برانکیوپیوډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رانکیو پوډ Branchiopod برانکیوپوډ نوم د براکیوپوډا کلاس (class Branchiopoda) ټولو ۸۰۰ ډولونو ته کاریږي. همدا کلاس د کروستاسیا فرعي فیلوم (subphylum Crustacea) او د ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda) هم ګڼل کیږي. په اوبو کې ژوند کونکي ژوي (aquatic) دي چې د مالګینو اوبو د اوبو ملخ (brine shrimp)، ښاپیرۍ د اوبو ملخه (fairy shrimp)، د چونګښې بچیانو ته ورته د اوبو ملخ (tadpole shrimp)، د اوبو ګونګټې (water fleas) او نور واړه د تازه اوبو شکلونه پکې شامل دي.

ګمان کیږي چې برانکیوپوډ لومړني چنګاښونه دي. د ډې وونین مودې (Devonian period) فوسیلي جسدونه یې هم موندل شوي (له ۳۵۹.۲ میلیونه تر ۴۱۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). د برانکیو پوډ ښاپېرۍ د اوبو ملخه (fairy shrimp) چې د انوستراکا انفرا ډله (infraorder Anostraca) ده په موقتي ډنډونو کې پیدا کیږي. انفرا ډله په طبقه بندۍ کې له فرعي ډلې لاندې ډلې ته وایي.

تر ټولو واړه یې په امنوپوډ (anomopods) کې پیدا کیږي کوم چې تر ۰.۲۵ ملي متره (۰.۰۱ انچ) پورې اوږدوالی لري. تر ټولو غټ یې برانکینېکتا ګیګاس (Branchinecta gigas) یا ښاپیرۍ ډوله د اوبو ملخان دي چې اوږدوالی یې تر ۱۰ سانتي متره (۳.۹ انچه) پورې رسیږي. په فوسیلي ډله کې کازاکارترا ډله (order Kazacharthra) تر ۱۰ ساتني متره (۳.۹ انچه پورې) وو.

برانکیوپوډا په لسو ډلو کې سره وېشل شوي چې دوه ډلې یې له منځه تللي او یوازې په فوسیلي یادون یا ریکارډ کې موجودې دي. له یو بل سره یې شکلونه خورا زېات توپیر لري: د بېلګې په توګه په لایوي کوداتا (Laevicaudata) کې د تنې یا بدن برخې ثابتې پاتې کیږي، د ښځې په تنه کې یې ۱۲ جوړې پښې او د نر په تنه کې یې ۱۰ جوړې پښې موجودې وي. په سپیني کوداتا (Spinicaudata) کې د تنې برخې توپیر لري. همداسې په سي تېنو پوډا او انوموپوډا انفرا ډلو (Ctenopoda and Anomopoda) کې کاراپاس یا کاسه موجوده وي خو کاسه یې یوازې تنه پوښلی شي. په اوني کوپوډا او هپلوپوډا انفرا ډلو (infraorders Onychopoda and Haplopoda) کې کاراپاس یا کاسه تنه نه وي پوښلې بلکې یوازې په ملا کې د کیسې شکل جوړوي. همداسې انوستراکان (anostracans) یې کاراپاس یا کاسه نلري او سترګې یې په سر کې واقع وي. دوه فوسیلي ډلې یې هم له یو بل سره ډېر توپیر لري: لیپوستراکا فوسیلي ډلې (order Lipostraca) کاراپاس نه درلود خو د بدن ۱۳ جوړه غړي او یوه جوړه انتنونه یا ښکرونه (antennae) یې لرل کوم یې چې ممکن د لامبو وهلو لپاره کارولي وي. کازاکارترا فوسیلي ډلې (Kazacharthra) بشپړ وده کونکی کاراپاس یا د ساتنې کاسه (carapace) لرله او په خېټه پورې نښتي شپږ جوړه د بدن غړي لرل.

برانکیوپوډ خپل ژوند د نوپلیوس (nauplius) په توګه پېل کوي (د ژوند د یوې مرحلې یا پړاو نوم ده) کوم چې نا وېشل شوی مثلثي بدن لري، درې جوړه ضمیمې لري: لمړي انتنونه (antennules)، انتنونه (antennae) او د ژامې برخه (mandibles). خپل انتنونه یا ښکرونه د لامبو وهلو لپاره کاروي. خواړه خوري او وده کوي او په تدریجي توګه د غټ شکل ته بدلیږي په دې مانا چې بدن یې په برخو وېشل کیږي او بدن کې یې اضافي غړي وده کوي.

تړلې لیکنې[سمول]

شین چنگاښ