بده پایله داده چی یوانسان پداسی حالت کی مړشی چی دالله جل جلاله څخه ئی مخ ګرځولی وی ، دالله جل جلاله احکام ئی په ځان نه وی منلی ، خپلو ګناهونوته ئی دوام ورکړی وی نو بی له شکه دغه انجام ډیر بد او دتشویش وړ دی ، چی نیکان خلک ډیر زیات تری ویریږی او الله جل جلاله ته زیاتی دعاګانی او تضرع کوی ترڅو د داسی انجام څخه بچ شی .دمرګ په وخت کی په ځینو خلکو داسی نښی ظاهریږی چی په بدی پایلی دلالت کوی الله جل جلاله مودتری وساتی ، د مثال په ډول لکه د شهادت دکلیمی ویلو څخه مخ ګرځول ، یا دمرګ په وخت کی ځینی بد او محرم الفاظ ویل دلته باید ځینی مثالونه دوضاحت لپاره وړاندی شی اوهغه داچی : یوکس ته دمرګ په وخت کی وویل شول چی لااله الاالله کلیمه ووایه هغه شخص وویل چی ماته به څه ګټه ورسوی ځکه ما هیڅ لمونځ ندی کړی .همدارنګه امام ابن رجب رحمه الله په خپل کتاب جامع العلوم والحکم کی دامام عبدالعزیز بن ابی رواد رحمه الله له قوله لیکی : هغه وایی : زه یوکس ته راغلم چی دمرګ په بستر پروت وه د لااله الاالله کلیمی تلقین ئی ورکاوه هغه شخص وویل : هغه په دغو ویلو کافر دی او په همدی حالت مړشو .اوهمدارنګه وایی چی مائی په هکله پوښتنه وکړه راته وویل شوه چی هغه شخص به شراب څښل ، عبدالعزیزرحمه الله به ویل : دګناهونوڅخه وویریږی ځکه داهغه څه دی چی زه ئی غورځولی یم . بده پایله دوه مرتبی لری ـالله جل جلاله مود تری وساتی ـ یوداچی دروح دقبض کیدو په وخت کی په زړه باندی یوحالت راشی چی دا دشک ، انکار له سببه راځی نو روح په همدی حالت کی قبض کیږی او دا دده او الله جل جلاله ترمنځ دپردی په ډول واقع کیږی او دغه حالت دبنده دائمی لری والی دالله جل جلاله درحمت څخه اود همیشه نی عذاب لامل ګرځی .دوهمه مرتبه دبدی پایلی تراولنی څخه لږ کمه ده اوهغه داچی دمرګ په وخت کی دانسان په زړه باندی د دنیائی کارونویا کوم ناروا غوښتنی څخه کوم څه ورباندی غالبیږی او داشی ئی په زړه کی شکل اخلی او انسان په همدی حالت د دنیا څخه رحلت کوی ، که دغه شخص سودی کارونه کوی په همدی سره مری ، اوکه رشوت اخلی په همداسی حالت مړکیږی
که مخدره توکی کاروی په همداسی حالت سره مړکیږی ، او که په خلکو باندی ظلم کوی په همداسی حالت کی به مړکیږی ، او که ناروا لوڅو عکسونوته ګوری په همداسی حالت کی مړکیږی اوداسی نورګناهونه ...... یعنی په هغه شکل به مړکیږی چی کومه ګناه ئی په دنیاکی خوښوه ، دهمدی ګناهونوعذاب به ورته رسیږی چی اصل توحید ورسره وی .پدی سره معلومیږی چی دبدی پایلی لاملونه ځینی په ټولیز ډول ذکر شول باید ځان تری وساتل شی اودزیات خطرناک څخه پیل بیاهمداسی ښکته خواته وړاندی کیږی :چی ترټولو اوچت اوډیر خطرناک سبب ئی دعقیدی فساد دی که دچا عقیده خرابه اوفاسده شی نو باید دالله جل جلاله څخه مرسته او په دین باندی دثابت پاتی کیدو دعا وغــواړی ځکه چی دچا عقیده سمه نه وی دهغه شخص هیڅ عمل دقــبول وړندی که هــرڅـــو یو څــوک کــوښښ وکـــړی ځکه چی دعــمل دقبلــیدو لپاره دوه اساســی شرطـــونه دی یو :۱- دشرعیت سره مطابقت.۲- دپیغمبر صلی الله علیه وسلم متابعت.نوکه یوشرط هم موجود نشی نودانسان عمل نه قبلیږی .ئی دعمل له لوری ککړوی ، دګناهونوپه کولوکی جرأت ولری اودکوم فکر او سوچ پرته ئی په کولو اقدام کوی ، ښائی دغه شخص پدی حالت اخته چی مرګ پری راشی او دتوبی پرته د دنیا څخه لاړشی .نو عاقل انسان ته ضروردی چی ډیر زیات دغه ټکی ته متوجه شی ترڅو ئی زړه دهغه محرم او ناروا څه نه را بیل کړی چی ورپوری تړلی وی ، او خپل زړه ، ژبه اواندامونه دالله جل جلاله طاعت او ذکر باندی مشغول او مصروف وساتی او په هر ځای اوهر وخت کی باید دالله جل جلاله دعبادت څخه لری نشی ، نودهمدی ښی پایلی دترلاسه کولو په خاطر ددی حساسی لحظی نه په ګټی پورته کولو هڅه وکړی چی د دائمی شقاوت او بدبختی څخه وژغورل شی . ===
پخواني نيكان به د بدى پايلې (خاتمې) څخه ډېر وېرېدل:
سهل تسترى رحمةالله عليه وايي: د بدې پايلې څخه د صديقينو ( ريښتينو مسلمانانو) وېره په هر خوځښت او حركت كې وي او الله جل جلا له ددوۍ په هكله فرمايلي دي:{ وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَة"زړونه يې د الله جل جلا له له عذابه وېرېدونكي وي.
او بايد په هره لحظه او وخت كې د بنده سره دبدې پايلې (خاتمې) سره د مخ كیدلو وېره وي ځكه چې وېره د عمل او كار لامل كیږي بیشكه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: "قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ خَافَ أَدْلَجَ ، وَمَنْ أَدْلَجَ بَلَغَ الْمَنْزِلَ أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللهِ غَالِيَةٌ أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللهِ الْجَنَّةُ"[1]ژباړه: څوك چې ددښمن د حملې او يرغل څخه وېرېږي نو دشپې خپل ځان محفوظ ځاى ته رسوي او چاچې دا كار وكړ خپل هدف ته ورسید، پدې خبر اوسئ چې د الله جل جلا له توښه او متاع د جنت نعمتونه دي، ډېر اوچت او د قدر وړدي او پدې خبردار اوسى؟ چې دجنت قيمت نېك عملونه دي: امام طيبي رحمةالله عليه وايي: دا مثال د آخرت تلونكي ته دى چې شيطان يې په لاره ولاړ دى او نفس ، دروغجنې هيلې يې مرستندويه دي څوك چې بيداروي او نيت يې په عمل كې خالص وي د شيطان له چل څخه به په امن وي)).( ژباړن).مګر كله چې انسان مرګ ته نژدې شي نو دا مناسبه او غوره خبره ده چې بايد دهيلې او اميد لوري يې غالب شي او الله جل جلا له ته د ورتلو شوق او رغبت يې زيات شي په يقيني توګه هغه څوك چې الله جل جلا له ته د ورتلو شوق او رغبت لري الله جل جلا له هم دهغه ورتلل خوښوي پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: « لاَ يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلاَّ وَهُوَ يُحْسِنُ الظَّنَّ بِاللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ »[2].امام خطابی وایی: دحسن ظن څخه مطلب نیک عمل دی . ژباړه: ستاسو څخه دې هیڅو ك نه مړكیږي مګر پداسې حال كې دې مړ شي چې په الله جل جلا له باندې د رحمت او مغفرت كولو هيله او نیك ګمان ولري.
ډېرو جاهلو او ناپوهو مسلمانانو د الله جل جلا له په زيات رحمت او بښنې تكيه كړى او په زياتو ګناهونو كې ننوتلى دبديو څخه نه منع كيږى او د كوم وخت څخه چي د الله جل جلا له په مغفرت ،عفوى او ډير رحمت پوه شوي دي دا ددې لوى لامل شوئ چې نور يې هم دګناهونو په دوام ځانونه هلاكت ته رسولى ، دا ډيره څرګنده غلطى او لويه خطا ده او هغه بې ځايه استدلال دى چې انسان د هلاكت كندې ته رسوي الله جل جلا له بښونكى او مهربان ذات دى ،
كه قرضدار نیكي ولري ترې اخستل كیږي به ،او كه نه د حقدار بدي او ګناهونه به پرې ورواچول شي، بیشكه پيغمبر صلى الله عليه وسلم خبر وركړی او فرمايلي يې دي:چې د مؤمن ساه او نفس به د هغه په پور (قرض) پورې تر هغه وخته بندوي تر څو يې پور( قرض) ادا كړى شي.
يوازى الله جل جلا له ته له ټولو ګناهونو څخه توبه ايستل په هر بالغ انسان په هره لحظه او وخت كې واجب ده چې دالله جل جلا له دا فرمان هم پدې دلالت كوي : { وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ } د نور سورت(۳۱ )آيت.
ژباړه: او توبه وباسی تاسې الله جل جلا له ته ټول اى مؤمنانو دپاره ددې چې خلاصى ومومی ( په دنيا او اخرت كښى).پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره ددې چې ټول مخكيني او وروستني ګناهونه او خطاګانې ورته بښل شوې وى بيايي هم الله جل جلا له ته په ورځ کې سل ځله توبه ايستله.پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: { «يا أيها الناس توبوا إلى الله فإني أتوب إليه في اليوم مائة مرة» [3]
هميشه به په جومات كښى وي او ډېر نیك عملونه به وكړي ، اوس ځوان يې او دعمر غوټى دې لا تراوسه نده غوړيدلې ، ډير وخت بايد په مزو او خوندونو كې تیر كړې، دالله جل جلا له په طاعت او عبادت باندې د لا داوس څخه ځان مه په تكليفوه او داسې نور.
ای مطمئینه نفسه دالله جل جلاله مغفرت رضامندی ته لاړشه . دغه حدیث شریف امام احمد رحمه الله دحضرت براء رضی الله عنه په روایت سره راوړی دی: نو کله مړی ددی له امله تبسم کوی لکه دغه حدیث شریف چی دلالت پری کوی رواه أحمد عن طلحة بن عبيد الله عندما زاره عمر وهو ثقيل وفيه: إني سمعت من رسول الله صلى الله عليه وسلم حديثاً ما منعني أن أسأل عنه إلا القدرة عليه حتى مات، سمعته يقول: إني لأعلم كلمة لا يقولها عبد عند موته إلا أشرق لها لونه ونفس الله عنه كربته، قال: فقال عمر: إني لأعلم ما هي، قال: وما هي؟ قال: تعلم كلمة أعظم من كلمة أمر بها عمه عند الموت: لا إله إلا الله ؟ قال طلحة: صدقت هي والله.ومحل الشاهد من الحديث قوله: أشرق لها لونه. ولكن هذا مع النطق بالشهادة[5]
.ژباړه : امام احمد رحمه الله دحضرت طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه څخه روایت کړی چی حضرت عمررضی الله عنه ورته راغی اوحضرت طلحه سخت مریض وه نوپدی حدیث دی چی : ما دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یوحدیث اوریدلی دی مانه منع کوی چی په اړه ئی پوښتنه وکړم مګر زما توانائی تردی چی مړشو ، مااوریدلی دی چی ویل ئی :
كله چې مرګ ورته راشي پښیماني نه كوي مګر ګناه كوونكى مسلمان چې په خپل ځان يې ظلم كړى وي د الله جل جلا له حق يې نه وي پر ځاى كړى او د خلكو حقوق يې خوړلي وي وروسته د مرګ څخه به وايي: اى ربه ما بیرته دنيا ته ولیږه ښايي نیك عمل وكړم او ستا د عذاب څخه دخلاصون لار ومومم .
يو سړى په بازار كې د لا ل و، كله چې مرګ ورته راغى اولاد يې د كليمې ويلو تلقين وركاوه او ورته ويل يې لااله الا الله ووايه نو ده به ويل: څلور نيمې ، څلورنيمې( يعنې خپلې روپی به يې حسابولې).
او ځينې داسې هم وي چې مرګ ورته راشي او دى په ګناه كې ډوب وي نو الله جل جلا له ته به هم په همداسې وخت او حال كې ورشي چې ددې په وسيله به الله جل جلا له پرې په قهر كیږي په يقيني توګه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: "مَنْ مَاتَ عَلَى شَيْءٍ بَعَثَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ.[6]"ژباړه: څوك چې په كوم حالت مړ شي الله جل جلا له به يې پداسې ډول بیرته ژوندى كړي چې د همغه كار په كولو به بوخت وي. دا حديث حاكم روايت كړى د مسلم په شرط يې صحيح بللی دى اوذهبى هم ورسره موافق دی مستدرك .
ژباړه: د دوه خويونو د كولو څخه مو زيات وېروم يو د نفس دغوښتنو تابعــــداري او پيروي او بل اوږدې هيلې او اميدونه دي ځكه چې دنفس پيروي انسان د حق منلو څخه منع كوي او اوږدې هيلې لرل ددنيا سره مينه لرل دي او په زړه كې ځاى وركول دي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم مؤمنان له اوږدو هيلو څخه منع كوي :پيغمبر صلى الله عليه وسلم مؤمنانو ته ددې ښوونه كړې ده، د ډيرو اوږدو هيلولــــرلو څخه يې لري او ددنيا په اصل او حقيقت يې پوه كړي :
حضرت علي رضى الله عنه ددوه څيزونو څخه ډېر وېرېده يوه، اوږده هيله او اميد بل د نفس متابعت او پيروي ده .ده مبارك وويل:" فَاَماَ طُولُ اْلأَمَلِ فَيُنْسِىِ الآخرةَ وأمَا إِتَباعِ الهَوى فَيَصُدُ عَنِ الْحَقِ وَ كَان يقول: ألا و إنَّ الدنيا قَد وَلَتْ مُدْبَرةَ وَالآْخرِة قَدْ أَسْرَعَتْ مقبلةُ وَلِكُلِ وَاحِدَةَ مِنْهَا بَنُونَ فَكُونوا مِنْ أَبْناءَ الآخِرَةِ وَلاَ تَكْوُنوا مِنْ أَبْنَاءِ الدُنْيَا فَاِنْ اَلْيَومْ عَمَلُ وَلا حِسْابُ وَغداً حِسْاب ولا عَمَلَ"[10]ژباړه: هغه اوږده هيله اخرت هیروي او د نفس پيروي انسان د حق څخه منع كوي او بندوي يې، او ده مبارك به ويل: پدې پوه شئ چې دنيا شاته لاړه او اخرت په ډېرې تيزى سره مخ ته راځــــي او د هر يوه لپاره بلـــــونكي او خوښوونكي دي نو تاســـــو د اخرت غوښتـــــونكي او خوښوونكي شئ او د دنيا خوښــــــــوونكې مه كیږئ ځكه چې نن ورځ عمل شته حساب نشته او سبا حساب شته عمل نشته .
په اسلام كې ناڅاپي مـرګ بد ګڼل شوى دى ځکه چى انسان ته فــــــــرصت په لاس نه ورځي او نه د توبې او ښه عمل زمينه ورته برابرېږي ښايي د ګناه په حالت كې وي او پايله يې بده شي.
کله چی دخپل بد او ناکاره ملګری سره یوځای شی نو د دنیا او دهغی دزینت او ښایست په اړه ورسره خبری کوی ، دګــناهونوپه ارتباط ورسره غږیږی نو دغه ملـــــګری پدی سخت حالت کی کومه ګټه نه ورته رسوی بلکی پوره تاوان او زیان دی.
ژباړه : نه دی روا پیغمبر ته او نه هغه کسانو ته چی ایمان ئی راوړی دی داچی بښنه به وغواړی دپاره دمشرکانو اګر که وی دامشرکان دخپلولی پس له هغی نه چی ښکاره شی دوی ته داچی بیشکه دوی یاران ددوزخ دی .
۱ـ امام احمد په مسند أبی محمد طلحه بن عبید الله په (نمبر 1384) روایت کړی ، امام البانی وائی : سند ئی صحيح دی، اوابن حبان په همدی ډول سره روایت کړی ، امام حاكم په (1 / 350، 351) والزيادة له، او ویلی ئی دی " صحيح على شرطهما " ووافقه الذهبي. ا احکام الجنائز ص ۳۴
۱ـ امام حاكم په ۴/ ۳۱۳په ۷۹۴۳ روایت کړی اودامام مسلم په شرط ئی صحیح کړی اوامام ذهبی ورسره موافق دی على شرط مسلم ووافقه الذهبى. امام ألباني په "سلسلة الأحاديث الصحيحة" (283) 1 / 510،صحیح کړی دی . ـ
۱ـ داحديث ترمذي په 2306 نمبركتاب زهد کی روايت کړی او ویلی دی حسن اوغريب دى ، شیخ البانی وائی : ضعیف دی سلسلة الأحاديث الضعيفة 1666 " ضعيف الجامع الصغير 2315 " )