برېښنايي جريان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يو برېښنايي جريان د چارج شويو ذرو يو بهنګ دی، لکه اليکټرونونه يا ايونونه، کوم چې د برېښنايي  بېونکي ( conductorهادي) يا تشې له لارې  حرکت کوي. دا د سطحې په مټ يا په مديريت شوي حجم کې د برېښنايي چارج د بهنګ سوچه اندازې په توګه اندازه کېدای شي. خوځېدونکي ذرې د چارج لېږدونکي بلل کېږي، کومې چې د ذرو د ګڼو بڼو څخه يوه بڼه کېدای شي او تر لېږدونکي (هادي/موصل) پورې اړه لري. په برېښنايي مدارونو (سرکټ د برېښنا د جريان لاره) کې چارج لېږدونکي عموماً اليکټرونونه وي، کوم چې د مزي په مټ حرکت کوي. شونې ده چې په نيمه لېږدونکو کې دوی اليکترونونه يا سوري وي. په اليکټرولايټ کې د چارج لېږدونکی ايونونه وي، په داسې حال کې چې په پلازما کې، يو ايونايز شوی ګاز وي، دوی ايونونه (ion په برېښنا بدله شوې ذره/اتوم) او اليکټرونونه وي.[۱][۲][۳]

د برېښنايي جريان SI واحد امپير يا امپ دی، کوم چې د يو کولن (Coulomb) يوې ثانيې پر سر اندازې څخه په يوه سطحه د برېښنايي چارج بهنګ دی. امپير (چې نښه يې A  ده) د SI پر بنسټ ولاړ واحد دی. د برېښنا جريان د «ايميټر» په نوم الې په مټ اندازه کېدای شي.[۴]

برېښنايي جريان مقناطيسي ځايونه جوړوي، کوم چې په موټرو، جنراتورونو، انډکټرونو او ټرانسفارمرونو کې کارول کېږي. په عادي برېنا لېږدونکو کې، دوی د جول تودوخې لامل ګرځي، کومه چې د روښانه رڼا په ګروپونو کې رڼا جوړوي. د وخت سره بدلون موندوکي برېښنايي جرينانونه برېښنايي مقناطيسي څپې وباسي، کومې چې په مخابراتي وسايلو کې کارول کېږي، تر څو معلومات خپاره کړي.

نښې[سمول]

د برېښنايي جريان دوديزه نښه I ده، کومه چې د فرانسوي ژبې له « intensité du courant» فقرې څخه اخيستل شوې ده (د برېښنايي جريان سختوالی). د برېښنايي جريان شدت ته ډېر ځله يواځې د جريان نوم اخيستل کېږي. د I نښه د « André-Marie Ampère» له خوا کارول شوې وه چې د « Ampère» د طاقت قانون (۱۸۲۰) په جوړولو کې د برېښنايي جريان واحد د هغه په نوم نومول شوی دی. دې تدوين له فرانسې څخه لويې برتانيې ته سفر وکړ، چېرته چې معيار وګرځېد، سره له دې چې لږ تر لږه يو ژورنال تر ۱۹۸۶ز کال پورې له C څخه I ته دا نښه بدله نه کړه.[۵][۶][۷][۸][۹]

کانوينشنز (په ټاکلي استقامت د جارج لېږدول شوی واحد)[سمول]

په يوه لېږدونکې ماده کې، هغه حرکت کونکي جارج شوې ذرې چې برېښنايي جريان جوړوي، د چارج د لېږدونکو په نوم پېژندل کېږي. په فلزاتو کې، له کومو څخه چې ډېری برېښنايي مدارونو کې مزي يا لېږدونکي جوړېږي، د اتومونو مثبت چار شوي اتومي هستې په يو ټاکلي موقعيت کې اېښودل کېږي او منفي چارج شوي اليکټرونونه د چارج لېږدونکي دي، کوم چې په فلز کې د خوخښت لپاره ازاد وي. په نورو موادو کې، د پام وړ يې نيمه لېږدونکي دي، شونې ده چې د چارج لېږدونکي منفي يا مثبت وي او دا تر استعمال شوي «ډوپنټ» (يوه اله ده) پورې اړه لري. شونې ده چې منفي او مثبت چارج لېږدونکي په يو وخت کې موجود وي، څنګه چې په يو اليکټروکيمياوي حجره کې په اليکترولايټ کې کېږي.

د مثبتو چارجونو بهنګ يو ډول برېښنايي جريان ورکوي او په مدار کې يو شان اغېز لري، لکه په مخالف لوري کې د منفي چارجونو برابر بهنګ. له هغه ځايه چې شونې ده جريان يا د منفي يا د مثبتو چارجونو بهېدل وي، يا د دواړو وي، له همدې امله د جريان د لوري لپاره کانوينشن ته اړتيا ده، کوم چې د چارج د لېږدونکي له بڼې څخه جلا او خپلواک وي. د کانوينشنل جريان استقامت په خپلسري ډول د هغه لوري په توګه تعريفيږي، په کوم کې چې مثبت چارجونه بهېږي. منفي چارج شوي لېږدونکي، لکه اليکټرونونه (په فلزي مزو کې د چارج لېږدونکي او ډېرو نورو برېښنايي مدارونو اجزاء)، له همدې امله په يو برېښنايي مدار کې د يوځای شوي جريان د بهېدو په مخالف لوري بهېږي.

د يوځای کولو لوری (د وصل سمت)[سمول]

په مزي يا د مدار په عنصر کې جريان له دوه وو څخه په يو لوري (سمت/استقامت) بهېدای شي. د جريان د استازولۍ کولو لپاره د يو متغير  د تعريفولو پر مهال د مثبت جريان استازولي کونکي د لوري ټاکل اړين دي، عموماً دا ټاکنه د مدار په سکيميټک ډياګرام باندې د يو غشي په توګه کېږي. دې ته د  جريان د مرجع لوری (د وصل سمت) ويل کېږي. د برېښنايي مدار د تحليل پر مهال، د يو ټاکلي مدار عنصر په مټ د جریان اصل لوری تر هغه وخته نه څرګندېږي، تر څو تحليل بشپړ شوی نه وي. د پايلې په توګه، د جريانونو د يوځای کولو لوري ډېره ځله په خپل سر ټاکل شوي دي. کله چې مدار حل کېږي، نو د جريان لپاره د منفي ارزښت مطلب دا وي چې د دې مدار عنصر په مټ د جريان اصلي لوری، د ټاکلي يوځای کېدو د لوري په مخالفت کې دی.

د اوم قانون[سمول]

د اوم قانون وايي چې د دوه نقطو تر منځه د يو موصل (لېږدونکي) په مټ جريان نېغ په نېغه، د دوه نقطو د ممکنه توپير سره متناسب دی. د تناسب د ثابت په معرفي کولو سره، مقاومت (مقاومت د برېښنا د بهنګ سره د يو شي د مقاومت اندازه ده)، يوڅوک هغې معمول رياضياتي معادلې ته رسېږي، کومه چې دا اړيکه تشریح کوي:[۱۰][۱۱]

چېرته چې I د ايمپير په واحدونو کې د مدار په مټ جريان دی، V د ولسټ په واحدونو کې د مدار تر منځ اندازه کېدونکی ممکنه توبير دی، او R د اوم په واحدونو کې د رسونکي مقاومت دی. په زیات ځانګړي ډول، د اوم قانون وايي چې يه دې اړيکه کې R ثابت او له جريان څخه خپلواک دی.[۱۲]

بدلېدونکی او مستقيم جريان[سمول]

د بدلېونکی جريان (AC) سيستمونو کې، برېښنايي چارج حرکت وخت په وخت خپل سمت بدلوي. AC د برېښنا هغه بڼه ده، کومه چې عموماً سوداګریو او استوګنځايونو پورې رسېږي. د يو AC د معمول د څپو بڼه يوه «سينوسي» څپه ده، که څه هم ځينې فعاليتونه د څپو متبادلې کاروي، لکه مثلث يا مربع څپې. په برېښنايي تارونو کې لېږېدونکې اډيو او راډيو سګنلونه هم د متبادل جريان بېلګې دي. په دې فعالیتونو کې يوه مهمه موخه د هغو معلوماتو تر لاسه کول دي چې په AC سګنلونو کوډ (شفر شوي) (يا اېښودل شوي/برابرشوي دي) شوي دي.

له بلې خوا، له مستقيم جريان (DC) څخه مراد هغه سيستم دی، په کوم کې چې د برېښنايي چارج خوځښت يواځې يو لور ته وي (کوم ته چې کله کله يو طرفه بهېدل هم ويل کېږي). مستقيم جريان د بټريو، ترموکپلز، لمريزو حجرو، او د ډاينمو قسم د کميوټيټر بڼې د برېښنايي ماشينونو په څېر سرچينو څخه توليد کېږي. بدلون موندونکی جريان د يو ريکټيفاير په کارولو سره په مستقيم جريان بدلېدای شي. مستقيم جريان د مزي په څېر په يو لېږدونکي کې جريان پيدا کولای شي، خو شونې ده چې د سيمي کنډکټرونو، انسوليټرونو او ان د خالیګاوو په واسطه وبهېږي، لکه څنګه چې په اليکټران يا ايون شعاعو کې وي. او همدا راز د مستقيم جريان پخوانی نوم ګالوانيک جريان و.[۱۳]

ښکارېدنې[سمول]

د برېښنايي جريان په طبيعي د ليدو وړ بېلګو کې رڼا کول، ولاړ برېښنايي خوشې کېدل او لمريز باد شامل دي، کوم چې د قطبي شفق سرچينه ده.

د انسانانو له خوا جوړو شويو برېښنايي جرياناتو کې د فلز په مزو کې د لېږدولو اليټرونونو بهول شامل دی، لکه د زياتې برېښنا لېږدونکي مزي، کوم چې تر اوږد واټن پورې برېښنايي انرژي مهيا کولای شي او همدا راز په برېښنايي او برقي وسايلو په داخل کې کوچني مزي شامل دي. د تاو راتاو بڼې جريانونه (هغه برېښنايي جريان چې په تاو راتاو يا د کړۍ يا ګردابي شکل کې وي) هغه برېښنايي جرياننونه دي، کوم چې په بدلېدونکو مقناطيسي برخو کې منځ ته راتلونکو لېږدونکو کې موندل کېږي. په ورته توګه، برېښنايي جريان، په ځانګړي ډول د هغو رسونکو په سطحه باندې چې د اليکټرومقناطيسي څپو په وړاندې لوڅې دي، هم منځ ته راځي. کله چې د راډيو د انتن په داخل کې په سم ډول ولتاژ باندې برېښنايي جريان بهېږي، نو راډيوي څپې پیدا کېږي.

په برېښنايي وسايلو کې، د برېښنايي جريان په نورو بڼو کې د مقاومت کوونکو په مټ يا په يو خالي نل کې د خلا له لارې د اليکټران بهېدل، د بيټرۍ په  داخل کې د ايون بهېدل او د فلزاتو او سيمي کنډکټر په داخل کې د سوریو له لارې جریان شامل دی.

د جريان يو بيالوژيکي بېلګه نيوران او په اعصابو کې د ايون بهېدل دي، کوم چې د فکر او حسي درک دواړو مسئولیت په غاړه لري.

سرچينې[سمول]

  1. Anthony C. Fischer-Cripps (2004). The electronics companion. CRC Press. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7503-1012-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Horowitz, Paul; Hill, Winfield (2015). The art of electronics (الطبعة 3rd). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-80926-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Walker, Jearl; Halliday, David; Resnick, Robert (2014). Fundamentals of physics (الطبعة 10th). Hoboken, NJ: Wiley. OCLC 950235056. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1118230732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:SIbrochure9th
  5. T. L. Lowe, John Rounce, Calculations for A-level Physics, p. 2, Nelson Thornes, 2002 کينډۍ:ISBN.
  6. Howard M. Berlin, Frank C. Getz, Principles of Electronic Instrumentation and Measurement, p. 37, Merrill Pub. Co., 1988 کينډۍ:ISBN.
  7. K. S. Suresh Kumar, Electric Circuit Analysis, Pearson Education India, 2013, کينډۍ:ISBN, section 1.2.3 "'Current intensity' is usually referred to as 'current' itself."
  8. A-M Ampère, Recueil d'Observations Électro-dynamiques, p. 56, Paris: Chez Crochard Libraire 1822 (in French).
  9. Electric Power, vol. 6, p. 411, 1894.
  10. Robert A. Millikan and E. S. Bishop (1917). Elements of Electricity. American Technical Society. د کتاب پاڼې 54. Ohm's law current directly proportional. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Consoliver, Earl L.; Mitchell, Grover I. (1920). Automotive ignition systems. McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 4. ohm's law current proportional voltage resistance. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Oliver Heaviside (1894). Electrical papers. 1. Macmillan and Co. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8218-2840-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Andrew J. Robinson; Lynn Snyder-Mackler (2007). Clinical Electrophysiology: Electrotherapy and Electrophysiologic Testing (الطبعة 3rd). Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7817-4484-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)