برېښنايي ساحه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يوه برېښنايي ساحه چې ځيني وختونه ورته E-field وايي، هغه فزيکي ساحه ده، چې په برېښنايي ډول چارج شوې ذرې رانغاړي او په ياده ساحه کې پر نورو ټولو چارج شويو ذرو باندې د هغوی د راښکون يا لرې کولو په موخه قوه واردوي. برېښنايي ساحه د چارج شويو ذرو د نظام لپاره فزيکي سيمې ته هم ويل کېږي. برېښنايي سيمې له برېښنايي چارجونو يا د وخت له مخې بدلېدونکو مقناطيسي سيمو څخه سرچينه اخلي. برېښنايي او مقناطيسې سيمې دواړه د الکترومقناطيسي قوې څرګندونې دي، چې د طبيعت يو له څلورو بنسټيزو ځواکونو يا غبرګونونو څخه ده. [۱][۲][۳]

برېښنايي سيمې د فزيک په زياتو برخو کې مهمې دي او په برېښنايي ټيکنالوژۍ کې ورڅخه په عملي ډول ګټه اخيستل کېږي. په اتومي فزيک او کيميا کې د بېلګې په ډول برېښنايي ساحه د راښکون هغه قوه ده، چې په اتومونو کې اتومي هسته او الکترونونه سره يو ځای ساتي. دا د اتومونو تر منځ د کيمياوي اړيکې لپاره هغه ځواب ويونکې قوه هم ده، چې په ماليکولونو کې اغېز لري.

برېښنايي ساحه په رياضيکی ډول د وکتور يا لوري لرونکي سيمې په توګه هم راپېژندل شوې ده، چې د ياد ټکي په پای کې پر يو خورا کوچني مثبت ازمايښتي چارج باندې د راوړل شوي چارج د الکتروسټياټيک يا کولمب ځواک پر واحد فضا کې له هر ټکي سره تړاو لري. د برېښنايي سيمې لپاره د نړيوال نظام يا SI اخيستل شوي واحدونه ولټ پر ميتر (V/m) دي، چې کټ مټ له نيوټن پر کولمب (N/C) سره برابر دي. [۴][۵][۶][۷]

تشرېح[سمول]

برېښنايي ساحه د فضا په هر ټکي کې د ځواک يا قوې (پر واحد چارج) په توګه راپېژندل شوې ده، چې که چېرې په ياد ټکي کې تر سره شي؛ په ورکېدونکې ډول د يو کوچني مثبت ازمايښتي چارج په واسطه ازمويل يا تجربه کېدلی شي. دا چې برېښنايي ساحه د ځواک په اصطلاحاتو کې راپېژندل شوې ده او ځواک يا قوه لوری لرونکې ده (لکه: پراخوالی او لوری دواړه لري)؛ دا په دې معنا چې برېښنايي ساحه يوه لوری لرونکې ساحه ده. د دې بنې لوري لرونکي سيمو ته ځيني وختونه د ځواک سيمې هم وايي. برېښنايي ساحه د دوه چارجونو تر منځ کټ مټ هغسې عمل کوي، څرنګه چې د راښکون ساحه د دوه کتلو تر منځ عمل کوي، ځکه دوی دواړه له واټن سره د چپه يا معکوس مربع قانون ته غاړه ږدي. دا د کولمب د قانون لپاره بنسټ دی. نوموړی قانون څرګندوي چې د ثابت يا ځايي چارجونو لپاره، برېښنايي ساحه د سرچينې له چارج سره توپير کوي او له سرچينې څخه د واټن له مربع سره په چپه ډول توپير کوي. دا په دې معنا چې که چېرې د سرچينې چارج دوه برابره شي، نو برېښنايي ساحه به هم دوه برابره شي او که چېرې تاسې له سرچينې څخه دوه ځله لرې لاړ شئ؛ په ياد ټکي کې ساحه به يوازې د خپل اصلي ځواک څلورمه برخه وي. [۸][۹]

برېښنايي ساحه د ليکو په يوې ټولګې سره کتل کېدلی شي، چې لوری يې په هر ټکي کې د سيمې له لوري سره ورته دی. ياد مفهوم د Michael Faraday له لورې وړاندې شوی دی، چې د «د ځواک ليکې» په نوم اصطلاح يې اوس هم کله ناکله کارول کېږي. دا څرګندونه دا ګټوره ځانګړتيا لري، چې د سيمې پياوړتيا د ليکو له کثافت سره متناسب ده. د سيمې لیکې هغه لارې دي، چې يو ټکی مثبت چارج يې ځکه څاري، چې په ساحه کې دننه حرکت کولو ته اړ کېږي؛ ياد حالت له هغو ويشتن ليکو سره ورته دی، چې کتلې يې د راښکون په يوه ساحه کې پېروي کوي. د سيمې کرښې د ثابتو چارجونو له امله بېلابېلې مهمې ځانګړتياوې لري. له يادو ځانګړتياوو څخه يې ويلی شو، چې دوی تل له مثبتو چارجونو څخه رامنځته کېږي او په منفي چارجونو کې له پای ته رسېږي او همدرانګه دوی ټولو ښه هادي يا لارښودونو ته په ښي کونجونو کې ننوځي او هيڅکله له خپل ځان څخه نه تېرېږي او نه ورته نږدې کېږي. د سيمې کرښې يو استازی يا نمونه مفهوم دی؛ ساحه په رښتيني ډول د کرښو تر منځ په راتلونکې ټوله فضا کې خپرېږي. زيات يا يو څه کرښې ښايي د هغه سمون پر بنسټ وکښل شي، چې د سيمې د ښودلو يا استازولۍ هيله ترېنه کېږي. د ثابتو چارجونو له مخې د رامنځته شويو برېښنايي سيمو څېړنې ته الکتروسټاټيک وايي. [۱۰][۱۱]

د Faraday قانون د وخت له مخې د توپيري مقناطيسي سيمې او برېښنايي سيمې تر منځ اړيکه تشرېح کوي. د فاراډي (Faraday) د قانون د بيانولو يوه لاره دا ده، چې د برېښنايي سيمې کړۍ د مقناطيسي سيمې د منفي وخت له مشتق سره برابره ده. د وخت د بدلون د مقناطيسي سيمې په نه شتون کې برېښنايي سيمې ته محافظه کار (له نورو بدلونونو سره مخالفه ساحه) وايي. له دې څخه پايله اخيستل کېږی، چې د برېښنايي سيمې دوه ډولونه دي، چې يو يې برېښنايي ثابت يا الکتروسټاټيک سيمې او بل يې هغه سيمې دي، چې د وخت د بدلون له مقناطيسي سيمو څخه راپورته کېږي. په داسې حال کې چې د ولاړ يا بې حرکته برېښنايي سيمې له کړۍ څخه ازاد طبيعت د الکټروسټاټيک په کارونې سره يو څه ساده درملنې ته اجازه ورکوي، مګر د وخت له مخې توپيري مقناطيسي سيمې په عمومي ډول د الکترومقناطيسي واحدې سيمې د يوې برخې په توګه ګڼل کېږي. د وخت له مخې د بدلېدونکي مقناطيسي او برېښنايي سيمو څېړلو الکټروډيناميک وايي. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Roche, John (2016). "Introducing electric fields". Physics Education. 51 (5): 055005. Bibcode:2016PhyEd..51e5005R. doi:10.1088/0031-9120/51/5/055005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Browne, p 225: "... around every charge there is an aura that fills all space. This aura is the electric field due to the charge. The electric field is a vector field... and has a magnitude and direction."
  3. Purcell, Edward M.; Morin, David J. (2013). Electricity and Magnetism (الطبعة 3rd). New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 16–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01402-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Richard Feynman (1970). The Feynman Lectures on Physics Vol II. Addison Wesley Longman. د کتاب پاڼي 1–3, 1–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-02115-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Purcell, Edward M.; Morin, David J. (2013). Electricity and Magnetism (الطبعة 3rd). New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 15–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01402-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Serway, Raymond A.; Vuille, Chris (2014). College Physics (الطبعة 10th). Cengage Learning. د کتاب پاڼي 532–533. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1305142824. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:SIbrochure9th, p. 23
  8. Sears, Francis; et al. (1982), University Physics, Sixth Edition, Addison Wesley, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-201-07199-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Umashankar, Korada (1989), Introduction to Engineering Electromagnetic Fields, World Scientific, د کتاب پاڼي 77–79, د کتاب نړيواله کره شمېره 9971-5-0921-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Morely & Hughes (1970), Principles of Electricity, Fifth edition, د کتاب پاڼې 73, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-582-42629-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Tou, Stephen (2011). Visualization of Fields and Applications in Engineering. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470978467. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Griffiths, David J. (David Jeffery), 1942- (1999). Introduction to electrodynamics (الطبعة 3rd). Upper Saddle River, N.J.: Prentice Hall. OCLC 40251748. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-805326-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)