برېښنایي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیجیټل تاریخ د تاریخي تحلیلونو، پریزنټشن او څیړنې لپاره دبرېښنایي رسنیو کارولو ته وایي . ډیجیټل تاریخ دډیجیټل انساني نوښتونو یوه څانګه ده او دکمیتی تاریخ ، کلیومیټریک ، او کمپیوټینګ توسیع بلل کیږي . ډیجیټل تاریخ په عامه توګه یوساده برېښنایي تاریخ دی چي په ابتدايي توګه دتاریخي منځپانګو سره د آنلاین لیدونکو په ښکیلتیا پورې اړه لري، یا دډیجیټل څیړنو هغه میتودونه چي علمي څېړني ته پراختیا ورکوي . د ډیجیټل تاریخ محصولات پدې شیانوکي شتون لري لکه: ډیجیټل آرشیفونه ، آنلاین پریزنټشنونه ، د معلوماتو لیدونه ، متقابله نقشه ، مهال ویشونه ، آډیو فایلونه ، او مجازی نړۍ ترڅو تاریخ پوهانو ته د لاسرسي وړ وي. د ډیجیټل تاریخ وروستی نړیوالي پروژې پرخلاقیت ، همکارۍ، تخنیکي نوښت ، د متن کان کیندنې ، کارپس ژبپوهني، د شبکې تحلیل ، 3D ماډلینګ ، او لوی ډیټا تحلیل باندي راڅرخي . د دې سرچینو په کارولو سره، کاروونکي کولای سي په چټکۍ سره نوي تحلیلونه رامینځته کړي ترڅو دموجوده تاریخونو سره اړیکي ونیسي، پراختیا ورکړي او ژوندي تاریخ ته یې انتقال اوځای پرځای کړي .