برېښنايي ټېکنالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خبرتيايي ټكنالوژۍ پېژندنه بېلابېلو پوهانو په بېلابېلو ټكيو كې كړې ده. خو د يو ټوليز او جامع تعريف لپاره يې څو بېلگې وړاندې كوم:

•پخوا به مو ليكونه، پيغامونه، خبرتياوې (معلومات) د جارچيانو، قاصدانو، كوترو او پوستې له لارې استول راستول. خو، نن د كمپيوټري شبكې (لكه انټرنېت) او مخابراتي مزيو او كېبلونو له لارې ستاسې ليكونه د نړۍ په هر گوټ كې په څو ثانيو كې بل كمپيوټر ته استول كيږي، دغه راز استونه برېښليك (برېښناليك) يا electronic mail يا په لنډيز سره Email بلل كيږي.

•پخوا به مو بل ځاى له چا سره هممهالې خبرې اترې نشوې كولې. خو نن خپلې نظريې، افكار او خبرتياوې په عين وخت كې له خپل كمپيوټره په يو ډېر ليرې پراته ځاى كې له بل كمپيوټر سره د انټرنېټ له لارې شريكولاى شئ. داسې، چې تاسې خپلې خبرې پر خپل كمپيوټر ليكئ او مخامخ لوري يې په همغه وخت كې هلته لولي، بيا هغوى ليكي او تاسې يې دلته لولئ. دې ته برېښبنډار (chatting) وايي.

•پخوا به مو د يوې موضوع، مثلا د افغانستان د تاريخ په اړه معلومات غوښتل، ډېر كتابونه او كتابتونونه پسې لټول؛ خو د خپلې اړتيا وړ مواد نه موندل يا به مو له ډېر كړاو وروسته تر لاسه كړل. او يا به د رخصتۍ ورځ وه، كتابتونونه به بند وو، نه مو شواى كولى خپله څېړنه او تحقيق وكړئ. خو نن كمپيوټر روښانوئ، انټرنېټ ته ورځئ او وېبځيونه لټوئ، هغه كتابتون ته ورځئ، چې له انټرنېټ سره تړلى وي او د خپلې اړتيا وړ مواد په ډېره لږه موده كې ترې لاسته راوړئ. دغه چار وېبپلټنه (web searching) يا وېبلټونه (web browsing) بولي.

پخوا به مو اسعار بل ځاى ته د چا په لاس استول، خو نن د بانكونو تر منځ پيسو راكړه وركړه او لېږد رالېږد د كمپيوټرونو د شبكو، انټرنېټ او مخابراتي مزيو له لارې په ډېره اسانۍ كيږي. دغه عمل برېښلېږد (electronic transfer) بلل كيږي.

پخوا به مو خپل سوداگريز توكي پخپله او د نورو هغه به خپله راوړل. خو نن د سوداگريزو مالونو پېرل، پېرودل او لېږد رالېږد د كمپيوټرونو او انټرنېټ د اسانتياوو په مرسته كوئ. دې ته برېښسوداگري (electronic business) وايي.

پخوا به په جرگو، غونډو او ناستو كې د گډون لپاره سلگونه او زرگونه كيلو متره مزل كاوه. خو نن په يوه غونډه كې د بېلابېلا بېلو ښارونو او هېوادونو وگړي له مزله پرته برخه اخلي. د كمپيوټر، كمپيوټري شبكې او گڼوالو (digital) كامرو له لارې پېښه له انټرنېټ سره تړل كيږي او بيا د برېښنايي سيگنلونو له لارې ټولو گډونوالو ته ور رسيږي. دغه چار ته ويډيويي غونډه (video conferencing) وايي.

خبرتيايي ټكنالوژي همدا ده. د خبرتياوو همدغه لېږد رالېږد خبرتيايي ټكنالوژي بلل كيږي او د كمپيوټرونو، كمپيوټري شبكو، انټرنېټ، مخابراتي مزيو (كېبلونو) او نورو اړوندو وسيلو له لارې د خبرتياوو دغې اسانې، ساده او لږ بيې استونې او گډونې ته خبرتيايي ټكنالوژي وايي.


دا هم وگورۍ