برهمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
برهمن د هندوانو تر ټولو لوړ ذات نوم دی. څوک چې د برهما د خولې څخه زېږېدلی و. د هغه د وظیفو څخه د مذهب ساتنه او د ویدونو یادول دي. برهمن څلور عمرونه لري. برهماچاري، "تعلیم، پوهه،" ګرهاستا، "واده ژوند"، وانپراستا، "په ځنګل کې توبه کول،" سنیا، د نړۍ ترک کول. که برهمن خپل ورسپارل شوې وظیفه پرېږدي او کوم بل کار پیل کړي، د هغه په ذات باندې هیڅ اغېزه نلري. دا د هندوانو تر ټولو لوړ ذات دی. او حتی که د ټيټ ذات خلک دوی ته لاس ورکړي، دوی ځانونه ناپاک ګڼي. ودونه یوازې په خپل منځ کې ترسره کوي. د پښتنو ليکوالانو په وينا د برهمن لفظ پښتو ريښه لري چې د بريمن يا بريمنانو څخه اخيستل شوې ده چې په دوه بېلابېلو ماناوو يې تفسير کوي، لومړی د بري +من د کلمې په توګه مطلب له پورته اسمانه چې کوم احکام راځي هغه منل او دوهم يې د بريمن په مانا چې مطلب ترې هغه خلک دي چې بريالي وي، مطلب دا چې دا خلک له هرڅه پاک او بري دي، او هيڅ ډول ګوناه او غلطي ترې نشي کېدای. چې د برهمن لفظ هم همدغه ماناوې په خپل ځان کې رانغاړي. په همدې توګه ځينې پښتانه د ابراهيم خېلو قوم هم په تحت اللفظي توګه بريم خېل يادوي او دا دعوه کوي چې تر اسلام دمخه په غالب ګومان دا خلک برهمن و، چې په دې ډول د ابراهيم خېلو ريښه تر اسلام دمخه وړل کيږي.