برېښنامېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سهېلي امريکا يو کورنی برېښنامېچ
د سهېلي امريکا يو گڼيالي کورنی برېښنامېچ

برېښنامېچ يا ميتر يوه داسې آله ده چې د يوه کور، يوه سوداگريز ځای لکه هټۍ او يا هم د يوه برېښناکوټ د برېښنايي ځواک د کچې مېچنه پرې ترسره کېږي. برېښنامېچ د برېښنا په يوونونو سره د برېښنايي انرژۍ د لگښت څرگندونه کوي چې تر ټولو عام يوون په يو ساعت کې د کيلوواټ انرژۍ کارېدنه ده. د برېښنامېچ مهالنۍ لوستنې د انرژۍ د لگښت او د انرژۍ د لگښت بيې په موندلو کې کارېږي.