپاره کاروي. برېښنايي مرمري سکيټ کب په ځانگړي ډول د اتلانتيک سمندر په ختيځي برخو کی ژوند کوي خو ځيني سکيټ کبان په متوسط سمندر کی هم شته.

پېژندنه[سمول]

برېښنایی مرمري سکيټ کب څیرونکي ژوي دي چی بدن یی د ټيکلي شکل لري. پوستکي یی نسواري رنگ او نس یی سپين رنگ لري. اوږدوالي یی د ۶۰ سانتيمترو څخه تر ۸۰ سانتيمترو پورې وي. وزن یي ۲ کیلوگرامو څخه تر ۵ کيلوگرامو پورې دي. په خوله کی تېرو غاښونو لري. د بدن په مخکني برخه کی خاصي غړي لري چی بريښنايي جريان (220V) جوړوي. نوموړي سکيټ کب کوچني کبان او بې شمېری زوي ښکاروي.