برانچو پلورل فسټولا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Broncho pleural fistula د پلورايي مسافې او د سږو ترمنځ يوه فسټول ده. له نمونکټومي، ټروما او د معلومو انتاناتو پواسطه منځته راځي. دغه فسټول همدارنګه د غټو هوايي لارو او پلورا ترمنځ له اړيکي نه هم منځته راځي، چي په پايله کي يې نموتوراکس يا د پلورا منفي فشار منځته راځي. ايکسرې غير مستقيم تشخيص څرګندوي، په نمونکټومي کي د هوا زياتېدل يا هم په موضعي ايپيوژن کي د نوي هوا راپيداکېدل په تشخيص کي زياته مرسته کوي. انتاني لاملونه لکه توبرکلوز، اکټينومايسيز اسرايليا، نوکارډيا، بلاسټومايسيز ډرماټايډيس، همداشان مليګنانسي او ټروما هم غير نورمال اړيکه جوړولای شي.