بروس لی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بروس لي نه مخ گرځېدلی)
بروس لی
(انګلیسي: Bruce Lee)
(كانتونیه: 李小龍)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بروس لی ۱۹۶۷م کال
بروس لی ۱۹۶۷م کال
بروس لی ۱۹۶۷م کال

د شخص معلومات
زیږون نوم (كانتونیه: 李振藩)[۲]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ نومبر ۱۹۴۰م کال
مړینه 20 جولای 1973 (33 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای هانګ کانګ
سان فرانسسکو
سیاتل  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت امریکا، چین
نور نومونه جون فان
قد 1.72 متر  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب بی دین
مور او پلار لی هو چون/ ګریس هون
عملي ژوند
کار/مسلک تلویزیون ستوري
فلم لوبګر
ليکوال
فلم پروډیوسر
فیلسوف
سکرين ليکوال
لوبگر[۱۳]
ډايريکټر[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۵][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لوبگر
فیلسوف
فلم پروډیوسر  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د لوبې هيواد د امریکا متحده ایالات  د (P1532) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بروس لی
بروس لی

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د سپورت او سينما په نړۍ كې ترټولو ډیر مشهور بروس لی Bruce Lee) زيات شهرت وموند، بروس لي د سپورټ په نړۍ كې خپل تخنيكونه نوي اسلوب د جيټ كونډو "Jeet kondo " ترنامه لاندې وضع كړل، (د لاس د غځولو طريقه- چې همداراز د سړك د غاړي د جنګ په فن هم شهرت لري)، تراوسه هم په نړۍ كې د نوموړى تمرين پرمخ بېول كېږي، په ځانګړې توګه په ځوانانو كې زيات شمېر مينه وال لري، او د سينما په ډګركې د نوموړي فلمونه د يادولو وړ دي.

هاليووډ پدې اړيستل شو چې د نوموړي د وروستي Enter the Dragon) تر سرليك لاندې فلم لپاره يې ستورى وټاكي، خو سمدلاسه د نوموړي فلم لوبغاړى يو بل چينايى وټاكل شو، چې همېشه چينايان په فلمونوكې شريره يا دوهمه څېره لري، خو بروس لي نوموړى فلم ونه ليد او په سينماوو كې د نوموړي فلم پر پرده ښودلو څخه درې اوونۍ مخكې بروس لي ومړ، پداسې حال كې چې بروس لي خپل نړيوال شهرت ترلاسه كړ او د ژوند د پاى شيبې يې شمېرلې خو تر خپل مرګ وروسته يې يو تاریخ پرېښوده.

بروس لي او لويديځه نړۍ

تر نړيوال جنگ 25 كاله وروسته د بروس لي فلمونه په لويديځه نړۍ كې پداسې حال كې راڅرگند شول، چې د عربو او اسرائيلو شخړې په ځانگړي ډول د روژې مباركې په لسمه لانورې هم زياتې وې، ځكه نو د عنف او قوت ډكو فلمونو د ځوان نسل زړونو ته لار ومونده، او هغه مهال سينما يو ځانگړى شهرت او برم ترلاسه كړى و، ځكه چې فضائي چينلونو او انټرنټ هېڅ وجود نه درلود، سربېره پردې چې د Kung Fu او كراتې Carate فلمونونه يوه نوې پديده وه چې د قوت او حركت خوښونكو ځوانانو زوړنو ته يې خپله لار ومونده.

- آن تر اوسه هم د بروس لي په اړه خبرې كېږي، ايا دا يوه اسطوره وه او كه سينما د نوموړې څېرې په شهرت كې غټ رول لوبولى؟


بروس لي څوك دى؟

د 1940ز كال د نومبر په 27 چې د 1359هـ كال د شوال د مياشتې له 27 سره سمون خوري، "لي جون فان"Lee Jun Fan د اژهار يا ښامار په كال د Jackson St د جاكسن په كوڅه كې د امريكا د سان فرانسيسكو په ايالت كې په يو چينايي روغتون كې سترگې دې دنيا ته وغړولې، چې نوموړى روغتون بيا وروسته د Bruce Lee بروس لي په نامه سره شهرت وموند. - او په كال 1941ز-1360هـ كې د بروس لي پلار خپل اصلي ټاټوبي (كولون) Kowloon ته (چې د چين په هانگ كانگ كې يې موقعيت درلود) راستون شو. - او په چين كې بروس لي له ماشومتوب څخه وسينما ته لاره ومونده، خپل ړومبى فلم يې په شپږ كلنۍ كې پيل كړ، او همداشان د سويلي ختيځې اسيا د سيمو په 20 فلمونو كې راڅرگند شو، چې مشهورترين فلم يې د (يتيم) The Orphan په نامه د بېلگې په ډول يادولى شو، پدې وخت كې بروس لي 18 كلن و، چې د بې كوره يتيم رول يې لوبولى و. او د خپل ځان لپاره يې د (لي سي لونگ Li Siu lung) نوم غوره كړ چې د كوچني اژدهار يا ښـامار معنا وركوي.

بروس په كال 1935ز كې د Wing Chun Kung fu د ښوونځي له ښوونكي Sifu Yip Man سره يوځاى شو او د كونفو يا د جنگي هنرونو Martial Arts په تمرينونو يې پيل وكړ، چې په هانگ كانگ كې له دوديزه لوبو څخه گڼل كېدل، د بروس لي په اړه داسې ويل كېږي چې گواكي نوموړى په زيات شمېرو شخړو كې ښكېل و خو دى پخپله د ځان په اړه وايې چې "نوموړى عنف او زور زياتى نه خوښوي".

امريكا ته د اژهار راستنېدل

بروس لي له خپل زوى سره

د بروس لي پلار دا پرېكړه وكړه چې په كال 1959ز بېرته امريكا ته راستون شي، ځكه چې په هانگ كانگ كې داخلي شخړو تر پزې راوستى و.

د امريكا په متحده ايالاتو كې د مېشتېدو په پيل كې بروس لي د خپل پلار له يو پخواني ملگري سره استوگنه غوره كړه، تر هغه چې د خوږو په يو دوكان كې يې د مزدوركار دنده ومونده، وروسته بيا د نوموړي دوكان په دوهم پوړ كې استوگن شو، او دEdison Technical School په ښوونځي كې شامل شو ترڅو ديپلوم ترلاسه كړي، هغه مهال يې په يو سالون كې د كونفو د تمرين د زده كوونكي په حيث دنده هم پرمخ بيوله، ترڅو د خپل معيشت او زده كړې پيسې وگټي.

او په كال 1967ز كې بروس لي د (سياټل) د واشنگټن په پوهنتون كې شامل شو او د فلسفې Philosophy زده كړه يې پيل كړه، ددې ترڅنگ يې پوهنتون محصلينو ته د كونفو تمرينونه هم وركول، بلكې د پوهنتون د حرم ترڅنگ يې د كونفو د تمرين يو ښوونځى هم پرانيست، وروسته بيا يې د اوكلانډ په ايالت كې په كال 1964ز كې ثانوي مدرسه هم جوړه كړه، او دخپل نيابت لپاره يې خپل ملگرى ټاكي كيمارا Taky Kimura د پوهنتون د حرم ترڅنگ ښوونځي مشر وټاكه.

- د اوكلانډا د ښوونځي د مشرۍ پرمهال بروس لي د چين هېواد لخوا وگواښل شو- پداسې حال كې چې د چين هېواد او ټولنې دا نه منله له چينايانو پرته دې نورو ته هم د جنگ چلونه وښيي- نوموړى د چينايانو په اند يو امريكايى و، ځكه چې ده د امريكا تابعيت اخيستى و... د نوموړو گواښنونو له كبله بروس لي ته بل څه نه و پاتې پرته له دې چې خپله ښوونځي وتړي.

بروس لي نوموړي گواښونه ومنل، سره له دې چې خپل رقيب ته په دوو دقيقو كې ماته وركړي، خو نوموړى پدې اند و چې دا ډېر وخت ته اړتيا لري چې له دې ډول گواښونو څخه ځان خلاص كړي. له دې سياليو وروسته د بروس لي د جيټ كوندو Jeet Kune Do (JKD) تخنيكونه لانور هم پرمخ لاړل چې (د سړكونو پرسر جنگ) يې شهرت درلود. - بروس لي د 1964ز كال د اگست په مياشت كې سياټل ته راستون شو ترڅو له لنيډا ايمرز Linda Emery's سره چې په كال 1959ز كال كې يې ملاقات سره شوي وو، واده وكړي.

د كاليفورنيا په ساحل كې په كال 1964ز كې بروس لي ته د كاراتې د اتلولۍ په لوبه كې د گډون بلنه وركړل شوه، چې د گډونوالو له جملې څخه د سينما پروډيوسر William Dozier هم حاضر و، چې د بروس لي حركات يې ډېر خوښ شول او دا غوښتنه يې ترې وكړه چې لانس انجلېس ته ورسره لاړ شي او د تلويزون د سينما لپاره تمهيدي آزموينه وركړي.


اژدهار او سينما

بروس لي په كال 1966ز كې د امريكا د تلويزون پر پرده د كاټوKato د شنې غومبسې Green hornet په مسلسل(سريال) كې راڅرگند شو، او همدا مهال يې د لاس انجلېس په ايالت كې درېيمه ښوونځي هم پرانېسته. - له (1387 هـ - 1391هـ = 1967 – 1971ز)كلونو راهيسې بروس لي په يو لړ فلمونو او مسلسلاتو كې راڅرگند شو، او زيات شمېر نامتو خلكو ته يې تمرين وركړ لكه: ماكوين Steve McQueen، لي ماروين Lee Marvin، جيمس جارنرJames Garner، او د باسكټبال لوبې نامتو لوبغاړى كريم عبدالجبار Kareem Abdul Jabbar.

- او په كال (1390هـ = 1970ز)كې بروس لي د تمرين پرمهال ټپي او روغتون ته انتقال كړاى شو، نوموړي د ناروغتيا او په روغتون كې د بستر پرمهال د خپلو اساليبو او د جيټ كوندو د تخنيكونو په اړه د (Way of the intercepting Fist ) ترسرليك لاندې مطالب وليكل چې د نوموړي شخصي ابتكار و او دده له مړينې وروسته يې مېرمنې نوموړي مطالب خپاره كړل.

- بروس لي په كال (1391هـ = 1971ز)كې بېرته هانگ كانگ ته راستون شو، ترڅو خپله كورنۍ امريكا ته بوزي، خو هلته په هانگ كانگ كې د نوموړي شهرت د Green Hornet له لارې د هرچا تر غوږونو رسېدلى و، هلته يو بل پروډيوسر ريموند شو Raymond Chow د (Big Boss لوى مشر) په فلم كې د اتلولۍ د رول لوبولو غوښتنه ترې وكړه، هماغه وو چې يو اسطوري برياليتوب يې په برخه شو، ان تردې چې داسې ويل كېدل چې په هرو لسو كسانو كې نهو كسانو نوموړى فلم ليدلى دى، او په نوموړي فلم كې د بروس لي گټه يوازې 100 زره ډالره وه.

- نوموړي فلم د دريو اوونيو په بهير كې 3 مليونه ډالر وگټل چې هغه وخت يې د امريكا په ډېرو قوي فلمونوتفوق وموند. بيا بروس لي ته د (قهرجن سوكFist of fury) فلم وړانديز وشو، چې نوموړي فلم هم خيالي گټې ترلاسه كړي. بيا وروسته په كال(1392هـ = 1972ز) كې د (د اژدهار لار The Dragon Way) فلم له شاك نوريس (Chuck Norris) سره چې نوموړى پكې د (Tang Soo Do) تخنيكونو د مدرب رول لوبولى. بروس لي نوموړى فلم په خپله وليكه او خپور كړ. بيا يې د مرگ لوبه Game of Death فلم د باسكټبال له نامتو لوبغاړي كريم عبدالجبار سره جوړ كړ، خو بروس لي د نوموړي فلم د صحنو په پاى ته رسېدو ونه توانيده. - او په كال (1393هـ = 1973ز)كې د هاليوډ او هانگ كانگ ترمنځ ړومبى گډ انتاج (د اژدهار په دننه كې Enter the dragon) فلم كې راميدان ته شو، خو بروس لي په ډېر كراهيت سره دا رد كړه چې گواكي نوموړى دې ددې فلم ړومبى چينايي اتل وي، بروس لي بېرته هانگ كانگ ته راستون شو ترڅو هلته د سينما له لارې لويې برياوې ترلاسه كړي، خو هاليوډ يوځل بيا د نيمگړي فلم د بشپړتيا په موخه بلنه وركړه ترڅو خپل د اتلولۍ رول ولوبوي، نوموړى فلم په كال (1393هـ = 1973ز) كې بشپړ كړاى شو.

د ناڅرگند ښامارمړينه

ددې ټولو شهرتونو، قوت، بډاييتوب او د ځوانۍ د عمر 33 كلونو سره سره بروس لي په كال 1973ز) كې د جولاى په 20 نېټه د ماغزو په نزف اخته كېږي چې له امله يې ناڅاپه مري او ټول پرې خواشيني څرگندوي، ځينې شائعات داسې هم وايې چې نوموړي د كونفو د ځينو ماهرينو لخوا ووژل شو، په ځانگړي توگه دده زوي برانډون Brandon چې هماغه مهال تقريباً په كال (1413هـ = 1993ز) كې د فلم د ډكولو پرمهال مړ شو. - ځينې نور بيا وايې چې: د هاليوډ ځينو پروډيوسرانو نوموړى د شخصي كينې له كبله وواژه، ځكه چې نوموړي ډېر شهرت ترلاسه كړ او بل دا چې نوموړى يوازنى او ړومبى چين الاصل فلمي لوبغاړى و چې په فلمونو كې د اتلولۍ رول يې لوباوه، ځينې نور پدې اند دي چې دا ډول مړينې يو عادي كار دى چې د سپورت او رزمي ورزشكارانو ترمنځ پېښېږي، خو په هرحال، بروس لي خپل هممهال او راتلونكو نسلونو ته داسې ابتكارات پرېښودل چې اوس هم ځينې ځوانان ترې اغېزمن دي، او د نوموړي كيسې او تخنيكونه د كونفو او له ځان څخه ددفاع په لوبوكې اوس هم تبادله كېږي.

د نوموړي جنازه له مرگ څخه پينځه ورځې وروسته وشوه او د نوموړي نيږدې 25 زره ملگري او د (كوچني اژدهار) مينه وال دده جنازې ته راغلي وو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://baike.sogou.com/m/fullLemma?lid=48246 — د نشر نېټه: ۴ سپټمبر ۲۰۲۳
  2. https://baike.sogou.com/m/fullLemma?lid=48246 — د نشر نېټه: ۲۷ اگسټ ۲۰۲۳
  3. Bruce Lee — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. Bruce Lee anniversary — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۴ — خپرونکی: هندو — د خپرولو نیټه: ۱۹ جولای ۲۰۰۸
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11912061r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Bruce-Lee — subject named as: Bruce Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64f1tg4 — subject named as: Bruce Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/612 — subject named as: Bruce Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/28341 — subject named as: Bruce Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lee-bruce — subject named as: Bruce Lee — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=leej0 — subject named as: Bruce Lee
  12. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=bruce;n=lee — subject named as: Bruce Lee
  13. Deutsche Synchronkartei actor ID: https://www.synchronkartei.de/darsteller/253 — د نشر نېټه: ۴ اپرېل ۲۰۲۲
  14. https://www.acmi.net.au/creators/79272
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/34581859