Jump to content

بريتانیا د شوروي – افغانستان په جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بریتانیا که څه هم په رسمي توګه د شوروي – افغان جګړې په تهاجمي جګړه کې ښکېل نه وه، خو په پراخه کچه دخیل او د جګړې تر شا یې ارزښتناکه پټه ونډه لوبوله چې د دوهمې سترې لوبې په نوم هم یادېږي. بریتانویانو د شوروي اتحاد پر وړاندې په جګړه کې د افغان مجاهدینو غیر مستقیم او مستقیم ملاتړ کاوه، چې په کې په پټه توګه په دول ډول وسلو سمبالښت، تمویل او اکمالات شامل وو.    [۱][۲][۳]

د بریتانیې د پټو استخباراتو ادارې ( MI6) په لومړيو کې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د مجاهدینو د جمعیت اسلامي له ډلې څخه  ملاتړ کاوه چې دې ډلې د امریکا او پاکستان لږ ملاتړ تر لاسه کاوه، او په جګړه کې د بریتانیې مهم متحد شو. مسعود او د هغه جنګیالیو د بریتانیې او د هغوی د استخباراتو په ملاتړ د پنجشیر په دره کې د شوروي نهه بریدونه په شا وتمبول، او په ۱۹۸۶ کال کې د شوروي تر وتلو پورې یې دا مهمه دره په واک کې درلوده. مسعود د نورو مجاهد قومندانانو تر منځ تر ټولوبریالۍ او د ډاروونکې څېره راڅرګند شوه. 

بریتانیې هم د امریکا د حکومت په طوفان عملیاتو (Operation Cyclone) کې مهمه  ونډه درلوده ، چې پکې امریکا پراخې مالي او مادي مرستې چمتو کولې. د امریکا برعکس، چې خپل پروګرام یې د پاکستان له لارې پر مخ وړ، انګلستان په افغانستان کې مستقیمه جکړه ایزه ونډه لوبوله– په ځانګړې توګه متقاعد یا ملاتړي ځواکونه لکه ځانګړي هوايي ځواکونه او خصوصي نظامي شرکتونه یې کارول چې عملاً یې د مقاومت ډلو ملاتړ کاوه. د بریتانیې یوه لویه مرسته د مجاهدیتو روزل وو، چې دا کار یې نه یوازې په افغانستان پرمخ وړ، بلکه په پاکستان او خلیج هېوادونو کې یې هم د مجاهدین روزل.     [۳]

په جګړه کې د انګلستان ماموریت نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د شوروي اتحاد د مرکزي آسیا په جمهوریتونو کې هم د مستقیمې نظامي ښکېلتیا لامل هم شو. د جګړې تر پای پورې، له افغان مقاومت سره د بریتانیې ملاتړ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د وایټ هال تر ټولو پراخ پټ عملیات وو.  [۴]

تاريخچه

[سمول]

انګلستان په نولسمه او شلمه پېړۍ کې په افغانستان کې جګړه کړې وه. د بریتانوي هند په وړاندې له تزاري روسي د انګلیسانو وېره – چې د سترې لوبې په نوم هم یادېږې، افغانستان د جګړې ډګر ته واچو. بریتانیا غوښتل د افغانستان امارت تر واک لاندې راولي  خو په پایله کې یې هلته دری ځله لویې جګړې وکړې؛ چې لومړی یې په ۱۸۴۲ کال کې وشوه او په شرموونکي خروج پای ته ورسېده. دویمه جګړه په ۱۸۷۹ کال کې پای ته ورسېده چې د بریتانيی متحد عبدالرحمن خان د ګوډاګي په توګه وټاکل شو چې ورپستې د ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ کې را منځ ته شوه.  [۵][۶]

دریمه جګړه په ۱۹۱۹ کال کې وشوه چې افغانستان هڅه وکړه چې پر هند یرغل وکړي. لکه څنګه چې دوی په شا و تمبول شول، افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او یو نوی ډیپلوماتیک ماموریت را منځ ته شو، چې په کې افغانستان په هند کې د بریتانوي سترواکۍ او نوي شوروي سترواکۍ ترمنځ د منځګړي دولت په توګه ښکېل شو. په حقیقت کې، بریتانیې د افغانستان بهرنۍ پالیسي کنټرولوله او حکومت ته یې د ثبات د ساتلو په موخه پیسې ورکړې. دې کار په ۱۹۴۷ کال د پاکستان او هند تر خپلواکۍ پورې تر ۱۹۴۰ لسیزې دوام درلود.  [۷]

له ۱۹۴۰ لسیزې وروسته بیا بریتانیې د افغانستان د سیاست په برخه کې ډېره کمه ونډه درلوده او دې کار د شوروي اتحاد د لاسوهنې لپاره دروازه پرانیستله. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د افغانستان د خلکو نوی دیموکراتیک ګوند PDPA)) چې یو مارکسیست – لیننیست سیاسي ګوند و او د شورويانو له خوا رامنځه ته او ملاتړ کېده. په۱۹۷۳کال کې د محمد داود خان په مشرۍ، د افغانستان د خلکو نوی دیموکراتیک ګوند، د کودتا په پایله کې د پاچا ظاهر شاه د پاچاهۍ په نسکورولو سره واک ترلاسه کړ. خو داود خان شپږ کاله وروسته د ثور په انقلاب کې له واکه لرې کړ او مسکو یې حیران کړ، ځکه دوی دا غوره ګڼله چې د شوروي پلوی، داود خان په واک کې پاتې شي.   [۸][۹][۱۰][۱۱]

د افغانستان د وګړو تر منځ نارضایتي راپیدا شوه او د انقلاب له پای وروسته د مارچ، جون او اګست په میاشتو کې د حکومت ضد پاڅونونه پیل وشول. شورویان لېواله وو چې د انقلاب لپاره د برژنیف د نظریاتو پر بنسټ ښکېل شي او په هېواد کې ثبات ټینګ کړي. برژنیف او د شوروي نورمشران په دې باور وو چې د سړې جګړې په بڼه، لوېدیځ په افغانستان کې د پاڅونونو تر شا ولاړ دی او په مسکو کې یاغیانو ته د لوېدیځ د دسیسې د لوموړي پړاو په سترګه کتل کېدل، ترڅو په منځنۍ شوروي آسیا کې بغاوت یا جهاد  وهڅوي، چې په کې اکثریت نفوس مسلمانان وو. د ۱۹۷۹ کال د کرسمس په ورځ، شوروي اتحاد پر افغانستان خپل پوځي اشغال پیل کړ.    [۱۲]

مارګاریت تاچر د ۱۹۷۹ کال د مې په میاشت کې د بریتانیا لومړۍ وزیره شوه چې د شوروي پر ضد څېرې په توګه یې شهرت درلود. نوموړي د 'اوسپنیزې میرمنې' لقب په لومړي ځل د شوروي  پوځي ورځپاڼه، ریډ سټار (سور ستوري) په یوه مقاله کې ورکړل شو. بریتانوي چارواکي هغه امکان په اړه اندېښمن وو، چې ګواکي مسکو به وروسته له فرصتونو څخه په ګټه د سوېلي آسیا د کمزورو هېوادونو د بی ثباتی له لارې، په هغوی باندې خپل نفوذ پراخ کړي. بریتانيا د ګاونډي پاکستان په اړه اندیښنه نه درلوده، بلکې په ايران کې د روان انقلاب او د ايران د کمونست ګوند – توده له خوا د واک د احتمالي يرغمل کېدو په اړه اندېښمنه وه. تاچر، د خبرو له لارې آرامتیا ته د مکر په توګه کتل چې شوروي بلاک یې لاره هواره کړه ترڅو سړه جګړه له نورو لارو پر مخ بوځي، او په خپلو یادښتونو کې یې منلې چې په افغانستان کې د دوی مداخله هېڅ حیرانوونکې نه وه.[۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Hughes, Geraint. "The Second 'Great Game': Britain and the Soviet Intervention in Afghanistan, 1979 – 1980". King's College London. نه اخيستل شوی 6 August 2022.
  2. "Declassified files reveal Britain's secret support to Afghan Mujahideen". Times of Islamabad. 30 January 2018. نه اخيستل شوی 12 March 2020.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Davidson 2016، م. 290.
  4. Curtis 2010، م. 131.
  5. Ingram, Edward (1980). "Great Britain's Great Game: An Introduction". The International History Review. 2 (2): 160–171. doi:10.1080/07075332.1980.9640210. JSTOR 40105749.
  6. Jelavich 1974، مم. 200–201.
  7. Hughes, Geraint. "The Second 'Great Game': Britain and the Soviet Intervention in Afghanistan, 1979 – 1980". King's College London. نه اخيستل شوی 6 August 2022.
  8. Amstutz 1994، مم. 17–21.
  9. "Afghanistan: 20 years of bloodshed". BBC News. 26 April 1998. نه اخيستل شوی 12 March 2018.
  10. "The end game: Britain's role in Afghanistan 1947–50". History Extra. نه اخيستل شوی 24 September 2022.
  11. Braithwaite 2011، مم. 41–42.
  12. Braithwaite 2011، م. 80.
  13. "The end game: Britain's role in Afghanistan 1947–50". History Extra. نه اخيستل شوی 24 September 2022.