بریتانیایي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


بریتانیایی فلسفې آر، د بریتانیا وګړو فلسفي دود ته ورګرځي. «د بریتانیایی فسلفې ریښه‌یي ځانګړنې دا دي: په منطق برابره پوهه، له پېچلتیا او لانجو څخه کرکه، واقعي څیز ته د غیرواقعي څیز په پرتله په ځانګړي لومړیتوب ورکولو سره لېوالتیا او د طریقت یو ځانګړی عجیبه صداقت چې کلکه ناکله د شعر مرغلرې ورڅخه راتاوېږي».[۱]

منځنۍ پېړۍ[سمول]

کانتربېري‌مېشتی انسلم[سمول]

د کانتربېرې ښار اوسېدونکی سېنت انسلم (کابو ۱۰۳۳ تر ۱۱۰۹ ز) د کاتولیکې کلیسا یو ستر فیلسوف او الهیات‌پوه ؤ، چې له ۱۰۹۳ څخه تر ۱۱۰۹ ز کال پورې د کانتربېري ښار لوی اسقف پاتې شوی دی. انسلم د خدای د شتون په هکله د وجودپوهنیز استدلال او د ګرمانې پرېکړه‌ییزې تیوري رامنځ‌ته کوونکي په توګه نامتو دی. د انسلم اثرونه هم فلسفې او هم الهیات‌پوهنې ته اړوند ګڼل شوي دي، دا ځکه چې نوموړو اثرونو کې هاند پر دې دی ترڅو د مسیحي ایمان اصول، چې په دودیز ډول یو مکشوف حقیقت انګېرل کېږي، د یوه عقلاني نظام په توګه وړاندې کړي.[۲]

شېروودمېشتی ویلیام[سمول]

د شېروود ښار اوسېدونکی ویلیام (د ۱۲۰۰ تر ۱۲۷۲ ز په شاوخوا کې) د منځنیو پېړیو یو انګلیسي مَدرسي فیلسوف، منطق‌پوه او ښوونکی ؤ. د ژوند په هکله یې معلومات لږ دي، خو داسې انګېرل کېږي چې هغه به پاریس کې زده‌کړې کړې وي او په کال ۱۲۵۲ ز، په اکسفورډ کې استاد پاتې شوی وي. هغه د دوو داسې کتابونو لیکوال دی، چې د مدرسي منطق پر پراختیا باندې یې ځانګړې اغېزه درلوده: Introductiones in Logicam (د منطق پېژندنه) او Syncategoremata. دا لومړني کتابونه دي ترڅو د هغه څه په هکله چې اوس‌مهال ورته «د فرض تیوري» ویل کېږي، په منظمه توګه بحث وکړل شي؛ دغه آثار هم د انګلستان هم د ټولې لویې وچې په کچه د منطق پر پراختیا باندې اغېزمن تمام شول.د راجر بېکن په وینا، شېروودي ویلیام «د مسیحیت نړۍ د حکیمانو د نومیالیو څېرو» له جملې څخه ؤ، چې د دغې ډلې بله نامتو څېره «آلبرټوس مګنوس» ګڼل کېږي. د بېکن د قضاوت له‌مخې، شېروودي د آلبرټ په پرتله ستر عالم تېر شوی. [۳]

نومهال پېر[سمول]

فرانسېسن بېکن[سمول]

فرانسیس بېکن (۱۵۶۱ تر ۱۶۲۶ ز) یو انګرېز ؤ چې سربېره پر فیلسوف‌توب، یو سیاستوال، ساینس‌پوه، قانونپوه، حقوقپوه او لیکوال ؤ. هغه د سږي په ناروغۍ اخته کېدو له امله، د غوښې د یخې ساتنې اغېزو د مطالعې پر مهال مړ شو. هغه د انګلستان د لوی څارنوال او سترې محکمې مشر په توګه دندې ترسره کړې دي. که څه هم د هغه سیاسي کاري ژوند په افتضاح سره پای ته ورسېده، خو د خپلو آثارو او فعالیتونو، په تېره بیا د فلسفي مدافع او د علمي میتود پلي کوونکي او په علمي اوښتون کې مخکښ پاتې کېدلو له لارې، یوه اغېزمنه څېره تېره شوې ده.[۴]

ټوماس هابز[سمول]

ټوماس هابز (۱۵۸۸ تر ۱۶۷۹ ز) یو انګلیسي فیلسوف ؤ چې د سیاسي فلسفې په ډګر کې د فعالیت کولو له امله نن ورځ شهرت لري. د هغه لېویاتان (Leviathan) کتاب (۱۶۵۱ ز) د لوېدیځې سیاسي فلسفې لپاره، د ټولنیز تړون تیورۍ له نظره، د یوه بنسټ په توګه پېژندل کېږي.[۵]

هابز د واکمنۍ لپاره د مطلق‌پالنې یو اتل ؤ، خو هغه د اروپایي ازاداندۍ تفکر ځیني اصول هم وپنځول: د وګړي حق؛ د ټولو وګړو طبیعي برابروالی؛ د سیاسي نظم تصنعي ځانګړنه (چې وروسته بیا مدني ټولنې او دولت ترمنځ د توپیر رامنځ‌ته کېدلو لامل وګرځېد)؛ هغه لیدلوری چې ټول مشروع سیاسي واک باید [د ولس] «استازی» او د ولس په خوښه وي؛ او د قانون ازادانده ژباړه، چې وګړي د هر هغه کار په ترسره کولو کې، چې په څرګنده توګه قانون کې منع کړل شوي نه‌وي، ازاد دي.[۶]

نولسمه پېړۍ[سمول]

جِرمي بېنتام[سمول]

جرمي بېنتام (۱۷۴۸ تر ۱۸۳۲ ز) په برېتانیا کې د کلاسیکې ګټه‌پالنې دود رامنځ‌ته کوونکي په توګه پېژندل کېږي. ګټه‌پالنه د کره اخلاق پایله‌پاله تیوري ده، چې له‌مخې یې یو عمل یوازې او یوازې هغه وخت اخلاقي منل کېږي چې د خوښۍ یا خوشحالۍ د شتون احتمال تر ټولو سترې کچې ته اوچت کړي. کلاسیکه ګټه‌پالنه، خوندپاله ګڼل کېده، ځکه چې په نوموړې فلسفه کې خوند ته د ذاتي خیر او درد ته د ذاتي شر په سترګه کتل کېدل. [۷]

ګټه‌پالنه د بېنتام له‌خوا د «تر ټولو سترې خوشحالۍ» یا «تر ټولو سترې نېکمرغۍ» په توګه ستایل کېږي. د بېنتام ګټه‌پالنه له هغه استدلال له امله پېژندل کېږي چې د نېکمرغۍ محاسبې الګورېتم باید د کړنو د سموالي او ناسموالي د ټاکلو لپاره وکارول شي. دغه محاسبه د بېلابېلو کړنو د درد او د خوند کچې د اندازه کولو له لارې ترسره کېږي. بېنتام ویل چې خوند او درد باید د «hedons» او «dolars» کوچنیو واحدي برخو ته تجزیه شي. [۸]

سرچینې[سمول]

  1. Matthews, Kenneth (1943). British Philosophers. Great Britain: William Collins. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Davies, Brian; et al. (2004). The Cambridge Companion to Anselm. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-00205-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bacon, Roger (1859). "Preface". In Brewer, J.S. (المحرر). Fr. Rogeri Bacon opera quædam hactenus inedita. I. تُرجم بواسطة Kretzmann, Norman. London. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Home | Sweet Briar College Archived July 8, 2013, at the Wayback Machine.. Psychology.sbc.edu. Retrieved on 2013-07-29.
  5. "Hobbes's Moral and Political Philosophy". Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2020).  . Retrieved March 11, 2009.
  6. Pierre Manent, An Intellectual History of Liberalism (1994) pp 20–38
  7. "Consequentialism" at Stanford Encyclopedia of Philosophy Retrieved April 10, 2011
  8. AN INTRODUCTION TO THE PRINCIPLES OF MORALS AND LEGISLATION, Jeremy Bentham, 1789 (“printed” in 1780, “first published” in 1789, "corrected by the Author" in 1823.) See Chapter I: Of the Principle of Utility. For Bentham on animals, see Ch. XVII Note 122.