خبرې اترې:برکتي کور
برکتي کور
[سمول]د "خندق" په غزا کې مدينه محاصره وه او هر چا به تر خپله وسه د جګړې ملاتړ کاوه؛حضرت فاطمې به ډوډۍ پخولې او مجاهدينو ته به يې وړې . يوه ورځ يې خپلو زامنو ته ډوډۍ پخه کړې وه؛نو پلار ورته راپر ياد شو؛په منډه يې ځان د جګړې ليکې ته ورساوه،و يې ويل : (( دا ډوډۍ مې خپلو بچو ته پخه کړې وه، ته مې را پر ياد شوې او زړه ته مې ونه شوه؛نو رامې وړه.)) پېغمبر اکرم وويل: (( دا لومړۍ مړۍ ده،چې پلار دې يې درې ورځې وروسته خوري . [1]))
له حضرت "جابر بن عبدالله" (رض) روايت دى،چې رسول الله څو ورځې هېڅ نه وو خوړلي، د خپلو مېرمنو كور ته ولاړ، هلته هم څه نه و؛ نو د لور كور ته راغى، و يې ويل: (( لورې! خواړه شته،وږې يم؟)) فاطمې: ((پر خداى قسم، نه !)) رسول الله،چې د فاطمې له كوره ووت؛يوې ګاونډۍ ښځې دوې ډوډۍ او لږه غوښه راوړه،فاطمې خواړه په لوښي كې كېښوول او امام حسن او امام حسين يې په رسول الله پسې ولېږل . رسول الله،چې راغى؛فاطمې ورته وويل: (( ستر خداى راته څه راولېږل او درته مې كېښوول.)) د خوړو لوښى يې، چې پېغمبر اكرم ته راووړ او سر يې ترې پورته كړ؛نو له غوښې او ډوډۍ ډك و. حضرت فاطمې،چې دا حالت وليد؛حيرانه شوه. پېغمبر اكرم ورته وويل: (( لورې دا دې له كومه كړل؟)) حضرت فاطمې وويل: ((د خداى له لوري دي، خداى،چې وغواړي،هر چا ته بې حسابه روزي وركوي.)) پېغمبر اكرم وويل: (( د خداى شكر كوم، چې خداى ته د بني اسراييلو د ښځو د سردارې (مريم) په څېر ګرځولې يې.)) د رسول الله مېرمنو او حضرت علي هم له دې خوړو وخوړل او بيا هم خواړه په لوښي كې پراته ول .حضرت فاطمه وايي:((ما ګاونډيانو ته هم خواړه ولېږل او خداى په كې ډېر بركت اچولى و.[2]))
[1] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٢٠/٢٤٥ ، ١٠ حديث .(٢) احقاق الحق : ١٠/٢٨٥.
[2] . وګورئ : زمخشري،كشاف، سيوطي، درالمنثور، ثعلبي(تفاسير).