بریدګرې نوعې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بریدګرې نوعې یا مهاجمې نوعې هغه بېګانه ارګانېزمونه دي چې نفوس یې له حده ډېرېږي او خپل نوي چاپېریال ته زیان رسوي. که څه هم چې ډېری بېګانه یا نوي چاپېریال ته را کډه شوې نوعې د نورو نوعو په نسبت خنثا یا ګټورې دي، خو بریدګرې نوعې پر مېشت‌ځای او بیولوژيکي سیمو منفي اغېز کوي او د ایکولوژيکي، ژواک چاپېریالي او/یا اقتصادي زیانونو لامل کېږي. همدا راز دا اصطلاح د هغو ځايي یا بومي نوعو لپاره هم کارول کېدای شي چې په غدايي شبکه کې یې د انساني بدلونونو تر راتلو وروسته د خپل بومي یا ځايي چاپېریال لپاره مضرې کېږي – د بېلګې په توګه بنفش سمندري کیشپ چې د کلفورنیا د شمالي ساحل په اوږدو کې یې کلېپ ځنګلونو ته د دغو ځنګلونو تر طبیعي ښکاري یعنې د کلفورنیا تر سمندري سمور ډېر زیانونه اړولي دي. له شلمې پېړۍ را وروسته بریدګرې نوعې پر یوه جدي اقتصادي، ټولنیز او ژواک چاپېریالي ګواښ بدلې شوې دي.[۱][۲]

پر پخوانیو ایکوسیستمونو د ژوندیو موجوداتو تهاجم یا تېری یوه طبیعي پدیده ده، خو هغه بېګانه‌والی چې انسان تسهیل کړی دی، د تهاجم کچه او جغرافیايي محدوده یې ډېره زیاته لوړه کړې ده. انسانانو د زرګونو کلونو لپاره په تصادفي او قصدي ډول عمل کړی چې له لومړنیو کډوالیو څخه یې پیلېږي، د اکتشاف په عصر کې چټکېږي او بیاځلي د نړیوالې سوداګرۍ له پیل سره لا ډېر سرعت مومي. د بریدګرو نباتي نوعو پام وړ بېلګې کوډزو، انډین پامپاس واښه، انګلیسي پیروتی، جاپاني ناټویډ او د زېړو غنمو ګل دي. د بریدګرو حیواناتو په بېلګو کې د نیوزلنډي خټین حلزون، وحشي خوګ، اروپايي سویې، کورنۍ پیشو او نولۍ نومونه یادولی شو.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

لاملونه[سمول]

معمولاً یوه بېګانه نوعه باید تر دې وړاندې چې په یوه نوي ځای کې مهاجمه شي، د نفوس په ټيټ تراکم کې ژوندۍ پاتې شي. د نفوس په ټيټو تراکمونو کې ښايي د بېګانه نوعو لپاره ستونزمنه وي چې په یوه نوي ځای کې تکثیر وکړي یا خوندي پاتې شي، له دې امله ښايي یوه نوعه تر ځای پر ځای کېدو وړاندې څو څو ځله یوه ځای ته لاړه شي. د انسان د خوځښت الګوګانې لکه هغه بېړۍ چې د بندرونو لوري ته حرکت کوي یا له بندرونو څخه ځي او یا هغه موټرونه چې په لویو لارو کې ښکته او پورته ځي، د ځای پر ځای کېدو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کوي. پوهان د ایکوسیستم او نوعې فکتورونه د هغو میکانیزمونو تر منځ غوره ګڼي چې که ترکیب شي، په نویو بېګانه نوعو کې تهاجم رامنځته کوي.[۱۱][۱۲]

ایکوسیستمي میکانیزمونه[سمول]

په ایکوسیستمونو کې د شته سرچینو کچه او له دغو سرچینو څخه د موجوداتو د استفادې کچه پر ایکوسیستم د اضافي نوعو اغېزې مشخصوي. په پایدارو ایکوسیستمونو کې د شته سرچینو د استفادې تعادل موجود دی. دغه میکانیزمونه هغه وضعیت تشرېح کوي چې په هغه کې ایکوسیستم له داسې ګډوډۍ سره مخ شوی چې د ایکوسیستم بنسټیز ماهیت بدلوي.[۱۳]

کله چې د ځنګل‌سوځېدنې په څېر بدلونونه پېښېږي، عادي تسلسل د ځايي وښو او بوټو په ګټه دی. هغه بېګانه نوعه چې کولای شي تر ځايي نوعو چټکه وده وکړي، له داسې سرچینو استفاده کولی شي چې د ځايي یا بومي نوعو لپاره د لاسرسي وړ وې. نایتروجن او فاسفورس په دغسې شرایطو کې تر ډېره محدودوونکي عوامل یا فکتورونه دي.[۱۴]

منفي اغېزې[سمول]

بریدګرې نوعې کولای شي پر هغو مېشت‌ځایونو او سیمو ناوړه اغېزې وکړي چې تهاجم یې پرې کړی دی او له دې امله ښايي د ایکولوژيکي، ژواک چاپېریالي او اقتصادي زیانونو لامل شي.

ایکولوژيکي اغېزې[سمول]

اروپايي ټولنه «بېګانه بریدګرې نوعې» د هغو نوعو په توګه تعریفوي چې یو خو د خپل تیتوالي له طبیعي سیمې بهر دي او دویم دا چې ژواک بېلابېلوالی ګواښي. بیوټیک تهاجم د نړیوال ژواک بېلابېلوالي د له منځه تګ له پنځو لویو عواملو څخه یو عامل بلل کېږي او د سیاحت او نړیوالتوب په دلیل د ډېرېدو په حال کې دی. دا ښايي د خوږو اوبو په هغو ایکوسیستمونو کې صدق وکړي چې په کافي اندازه تنظیم شوي نه دي، که څه هم چې قرنتینونو او د بالاسټ اوبو قوانینو وضعیت ښه کړی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بریدګرې نوعې ښايي د رقابتي اخراج، د مېشت‌ځایونو د بې‌ځایه کولو یا له اړوندو ځايي نوعو سره د ترکیب له لارې ځايي نوعې د انقراض یا له منځه تګ لوري ته بوځي. له دې امله پر اقتصادي اغېزو سربېره د بېګانه نوعو تهاجم ښايي په ګڼو ځایونو کې د ژوندیو موجوداتو په جوړښت، ترکیب او نړیوال خپرښت کې پراخ بدلونونه راولي چې په پایله کې د نړۍ د ژویو او نباتاتو د هم‌جنس کېدو او د ژواک بېلابېلوالي د له منځه تلو لامل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲]

چاپېریالي اغېزې[سمول]

بریدګرې نوعې او د کنترول هڅې یې کولای شي پر عامه روغتیا اوږدمهالې اغېزې ولري. د بېلګې په توګه هغه افت وژونکي چې د افت د یوې خاصې نوعې د درملنې لپاره کارول کېږي، خاوره او سطحي اوبه ککړولای شي. پر ایکوسیستمونو د انسان د تېري له امله د اېچ.ای.وي په څېر ناروغۍ رامنځته شوې او ګڼ نفوس یې له ګواښ سره مخ کړی دی. بېګانه مرغان (لکه کوتره)، داړونکي یا خوله‌لګوونکي ژوي او حشرات (لکه غوماشې، کیک، سپږې، افریقايي مچ او دې ته ورته افتونه) کولای شي د انساني ناروغیو د لېږدوونکو په توګه عمل وکړي. د ثبت شوي تاریخ په جریان کې د ملاریا، ژېړې تبې، لکه دارې تبې او بوبونیک طاعون په څېر انساني وباوې د دغو لېږدوونکو له لارې پراخې شوې دي. د یوې بېګانه ناروغۍ یوه وروستۍ بېلګه د لوېديځ نیل ویروس دی چې انسانان، مرغان، تي لرونکي حیوانات او خزنده‌ګان وژني.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اقتصادي اغېزې[سمول]

د بریدګرو نوعو د مدیریت او کنترول لپاره په نړیواله کچه هر کال ۱.۴ ټریلیونه ډالره لګښت کېږي. ځینې بریدګرې نوعې د سیمې پر اقتصاد منفي اغېز کولی شي.

متحد ایالتونه[سمول]

د بریدګرو نوعو اقتصادي لګښتونه په کرنه او ځنګلدارۍ کې د تولیداتو د بایللو او د مدیریت د لګښتونو له لارې پر مستقیمو لګښتونو وېشلی شو. د بریدګرو نوعو اټکلیز زیان او د کنترول لګښت یوازې په متحدو ایالتونو کې په کلني ډول څه باندې ۱۳۸ میلیارده ډالره دی. د تفرېح او سیاحت د عایداتو د له منځه تګ له لارې هم اقتصادي زیانونه پېښېدای شي. کله چې د تهاجمونو اقتصادي لګښتونه د تولید د زیان او د مدیریت د لښګتونو په توګه محاسبه کېږي، په دې دلیل چې ژواک چاپېریالي زیانونه په پام کې نیسي، کم دي. که پیسې د نوعو له منځه تګ، د ژواک بېلابېلوالي له منځه تګ او یا هم د ایکوسیستمي خدمتونو له منځه تګ ته ځانګړې شي، د بریدګرو نوعو د اغېزو له امله رامنځته شوي لګښتونه ډېر لوړېږي.[۲۷]

اروپا[سمول]

په اروپا کې د ۱۹۶۰ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ د بریدګرو بېګانه نوعو ټولیز اقتصادي لګښتونه شاوخوا ۱۴۰ میلیارده امریکايي ډالره (د هغو نامعلومو لګښتونو په ګډون چې ښايي په رښتیا پېښ شوي وي یا نه وي) یا ۷۸ میلیارده امریکايي ډالره (یوازې هغه لګښتونه چې پېښېدل یې لیدل شوي وي) اټکل شوي دي. دغه اټکلونه ډېر محافظه‌کارانه دي. د دغې ډېټا پر بنسټ ولاړو ماډلونو رښتینی کلنی لګښت په ۲۰۲۰ کال کې ۱۴۰ میلیارده امریکايي ډالره وښود.[۲۸]

ایټالیا له څه باندې ۳۰۰۰ بېګانه نوعو سره یو داسې اروپايي هېواد دی چې تر ټولو ډېرې بریدګرې نوعې لري. پر اقتصاد د بېګانه بریدګرو نوعو اغېزې له مدیریتي لګښتونو نیولې د محصولاتو تر ویجاړۍ او زېربنايي زیانونو پورې یوه پراخه ساحه رانغاړي. د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ په ایټالیا کې د بریدګرو نوعو له امله ټولیز اقتصادي زیان شاوخوا ۸۱۹.۷۶ میلیونه امریکايي ډالره (۷۰۴.۷۸ میلیونه یورو) اټکل شوی دی. له دې سره سره، دلته یوازې ۱۵ ثبت شوې نوعې داسې اټکلیز لګښتونه لري چې د باور وړ دي، له دې امله ښايي رښتیني لګښتونه تر یادو شویو پیسو ډېر زیات وي.[۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Chris D. Thomas (2017). Inheritors of the Earth: How Nature Is Thriving in an Age of Extinction. PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1610397278. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Plague of purple sea urchins ravages California's offshore ecosystem, heads to Oregon". Los Angeles Times. October 24, 2019. مؤرشف من الأصل في July 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه July 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Williams, J. D. (1998). "Non-indigenous Species" (PDF). Status and Trends of the Nation's Biological Resources. Reston, Virginia: United States Geological Survey. د کتاب پاڼي 117–29. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780160532856. مؤرشف (PDF) من الأصل في January 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mack, R. (2000). "Biotic invasions: Causes, epidemiology, global consequences, and control". Ecological Applications 10 (3): 689–710. doi:10.1890/1051-0761(2000)010[0689:BICEGC]2.0.CO;2. https://semanticscholar.org/paper/3073e8d84afa5584c00aca60073705d2891b133b. Retrieved December 2, 2019. 
  5. Marean, Curtis W. (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Most Invasive Species of All"]. Scientific American 313 (2): 32–39. doi:10.1038/scientificamerican0815-32. PMID 26349141. Bibcode2015SciAm.313b..32M. 
  6. Rafferty, John P. (2015). "Invasive species". Encyclopedia Britannica.  “"...[M]odern humans are among the most successful invasive species."” 
  7. Root‐Bernstein, Meredith; Ladle, Richard (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ecology of a widespread large omnivore, Homo sapiens, and its impacts on ecosystem processes"]. Ecology and Evolution 9 (19): 10874–94. doi:10.1002/ece3.5049. PMID 31641442. 
  8. Garrido-Pérez, Edgardo I.; Tella Ruiz, David (2016). "Homo sapiens (Primates: Hominidae): an invasive species or even worse? A challenge for strengthening ecology and conservation biology. (Translated from Spanish)" (in es). Puente Biologico (8): 43–55. https://www.researchgate.net/publication/319234497. Retrieved August 19, 2020. 
  9. Krishna, Neal; Krishna, Vandana M.; Krishna, Ryan N.; Krishna, Sampath (February 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Invasiveness of the Genus Sylvilagus in Massachusetts and the Resulting Increase in Human Allergen Sensitization to Rabbits"]. Journal of Allergy and Clinical Immunology 141 (2): AB236. doi:10.1016/j.jaci.2017.12.747. 
  10. Cove, Michael V.; Gardner, Beth; Simons, Theodore R.; Kays, Roland; O’Connell, Allan F. (February 1, 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Free-ranging domestic cats (Felis catus) on public lands: estimating density, activity, and diet in the Florida Keys"]. Biological Invasions 20 (2): 333–44. doi:10.1007/s10530-017-1534-x. 
  11. Tilman, D. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Niche tradeoffs, neutrality, and community structure: A stochastic theory of resource competition, invasion, and community assembly"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 101 (30): 10854–10861. doi:10.1073/pnas.0403458101. PMID 15243158. Bibcode2004PNAS..10110854T. 
  12. Verling, E. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Supply-side invasion ecology: characterizing propagule pressure in coastal ecosystems"]. Proceedings of the Royal Society B 272 (1569): 1249–1256. doi:10.1098/rspb.2005.3090. PMID 16024389. 
  13. Byers, J.E. (2002). "Impact of non-indigenous species on natives enhanced by anthropogenic alteration of selection regimes". Oikos 97 (3): 449–458. doi:10.1034/j.1600-0706.2002.970316.x. https://semanticscholar.org/paper/13d34642d68a4cabf7eabb60d46c917b8a703aae. Retrieved December 2, 2019. 
  14. Davis, M.A.; Grime, J.P.; Thompson, K. (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fluctuating resources in plant communities: A general theory of invisibility"]. Journal of Ecology 88 (3): 528–534. doi:10.1046/j.1365-2745.2000.00473.x. 
  15. "Communication From The Commission To The Council, The European Parliament, The European Economic And Social Committee And The Committee Of The Regions Towards An EU Strategy On Invasive Species" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في March 5, 2016. د لاسرسي‌نېټه May 17, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lakicevic, Milena; Mladenovic, Emina (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Non-native and invasive tree species - their impact on biodiversity loss"]. Zbornik Matice Srpske Za Prirodne Nauke (134): 19–26. doi:10.2298/ZMSPN1834019L. 
  17. National Research Council (US) Committee on the Scientific Basis for Predicting the Invasive Potential of Nonindigenous Plants Plant Pests in the United States (2002). Read "Predicting Invasions of Nonindigenous Plants and Plant Pests" at NAP.edu. doi:10.17226/10259. PMID 25032288. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-08264-8. مؤرشف من الأصل في November 17, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lewis, Simon L.; Maslin, Mark A. (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Defining the Anthropocene"]. Nature 519 (7542): 171–180. doi:10.1038/nature14258. PMID 25762280. Bibcode2015Natur.519..171L. 
  19. Millennium Ecosystem Assessment (2005). "Ecosystems and Human Well-being: Biodiversity Synthesis" (PDF). World Resources Institute. مؤرشف (PDF) من الأصل في October 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Baiser, Benjamin; Olden, Julian D.; Record, Sydne; Lockwood, Julie L.; McKinney, Michael L. (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pattern and process of biotic homogenization in the New Pangaea"]. Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences 279 (1748): 4772–4777. doi:10.1098/rspb.2012.1651. PMID 23055062. 
  21. Odendaal, L. J.; Haupt, T. M.; Griffiths, C. L. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The alien invasive land snail Theba pisana in the West Coast National Park: Is there cause for concern?"]. Koedoe 50 (1): 93–98. doi:10.4102/koedoe.v50i1.153. 
  22. Fisher, Matthew C.; Garner, Trenton W. J. (2020). "Chytrid fungi and global amphibian declines". Nature Reviews Microbiology 18 (6): 332–343. doi:10.1038/s41579-020-0335-x. PMID 32099078. https://discovery.ucl.ac.uk/id/eprint/10092667/1/NRMICRO-19-244_FINAL_ACCEPTED.pdf. Retrieved September 28, 2020. 
  23. Pimentel, D.; R., Zuniga; Morrison, D (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Update on the environmental and economic costs associated with alien-invasive species in the United States"]. Ecological Economics 52 (3): 273–288. doi:10.1016/j.ecolecon.2004.10.002. 
  24. Elton, C.S. (2000) [1958]. The Ecology of Invasions by Animals and Plants. Foreword by Daniel Simberloff. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-20638-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lanciotti, R. S.; Roehrig, J. T.; Deubel, V.; Smith, J.; Parker, M.; Steele, K.; Crise, B.; Volpe, K. E. et al. (1999). "Origin of the West Nile virus responsible for an outbreak of encephalitis in the northeastern United States". Science 286 (5448): 2333–2337. doi:10.1126/science.286.5448.2333. PMID 10600742. https://semanticscholar.org/paper/a18870bb2ba881fb915ad7a4d7a14afa43126d1c. 
  26. Hallegraeff, G.M. (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Transport of toxic dinoflagellates via ships' ballast water: Bioeconomic risk assessment and efficacy of possible ballast water management strategies"]. Marine Ecology Progress Series 168: 297–309. doi:10.3354/meps168297. Bibcode1998MEPS..168..297H. 
  27. "Great Lakes Fishery Commission – Sea Lamprey". www.glfc.org. مؤرشف من الأصل في October 25, 2017. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Haubrock, Phillip J.; Turbelin, Anna J.; Cuthbert, Ross N.; Novoa, Ana; Taylor, Nigel G.; Angulo, Elena; Ballesteros-Mejia, Liliana; Bodey, Thomas W. et al. (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Economic costs of invasive alien species across Europe"]. Neobiota 67: 153–190. doi:10.3897/neobiota.67.58196. 
  29. Haubrock, Phillip J.; Cuthbert, Ross N.; Tricarico, Elena; Diagne, Christophe; Courchamp, Franck; Gozlan, Rodolphe E. (2021-07-29). "The recorded economic costs of alien invasive species in Italy" (in en). NeoBiota 67: 247–266. doi:10.3897/neobiota.67.57747. ISSN 1314-2488. https://neobiota.pensoft.net/article/57747/. Retrieved July 30, 2021.