برېښنايي تودونکي (بخارۍ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

برېښنايي بخارۍ هغه بهير دی، په کوم کې چې برېښنايي انرژي نېغ په نېغه د شا اوخوا ۱۰۰٪ اغېزمنتيا په اندازه د تودوخې په انرژۍ بدلېږي او ارزانه وسايل پکې کارول کېږي. په عامو کارځايونو کې يې د هوا تودول، پخلی، د اوبو تودول او صنعتي بهيرونه دي. يوه برېښنايي بخارۍ يوه برېښنايي اله ده کومه چې برېښنايي جريان په تودوخه بدلوي. د هرې برېښنايي بخارۍ په منځ کې د تودوخې عنصر یو برېښنايي مقاومت کونوکی دی او د «جول» تودولو په اصل عمل کوي: يو برېښنايي جريان چې د مقاومت کونکي څخه تېرېږي برېښنايي انرژي به د تودوخې په انرژۍ بدله کړي. ډيری نوي برېښنايي د دودوخې الې د «نيکروم» له مزو څخه د فعال عنصر په توګه کار اخلي؛ د تودولو عنصر چې په ښي اړخ کې ليدل کېدای شي، د سيراميکي انسوليټرونو په مټ مرسته شوی نيکروم مزي استعمالوي. [۱]

په بديل ډول، د تودوخې يو پمپ کولای شي شا اوخوا ۳۰۰٪ اغېزناکه تودوخه تر لاسه کړي، يا د ۳.۰  فعاليت ضريب، ځکه چې دا يواځې د شا اوخوا سيمې، چېرته چې ډېره هوا وي، څخه د شته تودوخې انرژي په لېږدولو سره برېښنايي طاقت کاروي. د تودوخې پمپ يو برېښنايي موټر کاروي، تر څو د سړولو جريان په حرکت راولي، کوم چې د تودوخې انرژي د شا اوخوا يا بهر هوا په څېر سرچينو څخه راکش کولای شي (يا د يخچال د داخلې برخې) او دا تودوخه فضا ته رهبري کوي، څو توده شي (د يخچال په حالت کې پخلنځی تودوي). دا د مستقيمې برېښنايي تودوخې په پرتله د برېښنايي انرژۍ تر ټولو ښه استعمال دی، خو ډېرو زياتو ګران بيه وسايلو ته اړتيا لري، تر څنګ يې پايپ تېرولو ته اړتيا لري. ځينې د تودوخې سيستمونه د هوا د يخولو لپاره مخ په شا چلول کېدای شي، تر څو داخلي سيمه يخه وي او ان توده هوا يا اوبه بهر ته خوشې کېږي يا په ځمکه خوشې کېږي.

د هوا بخارۍ[سمول]

د فضا بخارۍ د دې لپاره دي چې د ودانيو داخلي برخې ګرمې شي. د فضا د تودولو وسايل په هغو ځايونو کې ګټور دي، چېرته چې د هوا مديريت ستونزمن وي، لکه په لابراتوارونو کې. د برېښنا په مټ د فضا د تودولو ډېرې لارې چارې کارول شوي دي.

د انفراريډ وړانګنې بخارۍ[سمول]

انفراريد وړانګنې بخارۍ د تودوخې له هغو عناصرو څخه کار اخلي، کوم چې د تودوخې لوړې درجې ته رسېږي. عموماً دا عنصر د شيشې د يو پوښ په داخل کې اېښودل کېږي چې  د برېښنا ګروپ ته ورته وي او يو منعکس کونکی لري، څو د انرژې توليد د بخارۍ له بدن څخه دباندې رهبري کړي. دا عنصر انفراريډ وړانګې خوشې کوي، کومې چې د هوا يا فضا له لارې سفر کوي، تر څو له يوې جذبونکې سطحې سره ولګېږي، چېرته چې د هغې يوه برخه په تودوخه بدلېږي او نيمه برخه يې منعکسه کېږي. دا تودوخه د هوا د ګرمولو پر ځای، نېغ په نېغه په خونه کې شته شيان او خلک تودوي. د بخاريو دا ډول بڼې په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې ګټورې دي، له کومو سيمو چې هغه هوا الوزي چې توده شوې نه وي. دا د تکاويو او ګراژونو لپاره هم بېلګه ييز دي، چېرته چې د نقطه يي تودوخې اړتيا وي. په عام ډول، دا د ځانګړې موخې د تودولو لپاره تر ټولو په زړه پورې انتخاب دی.

د وړانګو بخارۍ په چوپتيا سره خپل کار کوي او د خپل توليد د متمرکز سختوالي او ډېرې تودوخې څخه د خونديتوب د کمښت له امله نژدې وسالو د اور اخيستلو تر ټولو ستر ممکنه ګواښ وړاندې کوي. په انګلستان کې، دې وسايلو ته کله کله برېښنايي اورونه ويل کېږي، ځکه په اصل کې دا د دې لپاره کارول شوي وو چې د پرانيستي اور ځای ونيسي.

په دې برخه کې ښودل شوې د بخارۍ فعاله وسيله يو بل سره د ويلې شوې سليکا ټيوب په داخل کې د نيکروم مقاومت کونکي يو مار پېچ تاو شوی مزی دی، چې دواړه سرونه يې فضا ته ازاد دي، په داسې حال کې چې داسې بېلګې شته، چېرته چې ويلې شوې سليکا په سرونو کې بندېږي او مقاومت کونکی مرکب يې نيکروم نه وي.

کنويکشن بخارۍ[سمول]

په کنويکشن بخارۍ کې، د تودوخې عنصر ، د تودوخې د لېږد په مټ له دې سره په اړيکه کې هوا تودوي. توده هوا د سړې هوا په پرتله کمه ډبله وي، ځکه خو دا د جوش له اماه پورته کېږي او په دې ډول نورې يخې هوا ته اجازه ورکوي چې د هغې ځای ونيسي. دا د تودې هوا يو کنوينشن جريان (په ټاکلي استقامت د جارج لېږدول شوی واحد/د هوا څرخېدل) جوړوي، کوم چې له بخارۍ څخه پورته کېږي، شا او خوا هوا تودوي، بيا سړيږي او په همدې ډول دا جريان بيا تکراروي. دا بخارۍ کله کله له تيلو يا تودو مايعاتو څخه ډکې وي. دا د بندې سيمې د تودولو لپاره تر ټولو غوره موزونه بخارۍ ده. دوی په چوپتيا سره خپل کار کوي او که په غېر ارادي ډول له شا و خوا وسايلو سره په اړيکه کې کېږي، نو د وړانګيزو برېښنايي بخاريو په پرتله يې د اور اخيستلو ګواښ هم کم وي.

د پکيو بخارۍ[سمول]

د پکې والا يوه بخاروۍ، کومې ته چې د ځواک لرونکي کنويکشن بخارۍ هم ويل کېږي، يو ډول کنويکشن بخارۍ ده، په کومه کې چې يو برېښنايي پکی وي، څو د هوا جريان تېز کړي. دوی د زيات شور سره فعاليت کوي، کوم شور چې د پکي د چلېدو له امله پيدا شوی وي. که چېرې په غېر ارادي ډول د شا اوخوا وسايلو سره اړيکه پېدا کړي، نو تريو بريده د اور لګېدو خطر لري. دوی د دوی ګټې دا دي چې دوی له هغو بخاريو څخه زيات مستحکم دي، کومې چې طبيعي کنويکشن استعمالوي او د انتقال وړ او کوچنيو خونو د تودولو سيستم لپاره هم کم مصرفه دي.

زېرمه کونکې بخارۍ[سمول]

د زېرمه کونکې بخارۍ سيستم د ارزانه برېښنا د نرخونو څخه ګټه اخلي، کومه چې د کمې غوښتنې پر مهال پلورل کېږي، لکه د شپې له مخې. په انګلستان کې، دې ته د ۷ اقتصاد نوم ورکړل شوی دی. زېرمه کونکې بخارۍ د خټو په خښتو کې تودوخه زېرمه کوي، بيا د اړتيا پر مهال د ورځې له مخې دا تودوخه خوشې کوي. د تودوخې زېرمه کونکې نوې بخارۍ د برېښنا د جلا جلا پلورلو سره استعمالېږي. په داسې حال کې چې دا لا هم د اقتصاد۷ سره کارول کېدای شي، دوی د ورځې له مخې د برېښنا د پلور سره هم کارېدای شي. دا د نوې طرحې د ځانګړتياوو له امله دي، کومې ځانګړتياوې چې د جوړولو پر مهال ورزياتېږي. د نويو طرحو تر څنګ د ترموسټاټ يا د سينسر کارولو د تودوخې زېرمه کولو د بخاريو فعاليت ښه کوي. يو ترموسټاټ (د تودوخې تنظيمونکې اله) يا سينسر (د تودوخې ضبط کونکې) د خونې د تودوخې درجې د معلومولو او د هغې سره په سمون کې د بخارۍ د توليد د بدلولو وړتيا لري.

اوبه هم د تودوخې د زېرمه کولو د وسيلې په توګه کارېدای شي.

د ځمکې لاندې کورنۍ برېښنايي بخارۍ[سمول]

د ځمکې لاندې بخارۍ يو برېښنايي سيستم کې د تودوخې مزي د فرش لاندې خپرېږي. جريان د يو لېږدونکي تودوخې موادو څخه تېريږي، کوم چې په مستقيم ډول د مزي له ولټاژ (۱۲۰ يا ۲۴۰ ولټه) څخه يا له ټرانسفارمار څخه په کم ولتاژ کې وړاندې کېږي. تاوده شوي مزې نېغ په نېغ د لېږدونکو په مټ فرش ګرموي او فرش د ترموسټاټ له خوا د ټاکل شوې تودوخې درجې پورې له رسېدو څخه وروسته بندېږي. د يو تود فرش د سطحې تودوخه شا اوخوا يخو سطحو (بام، ديوالونه، فرنيچر) پورې رسوي، کوم چې تودوخه جذبوي او ټوله هغه تودوخه چې جذب شوې نه وي په نورو سړو سطحو منعکسه کوي. د تودوخې، جذب او انعکاس دا جريان کرار کرار پيل کېږي او تر ټاکلې تودوخې درجې ته په نژدې کېدو سره په کرار کرار کمېږي او کله چې توازن تر ټولو خواوو پورې ورسېږي، نو دا بيا بندېږي. د يو فرش ترموستات يا د يوې خونې ترموستات یا د دوی دواړو مرکب د فرش لګېدل/بندېدل مديریت کوي. د وړانګيزې ګرمونې په بهير کې، د هوا يو نری پوړ، کوم چې له تودو شويو سطحو سره په اړيکه کې وي، همدا راز ځينې تودوخه جذب کوي او دا يو څه اندازه کانويکشن (د هوا څرخېدل) پیدا کوي.[۲]

سرچينې[سمول]

  1. "Electric Heater". Britannica.com. The Editors of Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Energy Efficient Lighting | WBDG Whole Building Design Guide". www.wbdg.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)