برېښنايي نقلیه وسایط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

برېښنايي نقلیه وسایط هغه ډول وسایط دي چې د تګ په موخه له یو یا څو برېښنايي موتورونو څخه ګټنه کوي. دا کېدای شي خپله برېښنا د برېښنا له مزو، له نقلیه وسیلې بهر د برېښنا له منبع یا په خپلواکه بڼه د یوې بټرۍ څخه (چې ځینې مهالونه د لمریزې برېښنا د تختو، په برېښنا باندې د سون توکو اړونکو موتورونو او یا هم جنراتورونو پر مټ چارج کېږي) انرژي ترلاسه کړي. په دغه ډول نقلیه وسایطو کې پر سړک باندې ګرځېدونکي موټر، رېل ګاډي، د اوبو په سطحه بېړۍ او یا هم له هغو لاندې اوبتلونه، برېښنايي الوتکې او برېښنایي ستور مزلي شامل دي، خو دې ته محدود هم نه دي. پر سړک باندې ګرځېدونکو برېښنايي نقلیه وسایطو کې د اتومات چلېدنې، یو بل سره د اړیکې او مشترک تحرک په څېر د ګڼ شمېر نوو رامنځته شوو ټکنالوژیو سربېره د راتلونکي ګرځندتوب لرلید شتون لري چې د تړلي، خپلواک، مشترک او برېښنايي ګرځندتوب (CASE) په نوم پېژندل کېږي.  [۱]

برېښنايي نقلیه وسایط د لومړي ځل لپاره د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې هغه مهال رامنځته شول، چې برېښنا د موټرو د ګرځېدو په موخه د یوې غورې لارې په توګه وبلل شوه او د هغو په فعالیت کې یې داسې اسانتیاوې رامنځته کولې چې د تیلو پر مټ چلېدونکو موټرو کې لاسرسي وړ نه وې. د داخلي احتراقي ماشینونو څخه ګټنه د شاوخوا ۱۰۰ کلونو لپاره د موټرو او ټېلرونو د چلن په موخه غالبه کړنلار وه، خو د برېښنايي انرژۍ څخه ګټنه هم په یو شمېر نورو نقلیه وسایطو لکه رېل ګاډو او بېلابېلو نور کوچنیو نقلیه وسایطو کې دود وه. [۲]

د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۰مې لسیزې په وروستیو کې په متحده ایالاتو او اروپا کې د برېښنايي موټرو د ترویج په موخه یو شمېر دولتي هڅونکې کړنلارې معرفي شوې چې له امله یې په ۲۰۱۰مه لسیزه کې د دغه ډول وسایطو بازار په ودې پیل وکړ. د برېښنايي وسایطو سره د عامه لیوالتیا زیاتوالی او د هغو اړوند اګاهي؛ همدارنګه د کوېډ – ۱۹ وبا پر مهال د شنې بیارغونې په څېر ساختاري هڅونکې کړنلارې لامل وګرځېدې څو د برېښنايي نقلیه وسایطو بازار تود شي. د کوېډ – ۱۹ وبا پر مهال په کورونو کې د خلکو بندښت لامل وګرځېد د ډیزلي او پټرولي موټرو څخه د تولید کېدونکو ګلخانه يي ګازونو کچه کمه شي. د انرژۍ نړیوال آژانس څرګنده کړه چې دولتونه باید اقلیمي موخو ته د رسېدو لپاره د لویو برېښنايي نقلیه وسایطو د ترویج په ګډون لا زیاتې چارې ترسره کړي. په ۲۰۲۲ زکال کې د ټولو نویو پلورل شوو نقلیه وسایطو ۲۲٪ برخه برېښنايي نقلیه وسایطو جوړوله چې د ۲۰۲۱ زکال د ۹٪ کچې او د ۲۰۲۰ زکال د ۵٪ کچې په پرتله یې پام وړ زیاتوالی درلود. په نړیواله کچه کېدای شي د برېښنايي وسایطو پلور د ۲۰۱۶ زکال پر مهال له ۱٪ کچې څخه په ۲۰۳۰ زکال کې ۳۵٪ ته ورسېږي. د ۲۰۲۲ زکال تر جولای میاشتې پورې د برېښنايي موټرو نړیوال مارکېټ ۲۸۰ میلیارده ډالر ارزښت درلود او تمه کېږي تر ۲۰۲۶ زکال پورې یو ټرېلیون ډالرو ته لوړ شي. د دغه ودې ډېره تمه د شمالي امریکا، اروپا او چین بازارونو ته کېږي؛ په ۲۰۲۰ زکال کې یوې علمي څېړنې وښووله چې په مخ پر ودې اقتصادونو کې د څلور ټیره برېښنايي نقلیه وسایطو وده لرې ښکاري، خو د دوه ټیره دغه ډول وسایطو وده شونې ده. اوس مهال د بېلابېلو ډولونو لرونکي ګڼ شمېر دوه ټیره او درې ټیره برېښنايي وسایط شتون لري. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه[سمول]

له برېښنايي محرکې قوې څخه په ۱۸۲۷ زکال کې ګټنه پیل شوه، هغه مهال چې هنګري الاصله کشیش آنیوس یدلیک نیمګړی خو با دوامه برېښنايي موتور جوړ کړ او په هغو کې یې له سټاټور، روټور او کموټاټور څخه ګټنه وکړه. راتلونکی کال نوموړي له هغو څخه یوه کوچني موټر ته د برېښنا په ورکولو کې ګټنه وکړه. د ۱۸۳۵ زکال پر مهال په هالنډ کې دګرونینګن پوهنتون پروفیسور سیبراندوس ستراتینګ، یو ډېر کوچنی برېښنايي موټر جوړ کړ؛ د ۱۸۳۲ زکال او ۱۸۳۹ زکال ترمنځ مهال کې سکاټلنډي رابرټ انډرسون ابتدايي برېښنايي ګاډۍ جوړه کړه چې برېښنا یې د نه چارچ کېدونکو لومړنیو بټریو پر مټ تامین کېده. په ۱۸۳۵ زکال کې امریکايي آهنګر او مخترع توماس ډاونپورټ د لوبو یو برېښنايي رېل ګاډی جوړ کړ چې د یو ابتدايي برېښنايي موتور پر مټ چلېده. په ۱۸۳۸ زکال کې د رابرټ ډیوېډسون په نامه بل سکاټلندي برېښنايي لوکومتیو (د رېل ګاډي ماشین) جوړ کړ چې په ساعت کې یې ۴ مایله (۶ کیلومتره) تګ کاوه. له همدې امله په انګلستان کې د برېښنايي رېل ګاډو د اختراع حق په ۱۸۴۰ زکال کې د ده په نوم ثبت شو؛ په داسې حال کې چې په امریکا کې د ورته اختراع حق په ۱۸۴۷ زکال کې لیلي او کولټن ته ورکړل شو.[۱۳][۱۴]

په زیاته کچه د برېښنايي موټرو تولید د ۱۹۰۰مې لسیزې په لومړیو کې په امریکا کې راڅرګند شو. په ۱۹۰۲ زکال د سټوډبېکر په نامه موټر جوړونکي شرکت د برېښنايي نقلیه وسایطو په سوداګرۍ لاس پورې کړ، په داسې حال کې چې په ۱۹۰۴ زکال کې د تیلو سوزونکو موټرو په بازار کې هم ورګډ شو. [۱۵]

دغه مهال د برېښنا د شبکې د نشتوالي او همدارنګه د زېرمه کوونکو بټریو د محدودیت له امله برېښنايي موټرو چندان محبوبیت وه نه موند. په داسې حال کې چې برېښنايي رېل ګاډو بیا د لګښت د کموالي او همدارنګه پام وړ چټکتیا ته د لاسرسي له امله پریمانه شهرت وموند. په ۲۰مه پېړۍ کې رېلي ټرانسپورټ په برېښنايي رېلونو کې د ودې له امله دود شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

له برېښنايي رېل ګاډو څخه تر ډېره د ډبرو د سکرو په انتقال کې ګټنه کېده، ځکه ماشینونو یې په کانونو کې کان ویستونکو ته د اړتیا وړ ارزښتمن اکسیجن څخه ګټنه نه کوله. په سویس کې د طبیعي فوسیلي منابعو کمښت لامل وګرځېد چې دغه هېواد هم په چټکۍ سره د خپل رېل ګاډي شبکه برېښنايي کړي. یو له لومړنیو چارج کېدونکو بټرویو څخه د نیکلو او اوسپنۍ بټرۍ وه چې توماس اډیسون اختراع کړه او د هغه له خوا په برېښنايي موټرو کې د ګټنې لپاره وړاندې شوه.

برېښنايي نقلیه وسایط یو له هغو لومړنیو نقلیه وسایطو څخه و چې د ۱۹۰۰مې لسیزې په لومړیو کې یې د سپکو او پیاوړو داخلي احتراقي موټرو له مخکښتوب وړاندې د سرعت او د طۍ کوونکې فاصلې د کچې ریکارډ خپل کړی و. دغه ډول وسایط د بېکر الکټریک، کلمبیا الکټریک، ډیټرویټ الکټریک او نورو شرکتونو له خوا تولید کېدل او یو مهال یې د تیلو پر مټ له چلېدونکو موټرو څخه ډېر پلور درلود. په ۱۹۰۰ زکال کې د متحده ایالاتو په واټونو کې ۲۸٪ موټر برېښنايي و. دغو برېښنايي موټرو دومره محبوبیت درلود چې آن ولسمشر ووډرو ویلسون او د هغه د ځانګړي سروېس کارکوونکي به په واشنګټن ډي سي کې د میلبرن الکټریک په برېښنايي موټرو کې ګرځېدل، چې د یوه ځل چارج پر مټ یې ۶۰ – ۷۰ مایله (۱۰۰ – ۱۱۰ کیلومتره) تګ کولای شو. [۱۹]

له دې سره د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د سورلۍ وړونکو موټرو ډیری تولید کوونکو شرکتونو د تیلو پر مټ د چلېدونکو موټرو تولید ته مخه کړه، خو لاهم تر ۱۹۲۰مې لسیزې پورې برېښنايي ټېلرو په خپل کاري ډګر کې ځانګړی ځایګی درلود. په دې سره یو شمېر بدلونونه لامل وګرځېدل څو برېښنايي موټر خپل محبوبیت له لاسه ورکړي. د واټونو په زیاتوالي سره اړتیا پېښه شوه څو د برېښنايي موټرو پر ځای داسې موټر شتون ولري چې وکولای شي زیات تګ وکړي؛ ورته مهال په تکزاس، اوکلاهاما او کالیفورنیا کې د تیلو د لویو زیرمو کشف لامل وګرځېد چې په پریمانه کچه سپما کېدوني نفت لاسرسي وړ ګرځي او په اوږد مهال کې د داخلي احتراقي موټرو د ګرځېدو لګښت راکم شي. ورته مهال برېښنايي نقلیه وسایط په ډېره لږ کچه د ښځینه لوکسو موټرو په توګه بازار ته وړاندې کېدل او احتمالا دغه ډول موټر د نارینه وو کاروونکو لپاره په یو ننګ واوښتل. سربېره پر دې په ۱۹۱۲ زکال کې د چارلز کټرینګ له خوا د برېښنايي چالان کوونکي سیسټم په کشف سره د داخلي احتراقي موټرو کارکړنه لاپسې اسانه شوه؛ دغې چارې د تیلو پر مټ د چلېدونکو موټرو د چالان کولو لپاره لاسي ډنډې ته اړتیا له منځه یووړه؛ همدارنګه د هیرام پرسي ماکسیم له خوا په ۱۸۹۷ زکال کې د موټرو د غږ کموونکي په اختراع د دغه تیلي موټرو لوړ غږ هم د زغملو وړ وګرځېد. له دې امله چې واټونه له ښاري سیمو بهر هم جوړ شول نور نو برېښنايي نقلیه وسایطو نشو کولای له تیلي نقلیه وسایطو سره سیالي وکړي. بالاخره په ۱۹۱۳ زکال کې د هنري فورډ له خوا په تیلو باندې د چلېدونکو نقلیه وسایطو د جمعي تولید له امله د برېښنايي نقلیه وسایطو په پرتله د دغو موټرو بیه راولوېده. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د نیشنل سیټي لاینز په نامه د عامه ټرانسپورټ شرکت له جنرال موټرز (General Motors)، فایرسټون (Firestone) او سټنډر آیل آف کلیفورنیا (Standard Oil of California) سره په ګډه په ټول هېواد کې د برېښنايي رېلونو ګڼ شمېر شبکې وپیرلې څو هغه ټولې او پر ځای یې جي ام (GM) بسونه په کار بوخت کړي. دغه شراکت په خپلو اړوند شرکتونو باندې د وسایلو د انحصاري پلور په توطئه تورن شو، خو د لېږد را لېږد په خدمتونو کې یې د انحصار له تور څخه برائت ترلاسه کړ.

په ۲۰۰۹ زکال کې د کوپنهاګن غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د انسانانو له خوا د تولید کېدونکو ګلخانه يي ګازونو له امله مشاهده کېدونکي شدید اقلیمي بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې و. په دغه غونډه کې څه باندې اویا هېوادونو خالص صفر ته د کاربن د رسولو اړوند خپل پلانونه وړاندې کړل. په دغو کې یوه موضوع د برېښنايي نقلیه وسایطو وه چې د تېلو پر مټ د چلېدونکو وسایطو پر ځای له هغو ګټنې کولای شو دغو موخو ته د رسېدو په لار کې مرسته وکړي. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Asif Faiz; Christopher S. Weaver; Michael P. Walsh (1996). Air Pollution from Motor Vehicles: Standards and Technologies for Controlling Emissions. World Bank Publications. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8213-3444-7. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hamid, Umar Zakir Abdul (2022). Autonomous, Connected, Electric and Shared Vehicles: Disrupting the Automotive and Mobility Sectors. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "FACT SHEET: Obama Administration Announces Federal and Private Sector Actions to Accelerate Electric Vehicle Adoption in the United States". Energy.gov. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 3 February 2015 باندې). EU policy-makers seek to make electric transport a priority. Reuters.
  5. "Global EV Outlook 2021 / Technology Report". IEA.org. International Energy Agency. April 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. IEA (2022), Global EV Outlook 2022, IEA, Paris
  7. "Global EV Outlook 2023 - Data product". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The electric-vehicle outlook is stronger in China and Europe than in the United States | McKinsey & Company". www.mckinsey.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۶ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Electric Vehicle (EV) Industry Statistics and Forecasts". EVhype. 2022-08-30. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Electric vehicles". Deloitte Insights (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۶ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Prospects for electric vehicle deployment – Global EV Outlook 2021 – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rajper, Sarmad Zaman; Albrecht, Johan (January 2020). "Prospects of Electric Vehicles in the Developing Countries: A Literature Review". Sustainability. 12 (5): 1906. doi:10.3390/su12051906. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Guarnieri, M. (2012). "Looking back to electric cars". 2012 Third IEEE HISTory of ELectro-technology CONference (HISTELCON). د کتاب پاڼي 1–6. doi:10.1109/HISTELCON.2012.6487583. S2CID 37828220. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4673-3078-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "History of Railway Electric Traction". Mikes.railhistory.railfan.net. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hendry, Maurice M. Studebaker: One can do a lot of remembering in South Bend. New Albany, Indiana: Automobile Quarterly. د کتاب پاڼي 228–275. Vol X, 3rd Q, 1972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) p231
  16. Taalbi, Josef; Nielsen, Hana (2021). "The role of energy infrastructure in shaping early adoption of electric and gasoline cars". Nature Energy (په انګلیسي ژبه کي). 6 (10): 970–976. Bibcode:2021NatEn...6..970T. doi:10.1038/s41560-021-00898-3. ISSN 2058-7546. S2CID 242383930 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. pp.8–9 Batten, Chris Ambulances Osprey Publishing, 4 March 2008
  18. "Escaping Lock-in: the Case of the Electric Vehicle". Cgl.uwaterloo.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. AAA World Magazine. Jan–Feb 2011, p. 53
  20. Kirsch, David (2000). The electric vehicle and the burden of history. Rutgers University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Mom, Gijs (2013-02-15). The Electric Vehicle: Technology and Expectations in the Automobile Age (په انګلیسي ژبه کي). JHU Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4214-1268-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Taalbi, Josef; Nielsen, Hana (2021). "The role of energy infrastructure in shaping early adoption of electric and gasoline cars". Nature Energy (په انګلیسي ژبه کي). 6 (10): 970–976. Bibcode:2021NatEn...6..970T. doi:10.1038/s41560-021-00898-3. ISSN 2058-7546. S2CID 242383930 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. See Loeb, A.P., "Steam versus Electric versus Internal Combustion: Choosing the Vehicle Technology at the Start of the Automotive Age," Transportation Research Record, Journal of the Transportation Research Board of the National Academies, No. 1885, at 1.
  24. Automobile, مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۱۵, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Scharff, Virginia (1992). Taking the Wheel: Women and the Coming of the Motor Age. Univ. New Mexico Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Matthe, Roland; Eberle, Ulrich (1 January 2014). The Voltec System – Energy Storage and Electric Propulsion. د کتاب پاڼي 151–176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-59513-3. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Net Zero Coalition" (په انګلیسي ژبه کي). United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)