برېښنايي څراغ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

برېښنايي څراغ یا الکټریکي لایټ هغه وسیله ده چې له الکټریکي یا برېښنايي ځواک څخه د لیدلو وړ رڼا تولیدوي. دا د مصنوعي رڼا تر ټولو معمول ډول دی او د اوسنۍ ټولنې اړتیا ده چې د ماښامنیو او شپنیو فعالیتونو پر مهال ودانیو ته داخلي او بېرونۍ رڼا برابروي. په تخنیکي لحاظ هغه د بدلولو وړ توک یا عنصر چې له برېښنا څخه رڼا تولیدوي، لامپ بلل کېږي. لامپونه معمولاً یو داسې تل یا بنسټ لري چې له سرامیک، فلز، ښیښې یا پلاستیک څخه جوړ وي او په مرسته یې لامپ د یوه څراغ یا لایټ په ساکټ کې ټینګېږي. ساکټ ښايي له برېښنا یا برق سره د یوه پېچي مزي، دوو فلزي سنجاقونو یا مېخونو او دوو فلزي سرپوښونو په مرسته ونښلېږي.[۱][۲][۳]

برېښنايي څراغونه درې اصلي ډولونه لري. یو ډول یې ګرمېدونکي څراغونه دي چې د الکتریکي جریان په مرسته ګرمېږي او رڼا تولیدوي، بل ډول یې ګازي لامپونه دي چې د ګاز په مرسته د یوې الکتریکي لیندۍ له لارې رڼا تولیدوي چې بېلګه یې فلورسنټ لامپونه دي، او درېیم ډول هغه اېل.اې.ډي لامپونه دي چې په یوه نیمه هادي کې د الکترونونو د جریان له لارې رڼا تولیدوي.

تر دې وړاندې چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې الکتریکي روښنايي عامه شي، خلکو به له شمعو، ګازي څراغونو، د تېلو له لامپونو او اور څخه استفاده کوله. انګرېز کیمیاپوه «همافري ډېوي» په ۱۸۰۲ کال کې لومړنی ګرمېدونکی ګروپ جوړ کړ او ورپسې په ۱۸۰۶ کال کې لومړنی الکتریکي قوسي څراغ یا لایټ جوړ شو. په ۱۸۷۰یمه لسیزه کې د ډیوي قوسي لامپ په بریالیتوب سره سوداګریز شو او د ډېرو عمومي ځایونو د روښانولو لپاره وکارول شو. د «جوزف سوان» او «توماس ادیسون» د هڅو په پایله کې ګرمېدونکي لامپونه د ۱۸۸۰یمې لسیزې په جریان کې په پراخ ډول د لاسرسي وړ وو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې په بشپړ ډول د الکتریکي قوسي لامپونو ځای ونیو.[۴][۵][۶][۷]

ډولونه[سمول]

ګرمېدونکي ګروپونه[سمول]

په ګرمېدونکي لامپ کې الکتریکي جریان د تنګستن په نامه له یوه پېچ لرونکي جسم څخه تېرېږي. دا ګروپونه په ۱۹۲۰مه لسیزه کې سوداګریز شوي دي او په ۱۸۸۰ شاوخوا کال کې له کاربني رشته‌يي لامپونو څخه جوړ شوي دي.

دغه ګروپ ته د ورتلونکې انرژۍ تر ۳ سلنه کمه برخه پر رڼا بدلېږي. کابو ټوله ورتلونکې انرژۍ پر تودوخه بدلېږي چې د ګرمې هوا په موسم کې باید له ودانۍ څخه د ایرکنډېشن په مرسته وایستل شي او له همدې امله د ډېرې انرژۍ د مصرفېدو لامل کېږي. په سړه هوا کې، هغه مهال چې د ژمي په سړو او تیاره میاشتو کې تودوخې او روښنایۍ ته اړتیا وي، د تودوخې جانبي یا اړخیز تولید یې ارزښتناک دی. دغه ډول ګروپونه په ډېرو هېوادونو کې د انرژۍ د کمې اغېزناکتیا په دلیل له استفادې څخه د لوېدو په حال کې دي.

هالوجني لامپ[سمول]

هالوجني لامپونه تر سټنډرډ ګرمېدونکو لامپونو ډېر کوچني دي، ځکه چې د بریالي فعالیت لپاره د لامپ لپاره څه باندې ۲۰۰ سانتي ګراد درجې تودوخه اړینه ده. په همدې دلیل دغه ډول ګروپونه یو داسې لامپ لري چې له کوارټز یا الومینوسیلیکاټ څخه جوړ وي. دغه لامپ په یوه اضافي ښيښه‌يي لایه کې بند وي. بېرونۍ ښیښه یې د احتیاط لپاره ده، یعنې که د کار پر مهال داخلي پوښ وچوي، دغه ښیښه د دې لپاره ده چې د ماورای بنفش وړانګو خپرښت کم کړي او ګرمې ښيښې راونغاړي.

هغه لامپونه چې د ۱۲ یا ۲۴ واټه تولید لپاره جوړ شوي دی، د تارونو جوړښت یې نښتی دی چې د رڼا د کنترول لپاره ګټور دي. دغه لامپونه د غیر هالوجني لامپونو په نسبت ډېر وخت کار کوي او اغېزناکتیا یې زیاته ده. د عمر په اوږدو کې یې د رڼا تولید یا خروجي کابو ثابته پاتې کېږي.

فلورسنټ لامپ[سمول]

فلورسنټ لامپونه له یوه ښيښه‌يي نل یا ټیوب څخه جوړ شوي دي. د دغه ټيوب له لارې برېښنايي جریان د دې لامل کېږي چې ګازونه ماورای بنفش انرژي تولید کړي. د نلونو داخلي برخې د فاسفورس په مرسته پوښل شوې دي چې د ماورای بنفش فوتونونو د ټکرونو په پایله کې مرئي یا د لیدلو وړ رڼا تولیدوي. د دغو ګروپونو رڼا د ګرمېدونکو ګروپونو په نسبت ډېره زیاته ده. څومره رڼا چې ګرمېدونکي ګروپونه تولیدوي، د هماغومره رڼا د تولیدولو لپاره دا ګروپونه د هغوی شاوخوا څلورمه یا درېیمه برخه انرژي مصرفوي. د فلورسنټ د روښنايۍ د سیستمونو د رڼا معمولي خروجي له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ لومن پر واټ ده چې د ګرمېدونکو ګروپونو تر اغېزناکتیا څو برابره زیاته ده. د فلورسنټ ګروپونو وسایل د ګرمېدونکو ګروپونو په نسبت قېمته دي، ځکه چې د لامپ له لارې د جریان د تنظیم لپاره یوه بالاست ته اړتیا لري، خو د انرژۍ کم لګښت یې دغه لوړ لګښت جبرانوي. فلورسنټ ګروپونه د ګرمېدونکو ګروپونو په اندازو کې موجود دي او د انرژۍ په مصرف کې د سپما لپاره د یوه بدیل په توګه په کورونو کې کارول کېږي. دا چې دغه ډول ګروپونه سیماب لري، له همدې امله د خطرناکو ضایعاتو په ډله کې ډلبندي کېږي. د متحدو ایالتونو د چاپېریال ساتنې مرکز سپارښتنه کوي چې فلورسنټ ګروپونه باید له عمومي کثافت‌دانیو څخه جلا شي.[۸][۹]

اېل.اې.ډي لامپ[سمول]

دغه ډول ګروپونه له ۱۹۷۰یمې لسیزې راهیسې په مصرفي الکترونیکي وسایلو او غږیزو مسلکي تجهیزاتو کې د لارښودو څراغونو په توګه مشهور دي. په ۲۰۰۰مه لسیزه کې یې اغېزناکتیا او خروجي داسې حد ته ورسېده چې دا مهال د روښنایۍ په ډېرو مواردو لکه د موټرونو د مخې او برېک په څراغونو، فلش لایټونو او د بایسکېل په څراغونو کې کارول کېږي. هغه اېل.اې.ډي لامپونه چې د موټرونو په څراغونو کې کارېږي، تر ۱۰۰۰۰۰ ساعتونو پورې د اوږدمهالي کار په خاطر پېژندل کېږي، خو د روښنایۍ لپاره کارېدونکي ډولونه یې بیا کم عمر کوي.

کاربني قوسي لامپ[سمول]

کاربني قوسي ګروپونه د کاربني میلې له دوو الکټروډونو څخه جوړ شوي دي چې یو جریان محدودوونکی بالاسټ یې تأمینوي. الکتریکي قوس د میلو د سرونو په لمس کولو او بېرته جلا کولو سره حرکت کوي. بل قوس د میلو د سرونو تر منځ سپینه او ګرمه پلازما تولیدوي. دغه لامپونه د ګرمېدونکو لامپونو په نبست ډېره اغېزناکتیا لري، خو د کاربني میلو عمر یې کم دی او د استفادې پر مهال باید په پرله‌پسې ډول تنظیم شي، ځکه چې د شدیدې تودوخې له امله یې قوس سولېږي. دغه لامپونه ډېره اندازه ماورای بنفش وړانګې تولیدوي، په کور کې د کارولو پر مهال د هوا بدلولو ته اړتیا لري او دا چې ډېر تېز دي، اړتیا ده چې له مخامخ کتو یې ځانونه وژغورل شي.

دغه ډول ګروپ چې د لومړي ځل لپاره د ۱۸۰۵ کال په شاوخوا کې «هامفري ډيوي» اختراع کړ، لومړنی عملي الکتریکي څراغ و. په ۱۸۷۰یمه لسیزه کې د لویو ودانیو او واټونو د روښانولو لپاره سوداګریزه استفاده ترې وشوه، تر هغه مهاله چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې ځای ګرمېدونکو ګروپونو ونیو. کاربني قوسي ګروپونه په ډېره لوړه اغېزناکتیا سره کار کوي او ډېر زیاته اندازه سپینه رڼا تولیدوي. دغه لامپونه د رڼا نقطه‌يي سرچینه ده. دغه ډول ګروپونه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په کمو داسې ځایونو کې کارول کېدل چې دغه ډول ځانګړنو ته یې اړتیا لرله چې د فېلم پراجکټورونه او د سټېج رڼا اچونه یې د بېلګو په توګه یادولی شو.

سرچينې[سمول]

  1. Reisert, Sarah (2015). "Let There be Light". Distillations Magazine. 1 (3): 44–45. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Lamp". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Light bulb". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Freebert, Ernest (2014). The Age of Edison: Electric Light and the Invention of Modern America. Penguin Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-312444-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Guarnieri, M. (2015). "Switching the Light: From Chemical to Electrical" (PDF). IEEE Industrial Electronics Magazine. 9 (3): 44–47. doi:10.1109/MIE.2015.2454038. hdl:11577/3164116. S2CID 2986686. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Reisert, Sarah (2015). "Let There be Light". Distillations Magazine. 1 (3): 44–45. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Freebert, Ernest (2014). The Age of Edison: Electric Light and the Invention of Modern America. Penguin Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-312444-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Perkowitz, Sidney; Henry, A. Joseph (23 November 1998). Empire of Light:: A History of Discovery in Science and Art. Joseph Henry Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-06556-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. United States Environmental Protection Agency, OSWER (2015-07-23). "Hazardous Waste". US EPA. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)