برني سندرز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

برنارد سندرز (د ۱۹۴۱ کال د سېپټمبر په ۸مه زېږېدلی) یو امریکايي سیاستوال او فعال چې له وېرمانټ څخه د متحده ایالاتو په سنا کې باتجربه سناتور دی. سندرز د متحده ایالاتو د کانګرس په تاریخ کې تر ټولو اوږدې مودې لپاره د ناپېیلې سیاستوال په توګه خدمت کړی، خو له دیموکرات ګوند سره نږدې اړیکې لري، چې د خپلې کاري مودې په ډېره برخه کې یې په کانګرس کې د مشرانو جرګې او سنا له دیموکراتانو سره همکاري کړې او په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې ولسمشرۍ ته د دغه ګوند د نوماندۍ په هڅه کې و چې په یادو دواړو ټاکنیزو سیالیو کې دویم شو. هغه غالباً په متحده ایالاتو کې د پرمختګ پاله غورځنګ د مشر په توګه پېژندل کېږي.

سندرز د کاریګرې طبقې په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی او د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې رالوی شوی، له شیکاګو پوهنتون څخه تر فارغېدو مخکې یې په ۱۹۶۴ کال کې په بروکلین کالج کې زده‌کړې وکړې. کله چې زده‌کوونکی و، هغه د مدني حقونو د غورځنګ په جریان کې د نژادي مساواتو ګانګرس (CORE) او د زده‌کوونکو د عدم تشدد د همغږۍ کمېټې (SNCC) لپاره د لاریون سازمانوونکی و. په ۱۹۶۸ کال کې په وېرمانټ کې تر مېشتېدو وروسته هغه د ۱۹۷۰یمې لسیزې له پیل تر منځني مهال پورې د درېیمې سیاسي ډلې کمپاینونه ناکام کړل. هغه په ۱۹۸۱ کال کې د یو خپلواک په توګه د برلینګټون ښاروال وټاکل شو او درې ځله نور هم همدې بست ته وټاکل شو. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د وېرمانټ کانګرس د سترې حوزې په استازولۍ د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې په ټاګنو کې بریالی شو او وروسته یې د کانګرس د پرمختګ لپاره د ګوندي استازو ډله رامنځته کړه. هغه په ۲۰۰۶ کال کې د متحده ایالاتو سنا ته تر ټاکل کېدو مخکې د ۱۶ کلونو لپاره د متحده ایالاتو استازی و او په ځانګړې توګه لومړنی جمهوري غوښتونکی و چې ۱۵۲ کاله وروسته دغې چوکۍ ته ټاکل شوی و. سندرز په ۲۰۱۲ کال او ۲۰۱۸ کې بیاځلي سنا ته وټاکل شو. هغه له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د سنا د تجربه کارانو د چارو د کمېټې او له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د سنا د بودیجې کمېټې مشري وکړه. د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې هغه د مشرانو جرګې د روغتیا، تعلیم کار او تقاعد کمېټې رئیس شو او له مشرانو جرګې څخه د پیټریک لیهي تر تقاعد وروسته د وېرمانټ کانګرس لوړپوړی سناتور او رئیس شو.  

سندرز په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د دیموکراتیک ولسمشریزې نوماندۍ ته نوماند شو چې په هر یوه کې دوهم کس شو چې ډېرې رایې یې خپلې کړې. د لومړنیو لږو غوښتنو سره سره په ۲۰۱۶ کال کې د هغه ټاکنیزو سیالیو د وړو ډالرو له بسپنه ورکوونکو څخه د پام وړ لېوالتیا رامنځته کړه چې هغه یې مخکې له دې چې په جولای کې د نهايي نوماندې هېلاري کلینټون پر وړاندې ماته وخوري په ۲۳ مقدماتي او ګوندي ټاکنو کې بریا ته ورساوه. په ۲۰۲۰ کال کې په لومړنیو مقدماتي ټاکنو د او ګوندي ډلو په ټاکنو کې د هغه ځواکمن حضور هغه د دیموکرات نوماندانو په پراخ تاریخي پېر کې په مخکښ نوماند بدل کړ. د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې سندرز خپله نوماندې بایډین ته پرېښوه چې د میدان له محدودېدو سره یې یو لړ غوڅې بریاوې خپلې کړې. هغه په‌خپلو ټاکنیزو سیالیو کې د ډونالډ ټرامپ پر وړاندې له کلینټون او بایډن څخه ملاتړ وکړ. هغه له هم‌هغه مهال راهیسې د بایډن د نږدې متحد په توګه څرګند شو. [۱][۲][۳]

سندرز د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو تر کمپاین وروسته د دیموکرات ګوند پر چپ لور د تر ټولو اغېزمن کس په توګه پېژندل کېږي. هغه د پرمختللیو سیاستونو مدافع و، چې له اقتصادي نابرابرۍ او نئولبرالیزم سره د مخالفت او د کاریګرانو له فردي مدیریت څخه د ملاتړ له امله پېژندل شوی دی. هغه د داخلي سیاست په برخه کې د کار له حقونو، د واحدې تادیې روغتیاپالنې، د والدینو له معاش سره رخصتۍ، له فیس پرته درېیمه درجه زده‌کړو، اقليمي بدلونو ته له پام سره د دندو د رامنځته کولو لپاره د ګرین نیوډیل (په متحده ایالاتو کې یوه وړاندیز شوې محرکه اقتصادي برنامه، ژباړن) یو داوطلبانه تړون او د کوپراتیفونو، اتحادیو او دیموکراتیکو دولتي شرکتونو له طریقه د صنعتي کارخانو د کاریګرانو له کنترول څخه ملاتړ وکړ. په خارجي سیاست کې هغه د نظامي لګښتونو له راټيټولو، د ديپلوماسۍ او نړیوالې همکارۍ څخه ملاتړ وکړ او د کار حقونو او د نړیوالو سوداګریزو تړونونو په اړه د مذاکرې پر مهال پر چاپېریالي اندېښنو ډېر ټینګار و. سندرز د کاري چاپېریال له دیموکراسۍ څخه ملاتړ کوي او د نورودیک موډل (د دنمارک، ناروې، ایسلند، ناروې او سویډن هېوادونو ټولنیز او اقتصادي موډل، ژباړن) ستاینه یې کړې. ځینو د هغه سیاست له چپ اړخي پاپولیزم/ولس پلوۍ او د ولسمشر فرانکلین ډي. روزولت د نیو ډیل له سیاستونو سره پرتله کړی.  [۴]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

برنارد سندرز د ۱۹۴۱ کال د سېپټمبر په ۸مه د نیویارک ښار په بروکلین کې زېږېدلی. پلار يې الیاس بن یهودا سندرز (زوکړه ۱۹۰۴-مړینه ۱۹۶۲) د اتریش د ګالیسیا په اسلوپنیس ښار کې چې هغه مهال د اتریش – هنګري برخه و او اوس په پولنډ کې موقعیت لري زېږېدلی و. الیاس سندرز یو پولنډی یهودي کډوال و چې په ۱۹۲۱ کال کې يې متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړ او رنګ پلورونکی شو، که څه هم د هغه کورنۍ په هلوکاسټ کې ووژل شوه. د برني مور ډوروټي سندرز (د ګلسبېرګ له کورني نوم سره) (زوکړه ۱۹۱۲-مړینه ۱۹۶۰) په نیویارک ښار کې زېږېدلې وه. هغه د لري سندرز کشری ورور دی. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سندرز وایي د خپلې کورنۍ مخینې له امله يې په ټيټ عمر کې له سیاست سره مینه پیدا شوه. په ۱۹۴۰ لسیزه کې د هغه ډېر خپلوان د المان تر اشغال لاندې پولنډ کې په هلوکاسټ (د یهودو ټولوژنه) کې ووژل شول.  [۱۳][۱۴][۱۵]

سندرز د بروکلین په مېډووډ کې ژوند کړی. ابتدایه ښوونځي يې د P.S. 197 په دولتي ښوونځي کې لوستی چې هلته یې د سیمې په کچه د بسکتبال په سیالۍ کې اتلولي خپله کړه. هغه تر غرمې وروسته په عبري ښوونځي ګدون کاوه او په ۱۹۵۴ کال کې یې د بار میتصوا (په یهودي مذهب کې د مکلفیت یا بلوغ عمر ته د رسېدو مراسم، ژباړن) مذهبي مراسم ونمانځل.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سندرز د جیمز مډېسون په عالي لېسه کې زده‌کړې وکړې چې هلته د پل‌لارې د ټيم مشر و او د نیویارک ښار دننه په یو مایلي واټن کې درېیم ځای خپل کړ. په لېسه کې هغه خپلې لومړۍ ټاکنې وبایللې او په هغه کمپاین کې چې په کوریا کې له جګړې ځپلو یتیمانو سره په مرسته متمرکز و، چې د زده کوونکو د پلاوي د ریاست لپاره يې درېیم ځای خپل کړ. هغه له ماتې سره سره د کوریايي یتیمانو لپاره د خپل ښوونځي د مالي مرستو د راټولولو په فعالیتونو کې مرسته وکړه او د بسکتبال یوه خیریه لوبه یې سازمان کړه. سندرز په لېسه کې له اقتصادپوه والټر بلاک سره یوځای زده‌کړې وکړې. کله چې هغه ۹ کلن و مور یې د ۴۷ کلونو په عمر کې مړه شوه. پلار یې دوه کاله وروسته د ۵۷ کلونو په عمر ومړ.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سندرز د یو کال لپاره د ۱۹۵۹ او ۱۹۶۰ کلونو تر منځ د بروکلین په کالج کې زده‌کړې وکړې، شیکاګو پوهنتون ته تر انتقال وروسته يې په ۱۹۶۴ کال کې  له سیاسي علومو پوهنځۍ څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. په ورپسې مرکو کې سندرز په‌خپله ځان د یو متوسط زده‌کوونکي په توګه تعریف کړ، ځکه درسي ټولګی ورته «بې‌ربطه او خسته کوونکی و» او ویې ویل چې ټولنیز فعالیتونه تر زده‌کړو ورته مهم وو. [۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په March 10, 2019 باندې). 'Not the billionaires': why small-dollar donors are Democrats' new powerhouse. The Guardian.
  2. (په February 5, 2016 باندې). His Most Radical Move.
  3. (په 2023-08-28 باندې). Bernie Sanders urges left to back Biden to stop 'very dangerous' Trump. The Guardian.
  4. (په 2020-01-23 باندې). Opinion | Please Stop Calling Bernie Sanders a Populist. The New York Times.
  5. * (په July 24, 2015 باندې). Bernie Sanders's '100% Brooklyn' Roots Are as Unshakable as His Accent. The New York Times.
    • "Bernie Sanders". Jewish Virtual Library. American-Israeli Cooperative Enterprise. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Bernie Sanders Biography". Biography.com. A&E Television Networks, LLC. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Sanders, Bernard (1941 – )". Biographical Directory of the United States Congress. Office of the Clerk of the United States House of Representatives' Office of History and Preservation and the Office of the Historian of the United States Senate. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Season 4, Episode 1: The Impression". Finding Your Roots. October 3, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په February 2, 2016 باندې). Bernie Sanders' ancestral town in Poland kvells over his Iowa performance. Jewish Telegraphic Agency.
  8. New York Passenger Lists, 1820–1957 immigration record: Eliasz Gitman, sailing from Antwerp, mother Jetti Gutman, citizenship in 1927 as Elias Sanders.
  9. (په August 20, 2015 باندې). Straight Outta Brooklyn, by Way of Vermont: The Bernie Sanders Story. Tablet.
  10. (په April 29, 2015 باندې). 5 Things You Should Know About Bernie Sanders. NPR
  11. Gaudiano, Nicole (April 28, 2015). "OnPolitics: 6 things to know about Bernie Sanders". USA Today. د اصلي آرشيف څخه پر July 27, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. * (په January 21, 2007 باندې). The Socialist Senator. The New York Times Magazine.
    (په April 29, 2015 باندې). 5 Things You Should Know About Bernie Sanders.
  13. * Sathish, Madhuri (August 28, 2015). "Bernie Sanders' Quote About Hitler Winning An Election Is Powerful. It's Also Misleading". Bustle. مؤرشف من الأصل في January 21, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Feldmann, Linda (June 11, 2015). "Bernie Sanders: 'I'm Proud to be Jewish'". The Christian Science Monitor. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2015. 'I'm proud to be Jewish,' the Independent from Vermont – and candidate for the Democratic presidential nomination – responded Thursday at a press breakfast hosted by the Monitor. Though, he added, 'I'm not particularly religious.' As a child, Sanders said, being Jewish taught him 'in a very deep way what politics is about. A guy named Adolf Hitler won an election in 1932,' the senator said. 'He won an election, and 50 million people died as a result of that election in World War II, including 6 million Jews. So what I learned as a little kid is that politics is, in fact, very important.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Keith, Tamara (November 2, 2015). "Sanders Could Be The First Jewish President, But He Doesn't Like To Talk About It". NPR. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Season 4, Episode 1: The Impression". Finding Your Roots. October 3, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. * (په January 21, 2007 باندې). The Socialist Senator. The New York Times Magazine.
    (په April 29, 2015 باندې). 5 Things You Should Know About Bernie Sanders.
  16. * (په July 24, 2015 باندې). Bernie Sanders's '100% Brooklyn' Roots Are as Unshakable as His Accent. The New York Times.
    • "Bernie Sanders". Jewish Virtual Library. American-Israeli Cooperative Enterprise. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Bernie Sanders Biography". Biography.com. A&E Television Networks, LLC. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Sanders, Bernard (1941 – )". Biographical Directory of the United States Congress. Office of the Clerk of the United States House of Representatives' Office of History and Preservation and the Office of the Historian of the United States Senate. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په January 29, 2016 باندې). The untold story of Bernie Sanders, high school track star.
  18. Felsenthal, Carol (May 4, 2015). "Bernie Sanders Found Socialism at the University of Chicago". Chicago. د لاسرسي‌نېټه July 18, 2015. He graduated from Brooklyn's P.S. 197 and James Madison High School where he was captain of his high school track team. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په January 17, 2016 باندې). [{{{url}}} Bernie ropes in British brother for showdown with Clinton]. Sunday Times
  20. (په January 29, 2016 باندې). The untold story of Bernie Sanders, high school track star.
  21. * (په January 21, 2007 باندې). The Socialist Senator. The New York Times Magazine.
    (په April 29, 2015 باندې). 5 Things You Should Know About Bernie Sanders.
  22. Hamm, Theodore (July 7, 2020). "In Bernie's Brooklyn, Political Revolution Was Mainstream". Jacobin. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په August 20, 2015 باندې). Straight Outta Brooklyn, by Way of Vermont: The Bernie Sanders Story. Nextbook Inc
  24. "Eli Sanders". Geni.com. September 12, 1904. د لاسرسي‌نېټه January 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په August 20, 2015 باندې). Bernie Sanders Fast Facts. CNN
  26. Talbot, Margaret (October 12, 2015). "The Populist Prophet". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)